مورنۍ ژبې—خورشېد انور

دا ليکنه شريکه کړئ

اے خلقه ۔۔۔۔۔ بېشکه مونږ تاسو ټول د یو سړي او ښځې څخه پیدا کړئ او جوړ مو کړل ستاسو شاخونه او قبیلې د پاره  د دې چې تاسو یو بل وپېژنئ د الله په نزد په تاسو کښې غوره کس هغه دے چې په تاسو کښې د ټولو زیات پرهېزګار وي بېشکه ستاسو رب پوهیدونکے خبردار دے۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ایات ١٣ الحجرات ۔ په مخکينو اسماني کتابونو کښې  دا خبره کم و بیش هم په دې انداز کښې لیکلے راغلے ده۔د ډیر غور او فکر ځنې روستو پوهان عالمان تحقیق کار او حساب ګرندي په دې نتیجه اورسیدل او ثابته ئې کړه چې تر څلویښت مربع میله پورې د اوسیدونکو ژبه۔ عادتونه مړے ژوندے او نور سماجي قدرونه یو شان وي۔تر دې چې د زمکې ساخت هم یو شان وي  دا یو قام او قبیله بللے شي۔ د دې حد نه اخوا هر څه په بدلیدو شي ژبه او رسمونو کښې بدلون پیدا شي۔د زمکې ساخت او پلیټونه هم په بدلیدو شي۔ اسماني باران هم زیات تر دغه حده وي۔ پوهانو دا په برخو کړل۔ چا ورله د قام۔ چا ورته قبیله او چا ورته د ضلع نوم ورکړو۔ ژبه څه ته وائي؟ او مطلب ئې څه دے؟ نه مونږ دا ضروري ګڼو او نه په ژوند د دے اثر محسوسوو۔زمونږ دا خیال دے چې د ژبې مقصد د یو بل سره د رابطې نوم دے دا وخت مونږ دا خبره شاته کوو یا ئې هېروو۔چې ژبه د یو بل سره د رابطې نه علاوه زمونږ د پېژندګلو ذریعه هم ده۔ ژبه زمونږه ثقافت هم دے او ژبه زمونږ د تېرو هېرو ورځو تاریخ هم دے۔د مورنۍ ژبې په برکت مونږ د خپلے پیژندګلو تشریح  د خپلو حقونو حفاظت او د خپل سماجي کردار سمون هم برابره وو۔زمونږ د کم علمی اؤ ژبه کښې د دلچسپۍ نۀ اخستو له کبله زمونږه ژبې زوال ته مخامخ دي ۔ګلوبلائیزېشن د مقامی ژبو له پاره د خطرې بګل دے هر راتلونکے سبا د مقامی اؤ علاقائي ژبو د زوال سبب جوړیږی۔ مورنۍ ژبې توجه غواړي ګنې دا ژبې د ختمېدو په اړخ روانې دي۔۔۔۔د ژبو دماهرینو دا خیال دے چې د د دې سلیزې تر اخره به د دنیا دوه نوي برخه ژبې ختمې شي او په ټوله نړۍ کښې به صرف شپږ ژبې ژوندۍ پاتې کیږي۔ که داسې اوشي  نو هغه خلق چې صرف مورنۍ ژبه وائي د هغوی به څه کیږي د دې نه علاوه د هغوی د ثقافت د رسم و رواج به څه کیږي د هغوي د اقدارو او د هغوي د تاریخ به څه کیږي۔ دا یو بنیادی سوال دے چه جواب ئې د ژبو پوهان ورکولے شي۔په دې پوهانو دا ذمه داری راځي چې د اوس نه څه منصوبه بندی اوکړي او څه لاحه عمل جوړ کړي چې خپل تاریخ رسمونه رواجونه او خپل اقدار د ورکیدو ځنې بچ اوساتي۔ د ژبو د ماهرینو د تحقیق مطابق  په ګړده نړۍ کښې دا وخت شپږ زره نهه سوه او نهه مختلفے ژبې وئيلے کیږي۔دا وخت په یورپ  کښې دوه سوه یو نوي ده۔ په ایشیا کښې دا شمېر دوه زره یو سل اووه نوي دے۔ دا شماره په افریقه امریکه او  سمندر کښې په  ابادو جزیرو کښې زر زر ویونکو ژبو ته رسي۔ دا وخت پاکستان کښې اووه اویا ژبې وئیلے کیږي۔دې کښې اته شپیته ژبې مقامي او علاقائي دي او نهه ژبې غیر قومونه وائي۔ د کال ٢٠١٧ د شمارې او د لساني ماهرینو د وینا مطابق دې کښې دوه غټې ژبې په ورکېدو دي۔چې پنجابي هم پکښې راځي۔ ماهرین د دې ژبو په ښه ډول د نۀ منصوبه بندي او د لیک لوست کمے بنیادي وجه ګرځوي د ژبو پیدا کېدل او ورکېدل یو فطري عمل دے۔څنګه څنګه چه د دې دنیا اوسیدونکي بدلېږی داسې ژبې هم د وخت سره پیدا کیږي او ختمیږي۔  د ژبوماهرین زمونږ صوبه پښتنونخوا په جغرافیائي توګه په څلورو برخو ویشلې ده۔ مینځمومۍ برخه په پیښور،مردان صوابۍ،نوښار او چارسده اډانه ده ۔ دویمه برخه د هزارې ده چې پکښې هري پور ایبټ اباد مانسهره او کوهستان څه علاقې شاملې دي ۔دریمې برخه ته قطبي اړخ وائي چې کوهاټ بنو ډی ائي خان وغېره پکښې راځي ۔ څلورمه برخه د ملاکنډ ډویژن ده ۔ د دې جغرافیائز وېش مطابق دلته د وګړو ژبه خوي خصلت او د ژوند د تېرولو طریقې هن تر د زمکې د ساخت د یو بل نه بدل دي۔ پښتو خو ټوله سیمه کښې وئیلے کیږي او لیکلے کیږي خو لهجه ئې تر یو بل بدله ده۔

پښتو ژبه ډیر زوړ تاریخ لري۔ خو بیا هم دا ژبه هغه مقام ته ونۀ رسیده کوم چې د عمر په لحاظ د دې ژبې حق جوړیږي۔ عبدالاکبر خان اکبر په خپل کتاب ادبي پنګه چې مېرمن ډاکټر فرخنده لیاقت په خپله مقاله کښې نقل کړے دے لیکي چې : *د عربی ژبې  او علم د رائج نه مخکښې او د اسلام منلو نه ډیر مخکښې پښتون یو غرڅنے قوم ؤ ځان ځان له او ټولې ټولې په غرونو کښې د ملکانو په مشرۍ کښې اوسیدل۔ جنګجو وو او اکثر جنګونه به ئې خپل مینځ کښې وو۔ بهرني تعلقات ئې ډېر کم وو ۔د ایشیا نورو قومونو به د ځان له پاره استعمالول۔ ژبه ئې جدا جدا وه يعني د یو خېل او بل خېل په ژبه کښې ډیر تفاوت ؤ تحريري شکل ئې نۀ ؤ لیکل به ئې فارسۍ کښې کول۔ د اسلام د راتلو نه پس دوي نور هم خواره واره شول۔ علم به صرف د عربۍ زده کړې ته وئیلے شو۔او مذهبي تعلیم پورې راغونډ وو۔د مذهبي علمونو ترجمې به په فارسي ژبه کښې کېدې۔ د ملک دفتري ژبه فارسي وه۔علم د فارسي او عربي ژبې نوم ؤ۔پښتنو کښې ډېر عالمان پیدا شوي دي۔خو لیک لوست ئې په فارسي او  عربي ژبه کښې کړے دے۔ شاعران وو خو په خپله ژبه کښې ئې لیکل نۀ دي کړي۔ څلور سوه کاله کیږي چې څه وخت زمونږه وطن د ایران نه جدا شو۔او دلته د مغلو استوګنه پخه شوه۔ نو بعضې مذهبي کتابونه پښتو کښې ترجمه شول۔خو تعداد ئې دومره کم ؤ چې هغه د ادب په تعریف کښې ډیر کم راتلے شي په خپله پښتنو باچا ګانو هم د خپلې ژبې خیال او نۀ ساتو۔ چونکې د فارسي په سیاسي توګه او د عربي په مذهبی توګه زیات قدر ؤ او ټول علمیڅ کتابونه دې ژبو کښې وو۔ دفتري ژبه هم فارسي وه په دې وجه پښتنو دا خپلې ژبې ګنړلے پښتو ورته ګناهګاره او پردۍ ژبه ښکاریده۔ نو په دے ژبه کښې به ئې څه لیکلے وے* ۔ د دې پورته اقتباس نه دا اندازه لګي چې پښتون ؤ خو ژبه ئې نۀ وه۔د یوې ژبې د ژوندي پاتې کېدو دپاره لیک لوست بنیاد دے لیکل شاعران  نثر نګاران محققین او مفکرین کوي  ۔ نثر د یوې ژبې د ژوندی پاته  کېدو اهم جز ګڼلے شي۔ نثر وخت غواړي او پښتون په وزګارو کښې نا وزګاره دے۔نثر په ناول  ډرامه تحقیق او تاریخ اډانه لري پښتو اول د فارسي او عربي د لاندې راغله او بیا چه پېرنګي راغلو نو په فکرونو او سوچونو د بندیز له کبله پښتو ادب په ځاے اودریدو او پښتو شنډه پاتږ شوه۔پېرنګي سرکار دپښتنو او د پښتو ژبې نه دومره نفرت او کرکه کوله چه نۀ ئې پښتانه او نۀ ئې د هغوي ژبه پښتو وړاندې کیدو ته پریښوده۔ د دې ظلم زياتي او بربریت خلاف چې څوک هم را اوچت شوے دې هغه ئې تورو اوبو ته لیږلے او یا ئې ټول عمري د تورو تنبو شاته کړے دے۔ پښتون وخت د سره د علم و ادب نه لرې پاتې شوے دے۔داسے حالاتو کښې که پښتو شنډه پاتې ده نو دا دومره د حیرانتیا خبره نۀ ده۔ مورنۍ ژبه کښې ابتدائي تعلیم د یو قام د ترقۍ د پاره ضروری دے۔ که چرې داسې ونۀ شي نو دقام بچي بلها ستړو ته مخامخ کیږي۔ د ماشوم ذهن خوندي او زده کړه ئې محدود پاتې شي۔ تېر کال لندن ایجوکیشن بورډ یو تفصيلي رپورټ وړاندې کړے دے۔ هغوی په خپل رپوټ کښ لیکي چې *د عامو مضمونونو د تعلیم د پاره د مورنۍ ژبې صحیح پوهه او زدکړه ضروري ده۔ یو وګړے هېڅ قسمه تعلیم نۀ شي حاصلولے تر څو چې په خپله مورنۍ ژبه ښه پوهه شوے نه وي۔ * ۔ یو بل پېرنګے لیکوال جارج همپس د مورنی ژبې په حقله څه داسے لیکی۔ “زمونږ دپاره مورنۍ  ژبه د خیال د اظهار یوه ذریعه ده۔ د دې په زدکړه مونږه باشعوره او پوهه انسانان شو۔ مونږ له پکار دي چې مونږ خپل بچي د دې جوګه کړو چې هغوڅی په  دې خبره پوهه شي چې هغوي څه وئيل غواړي هغه ښه په صفا ټکو کښې اووایی او مطلب ئې ښه واضح شي۔ لنډه دا چې مورنۍ ژبه د خپل ویونکي د پاره د هرې مسلې او هر جنجال د حل کېدو ذریعه ده۔د انسان کردار د انسان هر عمل بغیر د مورنۍ ژبې مخې ته نشي راتلے۔* ۔زمونږ د پښتنو بد قسمتي دا ده چې  نۀ مونږ په خپله پوهیږو او نۀ چا نه د ځان پوهه کولو هڅې کوو۔ خواره واره یو اتفاق نۀ لرو نه په خپله وړاندې تلے شو او نۀ مو څوک د ځان نه مخکښې خوښ وي۔رور راته دوښمن او ترۀ راته تربور ښکاري۔ مونږ د یو بل د نصیحت خبره هم بده ګڼو۔ که د یوے ډلې مشر چرته د قامیز کار ته لاس کړو نو د نورو ډلو مشران به ئې پښې راکاږي۔ کال 1938 کښې ډاکټر خان صېب مرحوم پښتو ژبه  په پرائمري سکولونو کښې لازمي ګرځولې وه۔تر څو چې د هغوي حکومت ؤ په حکم ئې عمل روان ؤ او پښتو به لوستلے شوه۔ خو چې کله د هغوي حکومت ختم شو استاذانو پښتو ښودل ختم کړل او وئیل به ئې چې دا خو کانګریسي ژبه ده۔کال 1972 کښ چې بهټو مرحوم صوبو ته د خوښي د ژبې په سرکاري توګه ګرځولو اختیار ورکړو نو د دې صوبې واکمنو اردو سرکاري ژبه اوګرځوله او دلیل ئې دا ؤ چې پښتو د صوبښ په ګڼه ژبه نۀ ده۔حالانکه دا د اکثریت  ژبه ده ۔ پښتو په هر لحاظ د سرکاري ژبې توان لري ادبي پنګه ئې  ښه درنه ده۔د اعلی پائي تعلیم پکښې ورکړے کیدے شي۔دا ښه ترقی یافته او د الفاظو په بنیاد ښه زرخیزه ده۔ پښتو ته د ترقي باوجود د هغې مقام نۀ ورکول تعصب او تنګ نظري ده۔ دې سلسله کښې زمونږ د واکمنو او د پښتو په نوم جوړې ادارې د مصلحت ښکار دي ۔زۀ به صرف دا اووایم چې څه دانې لمدې دي او څه ژرنده پسه ده۔  مونږ چې په خپله صوبه کښې د خپلې مورنۍ ژبې سره کوم سلوک شروع کړے دے د دې نه ښکاره او واضحه اندازه لګي چې زمونږ نه خپله ژبه په ورکېدو ده۔نن سبا د دې مثال د اقليتي ژبې دے۔په غټه پیمانه یونیورسټو د پښتو شعبې ختمې کړې۔ په غیر سرکاري سکولونو او کالجونو کښې د پښتو ژبې څوک نوم هم نۀ اخلي۔ په دې سکولونو او کالجونو کښې په پښتو کښې خبرے کول هم منع دي په سرکاري سکولونو کښې د مورنۍ ژبې حال ډېر خراب دے۔ پښتو ته ډېر په سپک نظر کتلے کیږي۔اول خو څوک پښتو وائی نۀ او چې څوک ئې وائي د هغوي استاد جی یو زوړ فوجي وي۔ چې د ډرل ماسټر په نامه یاد وي۔ باقاعده استاد ئې نه وي د دې استاد جي یو عکس  همایون هما صېب په خپل کتاب د ژوندون دغه قیصه ده کښې څه داسې ښودلے دے۔هما صیب لیکی چې *زمونږ په سکول کښې ډرل ماسټر چې خلقو به ورته ماما وئيل د پښتو کلاسونه اخستل۔ زوړ فوځي وو۔زما هغه ملګرو چې پښتو به ئې وئیله هغوي به خندل چې ماما کتاب په ګرانه لولي خو د ترابان دیو او د چین ما چین د ښاپیرو قيصې ډېر په خوند خوند کوي او وایي چې دا ټوله پښتو ده کنه مړه! نور پکښې څه دي ۔ زه ګڼم چې دا زمونږه کمزوري نۀ ده دا زمونږ د واکمنو او د هغه ادارو کمزوري ده چې د پښتو د ترقۍ په نوم جوړې دي۔ دلته پرې جنبې دي، خپل پردے پکښې کیږي هر وخت پکښې د پتاسو باران وي۔  زما د استاد محترم افضل رضا غوند لیکوال د پی ایچ ډي مقاله ورکېږي هغه دا خفګان زړه ته واچوو دوي د خفګانه په نري رنځ پریوزي او درګړے درګړے د ډګري په ارمان ګور ته کوزیږي بیا مقاله پیدا کیږي او هم په دغه مقاله د صېب ډرایور ته ښه په درناوي د ډګري هار په غاړه کیږي۔ *اب میں بولوں کہ نہ بولوں *والا فاروق قیصر ته په هسپتال کښې کټ نۀ ميلاوېږي او د هسپتال په ګېټ کښې تر روح قبضه کیږي۔ داسې ډیر نور مثالونه دي او دا مثالونه د دې ادارو د پاره د ټول عمر پیغور دے۔ دا وخت زمونږ د ژبې څه حال دے۔نۀ د صوبے واکمن نه قام پرست مشران او نۀ د دې ژبې په نوم جوړې شوې ادارې د پښتو په  پرمختګ  کښې څه دلچسپي لري۔ دوي ټول غنیم ته دا موقع ورکوي چه هغوي ووائي `دا د دوزخ ژبه ده ` ۔  زمونږه قامیز مشرانو،د دې ژبې په نوم  جوړو شوو ادارو، د دې ژبې لیکونکو او لوستونکو له پکار دي چې اواز یو کړو او د خپلې ژپې د پرمختګ د پاره کوششونه وکړو  قلمکارو له پکار دي چې د یوې ټاکلے لار نه ډډه اوکړي۔ داسې به په لیک کښې وسعت پیدا شي او تخلیقات به ئې د ژوند د نورو تقاضو سره هم اهنګ شي۔ د پښتو لیکونه د پښتون نامې نه بهر هم کار امد جوړول پکار دي۔ لیکونکو ته پکار دي چې خپل لیک کښې سود مند مقصدیت را پیدا کړي۔ خپل سوچ او فکر کښې وسعت او ژوروالے پېدا کړي او د قام قبیلې د تعصباتو نه په ډډه خپلو لیکونو ته یو افاقي رنګ ورکړي۔ د عبدالاکبر اکبر د ادبي پنګه  نه یو اقتباس را نقل کووم هغه لیکي :`که چرې مونږ د پښتو ژبې ترقي علم او خیال خورول غواړو نو لازم ده چې مونږ کلي وال لیکوال په شاه وټپوو۔ د هغوي لیک راجمع کړو هر کلے هر کور زمونږ د خیال نه فائده واخلي مونږ د هغوي د لیکوالو په ذریعه د هغوي د ژوند او د زړونو د رازونو نه خبر شو۔ واکمنو لا پکار دي چې خپله ژبه د ورکېدو نه بچ کړي۔هر لیکوال سره دې رابطه وشي۔په سکولونو او حجرو کښې پروګرامونه کول پکار دي۔خلق د خپلې ژبې د اهمیت نه خبرول پکار دي۔ داسې به د خلقو لیک لوست ته مخه شي د مېرټ خیال ضروري دے۔ چې څه شوي هغه هېر کړو نو بیا به هله مونږ د دې وینا جوګه شو  چې مونږ به جنت ته د پښتو سره ځو۔

نورې ليکنې۔۔۔