د ګندمک او ډيورنډ تړون پۀ نتيجه کښې چې د افغانستان يوه لويه برخه د برټش انډيا برخه وګرځولې شوه ۔ يوه برخه چې د افغانستان څخه ئې قبضه کړې وه او يوه برخه چې د بلوچستان څخه ئې بېله کړه چې دغه سيمې ئې د برټش بلوچستان پۀ نوم د برټش امپرتورۍ برخه جوړه کړه ۔ پۀ لومړې سر کښې پښتنو او بلوڅو وسله واله مبارزه کوله چې انګرېز ښکېلاک ګرو ته ئې دغه سيمه د اور ډګر ګرځولے و۔ خو کله چې پۀ صوبه سرحد( موجوده خېبر پښتونخوا) کښې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نوم تحريک شروع کړو او بيا ئې د خدائي خدمتګار تحريک پۀ نوم سياسي حرکت پېل کړو او دغه تحريک تر سيوري لاندې ئې د “پښتون“ پۀ نوم ګڼه پۀ پښتو کښې شروع کړه ۔ دغه اولنۍ سياسي مجله وه چې پۀ بشپړه توګه پۀ پښتو کښې خپرېده ۔ دغه مجله وه چې د برټش بلوچستان پۀ پښتنو او بلوڅو کښې ئې د سياست د ډګر لپاره د ځوانانو ذهنونه جوړ کړل او له بلې خوا له سيندهـ او هند څخه د کانګرس اثرات وو چې تر برټش بلوچستان پورې رارسېدلي وو۔ نو هغه وو چې هغه وخت بلوڅو او پښتنو پۀ ګډه د ”انجمن وطن“ پۀ نوم سياسي حرکت رامينځ ته کړو۔ پۀ دغه کلونو کښې پۀ هندوستان کښې باچاخان سره د پښتنو او بلوڅو وړوڼو ملاقاتونه شوي وو چې پۀ دغه کښې له باچاخان سره د هاشم خان غلزي او عبدالصمد خان اچکزي ملاقاتونه شوي وو چې پۀ دوي باندې د کانګرس تر څنګ د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک اثرات لوېدلي وو۔ دلته ئې د برټش بلوچستان سيمه کښې د عدم تشدد پۀ سياست لاس پورے کړو۔ پۀ دغه جريان کښې باچاخان څو ځله د بلوچستان د پښتنو او بلوڅو سيمو دورې هم کړې وې خو هغۀ نۀ غوښتل چي د ”انجمن وطن“ پۀ موجودګۍ کښې د خدائي خدمتګار تحريک بنياد کېږدي ۔ باچاخان دوي ته ووئيل چې تاسو پۀ هم دغه نامه خپل سياسي مبارزه جاري وساتئ ۔خو بيا هم د باچاخان او خدائي خدمتګار تحريک اثرات پۀ ځانګړي ډول پۀ پښتنو زيات لوېدلي وو۔ کله چې خدائي خدمتګار تحريک د کانګرس سره ملګرے شو نو پۀ پښتنو کښې د دغه عمل خلاف ځنې تنګ نظره مذهبي سوچ لرونکو خلقو اعتراضات وچت کړل ۔ خو پۀ دغه وخت کښې د چمن اوسېدونکے ملا اسلام اشيزے چې د خپل وخت تکړه مزاحمتي شاعر تېر شوے دے او د ”سوسن چمن“ پۀ نوم ئې هغه وخت يو شعري جونګ چاپ شوے هم و کوم چې فېرنګي سرکار ضبط کړې وه ۔ پۀ دغه کتاب کښې ملا اسلام اشيزي څو ځله باچاخان ياد کړے دے خو د کانګرس ملګرتيا ئې يو مشهور شعر دے :
د وطن پۀ ازادۍ کۀ پوهېدو څوک
د کانګرس پۀ ملګرتيا نۀ دے هندو څوک
هم دغسې پر څو پښتنو شاعرانو د باچاخان او خدائي خدمتګار تحريک اثر ليدل کېږي چې پۀ هغه وخت کښې د ملا اسلام اشېزي او حافظ خان محمد کاکړ څخه رانېولې بيا تر اوسه پورې د بلوچستان پۀ زرګونو پښتنو شاعرانو او ليکوالانو باندې د خدائي خدمتګار تحريک اثرات له ورايه ليدل کېږي ۔ لکه ما چې وړاندې ووئيل چې باچاخان او ملګرو وړاندې غوښتل چې د انجمن وطن او بيا د ”ورور پښتون“ پۀ شتون کښې دلته د خپل تنظيم بنياد کښېنږدي ۔ خو بيا هم پۀ پر پښتنو او بلوڅانو ئې ډېر اثرات پراتۀ وو دغه ثبوتونه بيا هغه وخت مونږ ته پۀ مخه راځي کله د ون يونټ پۀ وخت د بلوچانو او پښتنو سياسي مشرانو تر مينځه اختلاف رامينځه ته کېږي ۔ د پاکستان د فوځ يو لوے مشر جنرل اعظم د بلوچستان دوره کوي او د هاشم خان غلزي سره ملاقات کوي چې تاسو د ون يونټ ملاتړ وکړئ ۔ هاشم خان غلزے او ملګري انکار کوي او ورته وائي چې يو خو زمونږ مشر پۀ زندان کښې دے او بل باچاخان او ولي خان د ون يونټ مخالف دي مونږ ئي څنګه ملاتړ وکړو۔ نو بيا هغه ورته وائي چې ستاسو له مشر سره ما پۀ زندان کښې ليدلي دي هغه به لتاسو سره رابطه هم وکړي ۔ نو پۀ هغه وخت کښې له زندان څخه د يو پښتانۀ مشر له خوا د خپلو ملګرو پۀ نوم خط راځي او د ون يونټ د ملاتړ غوښتنه پکښې کوي خو ټول ملګري د ون يونټ د ملاتړ څخه انکار کوي ۔ همدغه اختلاف چې بيا کله نېپ ماتېږي هاشم خان او غلزے او ملګري له خان عبدالولي خان سره پاتې کېږي او بيا چې کله د نېُ حکومت راځي او سردار عطاالله مېنګل وزير اعلي جوړېږي او ټول سيټونه نيپ د بلوڅو پۀ اسمبلۍ ګټي د هغو ووټونو پر بنسټ هاشم خان غلزے د سينټ ممبر جوړېږي او بيا پۀ سينټ کښې د اپوزيشن ليډر ټاکل کېږي ۔ هاشم خان غلزے پۀ له بلوچستان څخه لومړے ځوان دے چې پۀ لاهور کښې سټوډنټ يونين جوړوي ۔ دغه معلومات مونږ د روسي ليکوال ګ ف ګيرس پۀ خپل کتاب چې سر محقق محمد اکبر شينواري ته ژباړلي دي ۔”د مېړني اولس ادبيات (د لرو پښټنو ادبيات ) نومېږي ۔ پۀ دغه کتاب کښې رښتيا هم (ګ ف ګيرس) ډېره خواري کښلې ده ۔ زۀ ئې تر نورو حوالو تېرېږم يوازې د هاشم خان غلزي پۀ باب چې غږېدلے هغه حواله دلته راوړم ۔
” د روانۍ پېړۍ د شلمو او دېرشمو پۀ حدود کښې پۀ لاهور کښې د (بلوچستان محصلينو اتحاديه) جوړه شوه ۔ دغه اتحاديې ټول هغه شاګردان سره منظم کړل او پۀ يو مترقي فکر ئې راټول کړل چې پۀ کالجونو، مدرسو او مختلفو ښونځيو کښې پۀ تحصيل بوخت وو ۔ د دغې اتحاديې موسس او مبتکر مشهور پښتون محمدهاشم خان غلجي ( 1908 زېږون) و۔ دۀ پۀ هاغو کلونو کښې د لاهور په کالج کښې خپل تحصيلات پائې ته رسولي وو د اتحاديې تنوري او مترقي فعاليتونو د (پښتون جرګې) او نورو محلي وطنپالو سازمانو حمايت ځان ته حاصل کړے و“ (د مېړني اولس ادبيات، مخ ۱۲۲)
ګ ف ګيرس د خان عبدالصمد خان (خان شهيد) پۀ باب پۀ خپل اثر کښي کاږي:
” خان عبدالصمد خان د روانې پېړۍ پۀ دېرشمو کلونو کښې د تعليم او پوهې پۀ برخه کښې د خپل ملګري او همکار محمد هاشم خان غلجي سره چې تازه خپل هېواد ته راستون شوے و او د بلوڅان ملي انجمن ئې تاسيس کړے و مشورې کولې څو کاله ورسته د خان عبدالصمد خان کښې ښکاره انکشاف تکامل او پوخوالے راغئ ۔ دې کار سره د هغۀ هغه شخصي تماسونو مرسته کړې وه چې دۀ د خان عبدالغفار خان او د سرخپوشانو د نورو مشرانو سره ټينګ کړي وو او هم د صوبه سرحد او ازاد قبايلو د ازادۍ د حرکت سره د دۀ اشنائي او د هند د ملي نهضت سره د دۀ معرفي پۀ دې کار کښې موثر وو ۔ خان عبدالصمد خان هم هغه لاره طے کړه چې خان عبدالغفار خان او د ازادۍ د غورځنګ نور پياوړي مشران پرې روان وو۔ دے د برطانوي هند د مسلمانانو د پان اسلام ايزم پلوي هم و او دا اتفاقي نه وه چې د اردو څخه پۀ پښتو د قران ترجمه (ترجمه القران) وکړه ۔ دې ترجمې سره ګټورې تبصرې هم وې چې بېخي ئې ورځينو مسايلو سره اړخ لګاوۀ ۔د دغه تفسير ژبه روانه او ادبي ده او پۀ پښتني ټولنو کښې ئې ښۀ انعکاس پېدا کړو۔ د روانې پېړۍ د دېرشمو کلونو په سر کښې خان عبدالصمد خان پۀ ډېر اخلاص او خوشحالۍ سره د کانګرسيانو مفکوره (عدم تشدد) ومنله ۔ دۀ فکر کاوۀ چې د استعماري حکومت پۀ شرايطو کښې د تشدد نه ډکه مبارزه بې نتيجي ده ۔ له همدې لامله ښائي چې ملت مونږ د تشدد پۀ فضا کښې پوه او ازادۍ ته ئې چمتو کړو او چې دا کار وشو راتلونکي مسايل پۀ خپله حل کېږې ۔“ (د مېړني اولس ادبيات، مخ ۱۲۴)