بشري تاريخ مونږ ته دا ښائي چې په دې نړی د لکهاو کالو راسې انسانان ژوند کوي او د وخت، حالاتو او د شعوري ارتقا په وجه د بيلا بيلو دورونو سر مخ شوې تير شوې او تيريږي او ورسره د پر مختګ مزل ئې هم په مزه مزه ډېر د مستقل مزاجۍ سره کړے او تر دا دمه رارسيدلے چې لا مخ په وړاندې روان دي.د انساني تاريخ د تفصيلاتو نه پورته، په يوه منطقه کښې د انسانانو ګډ ژوند، په منطقه او د دې په معاملاتو کښې خپل اختيار، شريکه ژبه، شريک رسمونه، رواجونه او د کور او ګور په منطقه کښې اشتراک سره سره د نورو عواملو په وجه په ګټه او تاوان کښې د مودو بلکه د پېړيو فطري شراکت په رسمي توګه يو قام تشکيلوي ۔ د خداے پاک په دې دنيا کښې په لسګونو، شلګونو، سلګونو نا بلکه په زرګونو قامونه د تاريخ د اولني دورې نه تر ننه آباد دي او ژوند کوي.چې په جديد اصطلاح کښې ورته ملک هم وئېلے شي. ملکونه هم بيا يو قامي او ګڼ قامي (کثيرالقومي) کيدې شي او هر ملک خپلې خپلې ګټې او تاوانونه لري او د هغې په بنياد د نورو قامونو او ملکونو سره اړيکي لري او ساتي ۔ د شروع د دورونو نه قومونه د مختلف خواهشاتو او نورو ډېرو عواملو له وجهې د يو بل سره مشت و ګريوان راروان دي. چې ډېر زيات مالي او ځاني تاوانونه ئې يو بل له ورکړي دي او ورکوي. په دې عواملو کښې د قومونو د نورو قومونو په ځنګلو، اوبو، ورشوګانو، شتمنو او زمکه قبضه کول، نور خلق غلامان جوړول، د توسيع پسندۍ خواهشات، قيمتي او د ضرورت سامانونه شوکول او تروړل، قبيلوي او قومي دشمني او سامراجي خويونه پکښې د نورو سره سره غټ عوامل دي ۔ عجيبه خبره دا ده چې نن په يويشتمه صدۍ کښې هم د ملکونو او قامونو د شمتنو او اختلافونو کښې دا وجوهات شامل دي ۔ دا حملې، جنګونه او جګهړې هر وخت نه وي او دا قومونه د خپل مال دولت، شتمنو او منطقې د خپل وس مطابق د حفاظت ښه پوره پوره تابيا هم کړې وي ۔ په دې وجه ډير وخت په امن او د ترقۍ په لوري په تګ کښې تېريږي. داسې د قامونو په ژوند کښې دوه مرحلې لازمي برخې وي يو امن او بل جنګ ۔ د امن دور د قام د انفرادي او اجتماعي د هر قسمه مادي او روحي ترقۍ، قلارۍ او عروج دور وي ۔ بله خوا جنګ او ورسره نور جنګي عوامل د اجتماعي او انفرادي هر رنګه تاوان، تنزل او زوال دور وي. مطلب قانونه خامخا د عروج او زوال د دورو سره مخ کېږي او تری تېريږي. ۔ د عروج په دور کښې د قوم رويه او عمل زيات تر مثبت وي او د هغوي انفرادي او اجتماعي ژوند او کوششونه د هر قسم ترقۍ، ايجاداتو، مادي او روحي پر مخ تګ او د راتلونکي وخت د ښو او بدو په تابيا کولو تېريږي ۔ د يو بل سره او د ګاونډي قومونو سره ښه اړيکي ساتل د قام او د وګړو د ژوند برخه جوړه شي چې مثبت او دوامداره نتيجې ورکوي او هم دا د قومونو د عروج په دورکښې لازمي ذمه وارې وي کوم قومونه چې خپلې دا ذمه وارۍ اوپيژني او په ښۀ شان ئې تر سره کوي هغه دوامداره عزتونه، ترقي او خوشحالۍ بيامومي ۔ بله خوا د زوال په وخت کښې که هغه له هرې وجهې او هر څنګه وي د قام په ځانګړي او اجتماعي روحياتو غټ او منفي اثر لري. د دوي حوصلې وغورځېږي، احساس کمتري او محروميت انتها ته ورسي او په هر لور مايوسي خوره شي ۔ دا هر څۀ بيا د قام او اولس په اخلاقو او کردارونو اثر اندازه کېږي او معاشره کښې بد امني، بد تمېزي، بد اخلاقي، حسد، بغض او نفرت عام شي او د دې هر څۀ عکس العمل د نشو تماشو، جنګ جګړو ، دشمنو او تربګنو په شکل ښکاره کېږي . هر رقم مثبت، مترقي عمليات يا خو په ټپه ودريږي او يا د نيشت برابر شي او قام ورځ په ورځ د تباهۍ په لاره روان وي ۔ دا حالت ډېر د پام لرنې وړ دے او په دا وخت ټولو پوهانو له که هغه سياست مداران وي که سائنس دانان وي، که استاذان او که طالب عالمان وي، شاعران وي که اديبان غرض د ژوند د هرې طبقی مشران او پوهان او احساس لرونکو وګړو له قام د حوصلې ورکولو، مثبت تعليم ورکولو او هغه ټول عمليات کول پکار دي چې قام د دې خراب وخت او حالاتو نه په ښۀ طريقه را او باسي او په نړۍ کښې ئې سيال او باعزته قامونو کښې ودروي او دا بلکل ممکن ده بس اجتماعي اخلاص، نېک نيتي او پوخ باور غواړي ۔
د افغاني سیاست سایکولوژي او ایکولوژي – څېړنوال عبدالغفور لېوال
پۀ افغانستان کښې د سیاست افتونه او زیانپېژندنه مقدمه: دا لیکنه به هڅه وکړي د افغاني سیاست پۀ اړه څو پوښتنو ته ځواب