کلتور، ټولنه او قامي شناخت–خادم حسېن

د کلتور یا کلچر یا ثقافت موضوع ډېره خوره وره ده ۔  داسې ښکاري چې دا یو بهېدونکے (fluid) خصوصیت لري ځکه چې هره لحظه تخلیق کېږي هم او د ټولنې د تېر شوي ټولنیز ژوند تاریخي حافظه کښې هم پروت وي، دا د یو چکې مادې په شان یو ځانګړے هوېت او شناخت هم […]

مورنۍ ژبې—خورشېد انور

اے خلقه ۔۔۔۔۔ بېشکه مونږ تاسو ټول د یو سړي او ښځې څخه پیدا کړئ او جوړ مو کړل ستاسو شاخونه او قبیلې د پاره  د دې چې تاسو یو بل وپېژنئ د الله په نزد په تاسو کښې غوره کس هغه دے چې په تاسو کښې د ټولو زیات پرهېزګار وي بېشکه ستاسو رب پوهیدونکے […]

د پښتو ښونې سرکاري او اولسي هڅې نن او پرون–ډاکټر فضل الرحيم مروت

محترم مياصاحب، په سټېج ناستو مشرانو چې هغه کښې زمونږه د بره پښتونخوا يعني د افغانستان نه راغلي مېلمانۀ هم شامل دي او زما استادان هم دي ورکښې او مشران هم دي ۔ د کانفرنس جوړونکو، بهر نه راغلو۔ مېلمنو خوېندو او وروڼو! زۀ له ټولو نه اول هغه وروڼو ته سلام پېش کوم، چې […]

پۀ ضلع سوات تحصيل کالام کښې ويونکې ګاوري او نورې ژبې–محمد زمان ساګر

کالام کوهستان: دا نوم د شمال پۀ اخیر کښې پرتې د صوبه خېبر پښتونخوا د سوات سیمې ته ورکړل شوے دے، چې پۀ دې کښې کالام او د دې نه وړاندې علاقې هم شامل دي- پۀ شمال کښې د دې پولې تر چترال او ګلګت ايجنسۍ پورې رسي- پۀ مشرق کښې ځینې غريزې لارې د […]

پۀ چترال کښې ويونکو ژبو ته راپېښې مسئلې–فخرالدين اخونزاده

ضلع چترال د لس ژبو ويونکو او ثقافتونو مرکز دے ۔  خو کۀ يو اړخ ته د حکومت چارواک دې ته پام نۀ راګرځوي نو بلخوا د تعليم نظام د کمي د وجې نه دا علاقه چې د ثقافتي تنوع باندې شتمنه ده ورځ پۀ ورځ د زوال سره کېږي ۔  بل خوا د ليک […]

د پښتونخوا ژبې او ژبني تنوع–مختيار حېران

د پښتونخوا ژبني تنوع د دې خاورې د کلتوري شتمنۍ او تمدني ښکلا څرګندونه کوي په دې خاوره ويل کېدونکې هره ژبه د خپل اولس تاريخ، فولکلور، ادب، دودونه او معاشرتي شناخت د ځان سره لري دغه ژبې يوازې د رابطو وسيلې نۀ دي بلکې د خلکو د فکر، احساس او د ژوند رښتينې ائينې […]

پۀ تيارو کښې د رڼا څيره پۀ سينټ کښې د روان کال پۀ بجټ د اېمل ولي خان تقرير-لونګين افريدے

شروع کؤم پۀ نامه د خداے چې بخښونکے او مهروبانه دے ۔ زۀ نن دې دواړو ډلو ته وايم چې تاسو ته ياد دي او کۀ نه ماته خو ياد دي ۔  زۀ د خپلو دې ملګرو مايوسي محسوسومه دا هغه خلق دي چې د نوي لسيزه (1990) به چې کله مونږ دوي سره پۀ […]

د پښتونخوا تهذيبي او معنوي شتمني–ډاکټر سميع الدين ارمان

پښتونخوا کښې دا مهال دېرش ژبې وئېلې کېږي ۔ پۀ دې کښې پښتو، اردو، هندکو، سرايئکي، کهوار، کېلاشه، دامېلي، ګواربتي، پلوله، واخي، يدغا، مانکيالي، توروالي، باتېري، کموېري، چېلاسو، ګورو، ګاوري، کالامي کوهستاني، انډس کوهستاني، شينا، اشوجو، پوټهوهاري، غيبي، کونډل شاهي، بدېشي، بروشسکي، دوماکي، تيراهي او ارمړي شاملې دي ۔ وړاندې د دې نه چې په […]

د 2026-27 بجټ پښتونخوا سره د وفاقي او صوبائي حکومتونو ډرامه–عامر عالم

د پاکستان وفاقي حکومت د 2026-27 مالي کال لپاره خواؤشا د 17۔57 ټریلیونه روپو بجټ وړاندې کړے دے۔ د خزانې وزیر محمد اورنګزیب دا بجټ د اقتصادي استحکام، مالي نظم او امنیت د ضرورتونو مطابق بللے دے، خو که د دې بجټ شمېرو ته په ژوره وکتلے شي، نو یو بل تصوير مخې ته راځي […]

کلتوري شتمنۍ او د خېبر پښتونخوا په پرمختګ کښې د دې کردار–ډاکټر سميع الدين ارمان

د کلتوري شتمنۍ پېژندنه کلتوري شتمني (Cultural Asset) هر هغه مادي یا معنوي ارزښت، تاریخي ځاے، یا ټولنیز دود ته وئیل کېږي چې له تېرو نسلونو څخه په میراث پاتې وي او یوه ټولنه یې د خپل هویت د خوندي کولو لپاره ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدوي ۔ کلتوري شتمنۍ یوازې مالي ارزښت نۀ لري، بلکې […]