هېر شوے ورک شوے سرتېري(زړور خان بابا)—خورشېد انور

دا ليکنه شريکه کړئ

په تاريخ کښې داسې شته چې نۀ يواځې د ملتونو سرلوړي ګنړلے کېږي بلکې د قربانۍ غېرت او ملي شعور لوړي بيلګې دي د ۱۹۳۰ کال د مۍ ۲۸ نېټه د مردان ټکر کلي کښې يوه داسې ورځ وه چې د فېرنګې استعمار په ضد د پښتون اولس پاڅون ئې نړۍ ته اوښودو، د پېښور د قصه خوانۍ پېښه لا تازه وه چې فېرنګې استعمار د خدائې خدمتګارو د ختمولو دپاره ټکر کلي ته مخه وکړۀ چاربانګ ئې په کلي يلغار اوکړو د کلي د مېنځ لار چې د ټکر پل وو ئې اونيوه، د کلي دوه غټو حجرو ته ئې اور ورته کړو دغۀ وخت خلک په خواږه خوب اوده وو ، د ټکر پل ئې مورچه کړو دويمه مورچه ئې خواته د غر په څوکه جعفر ډهېرۍ سره جوړۀ کړۀ، دا دواړۀ ځايونه په جنګې اوصولو ډېر اهم وو، په مشينانو ئې ډزې پېل کړلے، د مشين ګولۍ لکه د باران اورېدل شروع شوې، د ټکر په کلي کښې انګولا جوړۀ شوه، په کوڅو کښې منډې ترړې شروع شوې، د کلي خلک تش لاس مقابلې ته راوتل، تمر خاته نه پس خواوشاه کلو کښې د فېرنګې استعمار د يرغل خبر خور شو، ډلې ډلې خلک د جنګ مېدان ته روان شول ددې ځائې مقامي اوسيدونکو سره روايتي  وسله وه، د  فېرنګې سره د نوې وخت نوې وسله وه، په فېرنګې پسې تازه دم کمک هم وو، خو فېرنګې ته دا پته نۀ وه چې جنګونه په وسله نۀ په جذبه ګټل کېږي، د الله اکبر په چغه سرتېري د فرنګې په عسکرو کله د مچو ورغلل ، دې سرتېرو کښې زړۀ ور بابا هم وو، چاسره چاړۀ وه چاسره بېلچه وه، ځېنو ځېننو سره چرئيز يا پيتے ټوپک و، خو بارود ورسره ډير کم وو، سرتېرو سره وسله کمزوري وه خو ايمانونه ئې مضبوط وو، جنګ ښۀ تود وو خلک به په مورچو ورتلل، د فرنګې د مشينانو کړسه جوړۀ وه، خلک به په ګولو لګېدل او زمکې ته به راپرېوتل، زمکه په وينو سره شوه، خواته د ولي اوبه هم د وينو سرې شوې، د چاربانګ نه مازيګر شو خو د فرنګې ګولۍ او د خلکو جذبه کمه نۀ شوه، ګولۍ او د خپلې خاورې سره ئې د مينې جذبه يو بل ته مخامخ وه، مازيګر ناوخته د حق په لاره روان سرتېري د غرۀ څوکې ته په ختو کښې کامياب شو، زړه ور خان هم په دې سرتېرو کښې په ړومبي قطار کښې و، فرنګي عسکرو چې دا خلک اولېدل نو د مقابلې په ځائي ئې تېښته اوکړۀ، د الله اکبر نعرې پرته شوې غر اولړزيدو، هوا په ساه اونيول، د ټکر په پل د جوړې مورچې نه اوس هم په سرتېرو ګولۍ اورېدلي هغوې چې د غر په سرسرتېري د الله اکبر په نعرو اوليدل نو پوهه شول چې فرنګې عسکرو ماتي اوکړۀ نو دوي په خلکو ګولۍ ورول نور هم تېز کړۀ، د مشين خولې د غر څوکې ته مخامخ کړې او د ګولو باران شروع شو، يوه مرګونې ګولۍ د زړورخان د سر شاته په کوپړۍ اولګيده د زړه ورخان د سر شا برخۀ اوچاوده او راغوزار شو۔تر ماښام تيارې خورېدو جنګ روان و، اوس مورچه يوه وه، خلک ټول په يوه شنه منډه دغه مورچې په لور روان شو سرتېري د فرنګې عسکرو ځينې چاپېره شول فرنګې چې دا اولېدل نو د ځان د بچ کېدو په چکر شو، ځان د بچ کولو هڅې ئې شروع کړي او بياد ماښام په تياره کښې په تېښته شو هرڅه ترې پاتې و، فرنګې عسکرو ماتې اوخوړه تش لاسي کامران شول، د فرنګې غرور ماتې اوخوړۀ او داسې دويمه مورچه هم د سرتېرو په قبضه کښې راغله، د الله اکبر چغې تر اسمانه رسېدلي اوس تياره خوره وه، د کلي خلکو رڼاګانې راوړې، خلک د شهيدانو او زخميانو په تلاش شول، د غرۀ په نيمائي کښې زړورخان د نورو شهيدانو او زخميانو ترمينځه پروت و،  په خله ئې کلمه شهادت جاري وه، د لالټېن په تته رڼا کښې زړورخان خپل رور ولايت خان اولېدلو، د نفسا نفسي عالم و، هر سړے د خپل رور بهائي د لټوڼ په تکل کښې و ، ولايت خان خپل رور را په اوږۀ کړو او په يوه ساه ئې کلي ته راورسوو، اوس زړورخان د ځان نه ناخبره و، خله ئې بنده وه خو سترګې ئې د ايمان په رڼا ښايسته وي، د رور په اوږه په هر ګام دواړۀ سترګې ئې د اوښکو ډکې وي، د فرنګې استعمار د کور کور د لټون د ويري زړورخان د کلي نه بهر يوې شړې ګاڼرۍ ته يوړے شو، زخمي زړورخان په زخمي حالت کښې دې ورانه کډواله کښې پټ کړے شو۔ يواځي بي بي مېرمنې ته اجازه وه چې دده خصمانه به کوي، دا ښځه هم يوه اتله وه، نۀ وېره نۀ ستړيا نۀ شکايت نۀ څه ګيله، تمامي شپه به د خاوند سرته ناسته وه، کورنے علاج ئې ورله شروع کړو،د کورکمانو ټکور دشړشمو د  تېلو مالش   د الله کارونه ګوره زړورخان د روغتيا په طرف روان شو او بيا رور څو مياشتې پس روغ جوړ خپل کور ته راغلو۔د زړورخان بابا د سر زخمه برخۀ دده د ژوند ترپايه روښانه نخښه پاتې شوه خلکو به ورکتل او د قربانۍ او د غزا قيصې به ئې وئيلي، دا زخم د هغه د ايمان۔ وطن  پالنه او خپل دين اسلام سره مينه او د ازادۍ تمغه ښکارېده  دغه زخم يواځي د بدن تاوان نۀ و، دا يو عزت و دا يو شناخت و او دا زخم راتلونکي نسل ته يو پيغام هم و،زړور بابا يواځي يو انسان نۀ و، هغه د تاريخ پانړۀ هم وه، د ايمان علامت او د ازادۍ معراج هم و، د ټکر د جنګ دا قيصه که راتلونکي نسلونو ته منتقل نۀ شي او مونږ خپل اتلان هېر کړو نو لرې نۀ ده چې مونږه به يو ځل بيا د استعماريت، غلامۍ او ذلت بېرته اوګرځو مونږ له پکار دي چې خپل شهيدان ياد کړو او نوے نسل بېدار کړو۔سلام د ټکر شهيد ته، سلام د ايمان زخمي ته، سلام خدائي خدمتګارو ته ، او سلام زړورخان بابا ۔

نورې ليکنې۔۔۔