پښتون سټوډنټس فیډرېشن تاریخي پس منظر – عابد ایسپزے

عابد ایسپزے

سترسېکتر، پښتون سټوډنټس فیډرېشن، پېښور پوهنتون

پۀ کال 1960ز کښې پۀ بېن الاقوامي توګه داسې وخت ؤ چې اېشياء، افريقا او لاطيني امريکه کښې چې کوم د قومي ازادۍ تحريکونه وو، ډېر ګړندي روان وو .

د الجيريا جنګ وشو او د فرانس نه ئې ازادي واخسته. دغسې نور ډېر ملکونه وو ـــ وېتنام د خپلې ازادۍ د پاره پۀ لاطيني امريکه کښې مبارزه کوله نو دې حالاتو پۀ ټوله دنيا کښې پۀ ځوانانو کښې يو حرکت پېدا کړو او د ساړۀ جنګ مغربي پاليسیو پر ضد ودرېدل.

پاکستان کښې داسې حالات وو چې لس کاله د ايوب خان ډکټېټر شپ پۀ پاکستان کښې سماجي، سياسي او اقتصادي تضاداتو باندې د يو برغولي ايښودو کوشش کړے ؤ خو برغولے والوتۀ او پۀ اخره کښې يو لوے اولسي پاڅون وشو؛ يو ماس اپرائزنګ، پوليټيکل اپرائزنګ ؤ. دا د پاکستان د تاريخ د ټولو نه ستر پاڅون ؤ. د دې غورځنګ نه مخکښې به دلته ‘جشنِ خېبر’ کېدو. دا به د ايوب خان د لس کلن جشن نمانځلو د پاره کېدو. ايوب خان خپل امريت له يو نوم ورکړے ؤ، د هغې نوم ؤ ‘بنسټیز جمهوریت’ (Basic Democracy).

د 1968ز پۀ پاڅون کښې ځوانان مخکښې مخکښې وو. پۀ ټول پاکستان کښې بنيادي تنازعې چې وې، هغه يو قومي او يو اقتصادي سوال ؤ.

د ايوب خان امريت سره دوويشت کورنۍ تړلې وې او د پاکستان ټول دولت پۀ دې دوويشت کورنيو کښې تقسيم کړے ؤ. جالب پۀ دې صورتحال وئیلي وو:

بيس گھرانے ہیں آباد باقي سب ناشاد

صدر ايوب زنده باد

دا يوه اقتصادي مسئله وه؛ غربت زيات ؤ فکر زيات ؤ بې چارګي زياته وه او بله بنيادي خبره چې وه هغه قومي سوال ؤ.

د پاکستان اګرچې د جوړېدو بنیاد ‘دوه قومي نظریه’ وه خو کله نه چې ملک جوړ شو، دغه دوه قومي نظریه ‘کثیر قومي نظریه’ کښې بدله شوه. پاکستان کښې د پښتنو، پنجابیانو، بنګالیانو، بلوچیانو، سندهیانو، یو شمېر د ‘برما’ نه هجرت کوونکو هغه روهنګیا مسلمانانو چې اوس هم ‘بې وطنه’ د کراچۍ مضافات کښې ژوند کوي، او پۀ تېره تېره د کشمیریانو قامیتونه مخې ته راغلل. پاکستان اګرچې بنیادي طور بنګالیانو جوړ کړے ؤ او پۀ بنګال کښې نسبتاً سیاسي شعور د نور پاکستان مقابله کښې زیات ؤ، یوې مودې پورې مسلم لیګي اشرافیه او مهاجرو ملک کښې د جمهوریت لاره نیولې وه. د بنګالیانو د اکثریت لېول کولو د پاره ‘ون یونټ’ جوړ کړے شو او د ‘مشرقي پاکستان’ د ووټ اثر ختمولو د پاره ‘شمال مغربي سرحدي صوبه، پنجاب، بلوچستان او سندهـ سره قبائیلي سیمې هم ‘مغربي پاکستان’ کښې ځاے کړې وې. د ‘پېرټي’ پۀ نوم دواړو مشرقي او مغربي اړخونو ته پۀ اسمبلۍ کښې نیمه نیمه برخه نمائندګي ورکړې شوې وه.

د ‘ون یونټ’ فېصلې سره پۀ دې خاوره د زرګونو کلونو نه ژوند کوونکي قامیتونه د خپل تاریخي شناخت نه محروم کړے شول. دې سره د ‘ون یونټ’ د انتظامي تشکیل پۀ بنیاد مغربي پاکستان کښې ضم شوې صوبې د خپلو وسائلو د حق نه هم محرومه کړې شوې وې او د امدن ټول وسائل د وفاق پۀ نوم دې صوبو نه اخستے شوي وو. دا هغه وسائل وو چې پېرنګي هم صوبو ته ورکړي وو. د ‘ون یونټ’ پۀ ضد ټول قامونه شریک راپاڅېدلي وو او د ‘پېرټي’ پۀ نوم د مساویانه نمائندګۍ خوږه ګولۍ ئې مسترد کړې وه او د خپلو تاریخي قامي شناختونو د پاره ئې د ون یونټ پۀ ضد مبارزه کوله. یاده دې وي چې دې مبارزه کښې هغه ډېر مسلم لیګي مشران هم وو چې د دو قومي نظریه پۀ بنیاد ئې د جدا ملک جوړولو د پاره د پاکستان تحریک کښې بهرپور حصه اخستې وه.

پۀ 1968ز کښې دغه سوال هم وچاودو او پۀ بنګال کښې خلق راپاڅېدل او ځوانانو پاڅون وکړو چې دا مونږ نۀ منو، دا خو مونږ سره زياتے دے، دا خو يو قسم د بنګال خلقو نه د ووټ حق اخستے شوے او د هغوي حېثيت ئې ختم کړے؛ نو بنګاليانو کښې يو پاڅون وشو او د هغې پۀ نتيجه کښې عوامي ليګ رامخې ته شو او هم دا هغه وخت ؤ چې ‘پښتون سټوډنټس فيډرېشن’ جوړ شو. دا د ځوانانو سټوډنټانو يو پاڅون وو او دوي به دوه خبرې کولې؛ یوه دا چې د ايوب خان امريت دې ختم شي او بله دا چې ون يونټ دې مات کړے شي.

د ون يونټ خلاف باچا خان، د هغۀ ملګرو او نورو پښتنو مشرانو سره سره جي اېم سيد، بزنجو، صمد خان اڅکزي او نورو قامي مشرانو هم تحريکونه چلول او خپلې هلې ځلې ئې کولې. ‘پښتون سټوډنټس فیډرېشن جوړېدل د ځوانانو پښتنو لۀ خوا یو غبرګون ؤ چې د معروضي حالاتو ردعمل کښې ئې کړے ؤ او ځکه خو دې فیډرېشن کښې مختلف الخیال زلمي راغونډ شوي وو. داسې خلق هم دې کښې شامل وو چې پلار پۀ نیکۀ مسلم لیګیان وو.

د ‘پښتون سټوډنټس فيډرېشن’ اولنے صدر انور کمال خان مروت د لکي مروت د حبيب الله خان زوے ؤ او دا حبیب الله خان د ايوب خان سره د داخله چارو پۀ څوکۍ پاتې شوے وواو جنرل سېکرټري چې ؤ، دا د مردان عبدالسبحان خان ؤ.

اوس دې نورو خلقو کښې د نېشنلسټ کورنيو نه مطيع الله ناشاد ميډيکل کالج کښې ؤ، د لاء کالج نه رحمت الله د چارسدې بابړې ؤ. مرحوب علي شاه د چارسدې، قاسم خان د چارسدې او دغه رنګ نور ډېر ملګري پکښې وو چې هغه شعوري توګه نېشنلسټان وو.

پښتون اېس ايف چې جوړ شو نو هغه وخت به د پېښور نه يو اخبار شائع کېدو چې نوم ئې ‘بانګ حرم’ ؤ. دا به د کرک ماسټر خان ګل چاپ کوۀ. دې اخبار کښې د پښتو صفحه هم وه. دغه وخت کښې د پښتو صفحې ايډيټر سعد الله جان برق ؤ. د پښتون اېس ايف د جوړېدو پۀ سبا باندې پۀ ‘بانګِ حرم’ اخبار کښې سعد الله جان برق صاحب پۀ پښتون ايس ايف يو نظم لیکلے ؤ چې عنوان ئې ؤ ‘د پښتنو زده کوونکو مرکه’ ـــــ

زما ويجاړې زمکې شکر دے ډډون وکړلو 

زما کښتون او اوبۀ خور زما پۀ ښه راغللو 

زما خېبر هغه دے نېغ شو او ورپېدو 

زما اودۀ اباسين ويښ شو پۀ چپه راغللو 

زما خېبر او اباسين د وروکېدلو نۀ وو 

يوه سيلۍ وه چې نغښتې وه او تېره شوله 

د بد خواهانو پۀ ليمۀ کښې به ازغي ازغي شي 

زما ګلشن کښې د سپرلي نخښه برڅېره شوله 

دغه غوټۍ دې خداے تازه لري چې ګل ئې وشي 

چې د سپرلي نه خپله برخه او حصه واخلمه 

چې د سيالانو سره سيال شمه اوږه پۀ اوږه 

د زوړ مغل نه د عمرونو بدله واخلمه 

دا هغه نظم ؤ چې سعد الله جان برق صاحب پکـښې د پښتون اېس اېف روح رانغښتے ؤ.

پۀ بنو کښې افراسياب خټک، باز محمد خان او نورو ملګرو پښتون اېس اېف جوړ کړو او کوهاټ کښې نثار شينواري او د هغۀ ملګرو سره سره پۀ ټوله صوبه کښې د پښتون اېس اېف شاخونه جوړ شول.

پوره دوه کاله پس چې کله د 1970ز انتخابات رانزدې شول نو پښتون اېس اېف کښې د سیاسي پارټیو پۀ بنیاد يوه نوې صف ارائي وشوه او رو رو چې کوم مسلم ليګيان وو، د پښتون اېس اېف نه ووتل او ‘مسلم سټوډنټس فيډرېشن ئې جوړ کړو. يو د نېشنل سټوډنټس فيډرېشن پۀ نوم باندې لفټسټ تنظيم جوړ شو او يو د ‘پاکستان سټوډنټس فيډرېشن پۀ نوم باندې؛ خو پښتنو قام پرستو ملګرو ‘پښتون سټوډنټس فيډرېشن’ لاس کښې واخستو او رو رو د 1970ز د انتخاباتو پورې پۀ پښتون اېس اېف کښې قام پرست ملګرو يو بل وپېژندو او فېصله ئې وکړه چې دوباره د سر نه وکړي. دغه وخت کښې پۀ پېښور پوهنتون کښې نثار شينواري، علي خان مسيد، افراسياب خټک، مختيار باچا، عزيز بلور او داسې نور ډېر ملګري يو ځاے شول او د پښتون اېس اېف تنظیمِ نو ئې وکړو او پۀ کال 1972ز کښې د دې فیډرېشن اولنے کنونشن وشو. عزيز بلور ئې صوبائي صدر شو او افراسياب خټک صوبائي ستر سېکتر شو؛ نثار شينواري مرکزي صدر شو او بسم الله خان کاکړ مرکزي ستر سېکتر شو او هم دغه شان پښتون سټوډنټس فيډريشن روان شو او ډېر پۀ تېزۍ سره پۀ پوهنتون کښې دننه پۀ کالجونو کښې او بهر پۀ ټوله صوبه کښې خور شو او تنظیمي سرګرمۍ ئې شروع کړې. د پښتون اېس اېف پۀ سرګرمیو کښې ثقافتي پروګرامونه ډېر وو، غټې غټې مشاعرې به کېدې او پۀ دې مشاعرو کښې به د پـښتو ژبې لوي لوي شاعران راتلل لکه غني خان، اجمل خټک، قلندر مومند، حمزه شینواري، سمندر خان سمندر، سعد الله جان برق، رحمت شاه سائل او پۀ مشاعرو کښې به ئې برخه اخسته. دا ډېره صحت منده سرګرمي وه. ميوزک کنسلټي به کېدې، لوي لوي سندرغاړي به ورته راتلل. غټ غټ سيمينارونه به کېدل چې د افغانستان نه به پکښې هم وفدونو ګډون کولو.

پښتون اېس اېف پۀ ډېر لږ وخت کښې یو با اثره حېثیت وموندۀ او پښتنو ځوانانو کښې د سیاسي شعور پېدا کولو او عام کولو د پاره ئې مؤثر اقدامات د مختلفو سیمینارونو، کلتوري دستورو او قامي اتلانو د نمانځنې صورت کښې وکړل.

پۀ مشرقي پاکستان کښې د پاکستان بدترین فوجي شکست له څۀ بېن الاقوامي حل جوړولو د پاره چې کله ذوالفقار علي بهټو د سلامتي کونسل اجلاس کښې شرکت د پاره تلے ؤ نو هغۀ د دغه مسئلې حل د پاره د وړاندې کړے شوي قرارداد شلولو سره د بنګال بیا اخستو د پاره د زر کاله جنګ کولو اعلان کړے ؤ. د نیم پاکستان د سِول ډکټېټر جوړېدو نه پس بهټو ډېر پۀ چالاکۍ سره پۀ 1974ز کښې لاهور کښې اسلامک سمټ راوبللو چې د ټولې نړۍ نه د اسلامي ملکونو سربراهانو سره سره پکښې د لیبیا نه کرنل قذافي هم ګډون کړے ؤ. کرنل قذافي د عرب نېشنلزم نه متاثر جذباتي سړے ؤ. د کانفرنس ختمېدو نه پس هغه بهټو ايسار کړو او ځان سره به ئې جلوسو کښې ګرځولو. کرنل قذافي به د بېن الاقوامي کوډ اٰف کنډکټ نه قطع نظر د بهټو پۀ حق کښې پۀ جلسو کښې تقريرونه کول. د بهټو پۀ حق کښې اولسي رایه هوارولو د پاره دا بیخي یو داسې سپک کار ؤ لکه چې تېرو لسو کلونو نه د پاکستان حکمرانان د خپلې سیاسي نېکنامۍ د پاره د اسلام کارډ د استعمال پۀ توګه د مکې د امام سره تصویرونه وباسي. تر دې چې اوس خو د فوج جرنېلان هم ځانونه اسلامي ثابتولو د پاره د مکې امام له شاهي دعوتونه ورکوي. قذافي هم دغه سلسله کښې پېښور پوهنتون ته راتلو. عبدالعلي خان د پېښور پوهنتون د پښتون اېس اېف ذمه وار مشران راوغوښتل او ورته ئې ووئيل چې سبا به پېښور پوهنتون ته کرنل قذافي راځي، ستاسو څۀ رايه ده؟ د پښتون اېس اېف ذمه وارو افراسياب خټک او علي مسيد ورته ووئيل چې مونږ ته د یو مېلمه پۀ حېث د هغۀ پۀ راتلو هېڅ اعتراض نشته خو د پاکستان پۀ سياست او د افغانستان خلاف به خبرې نۀ کوي؛ کۀ هغه وغواړي او ضروري ئې وګڼي نو د ليبيا باره کښې دې خبرې وکړي، د فلسطين باره کښې دې خبرې وکړي خو د پاکستان او افغانستان باره کښې به خبرې نۀ کوي.

دغه زمانه کښې اسلم خټک د صوبې ګورنر ؤ. عبدالعلي خان ورته ټیليفون وکړو او دا خبرې ئې ورته وکړي چې کۀ قذافي د سیمې پۀ سیاست او پاکستان یا افغانستان کومې منفي خبرې کوي نو دا به څۀ ښۀ اثر ونۀ لري او دغه صورتحال کښې به د احتجاج امکانات زیات وي.

نو سبا د ميډيکل کالج پۀ چمن کښې سټوډنټان د قذافي استقبال ته راجمع شول. چې څنګه قذافي د هيلي کاپټر نه راکوزېدو نو بهټو هم ورسره ؤ. بهټو دغه وخت پۀ بلوچستان کښې اپرېشن شروع کړے ؤ چې ډېر پښتانۀ دغه اپرېشن کښې وژلے شوي وو او احتجاجاً نېشنلسټ سټوډنټانو بهټو پۀ تعليمي ادارو بند کړے ؤ او د بهټو د حکومت خلاف به ئې سخت کېمپېن چلولو. پښتون اېس اېف هم د بهټو خلاف احتجاجي جلسو او جلوسونو کښې لۀ هر چا پۀ وړومبي صف کښې ولاړ ؤ.

نو چې څنګه د پښتون اېس اېف ملګرو د قذافي سره بهټو وليدو نو خلق بلوه شول او نعرې شروع شوې چې

قاتل بهټو واپس جاؤ! قاتل بهټو واپس جاؤ!

Murderer Bhutto! Go Back!

دې احتجاج سره بهټو ته جلسه کول ممکن پاتې نۀ شول او هغه پۀ واپس تګ مجبوره کړے شو.

1974ز کښې پۀ پېښور پوهنتون کښې عبدالعلي خان د یونین الېکشن وکړو. د دې الېکشن طریقه کار دا ؤ چې د الېکشن نه دوه درې ورځې وړاندې به پوهنتون کښې د غټو غټو غونډو اهتمام وکړے شو او دې غونډو ته به مختلفو نامزد امیدوارانو خپل منشور/پروګرام اورولو او بیا به سټوډنټانو دا فېصله کوله چې د کوم چا پروګرام/منشور دوي ته قابلِ قبول دے او دوي ورته ووټ ورکول غواړي. د دې الېکشن د پاره باقاعده د پروفېسرانو کمېټۍ جوړې کړې شوې وې. افراسیاب خټک د پښتون سټوډنټس فیډرېشن لۀ طرفه صدارتي امیدوار ؤ. د پیپلز پارټۍ حکومت ؤ او بهټو یو جابر اٰمر ؤ. د پیپلز پارټۍ د حکومت لۀ خوا دې الېکشن کښې ښکاره مداخلت وکړے شو او د بهر نرسنګ کالجونو نه ووټونو د پاره خلق راوستلے شول. پښتون اېس اېف ته پۀ ډېرو لږو ووټونو ماتې ورکړې شوه خو الېکشن کښې حکومتي مداخلت او ګپلې طلباء تنظیمونو مسترد کړې. دې احتجاجي سلسله کښې یو غټ جنګ شروع شو. اسلامي جمعیت طلباء او پیپلز پارټۍ مېدان نه تېښته وکړه او د پښتون اېس اېف مقابله ئې د خپل حکومتي ملاتړ باوجود ونۀ کړې شوه.

د جنرل ضیاء الحق راتلو سره ریاست کښې موجوده انتهاپسندۍ ته نوره هم ریاستي سرپرستي حاصله شوه. مذهبي انتهاپسندۍ جمهوري رویې او د خلقو خصوصاً د زلمو ذهنونو نه سیاسي تړون شوکولو د پاره هره جائزه او ناجائزه حربه استعمالول شروع کړل. انساني اقدار او حرمتونه د پښو لاندې کړے شول او د حکومتي پالیسیو نه د نصاب پورې ټوله معاشره د جهادي لټرېچر او غېر سیاسي روایت سره مخ شوه. د جهادي بیانیې پۀ زور کلاشنکوف کلچر رائج کړے شو او د سیاسي مخالفینو مخه نیولو د پاره د تشدد لاره خپله کړې شوه. ریاست علي الاعلان ښي لاسي قوتونو سره ودرېدو او دې لړ کښې د مسلم لیګ، جماعت اسلامي او سندهـ کښې د هندوستاني مهاجرو د پاره دروازې پرانستې شوې. د مهاجرو وسله بند سکواډ سره سره د اسلامي جمعیت طلبه پۀ شکل کښې انتهاپسند تنظیمونه ریاستي نګرانۍ کښې مضبوط کړے شول او ټوله ریاستي مشینري د معاشرې انتهاپسند او مذهبي کولو د پاره وقف کړې شوه.

سږکال )2018ز( کښې پښتون سټوډنټس فيډرېشن پنځوس کلن شو او زۀ ځان ډېر خوش قسمته ګڼم چې د پنځوس کلن سياسي تنظيم غړے يم او کوم تخم چې قام پرست مشرانو د خپلې خاورې، خپل سیاست او خپل تاریخي شعور پۀ بنیاد د زلمو ذهنونو کښې کرلے ؤ، نن هغه يوه ميوه داره اونه ده.

کۀ جمهوریت د پاره د ځوانانو د تحریکونو خبره کېږي نو تاریخ کښې به پښتون اېس اېف هسکه غړۍ د خپل پنځوس کلن تاریخ سره ولاړ وي. اوس مونږ وینو چې د قامي کاز سره د پښتون اېس اېف د زلمو جذباتي او شعوري تړون نور هم ژور شوے دے. مختلف وختونو کښې منعقد کېدونکې مطالعاتي دورې، مشاعرې، کلتوري دستورې او سیمینارونه د سماجي او سیاسي رویو ودې د پاره ډېر مثبت کردار ادا کوي. د فیډرېشن مشران باید د ذیلي یونټونو )کالجونو( پۀ بنیاد د ذیلي تنظیمونو لۀ خوا کېدونکو هلوځلو ته باید تنظیمي فرېم ورک ورکړي او د دې روایت پراخه کولو او لا مؤثر کولو د پاره د نګرانۍ او رهنمایۍ یو میکانیزم جوړ کړي. پښتون اېس اېف د خپل تاریخي ارتقائي کردار لۀ رویه یو ارګېنک تنظیم دے او راتلونکي کښې به د دې تنظیم کردار نور هم مؤثر او جامع وي.

کۀ د کوفيانو ظلم جبر د حدود نه اوړي 

کۀ د يعقوب زامنو غاړه غلامۍ ته ايښي 

هغه لاسونه چې د تُورې پۀ موټۍ بلد وو 

يا پرې تندي وهي او يا ئې سلامۍ ته ايښي 

سعد الله جان برق

تل دې وي پښتانۀ

تل دې وي پښتونخوا

تل دې وي پښتونولي

تل دې وي پښتون اېس اېف

د پښتون اېس اېف لۀ خوا د

‘جشنِ پښتونخوا’ پۀ ویاړ مشاعره

د ‘جشن پښتونخوا’ پۀ ویاړ پښتون اېس اېف پېښور پوهنتون د خپلو روایاتو سره سم د خپلې ژبې او کلتور د نوموړي عالمانو او د قام سترګه ورو شاعرانو ادیبانو پووهانو مننه کوي چې زمونږ دې مشاعرې ته ئې ښکلا ورکړه.

دغسې د پېښور پوهنتون، اسلامیه کالج پوهنتون، زرعي پوهنتون د استاذانو ملګرو او د مختلفو سټوډنټس سوسائټیز هم مننه کوو چې زمونږ مشاعره ئې ونازوله.

د دې مشاعرې پۀ پایله کښې د پښتون اېس اېف د باني مشر فرمان الدین بخشالي د پاره دعا هم وشوه.

پۀ مشاعره کښې دغه ګډونوالو برخه واخسته:

صدارت: ډاکټر سهېل خان

مشرمېلمه: بخت زاده دانش

مشر کوربه: ډاکټر احمد علي عاجز

مشر کوربه: ډاکټر اظهارالله اظهار

ډاکټر اباسین ایسپزے، راشد خان راشد، صدام ضعیف، زر محمد سنګر، طلال بېدار اصلزے، سجاد ژوندون، زاهد خان زاهد، علي ایسپزے، اختر اقبال، واجد خټک، عابد اورکزے، لطیف اورکزے، فقیر محمد فقیر، ډاکټر همدرد ایسپزے، شکیل نایاب، نور الامین ایسپزے، بلال بونېرے )صدر پښتون اېس اېف، پېښور پوهنتون( او عابد ایسپزے )سترسېکتر، پښتون اېس اېف، پېښور پوهنتون(.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …