لوبه ګرمه وه او تماشبينو چغې وهلې او لاسونه يې پړقول ۔ لوبغاړے د غوائي په شا ناست ؤ، لاسونه ئې اوچت کړي و۔ غوائي په مېدان دانګونه چورلکونه وهل او په مېدان تاوېدۀ ۔ چارچاپيره پرجوشه تماشبينو لاسونه اوچت کړي و او د ګټې نارې ئې وهلې ۔ لوبه ګرمه وه لوبغاړي هم دواړه لاسونه اوچت کړي و او ګېرچاپيره د تماشبينو نه ئې داد اغيستو او د لوبې د ګټلو د اميد سينه ئې راویستې وه ۔ دې کښې د تماشبينو شور او چغې تتې شوې، چپه چوپتيا شوه ، غوائي دانګونه چورلکونه زيات کړل او لوبغاړے د غوائي د شا نه زوړند شو، د لوبغاړي پښې په زمکه او لاس يې د غوائي په غړئ پراتۀ دي ۔ غوائے په مېدان تاويږي، د لوبغاړي د پښو دوړه ، د غوائي هڼ هڼ،اوس تماشبين ګوري او او اوري، لوبه ګرمه وه او تماشبين سيپ سيپ اوازونه لګوي ، د غوائي دانګونه چورلکونه زيات شول ، په مېدان خړه دوړه خوره شوه ، څۀ په نظر نۀ راتلل ، ګېرچاپېره خاموشي خوره شوه ، هره ساه لنډه لنډه شوه ، اوازونه خاموش شول …. دې چوپتيا او خاموشۍ کښې داسې ښکارېده او محسوسېده چې دا ژوند هم د هغه غوائي لوبه ده … او انسان ور په شا شوے دے ، ژوند تاوېږي ، ژوند دانګونه چورلکونه او ترپکې وهي او دا ژوند هم لکه د هغه غوائي تېرۀ تېرۀ ښکرونه لري ، په ژوند کښې هر قسمه وخت راځي ، کله به دې اوچت کړي ، کله به دې لاندې کله به دې په يو اړخ او کله به دې په بل اړخ ، کله به دې لکه د غوائي په پښو کښې راکاږي او کله به درله د ژوند په زغل کښې د ژوند واګي په لاس نۀ درځي ۔ ژوند به دې کله يوه پله ولي او کله به دې په بله پله ولي خو ولې انسان به حوصله نۀ بائيلي … لکه د هغه لوبغاړي په رنګ به د غوائي په شا…. يعني د ژوند په شا ځان ټينګ ساتي او وار به نۀ خطا کوي، حوصله به نۀ بائيلي او د ژوند واګي به د لاس نه نۀ پرېږدي ….. لوبه ګرمه وه او تماشبينو چغې کړې ، اوس د لوبغاړي خولې خولې وجود او لاسونه د غوائي په څرمن د خولو ولې بهېدې او د لوبغاړي لاس د غوائي په غړۍ او پښې په زمکه راخکلې کېدې ۔ مېدان په دوړو پټ وۀ، اوس څۀ په نظر نۀ راتلل ، اخېر د لوبغاړي يو لاس د غوائي په غړۍ پاتي شو او پښې يې په زمکه راخکلې، د لوبغاړي حوصله تته شوې وه … داسې ښکارېده چې لوبه بائيلي ژوند بائيلي ، زر ده چې غوائے به هغه په پښو کښې وچقوي او په ځان پسې به ئې راکاږي ، په هغه وحشي تېرو تېرو ښکرونو به ئې وڅېري ، د لوبو د مېدان کردار محنت ، تياري ، نوم ناموس به ئې ختم شي ….لوبه ګرمه وه ، خاموشي خوره وه ، څۀ په نظر نۀ راتلل ، د غوائي هڼ هڼ اوازونه ، د پښو ترپکې محسوسېدې ، داسې احساسېدل چې دا ژوند په سړي څۀ څۀ نۀ کوي لکه د غوائي په شا د لوبغاړي غوندې ځان راټينګول څومره ګران دي ، ژوند خو ګران دے …. دا خو لکه د هغه لوبغاړي لويدل دي لوبېدل دي ، پاسېدل دي ، پرېښودل دي ، رانيول دي ، زوړند تلل دي ، ټيټ تلل دي …. لنډه دا چې دا ژوند زمونږ سره هم د هغه د غوائي د لوبې غوندې لوبه کوي خو مونږه به ورسره هم لوبه کوو… د ژوند واګے ، د حوصلې واګے به د لاسه نۀ پرېږدو، ژوند به سړي کله په خپل ګردوغبار کښې ورک کړي ، کله به ئې ښکاره کړي او ستا سره به خوا و شا د خپلو پردو اميدونه لکه د تماشبينو تړلي وي ….لوبه ګرمه وه او تماشبينو چغې وهلې د لږ ساعت خاموشۍ نه پس لرې ناڅاپه د غوائي ښکرونه، سر، ورپسې د لوبغاړي تت تصوير په نظر راغلل ، تماشبينو چغې کړې او لاسونه يې وپړقول، لوبغاړے د غوائي په شا ساکت ناست وۀ او تماشبينو ته يې د مينې لاسونه خوزول ۔
د نن دور پۀ شاعر د تنقيص کوونکو اصلاح -نائیله صافي
هغه بله ورځ مې فېس کښې د نظره يوه خبره تېره شوه، ډېره خفه شوم. د داسې پوهه خلقو پۀ دومره غلطې رويې. زړۀ مې