د هوسۍ د خلقو خدمات د سُورپوش تحريک ليکوالانو هم ياد کړے هم ئې ستايلے ۔ګړياله، هوسۍ، سره ډهېرۍ، مچے، نوے کلے، باريکاب، چارغلۍ، کوترپان او ګجرات بخشالے کومه چې تپه امازے ده د انګرېزانو لۀ خوا د سُورپوش تحريک د وجې نه تبا او برباده شوي دي۔ د هوسۍ سدهوم علاقې پۀ خانانو کښې پۀ کپورخېل خاندان کښې صرف کرم خان چې د اکرم خان زوے ، دغه رنګه د علاقې نور ټول اوسېدونکي پۀ سُورپوش تحريک يعنې ديوبند شېخ الهند ډله کښې شامل و چې پکښې دلته د ځنو ذکر کومه ۔ لعل بېګ چې زوے د اول بېګ و د زياتو خدماتو پۀ وجه باندې د هوسۍ د خدائي خدمتګارو کپتان ټاکلے شوے و۔ دغه رنګه د موضع بارو شهبازګړې نه جرنېل رحمت الله باباسرخ پوش هوسۍ ته راغے او دلته ئې تحريک يو پۀ دوه تېز کړو۔ عبدالعزيز چې د منظور احمد زوے و او د حاجي خېل قبيلې څخه و۔ پوليس به روزانه ورتلو د دوي د کور تالاشي به ئې کوله سره وردي او د عبدالعزېز پوښتنه به ئې کوله چې پۀ دې دواړو کښې يو زمونږه پۀ حواله کړئ ۔ يوه ورځ ئې د دوي پۀ کور کښې د خدائي خدمتګارو سُور لباس وموندو هغه ئې د کور پۀ تالان کښې د (باڼيچغ) پۀ خوا کښې وسېزو۔خېر محمد چې د ګل محمد زوے و او پۀ قوم افغان و څوک چې پۀ (1975) کښې وفات شوے دے ۔ د دوي کچه د خټو ګټو د لرګو کور انګرېز سرکار سېزلے و۔ هم دغه رنګه کله چې انګرېزانو غوښتل چې د ګړي کپوره نه خانان راولي او پۀ هوسۍ کښې ئې اباد کړي هم د خېرمحمد کاکا جونګړه نما کچه کور ئې اول سېزل و۔دغه رنګه چې کله د عبدالقيوم خان دوره راغله يعنې چې پاکستان ازاد کړې شو نو د باچاخان د ملګرو خلاف اقدامات شروع شول نو پۀ هوسۍ کښې هم چاپې وهلي کېدې ۔خلقو به خپل قيمتي سامان او وسلې د عبدالمعبود استاذ کره کېښودي ځکه چې هغه يو ديانتداره سړے و۔سېد عمر بابا وائي چې : د عبدالقيوم خان پۀ دور کښې به روزانه د شهبازګړې نه بهادرخان عرف بادرے کپتان د سپاهيانو سره راتلو او د سُرپوش به ئې د سرفراز خان پۀ حجره کښې پۀ قطار کول او پۀ ډنډه به ئې وهل ۔ ما چرته هم وهل نۀ دي خوړلي ځکه چې زۀ به پټېدمه ۔ سېدعمر بابا ووئيل چې د کپورخېلو پۀ کورنۍ کښې صرف زۀ پۀ خدائي خدمتګارو کښې ومه باقي ټول کپورخېل وو۔ زۀ لس کاله د سُورپوشو پۀ تحريک کښې شامل ومه ۔د اتمانزو د جلسې نه علاوه به مونږ به هره جلسه کښې شرکېدو۔ مونږ يو ځل پۀ هوتي مردان کښې د مسلم سره پۀ تاو تريښوالي کښې يوه مياشت ويستې وه ۔ يو طرف ته مسلم ليګيان ناست وو او بل طرف ته مونږه ناست وو۔ د جمعه دار سرفراز خان پۀ حجره کښې پۀ يو سُورپوش باندې کپتان تشدد وکړو۔ زمونږ سُور لباس ئې جمع کړو رانه او وئې سېزو۔ ګل دین بابا د سرخ پوش تحرک یو فعال غړی و۔
همېشه بابا د اوان د کلي اوسېدونکی و۔ د عبدالقېوم خان د دورِ حکومت پر مهال پولیسو به تل د همېشه بابا په شان وفادار خدایي خدمتګار سرخ پوشان ډېر وهل ټکول او ربړول۔ جناب کرم دین بن نصرالدین صاحب د سرخ پوشانو خزانچي و۔ همدارنګه د خپل کلي، هوسۍ سدهُم، یو عمررسېدلی مشر جناب اشرافالدین بابو قوم ګوجر (زېږون: 1925ز) به دا خبره کوله چې :” «زه یو ځل د ندې پل (خوړ) پر سر له باچا خان بابا سره مخ شوم۔ هغه له هماغې لارې تېرېده۔ زه هغه وخت کم عمره وم، نو باچا خان بابا زما پر سر د شفقت لاس راښکود او ویې ویل: زویه! خپله محنتي مزدوري کوه۔» یو ځل محمد سرفراز خان صاحب (د مسلم لیګ) پولیس راوغوښتل او په هوسۍ کې یې د سرخ پوش عوامو سخت وهلو ټکولو ته ودرول۔ پولیس به هغه غریب خلک له ږیرو نیول، پر ځمکه به یې غورځول او سخت به یې وهل۔ اوس په موجوده وخت کې له یادو شوو کسانو څخه یوازې سلارالدین صاحب تر اوسه د عوامي نېشنل پارټۍ سره ملګری دی، چې الحمدلله لا تر اوسه قیدِ حیات دی۔ نور ټول مشران وفات شوي دي۔ راقم الحروف ته خانیني بابا ویلي وو چې:«یو ځل په هوسۍ سدهُم کې د نېشنل او مسلم لیګ د جلسې پر مهال شخړه وشوه۔ د نېشنل کسانو سره یو ډهول و، هغه ډهول د مسلم لیګ کسانو مات کړ۔ نو د ماتولو وروسته ملا بابا او نورو هغه ډهول راواخیست، د کاڼو او کثافاتو په یوه ډنډ (ډهېره) کې یې ښخ کړ، او د ټوکې په ډول یې د “ډهول بابا” په نوم مشهور کړ۔ راقم ته پلار صاحب ویلي وو چې دغه قبر د جناب سردار حسین کاکا د کور ترڅنګ واقع و۔