دوه شعرونه، لنډه تشریح
خوشحال خټک (1613ء، 1689ء) د پښتون تاریخ هغه ستر نوم دے چې په علمي او ادبي حواله ئې ثاني په پښتنۀ خاوره څۀ چې په نړیوال ادب کښې هم په ګرانه مېلایږي ـ د ګڼو خوبیو مالک د دې ستر شخصیت په هره حواله پوهې او دور اندېشۍ ته لوستونکي ګوته په غاښ پاتې کېږي، خو نن د نورو اړخونو نه پرته د هغۀ په یو داسې اړخ نظر وړاندې کووم چې لوستونکي به حېرانه کړي او د خوشحال د مشاهدې داد به ورکړي چې د درې، درې نیم سوه کاله پخوا کړې خبرې ئې اوس هم سمې ثابتیږي ـ ما پرې مفصل لیکل کړې، خو هغه بحث کښې نۀ ځم صرف د دوه شعرونو وضاحت کووم ـ شعرونه دي :
چې تحویل شي د میزان
توغ څرګند کا زمستان
توغ ئې څۀ د سهیل ستورے
چې ښکاره شي په اسمان
د دې شعرونو د راسپړدلو او خوشحال د مشاهدې په ډاګه کولو نه مخکښې غواړم چې په پس منظر کښې ئې څۀ ووایم ـ
د علم فلکیات پوهانو په لرغوني وختونو کښې د اسمان ستوري د خپل مقام، رفتار او حرکت په بنا په دولس حصو کښې ویشلې دي ـ د اسمان دغه ویشلې حصو ته دولس برجونه وائي، چې بالترتیب نومونه ئې دي، حمل، ثور، جوزا، سرطان، اسد، سنبله، میزان، عقرب، قوس، جدي، دلو، حوت ـ خوشحال خټک دې ته داسې اشاره کوي:
په دولس برجه ګرځي نمر پوره په دولس میاشتې
په دې لا خبر نۀ دے چې صیفي دے کۀ شتائي
د صیفي او شتائي نه مطلب دے ګرمي او یخني ـ په برجونو سره به د موسمونو، سمتونو یا د علم نجوم ماهرانو به په خپل حساب کتاب د راتلونکي حالاتو یا د یو چا د ژوند په اړه پیش ګویانې په دې سره کولې یا اوس ئې هم د خپل غرض د پاره استعمالوي ـ خوشحال خټک د فلکیات پوهنې د دې اړخ ژوره مشاهده لرله، ما ئې خپله څېړنه کښې ذکر کړے ـ دلته د شعرونو وضاحت پله راځم ـ
چې تحویل شي د میزان
توغ څرګند کا زمستان
توغ ئې څۀ د سهیل ستورے
چې ښکاره شي په اسمان
د ګرانو ټکیو معنې
تحویل- داخلېدل (ستورے په برج کښې راتلل)
میزان ـ تله، اووم بُرج، چې وخت ئې د ستمبر د اخرې هفتې نه د اکتوبر د اخرې هفتې پورې وي، انګریزي نوم Libra
توغ- نخښه، جهنډا (ځینې نورې معنې هم لرې)
څرګند- ښکاره، عیاں
زمستان ـ یخني، ژمے، د یخنۍ موسم ـ
سهیل/سهیل ستورے Canupus
د اسمان په ستوریو کښې روښانه ستورے چې په راختلو سره د یخنۍ زېرے راوړي ـ اړخ ترې معلومولے شي ـ په عامه توګه د سحر وخت کښې تېز ځلېدونکے ستورے ـ
تشریح: دا شعرونه د خوشحال خټک د شتائیه قصیدې “ژمي ته هرکلے” د سر شعرونه دي ـ د خوشحال قصیدې روایتې قصیدې نۀ دي بلکې د علم او پوهې ګنجونه ئې ځان کښې رانغښتې دي ـ په دې ټوله قصیده کښې ئې د ژمي د راتګ او د هغې د اثراتو خبرې کړې دي ـ خو زۀ غواړم چې هم د دې دوو شعرونو وضاحت وکړم ـ
په دې وړومبۍ مصرعه کښې خوشحال خټک وائي:
چې تحویل شي د میزان
تحویل د میزان نه مطلب دے د برج میزان اغاز ـ د میزان زمانه په عامه توګه د ستمبر د اخرې هفتې نه شروع کیږي یعنې دا د 23/24 ستمبر نه واخله د اکتوبر د 23 تاریخ پورې وي ـ
توغ څرګند کا زمستان
نخښه ښکاره کړي د ژمي موسم
خوشحال خټک وائي چې د میزان تحویل وشي نو دې سره د یخني هم خپل سر را اوچت کړي، نخښې ئې راښکاره شي ـ او بیا د یخنۍ د راتلو بله نخښه بیانوي چې کله د سهیل ستورے په اسمان ښکاره شي نو د یخنۍ سر ولګي ـ سر لګېدو مطلب دا نۀ دے چې ګرمي بیخي ختمه شي، خو دومره شي چې د ګرمۍ زور مات شي او دغې نه پس ورځ تر ورځ موسم یخنۍ ته ننوځي ـ یوه پېمانه کمه شي او بله زیاتیږي عربۍ کښې د دې په اړه راځي ” اذا طلع سهيل رفع كيل و وضع كيل”
د سهیل د ښکاره کېدو په اړه ډېرې نورې خبرې هم کیږي ـ وئیلے شي چې د دې د ښکاره کېدو سره ګرمي ختمیږي، مېوې پخیږي او حشرات مړه کیږي ـ په دې جدید دور کښې هم د موسم پوهان/ محکمه موسمیات د سهیل د راختو سره د ګرمۍ د کمېدو اعلان کوي ـ په عرب ملکونو کښې هم د ګرمۍ شدت د کمېدو زېرے د دې د لیدو سره ورکولے کیږي ـ
د ژمي ختمېدو ته خوشحال اشاره بل شعر کښې هم کړې ده چې:
سهیل چې وخېژي اوړے تمام شي
زېرمه د ژمي د سر انجام شي
اضافي وضاحت:
خوشحال خټک دا خبره درې، درې نیم سوه کاله مخکښې کړې ده ، دې څۀ د پاسه درې سوه کالونو کښې په دې سیمو څومره موسمیاتي، ابادیاتي، زراعتي او صنعتي بدلونونه او ایجادات/ اختراعات راغلل ـ ځنګلونه کټ شول، غرونه وڅیرلے شول، ورشوګانې، مېدانونه، د کر زمکې په ابادیانو یا نورو تجارتي غرضونو د پاره برباد کړې شول ـ د ګلوبل وارمنګ سره په موسمونو فرق پرېوتلے خو بیا هم د 23/24 ستمبر په ورځو کښې په موسم کښې د ښکاره بدلون نخښو ته چې سړے وګوري/محسوس ئې کړي نو په هغه دور کښې د خوشحال علم/ پوهې ، مشاهدې او دور اندېشۍ ته حېران شي ـ۔۔۔۔۔۔