ښاغلے اياز الله ترکزے د يو شاعر اديب سره سره د معياري پبلشر په توګه هم خاص شهرت لري۔ د ادب د مېدان داسې شهسوار دے چې په هر اړخ ئې منفرد او معياري کار کړے دے۔ افسانه، سفرنامه، ناول، تحقيق، تنقيد او داسې نور ګڼ اړخونه دي چې موصوف پکښې کار کوي۔ اثار ئې په مطبوعاتو کښې هم چاپ کېږي او په کتابي بڼه هم خپرېږي بلکې ګڼ شمېر کتابونه ئې چاپ شوي دي چې شمېر ئې د شلو څخه زيات دے۔ د جملې څخه ئې “جونګر” (ناول) “ګل سپرلے” (شاعري)، “درشل” (افسانې) “د پښتو ژبې د ناول نګار پروېش شېخ فن او شخصيت” (يوه تحقيقي او تنقيدي جائزه)، “تور مخونه” (افسانې) “ديوان فريد جان استاذ” (ترتيب و تدوين)، “کوچ مال” (د فريد جان منظوم اثار)، “جامونه د زم زم” (سفرنامه)، “د ډاکټر شېر زمان سيماب د فکر او فن هندار” (تحقيق او تنقيد)، “رحمان او انبياء کرام” (څېړنيز اثر)، “تحقيقي مقاله څنګه ليکلے کېږي؟”، “غني نامې”، “نقد و تنقيح” (تحقيقي او تنقيدي مضامين) “د سعد الله جان برق شخصيت فکر او فن”، “تحقيق پوهنه”، “پټ پټوڼے” (افسانې)“د همېش خليل کليات” (ترتيب و تدوين)، “قرنطين” (افسانې)، “پښتو ادب کښې خاکه نګار” (د اېم فل مقاله)، “د غني خان کليات” (سمون او لټون)، “دام” (افسانې)، “شيشک” (افسانې) او داسې ئې په فروري 2025ء کښې د افسانو يو بل کتاب د “جادوګره” په نوم د ادب محل مطبوعاتي ادارې له خوا په اعراف پرنټرز کښې چاپ شوے دے۔ د کتاب سر پاڼه رنګينه او زړۀ راښکونکې ده، جلد ئې مضبوط او کاغذ ئې د درميانه درجې دے۔ په يو سل شل مخونو مشتمل د دې کتاب تړون د هغه ليکونکيو په نوم کړے دے چې په سختو حالاتو کښې هم کتاب چاپ کوي او دا کتاب ئې هر هغه چا ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړے دے چې پښتو وائي او لولي۔ ښاغلي فراق اپريدي په کتاب ډېره جامع سريزه ليکلې ده چې په خپل ليک کښې ئې د افسانه نګار په افسانو کوټلے بحث کړے دے او د هرې افسانې جاج ئې اخستے دے۔ د يادونې وړ ده چې دا ټولې افسانې فېنټسي افسانې دي او په دغه حواله فراق صېب ليکي چې۔ “ښاغلي په اول ځل په ډېر زيار سره د فېنټسي صنف خپلې افسانې راغونډې کړې او د “جادوګره” په نوم ئې د پښتو ادب جولۍ کښې ور واچولې او پښتو ادب ئې د فېنټسي صنف په حواله برخمند کړو۔ اوس که کله هم او چرته هم په پښتو ژبه کښې د فېنټسي صنف خبره کېږي نو په سر کښې به ئې حتماً د ښاغلي اياز الله ترکزي نامه راځي ځکه چې د دې نه وړاندې په پښتو ادب کښې د فېنټسي په حواله په مجموعي يا سندي او تحريري توګه کوم جامع کتاب نۀ وۀ۔ په دې اساس “جادوګره” وړومبنۍ فېټنسي افسانوي مجموعه او ښاغلے اياز الله ترکزے صېب د فېنټسي ادب سرخېل شۀ” ۔“رجحان ساز افسانه نګار” د زلمي ليکوال ښاغلي لطيف الله اېمل ليک دے چې د دې کتاب د افسانو بهتر جاج پکښې اخستے شوے دے۔ يو ځاے کښي ليکي چې “د رجحان ساز افسانه نګار اياز الله ترکزي د افسانې ارتقائي سفر چې ړومبے قدم ئې “قرنطين” دوېم ئې سائنس فکشن مجموعه “شيشک” او لا هم هغه شان ملا تړلے تر “جادوګره” مجموعې چې فېنټسي افسانوي مجموعه ده په تېزۍ سره روان دے او په داسې جادوګر انداز ئې د دې مجموعې موضوعات په افسانوي انداز مخکښې بولي چې د دې صنف سره علاقه لرونکو لوستونکو تنده ماتوي او خړوبه کوي ئې او ترکزي صېب د فېنټسي موضوعاتو پوره پوره حق ادا کړے دے” ۔په خپله افسانه نګار په کتاب يوه بشپړه مقاله هم ليکلې ده چې د خپلو افسانو سره ئې د فېنټسي ادبي صنف جاج هم اخستے دے او په پېل کښې ليکي۔ “فېټنسي د ادب يو خاص صنف دے چې په دې کښې د قيصو بنياد په تخيل باندې وي دا قيصۍ د حقيقي دنيا د قوانينو طبقاتي اصولو يا د تاريخي حقائقو نه بالکل ازادې وي۔ دا قيصۍ لوستونکي يوې داسې دنيا ته بوځي چې هلته جادو، مافوق الفطرت او يوه خيالي دنيا وي۔ دا صنف لوستونکي د عام روزمر ژوند د مسئلو نه د څه وخت د پاره لرې بوځي او يوه منفرده او دلچسپه تجربه ورته وړاندې کوي”۔ زما په خيال چې لوستونکي دا درې واړه سريزې په ژور نطر سره ولولي نو د فېنټسې افسانو په حواله به ډېر معلوامت تر لاسه کړي ځکه نو د افسانو لوستلو نه وړاندې د دغو ليکونو لوستل ډېر ضروري او ګټور دي۔ د لړ ليک تر مخه چې په دې کتاب کښې کومې يوولس افسانې شاملې دي د هغو سرخطونه داسې دي۔ “د چمبېل د ګلونو خوشبويانې ”، “مور او جادوګر”، “سور سترګے”، “د تماشې شپه”، “جادوګره”، چې د دې کتاب ټائټل افسانه ده، “ژوندے ولي”، “قصور وار”، “د پيرې زوے”، “حاجي صېب”، “د پېريانو کور” او “جهانونه”۔ دا هره افسانه د ليکوال په پوهې، دليل، بصيرت افروزۍ او دوراندېشۍ، زيرکتيا او په افسانو کښې د ارزښت لرونکو موضوعاتو انتخاب او پخپله ټولنه د ژور نظر ساتلو غوره نمونې پکښې عيان او نمايان دي او لکه د نورو افسانوي ټولګو نه ئې دا کتاب هم يوه نوې او ځانګړې تجربه ده، ورسره ئې د بيان انداز ډېر ساده اسان او روان دے چې د هرې طبقې لوستونکي پرې په اسانۍ سره پوهېږي۔ دلته هم د ليکوال پوهه څرګنديږي چې په خپلو افسانو کښې ئې د خپل چاپېرچل سره د خپلو لوستونکيو د ذهني سطحې هم خيال ساتلے دے، ورسره ئې د يوې معياري افسانې ټول لوازمات هم په پام کښې نيولي دي۔ لکه د افسانې ترکيب پنځۀ بنيادي اجزاء چې ښودلې شوي دي چې په کښې قيصه، پلاټ، وحدت تاثر، کردر او سسپنس د ذکر وړ دي۔ بيا په فني لوازماتو کښې ئې آغاز، اندازِ بيان ايجاز يا اختصار، انجام، عنوان يا سرخط او داسې نور۔ هر کله چې مونږ د دې کتاب مطالعه په ژور نظر سره کوو نو دغه ټول لوازمات پکښې په نطر راځي کوم چې د يو کامياب افسانه نګار او شاهکارې افسانې ښودونه کوي او دا ځکه چې ښاغلے اياز الله ترکزے يو کل وقتي ليکوال دے د دۀ ټول ژوند د قلم او کتاب سره پېوست دے بيا د ادب په مختلفو برخو کښې طبع ازمائي کوي او زما په اند افسانه ئې د خوښې صنف دے ځکه نو د افسانې په صنف کښې ئې ډېر کار کړے دے۔ په دغه حواله ئې په افسانو کښې مختلفې تجربې هم کړې دي چې هغه ډېرې کاميابې دي۔ په دې اساس که ورته تجربه کار افسانه نګار ووئيلے شي نو بې ځايه به نۀ وي۔ يوه بله ځانګړتيا ئې دا ده چې زياتې افسانې ئې د خپل ماحول ترجماني کوي۔ هم دا د يو زيرک او بېدار ضمير ليکوال خاصيت دے چې هغه په خپله هره فن پاره کښې د خپل وطن او اولس حال دنيا ته وړاندې کوي۔ د خپلې معاشرې داسې انځور ګري به کوي چې هغه د حقيقت سره تعلق ولري او د خپل عصر يو تاريخ جوړ شي ځکه چې نن مونږ ګورو چې هر څوک د يو ملک او ملت په حقله څېړنه کوي نو د هغوي د ادبياتو تاريخ نه استفاده کوي او هم دا ادب د دوي د پاره تر ټولو مستند او معتبر دستاوېز ګڼلے شي۔ په دې لړ کښې افسانه د هغه قام او ملک حقيقي هنداره ګڼلې شي چرته چې دا تخليق کړے شوې وي۔ اياز الله ترکزے د خپل قام او وطن حقيقي نمائنده ليکوال دے چې د خپلو افسانو په ذريعه ئې د خپل قام او ملت نمائندګي هم کړې او ورسره ئې د افسانې ټول لوازمات هم په ځاے ساتلي دي او د هرې افسانې د پاره ئې ځانګړې موضوع انتخاب کړې ده چې د دې حقيقت غمازي کوي چې افسانه ليکل ئې شوق هم دے او د فن مېدان هم او بيا په تېره د فېنټسې افسانې په حواله خو ئې په پښتو ادب کښې خپل نوم د دې صنف د سرخېل او بنسټګر په حېث ثبت کړو چې تاريخ به پرې وياړ کوي۔ د پښتو مينه وال دا کتاب “جادوګره” به شپږ سوه روپۍ بيعه ترلاسه کولے شئ ۔
بايد ائين ومنلے شي – سلطان خان ټکر
کله چې دا خبر پۀ اخبارونو کښې راغے چې د پاکستان وزيراعظم د خپلې ډلې او اتحاديانو اېم اين اے ته پنځوس پنځوس کروړه روپۍ