پیاري بابي، پۀ چارسده کښې د جينکو د تعليم بنيادګر–(څېړنکار: ډاکټر امداد الله محمدزے)–ډاکټرنايله شمال ساپي(مترجمه)

دا ليکنه شريکه کړئ

هغه وخت چې پۀ هند کښې برطانوي راج و۔ د ښځو تعليم د قسما قسم قدغنونو او ستونزو د وجې ډېر زيات محدود و۔ د سړو پۀ نسبت ښځو ته د تعليم موقعې ډېرې کمې پۀ لاس راتلې ۔ پۀ 1854ء کښې پۀ ټول هندوستان کښې د جينکو صرف 626 سکولونه موجود وو چې پکښې 21755ء جينکو سبقونه وئيل ۔ پۀ دغه سکولونو کښې د شمال مغربي سرحدي صوبې (موجوده خېبرپښتونخوا) صرف اوولس (17) جينکۍ داخلې وې ۔ (1)

پۀ 1901ء سمال مغربي سرحدي صوبه (صوبه سرحد NWFP) د پنجاب نه جدا شوه او ځانته يوه صوبه وګرځولې وه ۔ دغه وخت پۀ ټوله کښې پۀ مجموعې توګه باندې 162 سکولونه موجود وو چې پکښې 154 د هلکانو وو او 7341ء هلکانو پکښې سبق وئيلو۔ هم دغه رنګه د جينکو صرف اتۀ سکولونه موجود وو چې پکښې 516 جينکۍ داخلې وې ۔ دغسې د هلکانو د پاره 128 سيکنډري سکولونه وو او د جينکو د پاره يو هم د سيکنډري لېول سکول موجود نه و۔ هر څو کۀ د (NWFP) ابادۍ کښې اکثريت د مسلمانانو و چې اندازً د 95 فيصد نه زيات وو خو بيا هم د نورو مذهبونو (سيکهـ او هندو) پۀ مقابله کښې د مسلمانانو تعليمي شرح ډېره کمه وه ۔د وخت سره سره د جينکو د پرايمري سکولونو تعداد 125 ته ورسېدو چې پکښې 4872 جينکو سبقونه وئيل۔ پۀ 1921 او 1922ء کښې د مډل سکولونه 23وو چې پکښې 721 جينکۍ داخلې وې ۔ (پۀ حواله د عبدالرؤف)۔(2)

پۀ 1903 او 1904ء کښې پۀ (NWFP) کښې د جينکو ټول سکولونه اتۀ وو چې پکښې 578 جينکۍ داخلې وې ۔کۀ چرې د شخصي (پرائيوېټ) سکولونو جينکۍ ورسره هم وشمارو نو دغه وخت پۀ مختلف تعليمي ادارو کښې د سبق ويونکو جينکو تعداد 2316 جوړېږي چې پکښې د مسلمان جينکو تعداد 1381 جوړېږي ۔ د جينکو د تعليم پۀ حواله باندې ډېره اسماعيل خان تر ټولو وړاندې و چې پکښې 258، هزاره کښې 103، کوهاټ کښې 85 او پۀ بنو او پېښور کښې 64، 64 جينکو سبق وئيلو۔ (3)

ترقي او تعليم د يو بل د پاره لازم او ملزوم دي ۔ د يو قوم د خوشحالۍ او پرسکونه اوسېدو معيار د دغه قوم پۀ تعليم باندې اډاڼه وي ۔د جديد تعليم هغه ګټې چې ټولنې ئې ترلاسه کوي هغه بې شمېره دي ۔ تعليم معاشره دې ته چمتو کړي چې پۀ نړيوال کلي (ګلوبل ويلج) کښې د مختلف تقافتي اقدارو، د يو بل سره ورکړه راکړه، راپېښو کشالو سره پۀ شريکه ژوند وکړي ۔ د يو خوشحاله، پُرامنه شريک نړيوال مستقبل د پاره تعليم تر هر څۀ زيات ضروري دے ۔د پاکستان پۀ وجود کښې د راتلو سره د ملک د سرکاري او پرائيوېټ ادارو پۀ سطح تعليمي مېدان کښې ترقي شوې ده ۔ خو تقريبا يوه صدي وړاندې حالات داسې نۀ وو لکه د مثال پۀ توګه باندې پۀ پښتنه سيمو کښې اولس پۀ تعليم کښې داسې خاص دلچسپي نۀ لرله ۔ هغه وخت د (NWFP) ځنې کليوالو علاقو کښې به خلقو خپل بچي اکثر مدرسو ته لېږل او پۀ ښاري علاقو کښې ډېر کم ماشومان تر مشنري سکولونو پورې رسېدل ولې چې پۀ کليوالو علاقو کښې د عام اولس د پاره باقاعده د سکول وجود قدرې هم نۀ و۔ پۀ پښتنه ټولنه کښې د جديد تعليم باره کښې عمومي تاثر منفي و او دا يو غېر اسلامي عمل ګڼلے کېدو۔ حالانکې پۀ دغه زمانه کښې د امريکې (رائټ برادرز) پۀ دې کوشش کښې لګيا وو چې د هوائي جهاز پۀ ذريعه باندې پۀ هوا کښې والوځي ۔ د شلمې پېړۍ پۀ سر کښې پۀ چارسده کښې درې داسې شخصيات مخې ته راغلل چې هغوي د تعليم اهميت پام کښې ولرو او خپل ګېرچاپېره علاقو کښې ئې د تعليمي حالت د ښۀ کولو د پاره د مدرسو او سکولونو جوړول شروع کړل ۔په دوي کښې تر ټولو وړمبے شخصيت فضل واحد و څوک چې پۀ حاجي صېب ترنګزو باندې مشهور دے ۔ دوي پۀ 1910 کښې پۀ پېښور وادۍ کښې مدرسو د جوړولو تحريک شروع کړو۔ پۀ دې تعليمي هلو ځلو کښې مولوي تاج محمد، مولوي فضل محمود مخفي، مولوي عبدالعزيز او عبدالغفار خان هم د دوي مرستيال وګرځېدل ۔ پۀ دې مدرسو کښې د اسلامي تعليم سره سره عربي، فارسي، پشتو، رياضي، جغرافيه، تاريخ او سائنسي (فزکس) مضامين هم د نصاب برخه وه ۔ حاجي صېب ترنګزے پۀ مجموعي توګه باندې 38 مدرسې جوړې کړې ۔(4)

حاجي صېب ترنګزے د برطانوي استعمار سخت خلاف و ځکه ئې د هغوي خلاف د وسله والې مبارزې قدم واخستو۔ د هغوي د جهادي تحريک پۀ وجه باندې برطانوي حکومت د حاجي صېب له خوا رغ کړې شوې ټولې مدرسې او سکولونه بند کړل ۔ د دوي زياتره شاګردان، منونکي او د مدرسو استاذان ئې ګرفتار کړل د کومې پۀ وجه چې د حاجي صېب له خوا چلېدونکے تعليمي تحريک ډېر زيات متاثره شو ۔ هم دغسې پۀ مزه مزه د سست روۍ نه پس مکمل ختم شو۔ (5)

دوېم مهم شخصيت خان عبدالغفار خان و څوک چې ورستو پۀ باچاخان باندې مشهور شو۔ پۀ ازاد سکولونو کښې ئې نصاب پۀ ډېر منظمه توګه د سوچ او فکر سره تيار کړل ۔باچاخان د پښتنو د تعليمي ودې پۀ لړ کښې د حاجي صاحب ترګزو سره تړاو لرلو او پۀ دې تعليمي تحريک کښې ئې يو فعاله کردار لوبولے دے ۔(6)

د ازاد سکولونو د نه وړاندې باچاخان د حاجي ترنګزے او مولوي عبدالعزيز سره پۀ شريکه پۀ 1910ء کښې پۀ اتمانزو کښې يو سکول قايم کړے و۔ (7)

پۀ 1921ء کښې باچاخان او د هغوي نزدې ملګرو د تعليم سره د مينه لرونکو (ښځو او سړو) يو ټيم جوړ کړو چې د هغه وخت پۀ صوبه سرحد کښې ئې ازاد سکولونو جوړولو باندې ګوتې پورې کړې۔ هغه وخت د هغوي سره پۀ نزدو ملګرو کښې قاضي عطاءالله، ميا احمدشاه، حاجي عبدالغفار، محمد عباس خان، عبدالاکبر خان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر شامل وو۔(8)

کله چې انجمن اصلاح الفاغنه پۀ وجود کښې راوستې شوه نو دغه وخت د دوي د اېجنډې يوه نکته پښتنو ته تعليم ورکول وو او دغسې د ازاد سکولونو چلول هم وو۔ دغه وخت د ازاد سکولونو تعداد يا اتيا و او يا پنځوس ۔(9)

پۀ ازاد سکولونو کښې نصاب پۀ ښۀ ډول باندې رغ شوے او عملي شوے و۔ پۀ اول ځل مذهبي تعليم د جديد تعليم، هنرمندانه تربيت، غېرنصابي هلوځلو سره پۀ ښۀ طريقې سره يو ځاے کړې شوے و۔ پۀ لوبو کښې برخه اخستل ضروري وو، پۀ پښتنه ټولنه کښې دا يو ډېر لوے بدلون و چې ورستو ئې پۀ مزه مزه ځاے وموندو۔ د دې باجود چې د دې خلاف هم يوه منظمه پروپېګنډه روانه وه۔ دا به وئيل کېدل چې څوک مدرسه (ازاد سکول) ته ځي نو د هغوي به پۀ جنت کښې ځاے ورکېږي ۔ لکه دا خبره داسې مشهوره وه چې ”سبق د مدرسې وئ د پاره د پېسې وئ جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي پۀ دوزخ کښې به غوټې وئ“ (10)

د ټولو وړومبے ازاد سکول پۀ اتمانزو کښې د حاجي محمد اکرم خان له خوا ورکړے شوےکچه کور کښې جوړ شو چې پکښې څو کچه کوټې (کمرې) وې خو د ماشومانو د پاره پکښې کرسۍ يا ډيسک وغېره نۀ و۔ هم دغه رنګه پۀ اتمانزے ازاد سکول کښې بورډنګ هاوس هم و۔ د باچاخان د ترۀ ښځې يعنې چاچي (کنډه بي بي) د باچاخان سره پۀ دې تعليمي تحريک کښې پوره مرسته کړې وه او هم پۀ دې بورډنګ هاوس کښې چې کوم زده کونکو پاتي کېدل هغې به د دوي د پاره پخلے هم کولو۔(11)

پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې د باچاخان تعليمي ټيم د ازاد سکولونو د پاره داسې يو نصاب ترتيب کړے و چې د هغې نه دا اندازه لګي چې دوي پۀ دې خبره ځان پوهه کړے و چې پۀ حقيقي دنيا کښې د غوره ژوند کولو د پاره تعليم او تربيت ضروري دے ۔

درېم کس يوه افسانوي ښځه پياري بابي چې پۀ (استاده بي بي، پياري بابي، جان بي بي) باندې هم مشهوره وه چا چې پۀ خپل کور کښې پۀ عزيز خېل چارسده کښې پۀ 1900ء کښې د جينکو د تعليم اغاز کړے و۔ د پياري بابي تعلق د کوهاټ د ځنګل خېلو سره او پلار ئې پۀ برطانوي فوځ کښې و۔ د 1905ء نه مخکښې د هغې وادۀ د چارسدې عزيز خېلو کښې د سعدالله خان دراني سره شوے و۔ دا د سعدالله خان دراني دوېمه ښځه وه چې اولاد ئې نۀ و۔ د يوې اندازې مطابق د دې د زېږون کال 1872 او 1877 خواوشا راځي ۔(12)

سعدالله خان دراني د خپلې علاقي يو بااثره خان و۔اګر چې سعدالله خان دراني او د عمرزو خان بهادر سعدالله خان دوه جدا جدا شخصيتونه وو۔ د چا ذکر چې فصيح باچا پۀ خپل کتاب (د ازادۍ تحريک کښې زما برخه کښې پۀ 153 مخ باندې پۀ فوټ نوټ (لمن ليک) کښې کړے دے چې پکښې ئې د پياري بابي له خوا پۀ 1935ء کښې د دوي پۀ هائي سکول چارسده کښې د داخلې د مرستې اعتراف کړے دے ۔د دوادۀ نه پس پياري بابي ته د اوسېدو د پاره پۀ عزيز خېل چارسده کښې يو وړوکے شان کور ملاو شوے و هم دغه رنګه ئې د جيندي سيند پۀ غاړه پۀ شولګره کښې د سعدالله خان دراني نه لږه زمکه هم د خپلې خرچې او کرکروندې د پاره ترلاسه کړې وه ۔(13)

د وادۀ نه پس چې پياري بابي پۀ عزيز خېل چارسده کښې مېشته شوه نو هغې پۀ خپل کور کښې د جينکو د تعليم يو ستر مقصد ته ګوتې واچولې ۔ دا بېخي يو نوے پېغام و کوم چې د ناشنا جذباتو سره مخې ته راغے۔ دغه وخت (1905) نه وړاندې ځائي خلق د جينکو د تعليم پۀ حق کښې ځکه نۀ و چې دا د ثقافتي رواياتو پۀ ضد يو عمل ګڼلے کېدو۔(14)

باچاخان پۀ خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد، باچاخان څېړنيز مرکز، 2018ء، مخ 92 کښې ليکي چې :” ما چې لور پۀ سکول کښې داخله کړه، نور خو پرېږده چې خپله سخرګنۍ هم رانه خفه شوه حالانکې دا سکول د يو خان پۀ کور کښې ؤ۔ خاص د جينکو د پاره ؤ۔ يو قسم پرائيوېټ (مخصوص) مدرسه وه۔ د خان ټبر پۀ خپله درس ورکولو۔“ خو پۀ دې پس منظر کښې پياري بابي همت ونۀ بائيلو او د کلي د کور کور دوره ئې وکړه ۔ د جينکو مور پلار ته ئې خواست وکړو او هغوي ئې پۀ دې قايله کړل چې خپلې لُوريانې د هغې کور ته تعليم حاصلولو لپاره رالېږي ۔ دغسې دوي جينکو ته کتابونه او نوره سټېشنري هم ورکوله ۔ پياري بابي د هلکانو او د جينکو د تعليم پۀ اهميت باندې پوهېده ځکه ئې د ازادو سکولونو پۀ جوړولو کښې خپله ونډه اچولې وه ۔عبدالاکبر خان اکبر پۀ خپل کتاب کښې وئيلي دي چې پياري بابي به ازاد سکولونو ته د کال پنځوست 50روپۍ چنده ورکوله ۔(15)

د انجمن اصلاح الافاغنه د ائين تر مخه يوه پنځوس کسيزه کمېټي ټاکلې شوې وه چې پۀ هغې قابل ذکر خبره دغه ده چې د پياري بابي نوم پکښې سر فهرست دے ۔انجمنِ اصلاحِ افغانہ کے دستور کے تحت پچاس اراکین پر مشتمل ایک ٹیم نامزد کی گئی، چې د پياري بابي نوم هم سر پۀ کسانو کښې شمار و۔(16)

پۀ هغه زمانه کښې پۀ چارسده کښې پۀ مقامي سطح باندې يوه ښځه هم تعليم افته نۀ وه۔ ځکه پياري بابي د خپلې مرستې د پاره د کوهاټ نه خپلې دوه خورزې راوستې چې پکښې يوه ښځه بارو آپا يادېږي چې د دې کور پۀ سکول کښې ئي مرستياله استاذه وه، دوېمه ښځه زلپرو ( خور بي بي) وه چې د دوي مرسته ئې کوله ۔دغه رنګه ئې يوه ځائي ښځه قدرمانه بي بي د کور کارونو د پاره وساتله، حطاب کاکا يو سړے ئې د زميندار پۀ توګه د شولګرې د پټو د پاره هم او د غواو د ساتنې د پاره هم ساتلے و د کومې پۍ چې به د کور ټولو خلقو پۀ شريکه څښل ۔ د پياري بابي پۀ کور والا سکول کښې به د ماشومانو ابتدائي زده کړې د قران مجيد د او ديني تعليم نه شروع کېدې، د دې نه پس ئې اردو، انګرېزي، رياضي، تاريخ او جغرافيه مضامين هم پۀ نصاب کښې شامل وو۔ کله چې پۀ دغه کورني سکول کښې د جينکو تعداد پۀ ډېرېدو شو نو پياري بابي ته د يو باقاعده سکول جوړولو احساس وشو۔ د پياري بابي پۀ مشن کښې د جينکو تعليم ته وده ورکول پۀ هر حال کښې ضروري وو د کومې د پاره چې هغه هرې درشل ته ورغله او د خلقو نه ئې د مرستې اومېد وساتو۔پۀ ډېره مؤثره طريقه ئې خپلې هلې ځلې وکړې پۀ کومه کښې چې اخر کاميابه شوه ۔ پۀ چارسده کښې پۀ باچا کلي (کجور بڼ) کښې ئې د ځائي خلقو پۀ مرسته يوه زمکه ترلاسه کړه ۔ چرته چې پۀ 1915ء کښې د جينکو يو سکول جوړېدو ته موقع پۀ لاس ورغله ۔ همدغسې ئې د مقامي انتظاميې پۀ مرسته باندې پۀ 1916ء کښې د جينکو د پاره يو سکور پرانستو۔(17)

د خانداني اثر رسوح پۀ وجه باندې پياري بابي هم پۀ سکول کښې پۀ انتظامي توګه باندې واخستې شوه ۔ د خانداني دستاوېزاتو تر مخه هغې ته پۀ دې سکول کښې د درس او تدريس پۀ مد کښې دېرش روپۍ مياشتنۍ تنخوا ملاوېده ۔(18)

هغه وخت د برطانوي چيف کمشنر ښځې هم د دې سکول دوره کړې وه ۔ پۀ 1932ء کښې دې سکول ته د پرايمري نه د مډل سکول درجه ورکړې شوه ۔ هم پۀ دغه ورځو کښې پياري بابي د خپل سکول سره نزدې يو کور کښې استوګنه اختيار کړه ۔پۀ 1932ء کښې ئې د ملازمت نه ريټائرمنټ واخستو خو ولې د يوې رضاکارې پۀ توګه باندې ئې د جينکو د تعليم سلسله جاري وساتله ۔د وخت سره سره د جينکو پۀ تعداد کښې اضافه روانه وه ځکه پۀ 1951ء کښې دا سکول د هائي سکول درجې ته واوړېدو۔پۀ 1952ء کښې عزيزخېل چارسده کښې پۀ باچا (کجور بڼ) کښې د هائي سکول د پاره يو نوے عمارت جوړ کړې شو او د جينکو د هاسټل د پاره يو جدا عمارت ساز کړې شو۔ پۀ موجوده دور 2001ء کښې د دې سکول نامه ګورنمنټ ګرلز سينټينيل ماډل هائي سکول چارسده نمبر1 کېښودې شو او دغه رنګه چې کوم ګرلز هاسټل و هغه ګورنمنټ ګرلز هائي سکول نمبر2 کېښودې شو۔ پرايمري سکول هم پۀ هغه احاطه کښې دےخو پۀ نوي بلډنګ کښې جوړ شوے دے ۔هغه سکول چې پۀ يو کور کښې جوړ شوے و هغه د وخت د ارتقا سره د اشنغر د جينکو د تعليم يو مضبوط علامت پۀ توګه ثابت شو۔د زده کونکو د تعداد د زياتوالي سره سره پۀ عمارت کښې هم اضافه کېده ۔ دغه رنګه پۀ اصلي عمارت کښې د کلاس رومز او ليبارټرۍ اضافه شوې ده ۔ د اصل سکول د عمارت هغه حصې چې پکښې يو هال هم شامل و نن هم موجود دے ۔ البته پۀ وخت د مرمت د نۀ کولو، د دوړېدلي پلستر، د چاودي دېوالونه او کمزورے کنکريټ د مخې سره پۀ نظر راځي ۔د زاړۀ عمر پۀ وجه او د ماحولياتي اثر پۀ وجه د دې صدۍ تر ټولو زوړ عمارت بېخي کمزورے شوےدے ۔خو د دې باوجود ښکلے او دنګې ونې چې پکښې د يوې کجورې ونه هم شامله ده نن د پياري بابي د دې تعليمي سفر ګواهي ورکوي کوم چې د دې ادارې د ښکلا علامت دے ۔نن پۀ خېبر پښتونخوا کښې پۀ مجموعي توګه باندې 33 ضلعې دي۔ چې پکښې د جينکو د پاره 8465ء فعاله ادارې موجودې دي ۔ صرف پۀ ضلع چارسده کښې د جينکو د پاره 448 پرايمري، 52 مډل، 44 هائي او 10 هائير سيکنډري سرکاري تعليمي ادارې موجودې دي ۔ د دې نه علاوه پۀ ضلع چارسده کښې پرائيوېټ ادارې (سکولونه) هم شته چې جينکو ته تعليم ورکوي ۔دغه رنګه د جينکو د پاره څلور ګورنمنټ کالجونه او پرائيوېټ پينځۀ کالجونه موجود دي ۔(19)

(پښتو تاريخ د ښځو پۀ حواله باندې عظيم او باوقاره هستۍ لري او پياري بابي هم پۀ دغه ستر نومونو کښې يوه ده د چا ذکر چې د بدقسمتۍ نه ډېر کم ملاوېږي ۔د دې عظيمې ښځې پۀ حقله باندې ډېر کم معلومات موجود دي ۔ حالانکې هغې پۀ چارسده کښې پۀ خپل کور کښې دننه د جينکو د پاره وړومبۍ سکول جوړ کړو۔ پۀ 1915ء کښې چې هغې ته کومه زمکه د سکول د پاره عطيه شوې وه پۀ هغې ځاے نن درې تعليمي ادارې قايمې دي ۔د چرته نه چې پۀ زرګونو جينکونو زده کړې کړې دي ۔ رښتيا دا دي چې نن پۀ چارسده کښې د جينکو د تعليم افته کېدو او د تعليم د ودې سهره خاص د دې نېک او سترګورې ښځې پۀ سر ده ۔هم د دې سکولونو نه پۀ مختلف شعبو کښې نوموړو ښځو زده کړې حاصلې کړې دي چې پکښې ډاکټرانې، دانشورې، لوبغاړې، فنکارې، شاعرانې، اديبانې او پۀ نورو مختلفو شعبو کښې هم کاميابه ښځې شاملې دي ۔ د خوند خبره ده چې پۀ 1959ء کښې د لسم پۀ امتخان کښې کلثوم نومې يوې جينۍ پۀ ټول بورډ (يونيورسټي) کښې دا سکول ټاپ کړے و۔(20)

د شخصيت له رويه پياري بابي يوه تعليم افته ، د سخي زړۀ مالکه، سياسي شعور لرونکې، مهروبانه او انسان دوسته ښځه وه ۔هغه يوه بهادره او د عقل او فهم يوه غوره نمونه وه ۔د ادب او شاعرۍ سره ئې مينه وه، پۀ سکول کښې به ئې باقاعده پۀ مختلف موضوعاتو تقريرونه کول، د هغې يو ژوند بېخي پۀ منظمه توګه و پۀ سکول کښې به ئې غوښتل چې زيات وخت د جينکو سره خبرو اترو ته ورکړي ۔ پۀ هاسټل کښې چې به جينکو ته کوم خوراک ورکول کېدو د هغې پوره جايزه به ئې اخسته ۔ پۀ سړزۍ کښې به چې درجه حرارت کم شو نو د وړو زده کونکو د پاره به ئې (سندلي) پۀ جاپاني اصطلاح کښې Kutatsu سره به ئې لوئې کمبلې ورکولې چې هغوي ارام سره د سړزۍ نه پۀ امان وي او سکول کښې مطالعه وکړې شي ۔د صفائۍ ساتنې عادت ئې و او پۀ خپل صحت به ئې ډېره توجه ورکوله تر دې چې د ماشومانو جينکو سر به ئې هم وينځو۔ کۀ کومه ماشومه به ډېره موده سکول ته رانغله نو پياري بابي به ئې کور ته ورتله او مور پلار به ئې ورله پۀ دې قايله کول چې لُور دې سکول ته بيا رولېږي ۔پياري بابي به جينکو د پاره د (وړومبۍ طبي مرستې first aid and basic medicines) هم پوره کولې ۔د ضرورت تر مخه به ئې ناروغه جينکۍ هسپتال ته هم بوتلې ۔د هغې خبرې نرمې وې او سپين کاټن لبا به ئې پۀ شوق سره اچولے و۔ پۀ ناشته کښې به ئې روزانه اګۍ او پۍ څښل او پيو توره چاۍ به ئې وه خوښه ۔پياري بابيد هلکانو او د جينکو دواړو پۀ ښېګړه کښې دلچسپي لرله۔ ډېرو زده کونکو سره به ئې د تعليم جاري ساتلو پۀ مد کښې مرسته کوله ۔ د خپل سکول نه به ئې چې کومې شاګردارنې فارغېدو نو د مخکښې تعليم کولو ترغيب به ئې ورکولو۔ دغه رنګه ډاکټر نورجهان physician او مس ثریا درانی educationist ئې ښکلې مثالونه دي ۔ دغه رنګه د اعلی تعليم د حاصلولو د پاره به ئې د هلکانو حوصله افزائي هم کوله چې غوره مثال ئې ډاکټر ګل رحمان پخوانے ډائريکټر ايرنم يونيورسټي اف پشاور دے ۔فصيح باچا پۀ خپل کتاب کښې چې کله زۀ درې کلونه پس د جېل نه په 1934ء کښې رها شوم نو خپل تعليم پۀ ګورنمنټ هائي سکول چارسده کښې د جاري ساتلو اراده وکړه ۔ خو ماته دوباره پۀ سکول کښې د داخلې اجازت رانکړې شو۔ د ازادۍ پۀ تحريک کښې د برخه اخستو پۀ وجه د هغه وخت ډائريکټر ايجوکېشن ماله د داخلې راکولو او د اتم جماعت کښې د امتخان اجازت رانکړو۔ پۀ دې موقع باندې پيارې بابي زما مرستې له راغله د سکول د پرنسپل او ډائريکټر سره ئې زما پۀ حواله خبره وکړه چې د هغې پۀ وجه ماته دوباره داخله ملاو شوه ۔ما خپل تعليم جاري وساتو او دغسې پۀ 1937 کښې ما مېټرک پاس کړو۔(21)

پياري بابي پۀ فلاحي کارونو کښې دلچسپي لرله اوځائي ښځو ته ئې هم تلقين کولو چې داسې کارونو کښې دلچپسي اخلي ۔ هغه پۀ علاقه کښې يوه ډېره معززه ښځه وه ۔ نن هم د علاقې تعليم افته ښځې د پياري بابي د تعليم د پاره خدمات ستائي ۔

د خپل امروزه ژوند پۀ سرګرمو کښې به تر لرې لرې پورې تله ۔ د زوړ عمر باوجود د کونټۍ پۀ زور به ګرځېده ۔ د سکول مخې ته د حېدرعلي دوکاندار د دوکان مخې ته به پۀ يو کټکي ناسته وه او سکول ته تلونکې او راتلونکې جينکو سره خبرې اترې کول به ئي خوښول ۔ د پياري بابي د اشنغر سره بې کچه مينه وه ۔ هغې غوښتل چې هر پښتون کۀ سړے دے او کۀ ښځه خو چې تعليم حاصل کړي ۔ هر کله چې پۀ 1911ء کښې د اسلاميه کالج پېښور د جوړولو د پاره د فنډ ورکولو شروع وشوه نو پياري بابي د سخاوت سره عطيه ورکړه ۔د اسلاميه کالج پېښور پۀ جوړولو کښې د 1913ء خدمات لرونکو د اسلاميه کالج پۀ 28 سنډيکېټ کوم چې پۀ دسمبر2021ء شوے دا فېصله شوې ده چې د اسلاميه کالج پۀ احاطه کښې 250 جينکو د پاره به يو هاسټل جوړېږي د کومې معاملي مرسته چې سرصاحبزاده عبدالقيوم خان مېموريل ټرسټ کوي ۔ هم د دې ټرسټ د چېرمېن پۀ درخواست باندې د دې هاسټل نامه (استاذه بي بي) پياري جان هاسټل کېښودې کېږي ۔ ځکه چې د اسلاميه کالج پۀ رغولو کښې د سخي زړۀ مالکې اغلې اعتراف وشي ۔(22)

پۀ دسمبر 1960ء کښې پياري بابي ناروغه شوه او سخته تبه ورته ولګېده ۔ د پوخ عمر د وجې نه هغه کمزورې شوې وه د کومې د وجې چې يوه مياشت پۀ کټ وه او اخر د شورو پۀ ورځ 21 دسمبر 1960ء ماښام وفات شوه ۔ د زيارت پۀ ورځ پۀ 22 دسمبر1960 د سکول سره بالکل نزدې خاورو ته وسپارلې شوه ۔(23)

پۀ 1932ء کښې د ريتارمنټ پۀ وخت د پياري بابي عمر 60 کلونه و کوم چې د برطانوي هند د مدت ملازمت شرط و۔ دغسې د مړېنې پۀ وخت د هغې عمر 88 کلونه و۔ پروفېسر سعيد محمود ظفر چې د پړانګ چارسدې سره تعلق لري د هغې پۀ جنازه کښې شريک شوےدے ۔د پروفېسر سعيد محمود ظفر تر مخه د هغه وخت خدائي خدمتګار مشهور شاعر عبدالحنان بجلي د دې پۀ حقله يوه مرثيه ووئيله چې پکښې د پياري بابي د پښتنې ټولنې د پاره خدمت او د اشنغر د ښځو د تعليم پۀ وده کښې د هغې پۀ کردار باندې رڼا واچوله ۔د پړانګ چارسدې مشهور شاعر او دانشور اشرف غمګين پۀ خپل کتاب د اشنغر ادب کښې پۀ مخ 71 د دې ذکر کړے دے او وائي چې پياري بابي يو ادبي شخصيت و۔ د هغې د مړينې نه پس ډېرو ادبي شخصياتو د هغې پۀ حقله ليکل کړي دي ۔د 2010 سېلاب د دې تاريخي سکول او د پياري بابي قبر ته هم نقصان ورسولو۔ د دې نه پس د هغوي نمسي محمد اعجاز خان دراني پۀ ډېر احترام سره د هغوي قبر پړانګ چارسده کښې پۀ لويه مقبره کښې خپلې خاندانې مقبرې ته راوړو او دوباره ئې دفن کړه ۔ الله پاک دې د هغې روح ته سکون وکړي امين

 

ماخذونه

  1. (https://www۔indianetzone۔com/hindu_impetus_female_educationh_india_britis, 9:21, dated 12/11/2025)
  2. www۔nrcresearchpress۔com/cjp on 16 May 2017۔ and rauf-2017-education-and-women-in-the-northwest-of-pakistan-(khyber-pakhtunkhwa)۔pdf, downloaded, 23:10, 12/11/2025)
  3. Imperial Gazetteer of India, Provincial Series: North-West Frontier Province, Superintendent of Government Printing, Calcutta, 1908, Page No 75)
  4. (Altaf Qadir, Journal of the PAKISTAN HISTORICAL SOCIETY, Vol LIV, July – September 2006, No 3, page 85-95)۔
  5. (Abdur Rauf Pakistan Journal of History & Culture, Vol۔XXVII/2 (2006), page 31-60)
  6. (Abdur Rauf Pakistan Journal of History & Culture, Vol۔XXVII/2 (2006), page 31-60)
  7. (Abdul Ghaffar Khan, Meri Zindagi aur Jaddojahad, page 75 or April 1921 as mentioned by Shabana Shamaas Gul Khattak & Akhtar Hussain FWU Journal of Social Sciences, Summer 2018,Part-11,Vol۔12,No۔1, 279-290)
  8. ( Mushtaq Majrookh Yousafzai, Pakhtun, Dec 10, 2010, page 10)
  9. (Abdur Rauf Pakistan Journal of History & Culture, Vol۔XXVII/2 (2006), page 31-60)
  10. ( Mushtaq Majrookh Yousafzai, Pakhtun, Dec 10, 2010, page 10
  11. (Abdur Rauf Pakistan Journal of History & Culture, Vol۔XXVII/2 (2006), page 31-60)
  12. (based on the information given in the Daily Bang e Haram Peshawar, Thursday December 22, 1960)
  13. (family document, courtesy of Ijaz Khan Durrani)
  14. ( NIAZ MUHAMMAD and ALI ASKAR, THE GENESIS OF GENDER BIAS IN EDUCATION: A CASE STUDY IN RURAL AREAS OF CHARSADDA DISTRICT, Sarhad J۔ Agric۔ Vol۔25, No۔3, 2009, page 517-522)۔ Bacha Khan mentioned in his book (Abdul Ghaffar Khan, Meri Zindagi aur Jaddojahad, page 89)
  15. (Abdul Akbar Khan Akbar, Da Bar e Sagheer Pak o Hind pa Azadi ke da Pukhtano Barkha, Zama Jond Sara Tarali Halat , page 12)
  16. (Centenary Celebrations of Anjuman e Islah e Afaghina , A publication of Bacha Khan Markaz, 1921-2021, Page 5)۔
  17. (information from the school history board)۔
  18. dated October 24, 1919, courtesy of Mohammad Ijaz Khan Durrani )
  19. (internet pdf report, Pakistan Alliance for Girls Education, STATUS OF GIRLS EDUCATION IN KHYBER PAKHTUNKHWA NOVEMBER 2021, page 5)
  20. (University of Peshawar, 1959 Matric Result Gazette record)
  21. (Sayed Mohammad Faseekh Bacha, Da Azadae Tekhreek ke Zama Barkha, page 152 )
  22. (ISLAMIA COLLEGE PESHAWAR, KHYBER PAKHTUNKHWA, 28th Syndicate Minutes, Item No 08, Jan 5, 2022)
  23. (Daily Bang e Haram Peshawar, Thursday December 22, 196

نورې ليکنې۔۔۔