د پروفېسر سيال کاکړ فولکلوري خدمات ډاکټر زرمحمد سنګر

دا ليکنه شريکه کړئ

کاکړۍ :

د ښاغلي سيال کاکړ دا کتاب ” کاکړۍ ‘ هم د تېر کتاب “غاړې ” يوه کړۍ ده ۔ ځکه چې ” غاړو” ته “کاکړۍ ” هم وئېلے شي ۔ ۔ دا کتاب په لومړي ځل  په جنوري ۱۹۷۳ء کښې دپښتو ادبي دنيا کوټه له خوا په اسلاميه پرېس کوټه کښي په وړه تقطيع کښې په يو سل دولس (۱۱۲) مخونو خور کتاب چاپ شوے دے ۔ چې تړون ئې د برې پښتونخوا منلي فولکلورسټ محمد ګل خان نوري په نوم کړے دے ۔ چې ئې خپل شعر ئې ورته هم ډالۍ کړے دے ۔

محمد ګل نوري له دغه فخر بس دے

لڅې کړي د پښتو په خدمت کښې دي

دکتاب سريزه ئې په خپله ليکلې ده ۔ او د کاکړيو د تاريخ په حقله ليکي چې دغه اريائي اشعارکم ازکم دوه نيم زره کال زور تاريخ لري ۔ پکار ده چې په کتاب کښې ئې د  “مضامينو فهرست ” ورکړے ولې له بده مرغه فهرست ئې نۀ دے ورکړے ۔ ولې دې کتاب ته ئې د تېر کتاب ” کاکړۍ ” دوېمه برخه وئېلې ده ۔  ” کاکړۍ ۔ زما يو بل نيمګړے زيار دوېمه برخه ده چې په جون کال ۱۹۶۹ عيسوي کښې د غاړي په نامه چاپ ، او د ادب مئېنانو ته وړاندي سوه ۔ يو ځل بيا د کاکړۍ په نامه د ګرانې پښتو د اولسي ادبياتو يوه خونده وره برخه ستاسې ودرانۀ حضور ته اهداء کوم هيله ده چې زما د غه زيار به د ادب په دنيا کښې يو ځائے ونيسي ” ۔ [1]

د کتاب د غاړو په راغونډولو او د ځنې خلقو په سينو کښې د محفوظ ساتلو له کبله دغه کار ښاغلي سيال کاکړ  ته دا کار اسان کړے دے ۔ او د هغو کسانو مننه ئې هم کړې ده ۔ چې په څۀ نه څۀ صورت کښې ئې ورسره کومک کړےدے ۔ هغوي ته ئې يو شعر پېرزو کړے دے ۔

و سپېځلو پښتنو ته زما سلام دے

چې ساتلې ئې پښتو ده په سينو کښې

کاکړۍ  يو مشترکه علمي سرمايه ده ۔  دا د پخواني ارياي دورې څخه تر مونږه رارسېدلې دي ۔ داادبي ورثه د پښتون قام شريک مال او ميراث دے ۔ په دې کښې د ډېرو مبارزينو که هغه مغلو ياانګرېزانو خلاف جبګېدلې دي ذکر شته ۔نورې ډېرې پېښې هم په دې کښې ذکر شوي دي ۔ لکه په کوټه کښې کښې چې په ۱۹۳۵ء کښې کومه زلزله راغلې وه ۔ او ډېره تباهي ئې کړې وه ۔ نو دغه ذکر هم په کاکړيو کښې موندے شي ۔

زلزلې دي مزکې ښوريا

وس تابې کاږه باسوري

ګناه وکه نور جهان

زلزلې لاندې کو کاسيان

د کاکړيو د زوکړې علاقه هم دغه کاکړستان ده ۔ د کاکړيو په ادبي وېش کښې ، سياسي ، مذهبي ، بزمي ، رزمي، مزاحيه ، طنزيه او ددې نه علاوه پکښې ژور افکار هم موندے شي ۔

د طنزيه کاکړيو وه نمونه

” پلار ئې نۀ لري پوتي

مور ئې د کرېب غواړي کالي

څنګه ناست ئې لکه خان

د وړو مور نسته ماښام

تل مدام دې ملاتړ لګي

وخورې ځان ددنيا د وګي “[2]

د پسې ئې د کاکړيو تقطيع کړې ده ۔ چې د پښتو په ملي اوزاونو او بحوروکښې جوړيږي چې اکثر مصرعې ئې اتۀ اتۀ سېلابه وي ۔ کله کله پکښې کمے بېشے راځي ۔

کاکړۍ چونکه بې سواده خلقو جوړې کړي دي ۔ نو کله کله پکښې د مضون ، او رديف قافيې فني عېب هم تر نظره کېږي ۔ ځنې کاکړۍ د سوال جواب په شکل کښې هم وئېلے شوي دي ۔ د ” نوميالي پښتانۀ ” تر عنوان لاندې ئې ډېر نوميالي او او تاريخي افغان په مونږ راپېژندلي دي ۔ کوم چې د فيرنګيانو خلاف جنګېدلې دي ۔ د هغوي مختصر تعارف او په کاکړۍ  کښې چې د هغوي ذکر شوے دے ۔ د حوالې په توګه ورکړې دي ۔

او ځنې هغه ” ورک کسان ” ئې هم ذکر کړې دي ۔ نور تارېخ خو ئې نۀ دے معلوم البته په کاکړيو کښې ئې ذکر راغلے دے ۔

” د غرو وږمې” تر عنوان لاندې ئې په مختلفو مضامينو کښې وئېلي شوې کاکړۍ راوړې دي ، نور ځنې متفرق شعرونه ئې د کاکړو په بابله ذکر کړې دي  ۔ د کتاب په اخري مخ يو سل دولس (۱۱۲) ئې خپله”  پېژندګلو ” ورکړې ده او کتاب ئې په دې شعر  راغونډ کړے دے ۔

يوه ګېډۍ مې له ادب له ګلو ساز که

بيا مې وړاندې که افغان ته په ښه مينه

لنډه دا چې

” د  کاکړۍ غاړې د پښتو اولسي ادب يوه داسې ژانردې چې له پښتو له لنډيو (ټپو) پرته ئې ساري نۀ ليدل کيږي ، کاکړۍ غاړې په يو لنډ بحر کښې ډېر ژور مفهوم رانغاړي يعنې د مفهوم په لحاظ چې څومره پراخي دي خو د جوړښت  لمن ئې بيا ډېره تنګه ده ، کاکړۍ غاړې دومره ژورې او زوورې دي چې د ډېرو خلکو په زړونو کښې ئې ځالې کړي دي ۔ “[3]

دې نه علاوه ئې فولکلوري انځور ( کاکړۍ ګړوېږنه او څېړنه نومې کتاب ئې هم په کاکړۍ غاړو په ۲۰۱۱ء کښې چاپ شوے دے ۔

پخوانۍ غاړې :

د ښاغلي سيال کاکړ  دکتابونو د چاپ په ترتيب خو دا کتاب وروستو چاپ شوے دے ۔ ولې د صنف او موضوع له رويه دلته ځکه راوړے شو۔ چې د “غاړې ” “کاکړۍ” او پخوانۍ غاړې ” په يو تسلسل او ترتيب کښې راشي ۔ د سيال کاکړ وړومبي چاپ شوي کتابونه اکثرد سائز ، حجم او صفحاتو له رويه ډېړ واړۀ دي ۔ او په عام کاغذ چاپ شوې دي ۔ ولې دا کتاب کۀ هر څو په اخباري کاغذ چاپ شوے دے ۔ خو د ټائټل په لحاظ رنګين او ښکلے دے ۔ د صفحاتو تعداد ئې هم (۳۹۵) دے ۔ دا کتاب پښتو اکېډمۍ فولکلور کوټه له خوا په يونائټډ پرنټرز کوټه کښې په کال ۲۰۰۶ء کښې په کښې چاپ شوے دے ۔ دې ته ښاغلي ليکوال پخوانۍ غاړې ياازادې غاړې هم وئېلې دي ۔ د کتاب تړون (اهداء) ئې د دوه ويشتو (۲۲) د نامې جامې شخصياتو په نوم کړےدے ۔ چي مختلفو طبقو سره تعلق لري ۔

هر کله چې موصوف پروفېسر په کال ۱۹۹۹ ء کښې د پرنسپل په  حېث ګورنمنټ ډګرې کالج لورالائي ته لاړو ۔ نو په دغه دوران کښې ئې ددې راغونډؤلو ته مټې راخکلې او له چينجن نه تر مېحتره پورې ټولې علاقې ئې ددې په راغونډؤلو پسې کچ کړې ۔چې ددې په راغونډؤلو کښې  ورسره د خپلو دوو شاګردانو شمس الدين حمزه زئ ، او امير جان حمزه زئ نه علاوه خدائے نظر جلالزي (توراکا) او خان محمد اکا (خانه مدا کا) لوئے لاس لرلے دے ۔

” نن په دې خوشاله يم چې ما پخپل ژوند کښې د پښتو ” پخوانۍ غاړې ” راټولې کړې او له ورکېدو سره مې وژغورلې ۔ ما پخوانۍ غاړې په هر اړخيز ډول څېرلي او ځنې خؤندور مطالب مې تر تاسو پورې رسولي دي ، زما په دې نيمګړي کتاب کښې يو زيات شمېر پخوانۍ غاړې په مردف ډول خوندي سوي دي ۔ ” [4]

د فولکلور او په خصوصي توګه د پښتني فولکلور ارزښت او اهميت په يوويشتمه پېړۍ کښې نور هم سېوا شوے دے ۔ ځکه چې په دې کښې د يو قوم نفسيات ، تهذيب او تمدن او نور اجتماعي علوم د يو مضمون په حېث لولولے شي ۔ پښتون فولکلور  ډېر په زړۀ پورې ژانرونه او خصوصيات لري ۔ دغه شان پخوانۍ غاړې هم زمونږ فولکلوري ورثه ده ۔ ددې سر چينه هم دغه کاکړستان سيمه ده ۔ په دې کښې د سنځر خېلو ، مسه خېلو ، زرکونانو او لواڼيانو خپلې خپلې غاړې شته ۔ ددې قدامت مرکزونو ، فورمي  ډولونه ، دغاړو موضوعي وېش ، جوړښت او تقطيع ښاغلي سيال کاکړ په ډېر ښکلي ډول کړې ده ۔ د پخوانو غاړو ادبي خصوصيات په دې کښې د ځايونو ، وګړېو، خيلونو ، قامونواو نومونو ذکر راغلے دے ۔  د پښتو سوچه محاورې او متلونه هم پکښې خوندي شوي دي ۔ ځنې نوميالي شخصيات هم پکښې هم ذکر شوي دي ۔ دا وېره ورسره هم شته چې غاړې په ورکېدو دي ۔ پکارده چې دا خوندې شي ليکوال تر خپله حده ښۀپوره کوشش کړے دے ۔ او په دې وياړي چې دغه کار ئې ترسره کړے دے ۔د هغې کسانو ذکر ئي هم په کتاب کښې شته کومو چې ددې راغونډؤلو يا ورته په ښودلو کښې کومک کړے دے ۔ بل کمال ئې دا کړے دے چې دغه ټولې پخوانۍ غاړې ئې په (الفبائي ) ترتيب سره راؤړي دي ۔ چې د کتاب مخ (۲۰۷) نه تر (۳۷۶) پورې راغلې دي ۔ او ددې غاړو ټول شمېر ئې (۱۱۰۱) ښودلے دے ۔دې نه پس ئې د ويې پانګه(vocabulary) د مخ (۲۷۸) نه تر (۳۹۲ ) ورکړې ده ۔

لکه د نورو کتابونو په شان ئې دلته هم خپله ” لنډه پېژندګلو” او دخپلو چاپ اثارو لسټ ورکړے دے ۔ د خپلو نورو کتابونو په خلاف ئې په دې کښې اخځليک (کتابيات ) هم ورکړے دے چې کومو کتابونو نه ئې استفاده کړې ده ۔ د نمونې په توګه يو څو غاړې

پر  نازک  مه سلام يايه
د غرو ميان له دې يار راسي
پر اوږدو شملو خطا شوم
” ګرانه ” بېرته وتا جار سم
د سنځر دولس زويان

پر ګوسه تل بران وريږي
پخواني مولونه نسته
زړه مې تنګ سي زړا راسي
“رنجو”  کابل له راسه
ما پر “زوب “کاکړان  وزني
چغيان :

د چاپ له ترتيب له رويه د ښاغلي سيال کاکړ ” چغيان ” څلورم نمبرکتاب دے ۔ چې په لون ۱۹۷۰ء کښې په اسلاميه پرېس کوټه کښې چاپ شوے دے ۔ او مذهبي کتب خانه کانسي روډکوئټې نه خپور شوے دے ۔ څنګه چې ئې په “غاړو ” باندې درې کتابونه چاپ  شوي ۔ چې په تېرو پاڼو کښې ئې ذکر وشو ۔ هم دغه شان ئې په دې صنف بل کتاب د ” انګۍ ” په نوم چاپ شوے ۔ ښاغلے سيال کاکړ پېدائشي څېړنکار دے ۔ دومره مواد يې راغونډ کړي چې په يو صنف ئې دوه دوه او درې درې کتابونه چاپ کړي ۔ د کتاب تړون ئې د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون د پخواني ډائرېکټر خدائے بخښلي ميا سيد رسول رسا په نوم کړے دے ۔  چغيان نور هم نومونه لري لکه انګۍ، انګړۍ ، متلونه ، انکي او اؤڼکي

زما په خيال کندهاري انکي د کاکړو د انګۍ (angaay) ياانګۍ (ungay ) نومو کلماتو يو وران سوي صورت دے مونږ په کاکړي دنيا کښې د خلکو له خلې څخه داسې اورو که له بله واره ودېدم انګۍ مه ښې زده دي ۔”[5]

چغيان هغه وخت وئېلے کېږي چې د وادۀ جينۍ ( ناوې ) پسې جنج راشي ۔ دا دخپل خوږ من زړه ټول دردونه او دزړۀ بړاس په دې کښې راوباسي دا په دې کښې مور پلار ، وروڼه خوېندې او نور خپل خپلوان ، عزيزان او همځولي ستائي ۔ دا ډېر په غم زپلې او ژړه غوني انداز کښې په شعري ډول وائي ۔ دې ته ” چغې ” ځکه وائي چې د وئېلو په دغه انداز کښې زېل ، ضد او احتجاج وي ۔ چې په اهائي، اهو او اهي سره د زړۀ نه راوتلې اواز او فرياد وي ۔ دغې احتجاج او ژړا ته ” ابوالخېر ځلاند د نيمې نړۍ فرياد ” وئېلے دے ۔ چغيان زمونږ د اولسي ادب يو په زړۀ پورې صنف او سرمايه ده ۔

” چغيان هغه سوزانه اشعار دي ، چې زموږ پښتنې مېرمنې ئې د وادۀ  په مناسبت سره جوړوي ځنې چغيان خو بيخي ډېر په خوند جوړ شوي دي چې هغه تاريخي  حېثيت لري ۔ او دا ډؤل چغيان د کهول څخه بل کهول ته خُله په خله پاتې کېږي ۔ ” [6]

په پښتو اولسي ادب کښې د مېرمنو زياته برخه ده ۔ لکه ټپه او چغيان خو ددوي سره تعلق لري ۔ په دې کښې د خپلو زهيرو زړونو عکاسي کوي په چغيان کښې رښتيا وېنااو خيالات ډېر په سپېځلې او ساده انداز کښې بيان شوي دي ۔ خالص توري او نادر لغات پکښې راؤړے شوې دي ۔ خوندور او نازک تشبيهات ، جذبات او احساسات او د غندنې او ستائنې په زړۀ پورې مضامين وينو ۔

دا کتابچه (چغيان) ټول ټال اتۀ څلوېښت (۴۸) مخونه لري ۔ چې د دېرشم مخ نه تر پنځۀ څلوېښتم مخه پورې ۔ پکښې د چغيانو نمونې ورکړې شوې دي ۔ خو يوه خبره ياد ساتل پکار دي چې پښتنې مېرمنې په عروضو نۀ پوهيږي ۔ چې څۀ ئې په زړۀ وي هغه ئې په خُله وي ۔ نو قافيې پکښې اکثر ماتې ګوډې شوې وي ۔ ولې جذبه او احساس پکښې ښۀ په غورځنګ وي ۔ ولې بيا هم چغيان د عروضي شاعرۍ يو په زړۀ پورې او خوندور ډؤل دے ۔ اوس د چغيانو څو نمونې

يم پرېشانه چې مجبوري ده
په پردي کورکښې ډېره خواري ده
ميراث خورو و چاته ورکړم
دا عزيزي که تربوري ده
زما په برخه تل ارياني ده

د سپينې خونې تر مخ ماخۍ
بابکه زهر دې سه زما روپۍ
پر سر به وړم د غم ټوپۍ
په پښو به وړم دوير کپۍ

ناوه کۍ راغله په کجاوه کې
ورا ورسره ده په دمامه کې
زموږ سپين لالا ئې دے په کې
ثاني ئې نسته په علاقه کې

د کتاب “چغيان” په پائې کښې ښاغلي سيال کاکړ خپله پېژندګلو او ناچاپ اثار ورکړي دي

انګۍ :

په چغيان باندې خو ليک وشو ۔ ولې ښاغلي سيال کاکړ په دې باندې دوېم کتاب د انګۍ په نوم ليکلے دے ۔ په انګۍ او چغيان کښې هېڅ فرق نشته د نوم تر حده پورې دے ۔ سيمه ائيز نومونه دي ۔ په لورالائي (لوري) کښې ورته انګۍ ، قلعه سېف الله کښې ورته چغيان ، په زيارت کښې ورته ټپي ، هرنائي او چوتېتر کښې ورته هوئ ، په ځنو علاقو کښې ورته متلونه ، او ” سرينې ” وئېلے شي۔ فني جوړښت د ټولو يوشان دے ۔د پروفېسرسيال کاکړ” انګۍ ” کتاب په دسمبر ۱۹۶۷ء کښې د پښتو ادبي بورډ له خواپه يونائټډ پرنټرز کوټه کښې په وړۀ کچه کښې چاپ شوے دے ۔ په کتاب سريزه منلي شوي فولکلورسټ ښاغلي حبيب الله رفيع ” دژړا سندرې ” تر عنوان لاندې ليکلې ده ۔ چې د انګۍ په تاريخي پس منظر ئې ډېرښکلے بحث کړے دے ۔ دې سره ئې د عربي ادب څېړونکود “مواليا” ذکر هم کړے دے ۔ چې عربيان هم دغه ساندې او لحنونه بولي ۔  څنګه چې زمونږ غږونه نارې د اتڼ او ښادۍ نارې دي ۔ دغه مثال د ” مواليه” هم دے ۔  چې په خپلو مړو پسې ئې په زړۀ غؤڅؤنکي انداز کښې وائي ۔

” مواليه څلور سره مساوي الوزنه مسرئ لري چې د ټولو مسريو قافيه ئې يوه ده او د مواليه يوه هغه زړه نمونه ده چې د جعفر د وينځې له خولې راپاتې ده ۔

”ياد ارين ملوک الارض اين الفرس
اين الدين جموهابالقنا والترس
قالت تراهم رمم تحت الارض الدرس
سکوت بعد الفصاحۃ السنتهم خرس”
ترجمه : ” اے فلکه چېري دي ؟ باچايان د زمکې ، چيري دي فارسيان ؟ چيرې دي هغه کسان چې ساتله ئې (زمکه) په مال او ډال ؟ وې وئېل : ومې ليدل دوړيدلي تر زمکه لاندې ، نخښې ئې له ملکه تللي !

“چوپه چوپيا (خوره ده ) ورسته تر خوږې وېنا ، ژبې ئې له خبرو څخه دريدلي دي ۔” [7]

ښاغلي ليکوال د انګيو دنيا، ددې پېداښت او سر چينه ، د سنځر خپلواکۍ ، ددې مرکزونه ، نومونه ، ادبي ډؤلونه ، د انګيو موضوعي وېش ، د ښځو پېداوار ، ددې ژبني خصوصيات ، علامات ، په انګيو کښې تراخۀ حقيقتونه ، ددې فني نيمګړتياوې ، او ددې په حقله ډېرې علمي خبرې کړي دي ۔

دا کتاب اتۀ دپاسه شپږ سوه (۶۰۸) صفحات او پوره پنځۀ سوه (۵۰۰) انګۍ لري ۔ ښاغلي سيال کاکړ دا کمال هم کړے دے ۔ چې د ګرانو ټکيو (تورو) معنٰی ، مطالب او تشريح هم په کښي ورکړې ده ۔ او لوستونکو ته ئې ډېره اساني پېدا کړې ده ۔ د انګيو فني جوړښت څۀ دا رنګ دے ۔

” انګۍ خپل معلوم وزن لري ۔ کۀ چرې د يوې مصرعې وروستے ټکے متحرک وي ۔ نو هغه انګۍ لس سېلابيزه وي ۔ او کۀ چرې د پائې تورے ساکن وي نو بيا هغه انګۍ د نهو(۹) سېلابو وي ۔ ” [8]

’’د سپينې خونې ترورۀ روپۍ
ستا بليا واخلم خور ځي ژړئ
ته په توبرو کښې کاږه خوښۍ
له ما هم سوګي دي ختايۍ
د بورول ټول به مه نه کاږۍ
اوس رسيد لګي ته پښېمانۍ[9]

هسې خو انګۍ د زنانو پېداوار دے ۔ چې خاص  د وادۀ په ورځ د ډولۍ اوچتولو نه وړاندې وئېلے کېږي ځنې انګۍ نارينه هم جوړې کړې دي ۔ خو په دې کښې د وادۀ ښادۍ نه علاوه بل مضمون د انګۍ د فني چوکاټ دننه بيان شوے وي ۔ لکه

”دپښين مېختر پر لمن کې وږي
سپين صاحب راسي دغه بلٰېږي
لکه ژړي لمر راوکړېږي
د ده له مخه وږمې سهېږي
مريدان ښه په خوشاله کږي
ماننګاوئ که نُون رارسيږي”[10]
ولې دا خبر ياد ساتل پکار دي چې انګۍ د ښځو پېداوار دے ۔ او ددې حقيقي وارثانې هم دغه زنانه دي ۔ په انګيو کښې زنانو زيات ” علتونه” رابيان کړي دي ۔ لکه کله چې پرې مور پلار روپۍ واخلي ، يا دخپلې خوښې په ځائے بل چا ته وادؤل ، اکثر ناويانې د خواښې او سخرانې نه تنګې وي ، وادۀ دپاره کالي او نور سامان نۀ ورکول ، وادۀ په ورځ دخوراک څښاک بندوبست نۀ کول ، يا کۀ چرته د وادۀ د جينۍ پلار ، ورور ، خور ، مړۀ شوې وي ۔ يا دلورخور رشته د خپل خاندان  نه بهربل ځائے يا ډېره لرې ورکول دا ټول داسې علتونه دي چې په اکثرو انګيو او چغيانو کښې ئې ذکر شوے دے ۔

” د سپينې خونې پرورۀ انګار
ودې نړيږي بوري بازار
لکه  مينا يم تل په چغار
سي خرڅه کړې يم ظالم پلار
څۀ به ئې کومه که وي سردار
نه مه جوړيږي د زړۀ پرهار ” [11]
نورې انګۍ هم شته چې پکښې د امروزه ژوند سره تړلي ټول حالات او واقعات خوندي شوي دي ۔ دا دښاغلي سيال کاکړ په پښتو ژبه ، ادب او فولکلور يو لوے احسان دے ۔ چې په وړومبي ځل ئې د نورو فولکلوري ژانرو نه پرته انګۍ ( چغيان ) هم دخپل قلم په څوکه پښتون قام ته وريادې کړې دي ۔

پروفېسر سيال کاکړ د  پښتو ادبياتو او خصوصاً  د فولکلور د پاره بېش  بها  خدمات   دي  دلته د اختصار پۀ توګه د هغوي د پۀ يو څو کتابونو نظر وړاندې شو ولې د هغوي د چاپ اثارو پوره  تفصيل پۀ دا رنګ دے۔۱: غاړې ۲: پښتني افکار : ۳: سپېځلي ګايونه ۴: چغيان  ۵ِ : ګرانې ملغلرې ۶: پښتني جام ۷: پښتني فولکلور ۸: ملي دردونه ۹: غورځنګ ۱۰ : کاکړۍ ۱۱: ترينو۱۲: ملي ادب، ۱۳: مزارات ۱۴: د کسي د لمنې  پښتانۀ ليکول (دوه ټوکه ) ۱۵: پښتني نومونه ۱۶: پښتو مترادفات ۱۷ : فولکلوري ادب ۱۸: ادبي څېرې ۱۹: فولکلوري  ۲۰ : پښتو او پښتانۀ په سهيلي پښتونخوا کښې (دوه ټوکه )۲۱: فولکلوري سندرې ۲۲: پښتو نکلونه ۲۳ : فولکلوري جواهر ۲۴: د کوشنيانو ادب ۲۵: د کوشنيانو ژبه ۲۶: انګۍ ۲۷ : منظومه تذکره ۲۸: سنګر۲۹  : کاکړۍ۳۰: پخوانۍ غاړي ۳۱: نثري انځور ۳۲: غوره انځور ۳۳: ګنجنه ادب فارسي ۳۵: خزينه دانش ۳۶: زرين انځور ۳۷ : فولکلوري انځور ۳۸ : دکسي د لمنې پښتو ژورناليزم ۳۹ : زرينې پانګې ۔

[1]۔ سيال کاکړ ، غاړې ، اسلاميه پرېس کوټه ، جنوري ۱۹۷۳ء ، مخ ۷

[2]۔ سيال کاکړ ، کاکړئ ، مخ ۲۲

[3]۔ ژړک ، محمد صادق ، پښتونواله ، پښتو نړيواله مرکه ، ۲۰۱۷ ، ۳۵۳

[4]۔ سيال کاکړ ، پروفېسر ، پخوانۍ غاړې ، پښتو اکېډمي کوټه ، دسمبر ۲۰۰۶ء ، مخ ۱۳

[5]۔  سيال کاکړ ، پروفېسر ، انګۍ ، پښتو ادبي بورډ کوټه ، ستمبر ۱۹۸۷ء ، مخ ۶۹

[6]۔سيال کاکړ ، چغيان ، اسلاميه پرېس کوټه ، جون ۱۹۷۰ء ،مخ ۲۱

[7]۔ سيال کاکړ ، پروفېسر ، انګۍ ، پښتو ادبي بورډ کوټه ، ستمبر ۱۹۸۷ء ، مخونه ۳۵، ۳۳

[8]۔ پښتو جولائي ، دسمبر ۲۰۱۶ء ، پښتو اکېډمي پېښور يونيورسټي ، مخ ۱۲۲

[9] ۔ همدا اثر ، مخ ۱۶۸

[10]۔ همدا اثر، مخ ۲۶۶

[11]۔ ۔ همدا اثر، مخ ۷۸

نورې ليکنې۔۔۔