نن د تېمور د کور مخې ته په لوے ډاګ کښې د خوشحالۍ جشن شروع و ۔ چاپېره پرېرې لګېدلې وې ۔ او د هر غریب په مخ د رڼاګانو زرزرې پلوشې لکه د پېغلو په ګډېدو وې ۔ یو بل له مبارکۍ ورکولې شوې شېرینۍ هم وېشلې شوې پړق پړوق و دېګونه هم باندې و ۔ داسې ښکارېده چې په دې کلي کښې دا د غریب او درېدلي اولس وړومبےجشن وي ۔ او په پاړژنو شونډو د خنداګانو اولنے سپرلے وي ۔ دا ځکه چې د دې کلي اولس په اول ځل سیاسي ګټه کړې وه ۔ او تېمور د ضلعي کونسل ممبر جوړ شوے ؤ ۔ غټو خانانو او نوابانو له یې ماتې ورکړې وه.
دا د هغه غریب اولس ګټه وه چې ټول عمر د خانانو د رواج او د ظلم په ژرنده دل شوي و ۔ دوه کاله اګاهو دلته د روایتي خانانو راج و ۔ ممبري موروثي وه ۔ د پلار نه پس به د هغه زوے د شاهي جرګې غړے و ۔ ایف سي ار لاګو و ۔ او عام اولس د خانانو په رواج نامه کښې بندي و ۔ خان په کښې سپین باز ؤ۔ د خان د حجرې خدمت او نور بګارونه د غریب اولس په غاړه و ۔ د هر خان حجره جېل خانه وه چې غریب به په کښې بندي کولے شو ۔ بنيادي حقوق چقېدلي و ۔ تېمور په دغو ورځو کښې کچه هلک ؤ ۔ چې اوس اوس یې لسم پاس کړے و ۔ د یو درزي په دکان به یې ناستې کوله ۔ دغلته به نور خلک هم ناست و ۔ د دغه درزي ډېره پوهه او سیاسي شعور لرلو ۔ او د انقلابي سوچ و فکر څښتن و ۔ د خان ازم د ظلم په ضد به یې ځلمي راپارول ۔ او د هغوي ذهنونه به یې د نوي دور په رڼا، ازادۍ او جمهوریت په خوږو منور کول ۔ څو څو ځله د غټانو د عتاب لاندې هم راغلے و ۔ د کفر فتوې پرې هم لګېدلې وې ۔ څو وارې ئې په دغه لړ کښې د جیل تورې تمبې هم لیدلې وې ۔ خو چې د جیل نه به راخلاص شو، حوصله به ئې نوره هم اوچته شوې وه ۔ خو بس اولس بېدارول او هغوي ته د سیاسي شعور او رڼا سپارل د هغه د ټولو نه لوے مقصد او مرام و ۔ هغه په ډاګه وئیل چې د دې خان ازم مشران د مغلو پلویان پاتې شوي دي ۔ دوي په دې خاوره د پیرنګي اقتدار هم مضبوط او قوي کړے و ۔ دا د پیرنګي ماجب خوارۀ او تالي څټي دي ۔ د غلامانو غلامان دي ۔ دوی ټول عمر د اولس حقونه د پښو لاندې کړي دي ۔ د دوي نه د خیر ښېګړې طمع عبث ده ۔د درزي بابا سره د ناستې پاستې په وجه تېمور هم د خان ازم د سترګو ازغے شوے ؤ۔ او ورته هغه ورځ هم یاده وه چې کله ورته یو رواجي خان د کلي نه د شړلو او څوارلس کاله قېد دهمکي ورکړې وه ۔ خو د هغه ذهن په رڼا روښانه ؤ ۔ د هغه فکرونه د خپلواکۍ او جمهوري ازادۍ د اقدارو د لار بل مشالونه و ۔ د هغه پوخ یقین ؤ چې د ظلم او جبر دا زنځیرونه به رېزه رېزه شي او د دې علاقې اولس به په ازاده فضا کښې د ژوند تېرولو جوګه شي ۔
اخر دا چې د درزي بابا په غږ اولسي پاڅون ته لاره هواره شوه ۔ د رواج نامې، جرګه سسټم، ایف سي ار او د بیګار په ضد جلسې، جلوسونه او سیمینارونه پېل شول ۔ ذهني بېداري عامه شوه ۔ اوس د دې انقلاب او پاڅون لاره نیول ګران و ۔ حکومت د غریب اولس ټول مطالبات ومنل ۔ اولس د ووټ او نور حقونه هم وګټل چې په نتیجه کښې ئې نن یو عام وګړی تېمور د ضلعي کونسل ممبر جوړ شوے دے ۔ اوس دغه تور قانون (رواج نامه) د ماضي یو تریخ یادګار او د تاریخ تور داغ پاتې دے ۔ درزي بابا وائي چې د ووټ حق ګټل د منزل نشان دے خو منزل نۀ دے ۔ او منزل ته د رسېدو د پاره د یو نوي پاڅون او انقلاب ضرورت دے ۔