ما او زما ملګرو په کال ۱۹۹۲ کي د پښتون کلچرل ايسوسي ايشن بنياد په اسلام اباد کي ايښي وه _ زه ددغه ادبي او کلتوري ګوند چيرمين وم او زما سره دي ملګرو د دغه ګوند په فعاليت کي ستره ونډه لرله _شعيب يوسفزی ، نوشير خان مومند، طاهر خټک، طاهر خان، عمر دراز، حفيظ خټک،اختر زمان خټک،شازمه حليم،الطاف ناز،غني خټک او نور ډير ګڼ ملګري _مونږ په دغه کال ۱۹۹۲ کي په نيفډيک سنيما اسلام اباد کي وړومبی د ” رنګونو ماښام ” اعلان کړو _ د قانون او ضرورت مطابق د دارلحکومت د انتظاميي نه اجازت اغستل وو _ زمونږ تياري مکمل وه _ د اسلام اباد پوليسو مونږ له د فنکشن اجازت نه راکوو_ دغه وخت يو ايس پي راټور زمونږ د اجازت نامي درخاست په ډير حقارت د خپل ميز نه ګزار کړو او وي وئيل: ” په اسلام اباد کي د پښتو ژبي د پروګرامونو هيڅ ضرورت نشته ” او دغه شان يي د خپل دفتر نه بينوا راوشړلو_دغه وخت ارواښاد اجمل خټک بابا د قومي اسمبلۍ غړی وه_ زه او ملګري مي په منډه منډه د اسمبلي حال ته لاړو_ د اسمبلۍ نشت جاري وه – ما په دروازه ولاړ څوکيدار له په لاس کي د کاغز يوه پرزه ورکړه – ما دا رقم ليکل کړي وي_ ” ډير محترم اجمل بابا مونږ د پښتون کلچرل ايسو سي ايشن له خوا په اسلام اباد کي د رنګونو د ماښام تابيا کړي ده _ خو ايس پي راټور وايي چي دلته د پښتو او پښتنو د سرګرمو اجازت نه ورکوو _ تاسو مهرباني وکړئ او مونږ له دا ستونزه حل کړئ _ له طرفه اکبر سيال چيرمين پښتون کلچرل ايسوسي ايشن اسلام اباد “يو ساعت پس اجمل بابا زما کاغز په لاس د حال نه بهر راوتو _ چونکه دغه زمونږ وړومبی ملاقات و _ بابا کاغز په لاس يو خوا بل خوا کتل او ناري يي کولي_ سيال چرته يي_ مونږ ورته مخامخ شو _ ټوله خبره مو ورته وکړه _ بابا اسمبلۍ ته ننوت _ يو ساعت پس راغی _ وي يي زلمو کار مو وشو تاسو مزکوره پوليس افسر ته ورشئ ستاسو اين او سي به تياره وي _ بابا زياته کړه چي ما په اسمبلۍ کي حاجي غلام احمد بلور او هغوي د وزير داخله چوهدري شجاعت حسين سره خبره وکړه_ هيڅ انديښنه مه کوئ _هم په هغه راټور پسي بيا دفتر ته وراغلو _ او په ټيټو سترګو يي دستخط شوي اجازت نامه راکړه
او مونږ ښه په درز کي د رنګونو ماښام لکه د جشن ولمانځو _ د کال ۱۹۹۲ د انتهايي کامياب د رنګونو د ماښام نه پس د پي سي اے د زور او شور خبرونه په اسلام اباد او پښتون خوا کي خوريدل _ په دغه ادبي کلتوري قامي او سندرئيز فنکشن کي په سوونو پښتنو ګډون کړی وه_ سياسي ناري،شاعري،اتڼونه او ټنګ ټکور په خلکو خواږه لګيدلي وو_ د اسلام اباد او پښتون خوا په علمي ، ادبي ، تعليمي ، سماجي، ان تر سيول او فوجي افسر شاهۍ د پي سي اے د سرګرمو جادو راخور شوی وه_ هر چا په مونږ د عملي کار يقين کاوه_رو رو زمونږ د ملګرو اثرات خوريدل_ په دغه ټولو خلکو کي اجمل خټک بابا واحد داسي شخصيت وه چي زمونږ داد او ډاډ به يي په جار کاوه_ زما او د ملګرو مي د بابا سره ناسته ولاړه ښه ډيره شوه_مونږ ټول ملګري به په هفته کي يو ځل نيم د اجمل بابا سره نشست کاوه_ وختونه تيريدل ړ زمونږ مينه د يو بل سره زياتيده_د اسلام اباد د سرکاري دفترونو کلرکان او افسران هم زمونږ ددغه ميني نه خبر وو _يو ځل د يو سرکاري دفتر اهلکار چي زما کلي وال او ملګری هم وه_ ما ته اووئيل چي زما سره اجمل بابا له لاړ شه چي زما بدلي د فلاني ځای نه فلاني ځای ته وکړي_ او زه د هغه سره لاړم_ بابا ته مي خبره وکړه_يو څه وخت پس مالومه شوه چي هغه کار ونه شو زما کليوال ما ته ګيله وکړه او زه په زړه زړه کي د اجمل بابا نه خفه شوم_که څنګ چي ما پورته زکر کړی دی مونږ به په هفته کي يو ځل نيم خامخا د بابا سره ميلاويدو _په دغه ماښام زه اکبر سيال ، شعيب يوسفزی ، نوشير خان او طاهر خټک ايم اين اے هاسټل ته د اجمل صيب ملاقات له لاړو _ ما مي د هاسټل نه بهر ملګرو ته اووي چي زه د بابا نه خفه يم_ دلته به په ګاډي کي ناست يم_ تاسو ورشئ زه نه ورځم_ ملګرو راباندي پوره وس وکړ خو د بابا ملاقات ته لا نړم _ ملګري د بابا سره يو ساعت ناست نه وو چي د واپس تلو اجازت يي اغستو_بابا داسي سړی وه چي که چا له به يي وخت ورکاوه کنه خو زمونږ سره به ډير خوشال وه_ بابا ملګري حصارول او ملګرو به د تللو توندي کوله_ بابا د ملګرو په دي رويه څه بد ګمانه غوندي شو وئيل يي هلکانو زه مو حصاروم او تاسو تختئ _ ملګرو ورته اووئيل چي بابا مونږ ځکه نه حصاريږو _ بهر يو ملګری په موټر کي ناست دی _ بابا وئيل هغه ملګری نو دلته راولئ _ دوي ورته اووي هغه دلته نه راځي_ بابا حيران غوندي شو چي دا به لا څوک وي چي زما خوا له نه راځي؟ ۔ او ملګري مي ټينګ نه شول_ ورته يي اووي چي بابا اکبر سيال دے_ دلته نه راځي_ ستاسو نه خفه دے _زه چي په کوم موټر کي ناست وم هغه د هاسټل د دروازي سره مخامخ ولاړ وو _ بابا د خپلي کمري نه په منډه منډ ساه نيولی راووتو _ ما وکتل چي بابا مخکي او ملګري مي ورپسي دي _ دوي چي تر ما رارسيدل_ زه ډير د ځان سره کچه پيکه غوندي شوم _ د موټر دروازه مي خلاصه کړه_ او د دوي خوا ته په منډه ور روان شوم _بابا کلک په غيږ کي ونيولم _ شعيب راباندي دا ټک هم وکړ چي ظالمه تا بابا له څومره تکليف ورکړ_ او زه لا ډير ځان ته ملامته شوم_ چي بابا چي د کمري نه په منډه راوتو نو چپل يا څپلۍ يي هم نه وي په پښو کړي_ پښيابلي پښي په ما پسي راوتی وه _