د باچا خان د روزنې ماډل د هغۀ د خپلو خطونو پۀ رڼا کښې–ډاکټر سميع الدين ارمان

دا ليکنه شريکه کړئ

د خدائي خدمتګار تحريک د وياړلي ليکواﻻنو نه يو ستر څېړنکار او مشر خدائي خدمتګار عبدالله بختاني خدمتګار د خپل کتاب ‘د خان عبدالغفار خان ليکونه’ لومړۍ برخه مقدمه کښې پۀ کال نولس سوه څلور اتيايم (1984) کښې ليکي چې کله پۀ کال نولس سوه اتيايم (1980) کښې د باچا خان ژوندليک ترتيب کېدلو نو زۀ هم ورسره دې کار کښې شامل وم۔ بابا سره د خپلو ياداشتونو کاپۍ وې۔ پۀ دې کښې دوه کاپيو کښې د بابا هغه خطونه وو چې وخت پۀ وخت ئې خپلو خپلوانو او ملګرو ته ليکلي وو۔ بختاني صاحب ليکي چې ما بابا نه غوښتنه وکړه چې دغه کاپۍ ما ته راکړي چې زۀ ئې چاپ ته برابر کړم؛ نو بابا ډېر پۀ مينه راته حواله کړې۔ پۀ دې کښې د يوې کاپۍ پۀ لومړۍ پاڼه ليکلے شوي وو،

“د جېلخانې خط و کتابت او خياﻻت چې کله نا کله به زما زړۀ کښې پېدا کېدل ۔ دسمبر 1934۔ عبدالغفار”

بختاني صاحب ليکي: چې کله ما دغه خطونه چاپ د پاره برابر کړل نو د سمون، ا請ﻼح او تصديق لپاره مې دوباره باچا خان نه وخت وغوښتو۔ هغۀ وخت راکړو او مونږ دا کار داسې تر سره کړو چې ما به لوست کوۀ، باچا خان به اورېدۀ او احمدکاکا به د اصل سره کتلو دې نه معلومېږي چې بابا به د ليک د چاپ مد کښې د څومره ډېر احتیاط نه کار اخستو۔ د بختاني صاحب دې کتاب کښې د باچا خان پينځه شپېتۀ (65) خطونه چاپ دي۔ پۀ دې کښې زيات تر خطونه د کال نولس سوه پينځۀ دېرشم او شپږدېرشم (1935-36) دي۔ ګويا دا مهال د باچا خان عمر پينځۀ څلوېښت او شپږ څلوېښت کلونه دے – خو کۀ د دې عمر دې خطونو ته مونږ پۀ دقيق نظر وګورو، د دې جائزه واخلو او تنقيدي بټۍ نه ئې را تېر کړو نو دا خطونه د يو داسې مشر سړي ښکاري چې هغۀ نه صرف پۀ خپله يوه پېړۍ د پښو ﻻندې کړې وي، بلکې د خپل فهم و ادراک پۀ ولقه کښې ئې نورې متعدد پېړۍ هم را نيولې وي ۔ د نړۍ ټول ستر خلک ساده ژوند تېروي۔ هغه خلک چې اغېز ئې تر پېړيو نۀ وروکېږي، هغه اکثر ساده او فطري ژوند کوي ۔ د باچا خان ذاتي ژوند هم ډېر ساده ؤ۔ کر کرونده ئې خوښه وه، د ﻻس پښو محنت ئې خوښولو۔ د هنر ډېر قدردان ؤ۔ پۀ خپله به ئې څرخه کوله۔ د کتابونو د لوستلو شوقي ؤ۔ د دې خبرو د دﻻلت او ګواهۍ لپاره دلته د باچا خان يو خط رانقل کؤم۔

ډسټرکټ جېل | برېلي

1935-08-13

خوږه مهاتما جي!

اﻟﺴﻼم علېکم ورحمة الله وبرکاته۔

تا ته به معلومه شوې وي چې پۀ کومه ورځ مهادېو جي ﻣﻼقات د پاره راغلے ؤ، پۀ هغه ورځ ئې زۀ د احمد اباد د جېلخانې نه د برېلي ډسټرکټ جېل ته بدل کړم د اوږد سفر پۀ وجه برېلي ته رسېدو رسېدو پورې مې وزن کافي کم شو۔ عجیبه قصه ده چې څۀ وخت ما بدلېدل غوښتل نو هېڅ چا نۀ بدلولم لېکن چې څۀ وخت ما د بدلېدو اراده پرېښوده نو اوس ئې بدل کړم ۔ بیا هغه هم چې ما د قبلې اب و هوا د خپل ځان د پاره مفيـده ګڼله نو زۀ ئې پۀ نمرخاتۀ وويشتم خېر! دې کښې به ئې خېر وي ۔ د الله تعالٰي هر کار د خېر وي، ولې مونږ ظاهربين خلک پرې نۀ پوهېږو۔

شايد تا ته به معلومه نۀ وي چې ما ته ئې د سرحد نه يو باورچي راغوښتے دے لېکن هغه هم ناجوړه نرے رنځ ئې ؤ۔ څۀ وخت چې هغه احمد آباد ته را ورسېدو نو تر ډېرو ورځو پورې پۀ هسپتال کښې پروت ؤ او چې څۀ وخت بيا ما څخه راغے نو بيا هم نا جوړه ؤ ۔ اوس چې مونږ دلته راغلو نو هم نا جوړه دے او پۀ هسپتال کښې پروت دے۔ د هغۀ نه زباني ما ته معلومه شوه چې هغه هلته هم ناجوړه ؤ او ډاکتران د هغۀ د را لېږلو مخالف وو۔ ما ته د هغۀ پۀ حالت باندې رحم راځي، او پۀ دې خبرې باندې زۀ ډېر دردمن يم چې زما پۀ وجه يو سپاهي ته دومره تکليف ورکړے شوے دے۔ زۀ د حکومت پۀ دې منطق باندې نۀ پوهېږم چې ما خو چرې سرحدي باورچي غوښتے نۀ ؤ؛ زۀ خو معمولي خوراک خورم او هغه خو د يو معمولي فکر سړے هم پخولے شي او کۀ چرې حکومت سره زما دومره خيال دے نو بيا دا خيال ورله هم پۀ کار ؤ چې څوک ئې ما د پاره رالېږلے نو چې کم از کم جوړ خو وے۔ هر کله چې زۀ دلته را ورسېدم نو يو څو ورځې مې طبعيت ډېر خراب ؤ، لېکن اوس د خداے فضل دے، لږ ښۀ يم۔ د جېل واﻻو خيال دے چې دلته به ښۀ شي۔ دلته د احمد آباد نه زياته ګرمي ده۔ ما ته د سحر او ماښام پۀ جېلخانه کښې د هوا خورۍ د پاره اجازت دے۔ زما مشقت باغباني ده۔ دا کار زما ډېر خوښ دے۔ ما له ئې یو لوے پټے راکړے دے، پۀ هغې کښې ډېرې خښتې، کاړې او روړې دي۔ پۀ هغې کښې زۀ سحر او ماښام کار کؤم۔ شپږ وړوکي وړوکي پټي مې بالکل تيار کړي دي او پۀ هغې کښې به دڼيا، مولۍ، ټېپر او ساګ کرم۔

د بمبۍ جېلخانو کښې زۀ بالکل يواځې وم۔ ولې چې هلته اے ﻛﻼس قېدي نۀ ؤ۔ دلته خو اے ﻛﻼس قېديان شته۔ ګورو چې دا حکومت څۀ کوي؟ چې هغوي سره ما له د يو ځاے کېدو موقع راکوي او کۀ نۀ؟ د ﻣﻼقات پۀ موقع د مهادېو جي نه معلومه شوه چې د دېوي داس زوے شوے دے۔ تا ته دې مبارک وي۔ بها ته هم زما د طرف نه مبارکي ورکړه – مهرباني به وي۔

احمد آباد کښې د ﻣﻼقات پۀ وخت ما تا سره د څرخې ذکر کړے ؤ او مهادېو جي هم را سره دا ذکر وکړو۔ اوس زۀ د څرخې د پاره وخت ويستے شم، مهرباني وکړئ، تاسو ما ته هغه زما څرخه يا بله څرخه سره د پوړو را ولېږئ۔

د احمد آباد د جېلخانې پۀ کتب خانه کښې د اردو ښۀ ښۀ کتابونه وو، اکثر ما لوستي وو۔ یو کتاب مې نظر نه تېر شوے ؤ چې پۀ هغې کښې د مسلمانانو لويو لويو بزرګانو د هندوانو او د هندو مذهب متعلق ډېر ښۀ ښۀ خياﻻت ظاهر کړي وو۔لېکن معلومه نۀ وه چې اوس هغه خياﻻت د مسلمانانو پۀ زړونو کښې ولې پاتې نۀ شو۔ د دې نه ﻋﻼوه ئې د هندوانو د علومو فنونو هم ډېر تعريفونه کړي دي چې پۀ دې موقع زۀ هغه ليکل ضروري نۀ ګڼم۔

فقط

ستا عبدالغفار

)د باچا خان ليکونه، عبدالله بختاني، مخ (76

د باچا خان د جينکو د تعليم پۀ باب له نظر:

پۀ نولس سوه ديارلس (1913) کښې د رځړو د کنان خېلو د يار محمد خان د لُور مهرقندې بي بي سره د باچا خان وادۀ شوے ؤ ۔ د باچا خان مشر زوے عبدالغني )غني خان( پۀ نولس سوه څوارلس (1914) او دوېم زوے عبدالولي )ولي خان( پۀ نولس سوه اوولس (1917) کښې زېږېدلي وو۔ پۀ نولس سوه اتلس (1918) کښې مهرقنده بي بي پۀ يوه وباء کښې مړه شوې وه او باچا خان پۀ بل کال هم د رځړو د کنان خېلو د سلطان محمد خان د لور نامباتې بي بي سره وادۀ کړے ؤ چې د هغې نه ئې يو زوے عبدالعلي خان او يوه لور مهرتاجه و۔ پۀ کال نولس سوه شپږويشت (1926) کښې د حج پۀ دوران کښې د مکې او مدينې نه پس چې کله دوي فلسطين ته ﻻړل نو نامباته بي بي پۀ بېت المقدس کښې پۀ حق ورسېده او هم هلته خاورو ته وسپارلې شوه۔ هم پۀ دغه کال د باچا خان ﭘﻼر بهرام خان هم د دې پاتې نړۍ نه سترګې اړولې وې۔ باچا خان د قبائلي روايت برﺧﻼف د لور هم هماغه هومره تعليم او تربيت وکړو کوم چې ئې د زامنو کولو۔ پۀ هغه زمانه کښې ئې مهرتاجه تعليم د پاره لندن ته واستوله۔ دا عمل ئې صرف پۀ خپله نۀ کولو بلکې نورو ملګرو او خپل خپلوانو ته ئې هم د دې دعوت ورکولو دلته د عبدالله بختاني صاحب د ياد کتاب نه يو بل خط ثبت کؤم۔

سابرمتي سنټرل جېل، احمد آباد

1935-05-01

خوږه وروره! خوشحاله اوسې!

اﻟﺴﻼم علېکم ورحمة الله وبرکاته۔

تۀ به خبر شوے ئې چې پۀ هزارې باغ جېل کښې ما خطونه لیکل بند کړي وو۔ پۀ دې وجه مې تا ته خط وکتابت جاري و نۀ ساتلے شو۔ څۀ وخت چې زۀ لۀ هغه ځایه رها شوم نو هغه وخت زما زړۀ غوښتل چې تا ته خط ولیکم، لېکن ستا پته رانه هېره شوې وه۔ څۀ وخت چې علیګړهـ ته ﻻړم نو ستا ورور سره مې ﻣﻼقات وشو۔ د هغۀ نه مې ستا پته معلومه کړه۔ چې د يو پي د دورې نه واپس واردها ته ﻻړم نو فوراً ګرفتار شوم۔ پۀ دې وجه مې بیا تا ته خط و نۀ لیکلے شو۔ مهرتاجه چې څۀ وخت د وﻻیت نه واپس راغله نو هغه وخت زما دا خیال ؤ چې تا ته یو خط ولیکم چې ستاسو د کور جینکۍ کۀ چرې مناسب ګڼئ، نو مهرتاجې سره دې یو ځاے تعلیم حاصل کړي۔ لېکن معلومه نۀ وه چې تا به زما دې رایې سره اتفاق کولو او کۀ نۀ؟

زما خیال ورځ پۀ ورځ د جینکو تعلیم او تربیت طرف ته زیاتېږي ولې چې زۀ دا خبره د خپل قوم د پاره خطرناکه ګڼم چې هلکانو له خو دې تعلیم ورکړے شي او جینکۍ دې لۀ علمه محرومه پاتې شي، چې د دې نتیجه به دا وي چې زمونږ هلکان خو به اول جاﻫﻼنو ښځو سره ودونه نۀ کوي او کۀ چرې و هم کړي نو اکثر به ئې کور سمون نۀ خوري او همېشه به پۀ کښې کشمکمش وي، چې د دې نه زمونږ ملک ته او قوم ته د یو لوے نقصان د رسېدو اندېښنه ده۔

د دې د پاره ما غوښتل چې ستا سو د کور جینکۍ هم مهرتاجې سره دې تعلیمي خدمت د پاره تیارې کړم او کار زمونږ د امیرانو خلکو پۀ لږې توجه سره کېدے شي۔ د زیاتي لیکلو ضرورت نۀ ګڼم، ولې چې تۀ پوهه یې – صرف دومره عرض کؤم چې زما پۀ دې تجویز باندې غور وکړه او د دې متعلق راته خپله رایه ولیکه! بله خبره زما دا هم ده چې زمونږ پۀ قوم کښې دا یوه ډېره د نقص خبره ده چې هغوي جینکۍ پۀ وړوکوالي ورکوي او جینکو ته دا موقع نۀ ورکوي چې هغوي پۀ خپله خوښه باندې وادۀ وکړي او یا کۀ نۀ غواړي نو نۀ دې کوي۔ د دې متعلق زما دا رایه ده چې دا رسم هم پرېښودل پکار دي او کۀ چرې ټول خلک ئې پرېښودو ته تیار نۀ دي نو کم از کم تعلیم یافته خلکو له پرېښودل پکار دي او هغوي له پکار دي چې د ټولو نه اول خپلو بچو ته تعلیم ورکړي او د هغوي د اﺧﻼقي تعلیم او تربیت خاص خیال وساتي او څۀ وخت چې هغوي د سبق نه فارغه شي نو د هغوي د رضا مطابق د هغوي پۀ معاﻣﻼتو کښې هغوي سره د هر قسم امداد وکړي۔ زما پۀ زړۀ کښې نورې هم ډېرې خبرې دي، لېکن في الحال زیاتي لیکل مناسب نۀ ګڼم – هسې نۀ چې در باندې بوج شي۔ امید دی چې تاسو ټول به پۀ خېریت سره یئ۔ د کور ټولو لويو او وړو ته مې ﺳﻼم او مینه۔ ټولو دوستانو ته مې ﺳﻼم۔ زما طبیعت د آب وهوا او تنهايۍ پۀ وجه اکثر ښۀ نۀ وي – دعا کوئ او دعا به کؤم –

فقط۔ ستا عبدالغفار

دا خط پته نۀ لګي کوم ورور ته ليکلے شوے دے؟ ځکه د خط متن او سياق نه پته لګي چې خپل سکه ورور ته خو نۀ دے ليکلے شوے؛ ځکه چې د پته هېرېدو نکته، د دوي د کور جينکو د پاره د تعليم دعوت او مهرتاجې سره يو ځاے کېدل دا څرګندوي چې دا خط بل چا ته ليکلے شوے دے۔ ډاکټر خان صاحب د باچا خان نه اووۀ کاله مشر وۀ او هغۀ ته به دوي ‘دادا’ وئيل۔ بختاني صاحب حاشيه کښې د دې باره کښې وضاحت نۀ دے کړے چې دا خط د چا پۀ نوم دى؟ باچا خان البته متعدد ملګرو ته د ‘ورور’ پۀ نوم مخاطبه کوي۔ دې مد کښې پۀ هم دې کتاب کښې زياتره دا مخاطبه قاضي عطاالله خان ته شوې ده نو يو ګمان د هغۀ کېدے شي۔ اوس دا کتل پکار دي چې کال نولس سوه پينځۀ دېرشم (1935) کښې د دۀ ورور عليګړهـ ته تلے ؤ؟ کۀ داسې وي نو دا خبره به محکمه شي چې دا د قاضي صاحب پۀ نوم دے او کۀ داسې نۀ وي نو بيا به نور لټون غواړي۔

بله نکته دلته د پښتنو ټولنه کښې د جينکو د وړوکوالي د وادۀ او د دوي د رضا ده۔ باچا خان به چې د کوم بد رسم خاتمه کوله نو پېل به ئې د خپل ځان او خپل کور نه کولو ۔ دې خط کښې دغه تاکيد د قدر وړ دے ۔ نن پۀ يويشتمې پېړۍ کښې زمونږ خلک زمونږ ټولنه کښې د دې رسم د سمولو د پاره د قانون سازۍ خبرې او زيار کوي خو بيا هم سمدستي او تېزه نتيجه خېزي پۀ نظر نۀ راځي ۔ د دې ﻻمل دا دے چې د ټولنې د تربيت دې مد کښې يوه زاويه بېروني/ بهرنۍ ده کومه چې د قانون سازۍ شکل کښې څرګندېږي او بله زاويه دروني ده۔ تر کومې چې پۀ دروني زاويه شعور او عمل نۀ وي پاللے شوے، تر هغې بهرنۍ چارې ډېره نتيجه خېزي نۀ تر ﻻسه کوي۔ باچا خان دې پله خصوصي توجه لرله۔ هغه د ‘کف’ د فلسفې سماجي او اﺧﻼقي حکمت نه ډېر زيات خبردار ؤ ۔ د زنانو د تعليم تربيت پۀ باب له بابا نۀ صرف دا چې تاکيد کولو بلکې دې مد کښې د مورنۍ ژبې پۀ باب له هم هغۀ اصرار کولو۔ دلته د دې ګواهۍ د پاره د بختاني صاحب د ياد کتاب د يو بل خط چې بابا خپلو زامنو غني خان او ولي خان ته ليکلے دے يوه برخه رانقل کؤم: “ﻻلي به د پوهنتون نه راغلے وي؛ هغه باندې سبق وایه او خوشي ګرځېدو ته ئې مۀ پرېږده! مېم صاحبې ته زما د طرف نه ډېر ډېر ﺳﻼمونه وایه او ورته وایه چې زۀ ستاسو د صحت د پاره دعا کؤم۔ مريم او تاجو ته زما د طرف نه مینه او محبت۔ هغوي ته پښتو لیکل او لوستل شروع کړه۔ هغوي او مېم صاحبې ته وایه چې دواړه جینکۍ زما دي، دوي باندې به زۀ د غریبانانو پښتنو خدمت کؤم۔ زما د دوي نه ډېر اميدونه دي۔ هغوي هم زما د دې خبرې منلو ته تیارې دي او کۀ نۀ؟

مهرتاجه، ګاندهي جي او ميرابهن ته خطونه لیکي او کۀ نۀ؟ کۀ چرې نۀ لیکي نو ورته وایه چې پۀ میاشت کښې ورته یو خط لیکي۔ ټولو خپلو خپلو انو او دوستانو ته مې ډېر ﺳﻼم وایه!”

مهرتاجه د بابا لور ده، مريم ئې ورېره ده۔ دواړو لندن کښې زدکړې کړې دي او بابا ورته د پښتو پۀ ليک لوست تاکيد کوي دا دواړه پۀ تخصيص خپلې ګڼي، د قام د خدمت د پاره ئې تياروي خو داسې ئې تياروي چې د دوي د رضا د عنصر )هغوي هم زما دې خبرې منلو ته تيارې دي او کۀ نۀ؟( هم ورسره پوره پوره غم دے ۔

د بچو او ملګرو د روزنې باچا خاني اصول:

د بختاني صاحب کتاب کښې د باچا خان خپل مشر زوي غني خان ته خطونه ډېر خوندور دي ۔ د دې متن او خبرې ډېرې مشهورې دي تر دې خلکو ته يادې دي او مېلسونو کښې ئې پۀ خوند خوند يادوي غني خان ته بابا پۀ ساده نېغه او سنجيده توګه ليکي چې تۀ دروغ مۀ وايه، غېر ضروري نکته چيني مۀ کوه، زياتې پېسې مۀ لګوه، د زياتو پېسو نۀ درکولو اقدام د ولي نۀ دے، دا ورته ما وئيلي وو، تۀ کوې يو څۀ او وايې بل څۀ، د دې نه ﻋﻼوه تر ټولو ستره او سنجيده مشوره ورته بابا دا ورکوي چې د کتاب د چاپ پۀ حواله جلدي مۀ کوه! دا بېخي د بابا د شعور پۀ پختګۍ دﻻلت دے، ګنې کۀ بل ﭘﻼر وے، وئيل به ئې، “شابه! چاپ کوه! تۀ د باچا خان زوے يې! ستا هر څۀ هر څۀ د چاپ قابل دي۔” بل ورته دا وائي چې ولي نه ځکه مطمئن يم چې د هغۀ پۀ باب له نور ډېر خلک د هغۀ د ښو اقرار کوي۔ ولي خان خپل ﭘﻼر نه محمد ناړۍ کښې د کور جوړولو اجازه اخلي او بابا ورته وائي، داسې ﻻ مۀ کوه، دا قبل از وقت دي او دې د پاره خوندور استدﻻل کوي۔ بل د خطونو معامله کښې دا يو تاثر را څرګندېږي چې بابا خو به پۀ خپلو خپلوانو او ملګرو پښتو ﻻزمي ليکله نو هندوستان کښې به بيا د دغه پښتو خطونو سنسر کېدو ډېر زيات وخت اخستو نو دې خطونو کښې بابا پۀ خپله غني خان او قاضي عطاالله او څۀ نورو ملګرو ته وائي چې ما ته دلته خطونه پۀ اردو يا انګرېزي کښې ليکئ چې ما ته زر رارسي۔ غني خان ته خاص تاکيد کوي چې يواځې غربي ژبې او ادب ته توجه مۀ کوه، بلکې عربي او فارسي ته هم خصوصي توجه وکړه! دې بحث کښې يوه بله نکته ثبت کول غواړم او هغه دا چې باچا خان د متعدد ژبو سره بلد ؤ۔ پښتو، اردو او انګرېزي کښې ئې ښۀ مهارت لرلو۔ فارسي خو د شلمې پېړۍ د شپږمې لسيزې پورې ﻻزمي ژبه وه نو دا هم ښه ورتله۔ سکولونو کالجونو کښې به د ‘اوريئنټل لېنګوېجز’ څانګه وه۔ دې کښې به اردو، عربي او فارسي ژبې ښودلې کېدې۔ زمونږ پۀ ‘اېډورډز کالج’ پېښور کښې هم د دې څانګې مشر استاذ عبدالمجید افغاني ؤ۔ هغۀ به دا ژبې ښودلې۔ د باجوړ اتمانخېل ؤ د هندوستان د وېش پۀ کال وفات شوے ؤ۔ د باچا خان کتاب او خطونو کښې د فارسي او عربي متلونه، مقولې او يادؤنې هم شته۔ عرض مې دا کولو چې غني خان خپلو بچو کښې باچا خان د پاره چېلنجنګ ؤ خو باچا خان چې دا جينئس څنګه روزلے دے، هغه د کمال خبره ده ۔ باچا خان ته ښه پته وه چې د غني روزنه د روايتي ذلت نفس پۀ ماډل نۀ، بلکې د عزت نفس پۀ ماډل پکار ده۔ ځکه پۀ خپله هم ئې ورسره د دې چلن اختيار کړے دے او مهاتما جي ته ئې هم د دې څرګندؤنه کړې ده۔ د دۀ د قائل کولو د پاره ئې د دۀ د رضا ساتلو باجود داسې اسلوب اختيار کړے دے چې بنده ورته حېران شي۔ دې ټولو خبرو د پاره د بختاني صاحب دغه کتاب کتل ډېر مهم دي۔ دا مونږ ته را ښائي چې بچي به څنګه روزو؟ هغه هم پۀ دومره ډېرو ستونزو کښې چې کله د جېل نه او کله د نظربندۍ باوجود د يوې فاصلې نه د بچو داسې روزنه – سبحان الله! يو شاګرد ته مې دا خبره کوله نو د ولي خان يوه انټرويو ئې راته راواړوله چې ولي خان خو وائي چې زمونږ ئې هېڅ روزنه نۀ ده کړې! دا انټرويو ډېره مشهوره هم ده۔ ما وئيل، ګوره د سياق و سباق او تاثراتو ژبه څومره ﻻزمي ده چې د ولي خان پۀ سوخت او د پښتنو پۀ دې احسان فراموشه رويه طنز خلکو ته وښائي ۔ خو افسوس! خلک اوس د دې لوازماتو نه عاري دي ۔

کوم بد رسم چې به باچا خان ختمول غوښتۀ نو پېل به ئې د ځانه کولو۔ کۀ ﻻرې جارو کول وو، کۀ د روغې د پاره د چا حجره کښې دېره کېدل وو، کۀ معاف کول وو، کۀ کسبګرو ته کم کوز کتل ختمولو لره ۀ خپله کسبګري کول وو، تجارت او دوکاندارۍ ته سپک کتل ختمولو لره پۀ خپله د ګوړې منډۍ او دو کان شروع کول وو۔ دا باچا خان پۀ خپله کول پښتانۀ چاے ډېره زياته څښکي د بابا دې ته پام ؤ چې پۀ دې مونږ هسې وخت هم ضائع کوو او د جسم زيان هم کوو، نو د دې د پاره ئې څۀ طريقه اختيار کړه!!! دې د پاره ئې خدائي خدمتګارو ته د يو خط څۀ برخه دلته ثبت کؤم، پۀ کوم کښې چې پۀ خپله د اقدام عزيمت او د تدريج حکمت برڅېره دے ۔

ډسټرکټ جېل، الموړه

جوﻻئي 1936

زۀ يوه ضروري خبره ستاسو پۀ ذريعه ټولو خدائي خدمتګارو ته عرض کول غواړم۔ پۀ پښتنو کښې د ضرورت نه زيات دا دومره ډېر د چاے د څښکلو رواج، د پښتنو د پاره خطرناک ګڼم۔ لېکن تر اوسه پورې زۀ پۀ دې مسئله باندې ځکه چپ وم چې ما پۀ خپله چاے څښکله۔ نو د دې پۀ ﺧﻼف مې خلکو ته څۀ وئيلے نۀ شول۔ ولې چې د هغې خبرې پۀ خلکو باندې څۀ اثر نۀ وي چې هغه سړے پۀ خپله کوي لېکن نور خلک ترې منع کوي۔ اوس ما چاے پرېښې ده او تقريباً دا يو کال وشو چې څښکلې مې نۀ ده۔ د هر عادت پرېښودل مشکل دي، لېکن يوه مضبوطه اراده او صبر دا ټول ﻣﺸﻜﻼت پۀ سړي اسان کړي۔ في الحال زۀ د خدائي خدمتګارو نه دومره غواړم چې د دوه وخته پۀ ځاے دې يو وخت چاے څښکي؛ يا د دوو پياليو پۀ ځاے دې يوه يوه پياله څښکي۔

تولو خدائي خدمتګارو ته مې دعا او ﺳﻼم – فقط۔

ستا عبدالغفار”

معاف کول:

معاف کول د باچا خان د روزنې يو ستر اصول دي او ټولنه او خاندان کښې د دې اﻃﻼق زيات ﻻزمي ګڼي البته قامي معاﻣﻼتو کښې د معافۍ اختيار د قام سره خوندي ګڼي۔ د بختاني صاحب ياد کتاب کښې دوه خطونه باچا خان خپلو خوريونو ته ليکلي دي۔ د دوي تر منځ د کاروبار کومه شخړه را منځ ته شوې وه نو باچا خان ورته ډېر پۀ سنجيدګۍ او احترام د معافۍ اختيار کولو حکم کړے دے ۔ دا رنګ د متعدد خدائي خدمتګارو چې به پۀ خپلو کښې جنګونه راغلل نو باچا خان به د دې اصول پۀ پلوي کولو د پاره هر يو ملګرے د معافۍ پۀ عزيمت داسې قانع کولو چې هر يو به پرې عمل کول غوښتۀ۔

د قرباني ورکولو د پاره ځان نه پېل کول، پۀ ځان د قام د پاره سخته تېرول د دۀ يو بل د عزيمت او ايثار اصول ؤ او د دې اصول باره کښې سپېځلے قران دا د سترو خلکو صفت ګرځوي او رقم کوي چې “وَيُؤْثِرُوْنَ عَلٰی اَنْفُسِهِـمْ وَلَوْ كَانَ بِـهِـمْ خَصَاصَةٌ”۔ ۔ باچا خان چې دا مهال نولس سوه څلور دېرشم (1934) نه د هندوستان پۀ ﺑ5ﻼبېلو زندانونو کښې قېد ؤ، نو ملګرو به د دۀ پۀ باب له د سخت خفګان اظهار کولو ۔ ډېر زيات به فکرمند وو خو باچا خان به د دې جواب داسې ورکولو چې نېکبختو! زما زندان ستاسو ازادۍ او قامي ګټو ته توان او فائده رسوي، هندوستان د پښتونخوا مقدمه باندې پوهوي او پۀ اولس کښې د قربانۍ قوت پېدا کوي۔ دا څومره کره او د انساني نفسياتو مطابق رسا خبره او اقدام دے۔ دغه اصول ولي خان هم پۀ نره پاللي دي۔ يو ځل ډاکټر خورشيد عالم راته وئيل چې کله ما bullet for Bullet پمفلټ وليکلو نو زيات مشران ملګري مې خفه وو چې دا به نورې ستونزې راته پېدا کړي۔ نو وئيل ما ګڼل ممکن ده ولي خان هم داسې ګڼي خو وې چې کله زۀ هغۀ ته مخامخ شوم او دا خبره راغله نو وئيل حېران شوم چې هغۀ وئيل، زۀ او باچا خان زنداني يو نو اسفنديار خو ځوان زلمے دے، هغه دې هم څو کاله زنداني شي، نور به دوي را سره څۀ وکړي؟ او بيا تاريخ دا ننداره خوندي کړه چې د يوې کورنۍ درې نسلونه )باچا خان، ولي خان، او اسفنديار ولي خان درې واړه( پۀ يو وخت زنداني شول۔

خپلو کمزورو ملګرو له ﻻس ورکول او د دوي احساس کول يو بل باچا خاني اصول ؤ۔ دا هم يوه پېغمبري ﻻره ده۔ دوست د خداے چې کله د ميثاق مدينه معاهده ﻻسليکوله، نو دا پۀ کښې يو شق ؤ چې کمزورو ملګرو ته به ﻻس ورکوو۔ دې د پاره ئې د ‘اخوت’ ځانګړې معاهده هم ﻻسليک کړې وه۔ هر يو صحابي به ګڼل چې دوست د خداے ما سره خصوصي مينه لري۔ باچا خان يو خط کښې قاضي عطاالله ته ليکي چې: “د ادينه صاحبزاده خورشيد به پېژنې؟ ډېر کمزورے دے۔ زما پۀ اسباب کښې به يوه نوې کمبله وي، هغه ورله ورکړه او ﺳﻼم مې ورته وايه؛ ولې چې ما سره فکر دے چې د هغۀ به ډېره يخني کېږي۔”

صاحبزاده خورشيد د ادينه صوابۍ تحصيل لوے عالم فاضل ؤ او تر مرګه پورې پۀ خدائي خدمتګارۍ ټينګ وﻻړ ؤ۔

هغه ملګري چې پۀ قامي مبارزه کښې د باچا خان سره څنګ پۀ څنګ وﻻړ وو او وروستو خفه شول، مسلم ليګ ته ﻻړل، يا ئې بله ﻻره اختيار کړه؛ باچا خان ته پۀ دې څومره صدمه رسېدلې وه، د دې اندازه ډېره ګرانه ده۔ خو د دې باوجود باچا خان دوي ته څومره درناوے لرلو، دا د عظمت نخښه ده۔ دې لړ کښې زۀ د باچا خان د عظمت لپاره د دوه خدائي خدمتګارو د ګوند پرېښودو نه پس د باچا خان دوي سره د مينې او احترام ګواهۍ لره دوه خطونه دلته ثبت کول غواړم سابرمتي

سنټرل جېل، احمد آباد

1935-07-10

خوږه عبداﻻکبر خانه! خوشحاله اوسې!

اﻟﺴﻼم علېکم ورحمة الله وبرکاته۔

چې څۀ وخت د جېلخانې نه را بهر شوم نو زما طمع دا وه چې ضرور به ستاسو د لوري نه څۀ خبر ما ته راشي۔ بیا چې څۀ وخت ولي واردها ته راغلو او د هغۀ نه مې ستاسو د ټولو د حال احوال پرسان وکړو نو د هغۀ نه راته معلومه شوه چې شپږم نمبر سره تا يوه لويه منډۍ پرانستې ده او پۀ هغې کښې مصروفه وې۔زما بهر هم طبعیت ښۀ نۀ ؤ، لېکن چې لږ ډېر ښۀ شوم نو بیا ګرفتار شوم۔ دې قېد خو مې صحت ته ډېر نقصان ورسولو، ولې چې يو خو د دې ځاے آب و هوا را باندې سمه نۀ ده او بل یواځې یم داسې څوک راسره نشته چې تبادله خیاﻻت ورسره وکړم ۔دې کارونو سره خو دا وي ۔ دعا راته کوئ چې الله تعالٰي مې پۀ دې امتحان کښې کامياب کړي! همت، صبر او اﺳﺘﻘﻼل راکړي!

ډېرو ورځو نه مې دا خیال ؤ چې يو خط به درته ليکم – لېکن د ګرمۍ او طبعیت د ناسازوالي پۀ وجه مې ليکلے نۀ شو۔ د خداے فضل دے، باران شوے دے، یخ باد لګي۔ زۀ پۀ قېدخانه کښې ايکي يواځې ناست یم او تا ته دا خط ليکم۔خوږه خانه! اﺧﺘﻼف رايې همېشه پۀ خلکو کښې وي۔ اﺧﺘﻼف پۀ خپله بد څیز نۀ دی۔ رسول اکرم صلي الله علېه وسلم خو د امت اﺧﺘﻼف رايې ته رحمت وئیلي دي، لېکن پۀ موجوده وخت کښې زمونږ د مسلمانانو او بیا خاص کر زمونږ د پښتنو اﺧﺘﻼف رايې زحمت دے۔ زمونږ د اﺧﺘﻼف رايې نه همېشه ذاتیات جوړېږي او د دې ذاتیاتو پۀ وجه کۀ چرې د پښتنو تاریخ وګورئ نو همېشه تباه شوي او برباد شوي دي۔ زما خو پۀ دې مسئله باندې د يو مفصل مضمون د ليکلو خيال ؤ، لېکن بیا مې دا خيال پرېښودو، ولې چې ما وې چې هغې نه څۀ غلط فهمي پېدا نۀ شي۔

خوږه خانه! زما پۀ زړۀ کښې خو د هر چا د پاره محبت دے، لېکن کوم محبت چې زما د خپلو دوستانو او رشته دارو سره دے، هغه خداے ته پۀ ښۀ شان سره معلوم دے او ستاسو د دې بعضو دوستانو د جدایۍ پۀ وجه چې ما ته کومه صدمه رسېدلې ده، د هغې د ليکلو ضرورت نۀ ګڼم، او کۀ چرې د دې کار د سنبالولو د پاره مې بل سړے ليدلے نو زۀ دې ته هم تیار وم چې د دنیا نه ﻻس پۀ سر شم، ولې چې زۀ د نفاق نه ډېر وېرېږم، ځکه چې د دې د ﻻسه د پښتنو کور تباه شوے او برباد شوے دے ۔

غازيان او د غازیانو مور پۀ څۀ حال کښې دي؟ زما لۀ طرفه ورته مینه او محبت۔ کۀ چرې رځړو ته ﻻړې نو ټولو ته مې ډېر ډېر ﺳﻼم وايه!

د سیدا خان دوي مور، هنرمند او صدمه خان دوي پۀ څۀ حال احوال کښې دي؟ ﺳﻼم مې ورته کوه! هنرمند ته مې دوه خطونه ليکلي وو؛ د يو جواب خو ئې راکړو او د بل جواب را نۀ غلو۔

د خاندان ټولو وړوکو لویو ته مې مینه او ﺳﻼم – فقط۔

ستاسو ورور، عبدالغفار

سابرمتي سنټرل جېل، احمد آباد

1935-07-10

خوږه جعفرشاه! خوشحاله اوسې!

اﻟﺴﻼم علېکم ورحمة الله وبرکاته۔

ستاسو يو پوچخنانے غوندې خط راته د هزاري باغ پۀ جېلخانه کښې رسېدلے ؤ۔ پۀ لوستلو ئې ډېر خوشحاله شوے وم۔ څۀ وخت چې زۀ د جېلخانې نه راووتم نو زما خيال ؤ چې ضرور به ستا طرف نه څۀ خبر راشي او دا زما پوره طمع وه چې بمبۍ ته به راشې او ليدۀ کاتۀ به مو وشي، لېکن نۀ دې خبر راغے او نۀ تۀ راغلې۔ د څو ورځو نه مې اراده وه چې تا ته يو خط وليکم، لېکن د طبيعت د ناسازوالۍ او ګرمۍ پۀ وجه مې ليکلے نۀ شو۔ ستا به خيال وي چې ګنې تۀ زما نه هېر يې، لېکن تۀ زما نه هېرېدے نۀ شې۔ زۀ چې ځان له ناست يم نو ما ته هغه د کوهاټ دوره پۀ هغه وړوکي موټر کښې مخکښې مخکښې کېږى او بيا هغه موټر چې ځاے پۀ ځاے به راته لټېدو او کله به ئې مونږ راکښلو او کله به مونږ راکښلو۔ تۀ به پۀ کښې ناست وې او ما به درپسې د وروستو نه در ديکۀ۔ د سرکار کلي حجره او بيا د حجرې هغه ډيوه، هغه مشورې، هغه آرام – هر کله به چې زۀ د کاره ډېر ستړے شوم او آرام به مې کولے نۀ شو، نو تا به د خلکو نه پټ کړم او څۀ نه څۀ آرام به دې راکړو۔ هر کله چې دلته راغلے يم نو روغه ورځ مې پۀ سترګو نۀ ده ليدلې۔ ولې چې د دې ځاے آب وهوا پۀ ما ساپه نۀ ده – او بل بالکل يواځې يم او يو کس هم راسره داسې نشته چې تبادله خياﻻت ورسره وکړم۔ د پنجاب او سرحد حکومتونو زما پۀ حق کښې د همدردۍ يا امداد کولو نه خو انکار وکړو، لېکن دې حکومت هم دا و نۀ کړه چې د دې جېلخانې نه مې بلې جېلخانې ته بدل کړي۔ خېر! پۀ دې کښې به ئې خېر وي۔ د هغۀ ټول کارونه د خېر وي، ولې مونږ ظاهربين مخلوق پرې نۀ پوهېږو۔ ما پسې د هېڅ قسم غم او فکر مۀ کوئ، ولې چې زۀ خدائي خدمتګار يم او کله چې رب الله تعالٰي ته زما د وجود نه د خپل مخلوق څۀ خدمت اخستل منظور وي نو ما له به ښۀ او روغ صورت راکړي۔ دا څۀ نوے سلوک نۀ دے چې ګنې ما سره يواځې کېږي؛ دا خو زړه طريقه ده او د دنيا تاريخ د دې قسم واقعاتو نه ډک دے۔ زما قېد بې شکه د تکليفونو نه ډک دے، لېکن بغېر د تکليفونو نه څۀ کېدے نۀ شي۔ خلکو چې د الله تعالٰي پۀ ﻻره کښې څومره تکليفونه تېر کړي دي، د هغې پۀ مقابله کښې زما تکليف خو څۀ تکليف نۀ دے۔ دعا راته کوئ چې الله تعالٰي ما پۀ دې امتحان کښې پاس کړي، صحت راکړي او د دې قابل مې کړي چې د هغۀ د مخلوق خدمت وکړے شم۔ د کور ټولو وړو او لويو ته مې مينه او ﺳﻼم۔ ټولو دوستانو او مهربانانو ته مې اﻟﺴﻼم علېکم – فقط۔

ستاسو رور عبدالغفار

د باچا خان تاريخي شعور:

لکه څنګه چې مې وړاندې دا ذکر وکړو چې باچا خان د کومو کومو ژبو ادب او سياست سره ﻋﻼقه لرله، دې لړ کښې څو کاله وړاندې هم د ‘پښتون’ پۀ ګڼه کښې ما ‘پۀ عالمي سياست د باچا خان نظر’ د عنوان ﻻندې مضمون ليکلے ؤ، دلته پۀ هغې څۀ نوره اضافه کول غواړم۔ د بختاني صاحب کتاب کښې د سودم خانانو او د ايسپزو څۀ نورو خانانو ته باچا خان د شاپسند خان پۀ نوم خط کښې څۀ خبرې استولې دي۔ د هغې نه څۀ برخه داسې ده:

“ډسټرکټ جيل بريلي

1936-03-28

خوږه شاه پسند خانه!

اﻟﺴﻼم علېکم ورحمة الله وبرکاته۔

د ډېرو ورځو نه مې خيال ؤ چې تا ته به يو خط وليکم، لېکن د ګرمۍ پۀ وجه مې درته و نۀ ليکلے شو۔ نن ورځ دلته ډېره ګرمي ده او داسې ګرم بادونه الوځي چې نۀ سړے څۀ خوړے شي او نۀ څۀ کار کولے شي۔ طبيعت مې بيا ورو ورو خرابېږي – شکر او صبر۔

زما خيال ؤ چې تاسو ته به يو لوے خط وليکم۔ نن ورځ زۀ ‘الفاروق’ وايم۔ زما دا هم اراده وه چې پۀ هغه خط کښې د دې خبرې هم بيان وکړم چې د قېصر او کسرا هغه عظيم الشان حکومتونه څنګه د يو بې سرو سامان مسلمان قوم د ﻻسه تباه او برباد شول؟ بابر ولې د ابراهيم لودهي پۀ مقابله کښې کامياب شو او د پښتنو هغه لوے سلطنت ئې پۀ هندوستان کښې ختم کړو؟ د بابر د زوي همايون پۀ وخت کښې شېر شاه سوري بيا څنګه د پښتنو بادشاهي قائمه کړه؟ ميروېس خان څنګه افغانستان د ايرانيانو د ﻏﻼمۍ نه آزاد کړو؟ پۀ موجوده وخت کښې د پښتنو د ﻏﻼمۍ وجوهات څۀ دي؟”

پۀ يو خط کښې د چا د روزنې د پاره تاريخي قبله سمولو لره هم دومره خبره کېدې شي۔ د تاريخ نه د مغلو، ايرانيانو او پښتنو شخړه را اوچتول نۀ صرف د باچا خان د تاريخي شعور پۀ رسائيت دﻻلت کوي، بلکې پۀ دغه وخت کښې پښتنو ته د خپل تاريخ د هم دې پړاوونو نه عبرت تر ﻻسه کول ﻻزمي وو۔ د سوېلي اېشياء پۀ تاريخ کښي د بابر لږو خلکو باوجود پۀ ډېرو او زورورو لودهيانو څنګه برے بياموند؟ دا سوال او د قېصر و کسرا د ماتې سوال کول، بيا د شېر شا سوري او ميروېس نيکۀ د بريا مثال ورکول يقيناً پښتنو ته د اتفاق، نظم و نسق، تنظيم، سياسي ځيرکتيا، خبرداري او مناسب وخت باندې د مناسب اقدام رهنمائي کوي۔ بل څلورو واړو مثالونو کښې محض د سر شمېرنې پۀ ظاهري صورت تېروتلو نه سبق اخستل پکار دي۔ دوه ماتې او دوه برياوې او څلور واړه غېر معمولي ارزښتمن داسې پړاوونه پۀ ګوته کول چې د بريا او ماتې پۀ شا تمامي محرکات پۀ ګوته کوي، او دا د کومو ‘پردو’ خلکو يا ‘غېر متعلقه’ خلکو مثال نۀ دے، بلکې هم د دوي د خپلو نيکونو او خپلې خاورې مثال هم دے۔ بل دا پوهه د باچا خان دا وسعت ظرفي هم پۀ ګوته کوي چې هغه د عدم تشدد مبارز او مخکښ ؤ، خو مطالعه او تاريخ ئې د ټولو کتلو چې د تاريخ پۀ رسا اړخ ودرېدو لره د مخالف د اند نه هم باخبره وي او د ځان نه ﻋﻼوه نور ټول بېخي غېر متعلق ګڼل ئې نۀ وو خپل کړي۔ دې مثالونو سره خپلو کښې وران پښتنو خانانو ته باچا خان د خپل نيمګړي نيمه خوا او مسخ شوي تاريخ روڼ مخ هم ښکاره کولو او د دوي تحريکي ژوند کښې ئې ورکې شوې کړۍ دوي ته پۀ ګوته کولې او دوي ئې يو تاريخي تسلسل کښې خوندي کول۔ هم دې کتاب کښې د عصيم خان پۀ نوم د بدرشو مياګانو ته باچا خان ډېر خوندو مېلس ليکلے دے۔ دوي کميونسټ وو نو د کميونسټانو د تاريخ نه ئې ورته هنداره وړاندې کړې ده:

الموړه

1935-08-01

خوږه عصیم خانه!

اﻟﺴﻼم علېکم ورحمة الله وبرکاته۔

هزاري باغ جېل کښې مې خیال ؤ چې یو خط به درته ولیکم، لېکن د څۀ وجوهاتو پۀ سبب مې درته و نۀ لیکۀ۔ دا نۀ چې ته زما نه هېر وې، تۀ زما نه هېرېدے نۀ شې او نۀ بدرشوال زما نه هېرېدے شي۔ ډاکټر صاحب چې څۀ وخت هزاري باغ جېل ته را بدل شو نو اکثر به مو ستا متعلق خبرې کولې۔ د ډاکټر صاحب نه ما ته معلومه شوه چې هغۀ تۀ زما د سيکرټریتوب د پاره تیار کړے وې۔ ما به ورته وئیل چې شکر دے چې هغه غریب سيکرټري شوے نۀ ؤ، ګنې اوس به پۀ ﺑﻼ کښې ګرفتار ؤ او پۀ څۀ مصیبت کښې به پۀ جېلخانو کښې پروت ؤ – لېکن د دې سره دا خیال به مې هم پېدا کېدو چې د قوم او ملک د خدمت د پاره به یو بهترین سړے ترې جوړ شوے ؤ۔

خوږه وروره! پۀ دنیا کښې د قربانيو او تکلیفونو نه بغېر څۀ کېدے نۀ شي۔ نن مونږ او زمونږ ملک ولې پۀ یو داسې بدتر حالت کښې یو؟ ولې مونږ پۀ دنیا کښې ذلیل او سپک یو؟ د دې وجه دا ده چې نن زمونږ هر یو کس د خپلې ذاتي ترقۍ پۀ فکر او کوشش کښې دے۔ زما زمائي ده۔ کۀ ملک تباه او قوم برباد شي، لېکن زما دې د یوې پېسې فائده وشي۔ خلک د قربانيو او کار کولو د پاره تیار نۀ دي؛ ځکه خو مسلمانان امام صاحب ته او هندوان اوتار ته پۀ انتظار کښې ناست دي۔ د بې همته قومونو هم دغه نخښې دي چې پۀ خپله به کار نۀ کوي، د بل پۀ تکیه به ناست وي۔

بالشویک میا څنګه دے؟ پۀ وکالت کښې ئې څۀ پېسې ټکې جمع کړې او کۀ نۀ؟ لېنن پۀ خپل کتاب کښې لیکي چې د سنه 1905 اﻧﻘﻼب نه زمونږ ډېر ملګري مونږ سره د سنه 1917 پۀ اﻧﻘﻼب کښې نۀ وو، بلکې زمونږ مخالف وو؛ ولې چې پۀ دغه وخت کښې هغوي وﻛﻴﻼن، ډاکټران، انجنئیران جوړ شوي وو او وړوکي سرمایه داران جوړ شوي وو۔ د خلکو آزادي خوښه ده، خپله بادشاهي غواړي، لېکن د هغې د پاره کار کولو ته تیار نۀ دي۔

د کور لويو او ورکوټو ته مې مینه او ﺳﻼم۔ فقط ستا عبدالغفار

بالشویک میا: د ده نوم میا اکبر شاه چې کميونسټ ؤ، د اکتوبر د اﻧﻘﻼب نه وروسته شوروي اتحاد ته هم تللے ؤ او د خپل سفر پۀ باره کښې ئې ‘د آزادۍ ﺗﻼش’ نومې کتاب لیکلے دے چې پۀ پېښور کښې چاپ شوے دے۔باچا خان چې دا کومه خبره يادوي، دا داسې ده:

“The petty bourgeoisie۔۔۔ is afraid of the rule of the workers, and clings to the capitalists۔ In the intervals between the big battles, it gains certain small benefits; it is these small benefits that turn the heads of the petty-bourgeois ‘fellow-travelers۔’

Lenin, V۔ I۔ (1977)۔ Lessons of the revolution۔ In S۔ Apresyan & J۔ Riordan (Eds۔), Lenin collected works (Vol۔ 25, pp۔ 229–243)۔ Progress Publishers۔ (Original work published 1917)۔

دا پۀ کال نولس سوه اوولسم (1917)کښې يو تود بحث ؤ۔ ګويا بابا دوي ته د دوي د مرام تر ﻻسه کولو يون کښې يو داسې پړاو پۀ ګوته کړو چې د تحريک پۀ مهال د دې نه وتل اکثر ګران وي۔ دا پړاو پۀ ګوته کول هم د بابا پۀ تاريخي رسا شعور دﻻلت کوي۔ بل دا د ‘بالشويک ميا’ نوم – واه!!! دا ځان له د مينې، ظرافت او نقد يو خوندور ترکيب دے۔

رښتيا خبره دا ده چې کۀ مونږ نن هم د باچا خان د روزنې ماډل خپل کړو، نو داسې يوه سياسي ستونزه هم نشته چې د هغې حل دۀ پۀ عملي توګه را ښودلے نۀ وي او هم دې کښې د سياست، کارکن او خدمتګار سرلوړي ده۔

 

نورې ليکنې۔۔۔