د کېمور د لمنې نه يو غږ پورته شو او يوې لمحې له د خلقو په مېنځ کښې يوه درنه خاموشي خوره شوه. دا يو داسې غږ ؤ چې د ټولې کوزې او بره پښتونخوا غرونه، مېدانونه، لوړې، ژورې، کلي، بانډې او خاوره خاوره ئې و لړزوله. خلق حېران حېران يو بل ته ګوري او ګوڼېږي خو د يو بل په خبره هېڅوک نه پوهېږي. ناګهانه يو کريکژن غږ پورته شي او وائي چې د کېمور غر ونړېد! خلق چې وګوري نو غر په رښتيا نړېدلے پروت وي ۔ غرمه محال دے. خلق په خپلو خپلو کارونو روزګارونو کښې بوخت دي. څوک په دکانونو کښې د خپلې سودا خرڅولو د پاره د ګاک منتظر دي. چا سره ګاډۍ دي او اوازونه کوي او څوک اخستونکي دي، ګرځي سامانونه اخلي. ټول خلق پهٔ خپلو مصروفياتو کښې ډوب دي. دغه وخت کښې يو بلند قامته سړے سره د يو څو تنانو بازار کښې په خلقو ګرځي او خلق د يووالي د پاره را بلي. دغه تن خلقو ته په ‘امن پاڅون’ کښې د را ټولېدو بلنه ورکوي او ځاے په ځاے ودرېږي. دا سړے خلقو ته په امن او پښتونولۍ بشپړه خبره وکړي د خپلو خبرو په اخره کښې نعره کړي چې:
مونږ په خپله خاوره – امن غواړو!
مونږ په خپله خاوره – امن غواړو!
مونږ په خپله خاوره – امن غواړو!
څۀ خلق لګيا دي يو بل سره ګوڼېږي، وائي: دا لېونے اخر څوک دے؟ دے غواړي څه ؟ دا امن لا څه شے وي؟ مړه مونږ ئې د خپلو کارونو نه وويستو. خلق واپس پهٔ خپلو کارونو کښې بوخت شي. کله چې خلق وګوري چې د کېمور غر په رښتيا نړېدلے پروت دے نو دې کښې چغې شي او دغه چغې او دغه منظر د پښتونخوا وطن د هر تن په زړه کښې لکه تېغ ښخ شي. خلق له يو بله پوښتنه کوي چې دا ولې؟ دا چا؟ دا پۀڅه ؟ دا پوښتې روانې وي خو دې کښې يو غائبانه اواز وشي چې: هذا فتويٰ من فوج الباکستان “پۀ پښتونخوا کښې د امن غوښتونکي واجب القتل دي.”