افغان کډوال د بائيللي جوارګرو کور ته تلل—اعجاز هوتي ايډوکيټ

دا ليکنه شريکه کړئ

د پيښور په کارخانو مارکيټ کښي هر وخت دومره ګڼه ګوڼه وي چي د پښي د لګيدو ځاے پکښي نۀ وي. خو د اتوار په ورځ دا ګڼه نوره هم زياته شي. ولي نن سبا خو هره ورځ اتوار اتوار دي. بلکه د هغي نه هم زياته ګڼه وي پکښي . ورسره ورسره د دکانداري وختونه هم بدل شوي دي. ۔ خلق په مختلف سامانونو داسي رامات شوي دي. لکه په زړو فلمونو کښي چي به د غټو خيټو او غټ غټ سټونو والا د عربو شیخان په منډهو کښي د ښځو په ليلامی رامات شوي وو.افغانان چي د اسلام او جهاد په نوم کډوال شوي وو د خپل فطرت سره سم ئي دلته کاروبارونه شروع کړل. او هر ځاے چي ئي هر رنګه کاروبار شروع کړو د نوم او کاميابي بام ته ئي او رسول. چي ورسره ورسره ئي په مقامي او ملکي کاروبار ، ټولنه او اقتصاد باندي هم مثبت اثرات پريوتل.  پيښور کښي په خيبر ايجنسۍ (علاقه غير) کښي د باړه مارکيټ يو نوم، مقام او حيثيت وو. د دي افغانانو په راتلو ډير زر کارخانو مارکيټ د دي ځائي اونيو او ډير زر ئي بين المللي حيثيت هم اوموندو. د ټول ملک نه د سامانونو د اخستونکو دومره زور شو چي د پيښور د حاجي کيمپ اډي نه تر کارخانو پوري د ترانسپورټ سروس شروع شو . په دي کښي هم د افغانانو ګادي ” بينز ” ډير وو.ذاتي ګاډي، رکشي او ټيکسي د دي نه علاوه وو. او اوس خو لا حکومت د اولس د ډير زيات ضرورت په وجه تر دي بي آر ټي سروس هم رارسولي دي. د شمار د يو څو دکانونو دا بازار دومره لوي او اوږد شو چي اوس پکښي بغير د سورلي نه سم ګرځيدل هم ګران شوي دي. نن سبا په کارخانو مارکيټ کښي په رش او کاروبار کښي ډيره تيزي راغلی ده. خو داسي ښکاري لکه ډيوه کښي چي تيل خلاص شي او برق برق کوي. د کاروبار او ودانو دا ترقي او دلته هر قسمه او ډير زيات سامانونه هم د دي افغانانو په وجه دي. د دوي کډوال جوړيدل سامراجي منصوبه او د جهاني بالا قوتونو جګړي له د جهاد مقدس نوم ورکول وو. او دا سپين نيتي او د پاکو زړونو خاوندانو د خداے او رسول په نامه استعمال کړے شول. په دي ټوله لوبه کښي هر چا او هر ملک د ګوړي د دي چاري نه خپله خپله برخه اخيستله. اوس دا حقيقت لکه د رڼا ورځ په ډاګه شو چي کله د دوي ضرورت نور پاتي نه شو نو لکه د اودس ماتي د کاغذ ئي ارتاو کړل. او د ملکي او بين الاقوامي قانونو خلاف ئي پري داسي ډانګ کيښوده او زغلول ئي شروع کړل چي خوارانو د کاروبار د سامانونو سره سره د کور د استعمال لوخي لرګي هم په ويړيا بيعه خرڅولو باندي مجبوره شول. وخت او حالات په هر شي اثر پريباسي دا ما په خپلو سترګو اوليدل او محسوس مي کړل. کارخانو مارکيټ چي په هر بازار کښي به پکښي هر وخت د خوشحالي، جوش. يو عجيبه شان اطمینان او يو قسم د روحاني تسلي احساس کيدلو. اوس ئي ټول ماحول مړاوے مړاوے دے او داسي لګي چي دا د رڼاګانو‌، ماربلو، رنګونو او رڼاګانو يوه اديره وي. لوی واړه ټول داسي ښکاري. لکه بي کوره مرغيعۍ چي په نا اشنا بلو باندي خفه ناستي د سر په سوري کولو سوچونو کښي غرقي وي. دکاندارانو او سيلز مينانو نه د مخکښي پشان فيشن داري جامي اچولي دي او نه ئي تر لري لری پوري خوشبوئی خورولو واله سپري ګاني په ځانونو کړي دي. نه ئي د سر ، ګيري او بريتو ويښتان تازه تازه په شيمپو وينځلي او په تيلو يا کريمونو ئي غوړ کړي دي. نه ئي په مخ کريم لګولي وو او نه ئي دکانونه او سامانونه په ښکلي ډول لګولي دي. بس خو د سامانونو ډهيري ئي لګولي دي. نۀ ئي په خبرو کښي هغه شان خواږه شته او نۀ لکه د طوطي چغار. نۀ کاروباري انداز او نۀ خوږه او د احترام ‌ډکه لهجه بس دوي دي او سامانونه دي. چي دوي پري ولاړ دي او لکه د روبوټ غږيږي او ړقيږي  نو چي څوک په څه تيار شو سامان ورکوي او کالداري (پاکستاني روپی) تري اخلي. دا بيله خبره ده چي افغانستان ته لاړ شي نو دا کالداری به نوري هم ارزاني شي. خو يو کار دے سامانونه ډير خرڅيږي او خلق په سامانونو داسي را پريوتي دي. لکه ټپسان چي په مردارو راغونډ شوي وي. ما ګير چاپيره نظر واچولو ټول خلق زما پشان وو مسلمانان وو او ډير پکښي پښتانه وو‌. ماته هم ځان لکه د يو موقع پرست ځناور په شان ښکاره شو. او چي په ويړيا بيعه مي د يوي کمبلی د اخستو نيت اوکړو. دغه وخت دا افغانان راته پلار په نيکه خپل وطن دار ښکاره شول. د احمد شاه بابا د پښتني ويني بوي راله د خپلي ويني نه راغے. د الله پاک د يو والي او د نبي پاک د آخري نبي ايمان او عقيده مو هم يوه ده . او د هغوي سره عشق او جذبه مو هم يوه ده. اوس نو ځان راته هم د دي افغانانو پشان ښکاره شو. او خپل افغانيت او مسلمانۍ د دي وروڼو په مصيبت کښي د ګيريدو نه د ناجائزه ګټي د اغستو نه ئي را منع کړم. په مات زړه، ژوبل ژوبل احساس او درنو قدمونو را واپس شوم. ګاډي کښي کښيناستم او نمجنه سترګو مي پام يوي وړي ټپی ته لاړو. او داسي مي محسوس کړه لکه چي دا ټپه زما او د دي افغانانو باره کښي وئيلي شوي وي :

ژوند ته په شاته شاته ګورم

لکه بائيللے جوارګر چي کور ته ځينه

نورې ليکنې۔۔۔