د پښتونخوا ژبني تنوع د دې خاورې د کلتوري شتمنۍ او تمدني ښکلا څرګندونه کوي په دې خاوره ويل کېدونکې هره ژبه د خپل اولس تاريخ، فولکلور، ادب، دودونه او معاشرتي شناخت د ځان سره لري دغه ژبې يوازې د رابطو وسيلې نۀ دي بلکې د خلکو د فکر، احساس او د ژوند رښتينې ائينې هم دي۔ هم ددې ژبني تنوع د برکته د پښتونخوا ادبي او ثقافتي دنيا لا مالداره ده د بېلابېلو ژبو ترمېنځ ادبي راکړه ورکړه ثقافتي او کلتوري اثر دا خلک يو بل سره تړلي ساتي۔ هم دا ده چې په پښتونخوا کښې ويل کېدونکو ژبوکښې د داردي (داردک) ژبو برخه هم ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، د کوهستاني، ګاوري، توروالي، کهوار او نورو داردي او غېر داردي ژبو ويونکي اولسونه د دې خاورې د ژبني او ثقافتي تنوع يو نۀ بېلېدونکے اړخ دے چې هره يوه ژبه يې ځانګړے ادبي، اولسي او کلتوري ميراث لري د دغو ژبو ساتنه، وده او علمي تحقيق زمونږ د ګډ ثقافتي او ادبي ميراث د خوندي ساتلو دپاره يو مهم ضرورت دے، ترڅو دا ژبنۍ شتمني راتلونکو نسلونو ته هم په خپل حالت کښې ورسوو۔
ارسوني وار:
ارسوني وار د پښتنونخوا په هغې ژبو کښې شامله ده چې دا ژبه دختمېدو سره مخ ده، دا ژبه د چترال په دروش نومې علاقه کښې ويلي کېږي چې د افغانستان د سرحد سره د نورستان د صوبې ارسون نومې علاقه کښې هم ويل کېږي له دې وجې دې ژبې ته ارسوني وار ويل کېږي د دې ژبې د ويونکو تعداد تقريبا دوه سوه ته نيزدې دے د دې ژبې متعلق نور معلومات په کتابي شکل کښې نشته خو د مشترکه لسانې خصوصياتو په بنياد باندې د ارسوني وار ژبې تعلق د نورستاني ژبو د ډلې سره شمېرل کېږي۔
اباسين کوهستاني:
اباسين کوهستاني چې د داردک ژبو په ډله کښې شمېرل کېږي چې په بنيادي طور سره د پښتونخوا په کوهستان نومې علاقه کښې د اباسين په مغربي غاړه باندې ويل کېږي چې په هغې کښې د ګلګت بلتستان د ضلع ديامر سره لګېدلي د کنديا وادي هم شامل ده د کوهستاني ژبې د ويونکو تعداد تقريبا دوه لاکهه دے چې ورځ تر ورځ په دې کښې اضافه هم کېږي دا ژبه د پښتونخوا په نورو علاقو کښې هم ويلي کېږي لکه په دير کوهستان کښې، په سوات کښې او د پاکستان په نورو ضلعو او صوبو کښې هم ويل کېږي په ګلګت بلتستان په کشمير کښې هم د دې ژبې ويونکي موجود دي د کوهستانۍ ژبې خپلې لهجې هم شتون لري چې په هغې کښې کنديا والي، جيجال، سيو، دبېر او پټن علاقو خپلې خپلې غټې لهجې شتون لري۔ د کوهستانۍ ژبې د ادب ډېره برخه شفاهي بڼه لري چې په فولکلور باندې ولاړه ده خو اوس په کوهستانۍ ژبه کښې ښۀ معياري شاعري او نثر هم ليکل کېږي چې دا د دې ژبې د ژوندۍ پاتې کېدولو لوئ ثبوت دے۔
توروالي:
توروالي هم د داردک ژبو د ډلې څخه ده چې د پښتونخوا په ژبو کښې شمېرل کېږي د توروالي ژبې مرکزي علاقه سوات ده چې ډېر ويونکي يې په سوات کښې استوګن دي د دې سره سره د سوات په نورو علاقو کښې لکه چيل نومې علاقه کښې دغه شان په مدين او په بحرېن کښې دا ژبه ويونکي لري ۔
اوشوجو:
اوشوجو ژبه هم ډېر کم ويونکي لري دا د پښتونخوا هغه ژبه ده چې د خطرې سره مخ ده دا هم د سوات په غرونو کښې د چيل نومې علاقې په يو وړوکي کلي کښې ډېر کم ويونکي لري چې د يوې اندازې مطابق اوشوجو ژبه دوه زره ويونکي لري۔
ګوجري:
ګوجري هغه ژبه ده چې دا د پاکستان بيا خاص کر د پښتونخوا په غرونو کښې خپل ويونکي لري په ګلګ بلتستان دغه شان په چترال کښې دير، سوات او د پښتونخوا په مختلفو کلو او علاقو کښې ويلي کېږي۔
هندکو:
هندکو چې يوه هند اريائي ژبه ده چې په بنيادي طور په هزاره ډويژن کښې ويلي کېږي چې په هغې کښې هري پور، ايبټ اباد، او بټګرام ضلع شامل ده هندکو ژبې ويونکي په پېښور کښې شتون لري د يوې اندزې مطابق د هندکو ژبې ويونکي تعداد اووه دېرش لکهه خلکو ته رسي۔
سرائيکي:
سرائيکي د پاکستان زړه او وسيع ژبه ده دا داسې ژبه ده چې د پاکستان په څلورو واړه صوبو کښې ويل کېږي په پښتونخوا کښې سرائيکي ژبه د ټولو نه زياته په ډي ائ خان کښې ويل کېږي دغه شان په ضلع ټانک، لکي مروت، او په جنوبي وزیرستان کښې په څه نا څه علاقو او کلو کښې ويلي کېږي د 2023 د سر شمېرنې مطابق د سرائيکي ژبې د ويونکو تعداد تقريبا دوه کروړه او اته اتيا لکونو ته رسي ۔ ولې دغه شمېر د ټول پاکستان پۀ حساب ده ۔ پۀ خېبرپښتونخوا کښې دغه سرائيکي دوه نيم لکونه خلق وائي۔
اورمړي:
اورمړي د برکې قبيلې ژبه ده چې په جنوبي وزيرستان کښې په کنيګرام نومې علاقه کښې ويل کېږي چرته چې د پښتنو قبيله برکي خېل اباد دي خو د دوي مورنۍ ژبه اورمړي ده، اورمړي نومې کلي په پېښور کښې هم اباد دے چې هلته برکي خېل قبيله هم اباده ده، د يوې اندازي مطابق د اور مړي ژبې ويونکو تعداد ا د يو زر د پاسه دے۔
بشګالي وار:
بشګالي وار چې د چترال په علاقه بمبوريت، رمبور، برير اورسون، لنګوربټ، ګبور، ارندو او د افغانستان په صوبه نورستان او کنړ کښې او په خوا وشا علاقو کښې بشګالي وار ژبه ويل کېږي د يوې اندازې مطابق په پاکستان او افغانستان کښې د بشګالي وار ژبې د ويونکو تعداد يو کم دېرش زره خلکو ته رسي۔
شينا:
شينا د ګلګت بلتستان غټه ژبه ده په ټولو داردک ژبو کښې په شينا او کهوار کښې ډېر زيات ادب موجود دے او ليکل کېږي شينا د ګلګت په ښار پونيال، په ضلع غذر کښې، استور، ديامر کښې او دغه شان په پښتونخوا کښې اباسين په مشرقي غاړه خپل ويونکي لري چې د ټولو ويونکوتعداد ئې اته لاکهه دے۔
پالولا:
دا ژبه هم د پښتونخوا په ضلع چترال کښې د دروش په علاقه کښې ويل کېږي چې ډېر کم ويونکي لري او په ډېر کمو کلو کښې ويل کېږي چې د ويونکو تعداد يې شل زره دے۔
منکيالي:
منکيالي هم د خطرې سره مخ ژبه ده، چې دا هم د داردک ژبو سره لسانې اړيکه لري او پښتونخوا په ضلع مانسهره کښې په ډنه کلي کښې څو سوه خلک خپل ويونکي لري۔
کهوار:
په چترال کښې د ټولو غټه ويلي کېدونکي ژبه کهوار ده چې دا هم د داردک ژبو د ډلې څخه ده دغه شان کهوار ژبه د ګلګت بلتستان په څه علاقو کښې خپل ويونکي کښې لري۔ تقريبا ۴۵۴۰۰۰ ويونکي لري چې په دې کښې ۳۱۳۰۰۰ په چترال کښې ميشته دي او نور د پښتونخوا او د ګلګت په څه علاقو کښې استوګن دي۔
کلکوټي:
کلکوټي ژبه هم د داردک ژبو د ډلې څخه ده چې د خطرې سره مخ ژبه ده، دا ژبه هم د بر دير په يو تحصيل کښې په کلکوټ نومې کلي کښې په ډېر کم تعداد سره خپل ويونکي لري۔ چې د ۲۰۰۴ د سروے ريپورټ مطابق ۵۱۰۰ افراد دي چې کلکوټي ژبه وايې۔
ګورو:
دا ژبه هم د پښتونخوا په مشرقي کوهستان کښې د څه علاقو په څه کلوکښې ډېره کمه خوره وره ويل کېږي چې د داردک ژبو د ډلې څخه ده۔ د ۲۰۰۶ د سروے د ريپورټ مطابق د دې ژبې د ويونکو تعداد ۱۰۰ ته نزدي دے۔
ګاوري:
ګاوري هم د داردک ژبو سره شمېر ده چې اکثر په غرونو کښې ويل کښې د سوات او بر دير کښې په غرئيزو سيمو کښې ويل کېږي زمونږ سره چې سومره هم مشهور د سېل ځايونه دي دا ژبه هلته ويل کېږي لکه په کالام کښې په کمراټ کښې دغه ژبه ويل کېږي او دغه د دوي ملکيت دے۔
ګوار بتي:
دا هم يوه داردي ژبه چې د پښتونخوا په ضلع چترال کښې د دريائے چترال غاړه خپل ويونکي لري او دغه شان د چترال په يو کلي کښې د چې د افغانستان په سرحدي کلي ارندو کښې د دې ژبې ويونکي موجود دي۔ په پاکستان او افغانستان کښې به د ګواربتي ژبې ويونکو تعداد ۴۰۰۰۰ ته رسي۔
دميلي:
دميلي يوه داردک ژبه ده چې د پښتونخوا په جنوبي چترال په دروش او ارندو علاقې په مېنځ کښې په داميل نومې علاقه کښې خپل ويونکي لري۔
بټيري:
بټيري ژبه د پښتونخوا په ضلع لوئر کوهستان کښې د اباسين په مشرقي غاړه باندې په بټېرا نومې کلي کښې ويل کېږي۔
بديشي:
چې دا يوه ايراني ژبه ده چې اوس په سوات کښې د مدين ته نزدي په چيل نومې علاقه کښې په لري لري غرونو کښې يو څو مشران خپل ويونکي لري۔
سريقولي:
چې دا هم يوه ايراني ژبه ده چې د واخان په پټۍ باندې چترال ته نزدي په برغويل نومې علاقه کښې تقريبا اويا تنه ويونکي لري۔
يدغا:
دا هم يوه ايراني نسلي ژبه ده چې په پښتونخوا کښې په بنيادي طور په چترال کښې په لټکوه نومې علاقه کښې ويلي کېږي دغه شان د چترال په نورو علاقو کښې په ګرم چشمه او دروش په نزدي تقريبا پيځلس کلي د يدغا ويونکي دي۔
واخي:
واخي هم يوه ايراني ژبه ده چې په بنيادي طور په ګلګت بلتستان په ګوجال او هنزه کښې ويلي کېږي خو دا ژبه په پښتونخوا کښې په چترال کښې په يارخون نومې علاقه کښې په ډېر کم تعداد سره خپل ويونکي لري۔
مداګلشتي:
مداګلشتي هم يوه يوه ايراني نسلي ژبه ده چې په پښتونخوا کښې په چترال کښې په شيشي کوه او مداګلشت کلي کښې ډېره کمه ابادي ويونکي لري۔
کامويري:
کامويري هم په چترال کښې په لنګوربټ او بدروګل کلي کښې ډېره کمه ابادي ويونکي لري۔
کتويري:
چې دا هم د پښتونخوا په ضلع چترال په څه علاقو کښې لکه په بمبوريت، رمبور او اورتسن کلو کښې څه خلک ويونکي لري۔
کرغېز:
کرغېز چې ترک النسل ژبه ده چې د چترال په علاقه بروغېل کښې څه خاندانونه کرغېز ژبه وايې۔
ماخذونه:
My Dardistan And Its Linguistic Tapestry by Zubair Torwali
پاکستانی زبانیں او بولیاں، منظورعلی ویسریو
پاکستانی زبانیں اور ادب، ڈاکٹر اسلم تاثیر
شمالی علاقہ جات کا لسانی و ادبی جایزہ، سید عالم