خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو هغه لوې اولسي تحريک و چې د برطانوي راج په ضد د عدم تشدد په فلسفې ولاړ و۔ دا غورځنګ د نننۍ خيبرپښتونخوا د پښتنو قبيلوي سيمو نه راپورته شو او د دې مشري د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان کوله چې خلکو به ورته په مينې سره باچا خان ويل۔ د دې تحريک بنيادي مقصد د پښتني ټولنې اصلاح، تعليم ته هڅونه او د وينې تويېدو او قبيلوي دښمنيو مخنيوې و۔ دا په اصل کښې يو ټولنيز او فلاحي تحريک و خو د وخت په تېرېدو سره ئې سياسي رنګ هم خپل کړ او د برطانوي واکمنانو د سختو نيونو لاندې راغي۔ تر 1929م پورې د تحريک مشران ونيول شو يا له سيمې وشړل شو او د تنظيم زياتره فعال غړي د بند او جلاوطنۍ له کړاوونو تېر شول۔ د سياسي ملاتړ لپاره خدايي خدمتګار مشرانو د آل انډيا مسلم ليګ او انډين نيشنل کانګرس دواړو سره اړيکې ټينګې کړې خو کله چې مسلم ليګ د دوي ملاتړ و نه کړ نو تحريک په هماغه کال يعنې 1929۾ په رسمي توګه د کانګرس برخه شو۔ د کانګرس د ملاتړ وروسته د برطانوي حکومت سياسي فشار کم شو او د صوبې مسلم ليګي مشران هم د خدايي خدمتګار بنديانو په ملاتړ ودرېدل۔ په همدې پس منظر کښې باچا خان خلاص کړې شو او په تحريک لګېدلي ټول بنديزونه لرې شول۔ وروسته د 1935م د هند د تعزيراتو قانون تر نافذېدو وروسته په صوبه خيبرپښتونخوا کښې محدود انتخابي عمل شروع شو۔ په هغه انتخاباتو کښې د باچا خان ورور ډاکټر خان صاحب په 1937م کښې د صوبې وزيراعلي وټاکل شو چې دا د خدايي خدمتګارانو لپاره يو تاريخي پرمختګ و۔ خو د 1940م نه وروسته کله چې د “هندوستان پرېږدئ” تحريک زور ونيو نو خدايي خدمتګارانو پکښې فعاله برخه واخيسته او همدلته هغوي يو ځل بيا د برطانوي سختيو او بنديزونو سره مخ شول۔ په همدې دوره کښې په صوبه کښې د مسلم ليګ مخالفت هم د هغوي په ضد زيات شو چې سياسي فضا ئې نوره هم لانجمنه کړه۔ په دې دوران کښې د خدايي خدمتګارانو کړاوونه د ياد وړ دي چې په هغې کښې د نورو سيمو او کليو په شان زمونږ د کلي ډاګ بهسود چراټ روډ هم برخه شته ۔
عجب خان بابا:
مير عالم خان زمونږ د کلي يو مشر سړې دې چې د بايسکل مرمت کولو کار کوي ۔ د هغوي په بابله راته د خپل کلي د عوامي نېشنل ګوند سابقه ناظم محبوب علي خان ووئيل چې د هغه پلار عجب خان بابا زمونږ د کلي تر ټولو اولين خداي خدمتګار و چا چې د باچا خان بابا په دې تحريک کښې نه صرف برخه اخيستي وه بلکې د فيرنګيانو د لاسه ئي ډير کړاونه هم زغملي و ۔ په دې لړ کښې زه مور عالم خان کاکا سره ميلاو شوم ۔ د مير عالم خان د وېنا مطابق عجب خان بابا هغه ته به اکثر دا کيسه اوروله چې څنګه هغه د اکبر پورې د باچا خان بابا د جلسې د پاره ځان ورسوه ۔ هغه وائي چې عجب خان بابا سره د خپلو ملګريو د ميره کچوړۍ نه د ترناب په لاره اکبر پورې ته ځانونه ورسول ۔ په واپسئ کښې چې کله فيرنګي فوج هغوي لره ونيول نو د هغوي نه ئي پوښتنه وکړه چې هغوي دې دومره ناکه بندۍ نه باوجود د باچا خان بابا جلسې له څنګه ورسيده نو هغوي ورته د جلسې مقام پورې د رسيدو ټوله کيسه تيره کړه ۔ فيرنګيانو هغوي ته حکم وکړه چې د ترناب فارم نه تر خپلو کليو پورې به په داسې طريقه واپس ځي چې په نهر کښې به لامبو وهي او چې د کوم غړي کوم کلې وي نو هم هغلته به د نهر نه وځي ۔مير عالم خان وائي چې عجب خان بابا د ترناب فارم نه تر ډاګ بهسود پورې د نهر په يخو اوبو کښې تر ډاګ بهسود چراټ روډ پورې په لامبو وهلو ورسيده او فيرنګيان چابک په لاس په اسونو سواره د نهر په غاړه غاړه هغوي سره روان و چې چرته د نهر د اوبو نه بهر و نه ځي ۔ مير عالم خان د وېنا مطابق ددې سزا لامله عجب خان بابا تر مرګه پورې د ملا په تکليف کښې مبتلا و او مدام به ټيټ ټيټ ګرځيده يعنې ملا ئي کونټي شوي وه چې تر مرګه نېغه نه شوه ۔ مير عالم خان وائي چې بابا به مونږ ته مدام هم يو نصيحت کولو چې هر څه وي خو وټ به د عوامي نېشنل ګوند نه علاوه بل هيچا له نه ورکوئ دا زمونږ د پښتنو واحده پارټي ده چې مونږ پرې متحد کيدې شو ۔ د دې پيښې ګواه محترم ميا افتخار حسېن غازي هم دې ولې چې هغه به اکثر بابا له راتله ۔ زما په يوې پوښتنې مير عالم خان ووئيل چې په 1982 کښې زه کويت ته لاړم او په 1991 کښې واپس راغلم نو بابا هم هغسې و او غالبا چې په 1992 خواوشا کښې وفات شوې دې۔ البته د زيږون نېټه ئي نه ده معلومه۔ هغه د عجب خان بابا يوه خبره هم په ډاګه کړه چې پخوا خلکو به د خپل مرام د پاره او د خپل قوم د پرمختګ د پاره لله في الله کار کولو څه دنياوي غرض او حرص به ئي نه و خو د نن سبا سياستوالو مخې ته هم دنياوي مفادونه دي چې خپل اصل مرام ترې پاتي دې ۔ مير عالم خان وائي چې عوامي نېشنل ګوند که هر څنګه دې مونږ د خپل بابا نصيحت کله هم نه شو هيرولې ۔ الله عزوجل دې زمونږ د ټولو اتلانو بخښنه وکړي آمين