زرين سالارزے هم رانه لاړو—حسن بونيرے

دا ليکنه شريکه کړئ

اروښاد زرين خان  چی د بونیر سالارزو کنګر ګلی کلی د  ملی خيلو د تپه د دلوخيلو په تبر کښ  زيږدلی وو  ابتدائی تعليم ئي د سالارزو نه کړی وو او بيا څه سبق کراچی کښ ويلی وو   زرين خان چی مونږ ټولو سیاسی کارکنانو به ورته د مينه نه زرين داد ويل راته يو ورځی وی چی په کراچی کښ د  کار روزګار سره سره د سپی ريلوی کالونی نه د سالارزو د عبددين افغانی صيب په هغه وخت کښ د امريت خلاف د مظاهره نه اوکړو او ويل دا د سیاست  شوق راپکښ د ورکوټولی نه وو چی يو ځل مو په کلی کښ د سکول ملګرو روډ بلاک کړی وو احتجاج مو کوو د وخت تحصلدادر راغلو راته ويل هلک روډ کولو کړه ما ورته نه روډ به بند وی تحصلدادر راته ويل څه به اوکړی ويل ما ورته ځواب ورکړو دی کلی تا به اور ورته کړم تحصلدادر صيب راته ويل هلکه تا خو سم بهاشانی ئي په  په دهغه وختونو د دنيشل عوامی پارټی مشر د بنګال مولانا بهاشانی وو. ويل زما هم تجوسس پيدا شو چی دا مولانا بهاشانی دومره لوی سړی دی .  زرين داد خو کلی تا اور ورته نه کړو ولی چی روستو د باچاخان د عدم تشدد دومره لوي مريد شو چی چرته به چا تا ترخه خبره هم نه وی کړی . په پارټی او نظريه دومره کلک مين وو چی راته قیصه کوله چی کله په عوامی نیشنل پارټۍ کښ د چچا کريم بخش په مشری کښ  اينی ګروپ جواړ شو نو زما څه ملګری ريشتداران هلته لاړل ولی ما ورته ويل چی زه د باچاخان او ولي خان وفادر يم سبا به تاسو بيا راځی . زرين خان يو مکمل سياسي کارکن او انقلابی  سوچ لرونکی انسان وو . کتاب له لوستلو  سیلسی مطالعه او د مشرانو وينا به د زړه په غوږو اوريدله او بيا دومره خه مقرر وو چی د پیښور چارسده د جلسه نه به راغلو نو هغه خبره به په محفل کښ او تقرير کښ په ډير خه او مدلل انداز  کشرانو او ملګرو تا کولی . د زغم او صبر خاوند وو . د هر سیاسی کارکن او هر سیاسی پارټی د مشر به قدر کولو . او د حجره جماعت په خبره دومره پوها چی په ډيرو جرګو می ورسره تګ شوی د خبره په روح به پوهيدو   يو ورځ په علاقه يو ډيره لويه تمازغه د روغ کلی تا مينځ راپيدا شو  د علاقه د نورو کلو مشران او جرګه رامينځ تا شو  نو د جوړ کلی شير افضل خان لالا رب دی لوی ژوند ورکړی راتل ويل حسن خان زرين خان به د ګنګرګلی کلی نه راوړی ماښام او بيا به راسوی ولی چی زرين نه بغير جرګه نه کيږی هغه د خبره په تول او روح پوها وی او هم دهغه شان پوره هفته به زرين  داد جرګه له راتلو او اخر خدای خبره په خير ختمه کړه ۔  زرين داد سره چی  به په محفل کښ چه بی پیښو خبره اوکړه نو هغه به ويل هلکه دا سړی حجره پاس نه دی  په خدمت کښ به د هر چا ملګری وو . او د کور کلی د خدمت ئي دا حال وو چی يو ورځ د کويټه نه زمونږ ملګری علاوالدين خلجی راغلو چی مونږ دوړه په سنګاو راتلو علاوالدين ويل ځان سره به زرين داد ستاسو کلی تا بوځو ګپ به هم ولګلو ما ټيک ده مونږ چی مازيګر کنګر ګلی تا راغلو نو په کلی کښ غم شوی وو  د چای اوبه راوستو راته ويل چی هلکه تاسو کينی زه به چی د قبر ګټه نه وزګارړشم بيا به ځو مونږ ورته مونږ درسره هم قبرستان تا ځو او  چی مونږ لاړو  زرين داد په قبر ګټه کښ د يو پوخ زميندار په شان ډير کار اوکړو د کلی يو ځوان راته ويل دادا په هر قبر ګټه هم دهغه شان  ليګيا وی

سیاسی خاطره راسره ډيره دی خو   يو قیصه چی ډيره مشهوره شوی وه هغه دا چی عالبا  د جنرل مشرف په اول بلدیاتی انتخابات کښ د خپل يونين کونسل نه اميدواره نو  ويل په کلی ماشومانو دا نعره دومره مشهوره کړه چی په ټول يونين کونسل کښ می د ټولو نه زيات ووټونه واغيستل او نغره دا وه چی  ۔  د داد نه به د چا هغه پلار اوګټي ۔ ريښتيا داد د ډيرو صفتونه مالک وو .که د ملګرو په مينځ کښ به اختلاف هم وو نو ويل به چی روره د يو ګوند يو قام خلق يو اختلاف به کوو خو دښمنی به نه کوو  او هم دا وجه وه چی هر چا تا قابل قبول وو .  د پوهانو او اديبانو به ډير قدر کوو  او کتاب اغيستو هم او لوستلو هم چی کله به زمونږ ځای تا راغلو نو اول به کتاب او راساله وړله.م مايشتنه پښتون ،  لیکوال او پاڅون به هر مياشت اغيستل    په خپل ژوند کي يو  اکيډمی وه  انتهاهی نفیس  او د ذوق انسان وو .يو جلسه يو غم يو ښادي به تری پاتی نه وه هغه مونږ ټولو په جنازه کښ وليدله ۔  د بونیر نه علاوه په  مرادن بايیزو تحصيل کي دومره تغلوق وو چی په 2009کښ يو شپه زما او د زرين داد  د سابقه ايم پی اے  ګوهر علی شاه باچا په حجره کښ شپه وه ما باچا تا ويل باچا دا ځل دی اليکشن په ډيرو کمو ووټونو بيللی بل ځل خيال کوه زه نن په بابوزي کښ د زرين داد سره ووم دومره خلق ئي پيژني چرته زرين داد درته دلته اميدوار نه شی  زرين داد ډير وخندل په خپل مخصوص انداز کي ويل يا هلکه باچا می روره دی خو دا خبره راته پرون د غونډو په چوک کي اکمل ليوني صيب هم اوکړه چی زرين دلته نه د اليکشن تا اراده ده که د بايیزو تحصيل په هر کلی د دوستانو نه علاوه  ټولو ولس پيژندو  ‌د پښتو او پښتونولي يو ريښتوني  ديوال وو چی بی وخته وړيندو. دا ژوند ډير خاطره ئي راسره دی  او ډيره حافظه ئي وه ۔  خو بس  دومره به وايم چی په زرين داد. نعيم  شهريار. سر  سلمان او  رحمن زاده دی شاکر دی نه مونږ ټول سالارزی نيمګړی شو او دا کمی به خدايه ګو بيا کله پوره شی ۔ زما هم د نيکه سره ناسته او دوستی وه هم می پلار دعوه کوی زما دريم روره مړ دی او هم زه داسی يم لکه خپل  ترا چی می مړ وی نو دا حال د ټولو ملګرو دی او دا هغه صفت دی چی په داد کښ وو د مشر سره مشر او کشر سره کشر ۔

نورې ليکنې۔۔۔

“رولټ اېکټ”

باچاخان “رولټ اېکټ” ‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84 ‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د

ټوله ليکنه ولولئ