د ډاکټر محمد انور نګار ناول”قام”او د پېرنګي استعمار ډيوائډ اېنډ رول پاليسي- جاوېد ثاقب

دا ليکنه شريکه کړئ

برطانوي استعمار چې کله د پردو وطنونو پۀ قبضه ګيرۍ لاس پورې کړو، نو د خپلې حکمرانۍ د فراخه کولو او قبضه ګيرۍ لپاره ئې د Divide and Rule پۀ نوم يوه پاليسي وضع کړه، د کومې پۀ مرسته چې د نيو کالونيز اولسونه د ذات پات، مذهب، مسلک، کار کسب، رنګ، نسل او ژبې پۀ بنياد پۀ خپل منځ کښې تقسيمول او پۀ هغوي حکمراني کول وو. دغه پاليسي دومره کاميابه شوه چې د نيمې نه زياته دنيا ئې د ملکه برطانيه پۀ تاج کښې راونغښتله او د نمر راختل او پرېوتل پۀ سلطنت برطانيه دننه شول ۔ د هندوستان د قبضې لپاره هم برطانوي استعمار دغه پاليسي وکاروله ۔ د دې ځاے ځائي اولسونه ئې پۀ مولا، پنډت، هندو، مسلمان، سکهـ، شيعه، سني، ديوبندي، برېلوي، تور، سپين، نائي، جولا، کسبګر وغېره پۀ نومونو تقسيم کړل او ټول هندوستان ئې د خپلې خېټې لاندې کړو۔

د برطانوي استعمار نه پس دغه پاليسي د برطانوي استعمار ځاے ناستي، پاکستان هم خپله کړله او تر دې دمه ئې مختلف قامونه پۀ مختلفو قبيلو، مذهبونو، مسلکونو، نسلونو او شعبو ويشلي او اخته کړي دي او د هغوي وسائل ښۀ پۀ درز لوټي ۔ پۀ نزدې کلونوکښې کۀ يو اړخ ته پۀ پښتونخوا وطن کښې قامي شعور څۀ نا څۀ غزونې شروع کړې دي او خصوصاً پۀ ځوانانو کښې د خپلې خاورې، خپلو وسائلو او خپل شناخت د دعوې او مقدمې وړاندې کولو شعور رابېدار شوے دے، نو بل اړخ ته د قبيلو او شعبو د تقسيم او وېش سلسله هم انتهائي تېزه شوې ده او د پښتونخوا وطن پۀ مختلفو سيموکښې د سيدانو، مياګانو، پراچګانو، ګوجرانو، اتمانخېلو، پائنده خېلو، صافو، يوسفزو، سدوزو وغېره پۀ نومونو نوي نوي اتحادونه جوړېږي او غونډې روانې دي ۔ پۀ ظاهره خو دغه اتحادونه د خپلې قبيلې را يو کولو او ورورولۍ مضبوطولو دعوې کوي، خو پۀ اصل کښې دغه د قبيلو د رايو کولو او ورورولۍ مضبوطولو هڅې نه، بلکې د قام د لا تقسيم کولو او پاشلو هڅې روانې دي ۔ تر اوسه چې مونږ څومره قبيلوي اتحادونه مشاهده کړې دي او وېخ ته ئې رسېدلي يو، نو د رياست کوم وظيفه خور او لونګۍ خور ملک نادر خان او ملک انار ګل ئې مشر وي او پۀ شعوري يا لاشعوري توګه ورته د قام د تقسيمولو او رياستي قبضې ته د لار هوارولو دنده سپارل شوې وي، څوک چې بيا خپل ګاونډې خېل له د څښکلو اوبۀ نۀ ورکوي، خو رياستي قبضه ګرو ته ئې د خپلو سرو سپينو او معدنياتو نه شتمن غرونه، سيندونه او ځنګلونه پرېښودې وي او هغوي ئې ترې لاهور، فېصل اٰباد، اسلام اٰباد او کراچۍ ته وړي او خپلې عياشيانې پرې کوي ۔

د ډاکټر محمد انور نګار صېب نوے چاپ شوے ناول يا ناولټ “قام” هم د دغه سلسلې د مخ نېوي يوه شعوري او تخليقي هڅه ده چې پۀ قام کښې د مشال، اٰرمان، شمس، باتور خان او اکبر شاه استاد پشان خلق پېدا کړي او د ملک نادر خان او ملک انار ګل غونده پرسوده او پسمانده فکرونو ته د علم، مکالمې او دليل پۀ بنياد ماتې ورکړې او پۀ ټولنه کښې روښان فکري او قامي شعور بېدار کړي ۔ د دغه قبيلوي تقسيم او وېش چې پۀ نزدې ورځو کښې ئې ټول باشعوره او د رياستي پاليسيو او سياست نه خبر خلق ډېر زيات اندېښمن کړي دي، مخه هم د نګار صېب غونده ځيرک، باشعوره او سپين سترګي نقادان او ليکوالان نېولے شي چې د ملک نادر خان غونده کردارونو ته د اعجاز، ارمان او مشال غونده پۀ کردارونو ماتې ورکړې او د قام د تقسيم او وېش دغه سلسله پۀ قامي يو والي بدله کړي ۔  ملک انار ګل ته د لور د لنګون او ډاکټر ګلالۍ د همدردۍ او انسانيت پۀ ژبه ماتې او پېغور ورکړي چې بيا د قام د کومې ګلالۍ د پرمختګ او تعليم پۀ لاره کښې خنډ جوړ نۀ شي ۔ ما ته د حيات روغاني بابا دغه شعر رايادېږې چې:

حياته دا مړۀ ضميرونه ستا د ښار د خلقو
پۀ ګيلو نۀ را ژوندي کېږي، دا پېغور غواړي
تاسو کۀ غواړئ چې د روان قبيلوي وېش پۀ نفسياتو ځان پوهه کړئ، يا د دې پۀ نقصاناتو او زيان ځان پوهه کړئ، نو د ډاکټر انور نګار صېب ناول “قام” خامخا ولولئ، کوم چې تاسو د پښتونخوا د هر لوے کتابتون نه تر لاسه کولے شئ ۔ زۀ نوره خپله تبصره اوږدول نۀ غواړم خو پۀ اٰخره کښې د ټولو ليکوالانو څخه هيله لرم چې بايد هر ليکوال د قامي شعور پۀ بېدارولو کښې لکه د ډاکټر انور نګار صېب خپله ونډه واچوي او د قامي تقسيم او وېش کردارونه او منصوبې قام ته پۀ ډاګه کړي او پۀ خپلو ليکونو کښې ئې و رټي چې د دغه روان قامي وېش او د قامي وېش د محرکاتو او کردارونو حوصله شکني وکړي او د دغه عمل مخ نېوے وکړي ۔

نورې ليکنې۔۔۔