پښتون قام ډير خوش قسمته دې چې دَ خان عبدالغفار خان باچا خان بابا پۀ شان ليډر ورته خدائې پاک ورکړې دې خو بدقسمته پۀ دې دې چې دې قام خپل مشران اتلان پۀ صحې معنو ونۀ پيژندل۔هر څو که زمونږ اتلان دَ ميډيا دَ لارې يا دَ نصاب نه لرې پاتې شوې دي۔خو بيا هم پۀ زرګونو کتابونه پرې دَ پښتنو اديبانو شاعرانو وليکل او لا لګيا دې ۔خو بدمرغې دا ده چې پښتون قام دَ کتاب نه ډير لرې دې که نن ئې هم کتاب خپل کړو نو هغه ورځ لرې نه ده چې دا قام به دَ نورو قامونو سره پۀ سيالۍ برابر شې۔دې مشرانو خو ټول عمر دَ دې قام دَ تعليم او روښانه ژوند دَ پاره خپل جدوجهد وکړو ټول عمر ئې دَ ظالم جابر حکمران سره جنګ وکړو جيلونه ئې وخوړه جائيدادونه ئې ضبط شو رنګ رنګ ظلمونه ورسره وشو خو دوې ورته ټيټ نه شو او ئې ورته تسليم شو۔هم پۀ دې مشرانو اتلانو کښې يو زمونږ دَ بهادر کلي دَ سېدانو دَ کورانۍ چشم و چراغ سېد عاشق شاه باچا هم وو۔ سېد عاشق شاه باچا پۀ کال ۱۸۹۴عيسوي کښې دَ سېد عارف شاه باچا کره سترګې پرانستې۔پۀ هغه زمانه کښې چا سبق نۀ وائيلو او نۀ پۀ هغه زمانه کښې ډير سکولونه وۀ۔نو پۀ دې وجه عاشق شاه باچا ابتداٍ زدکړې دَ خپل کلي دَ يوې دينې مدرسې نه حاصلې کړې ۔دَ عاشق شاه باچا پلار سېد عارف شاه باچا دَ خپل کلي يو زميدار سړې وۀ۔خو پوهه ورسره ډيره وه يعنې پۀ هغه دور کښې دَ انګريز دَ سختو پابندو باوجود دوې پۀ خپلو بچو دَ دينې تعليم سره سره دنياوي تعليم هم وکړو۔عاشق شاه باچا لسم دَ کوهاټۍ مشن سکول پېښور نه پاس کړو۔دا سکول ډير زوړ دې زما پۀ خيال دَ پېښور پۀ سکولونو کښې دا ړومبۍ سکول دې پۀ دې سکول کښې ستر لار خود خان عبدالغفار خان باچاخان بابا هم سبق وائيلي دې ۔دا سکول نن هم دَ ايډورډز هائي سکول پۀ نوم موجود دې۔دَ لسم نه بعد عاشق شاه باچا پۀ پوليس کښې دَ اسيسټنټ سب انسپکټر پۀ پوسټ برتې شو ۔پۀ هغه زمانه کښې يو پښتون آفسر برتې کيدل دا ډيره لويه خبره وه هغه ځکه چې دَ انګريز دور کښې به صرف آفسرې هم انګريز کوله بل څوک به دَ دې جوګه نه وو او پښتون خو ډيره لرې خبره وه۔خو دا ټول دَ سېد عارف شاه باچا برکت وۀ دَ هغه راشه درشه ډيره وه لويو لويو آفسرانو سره ئې تعلوقات وو نو پۀ دې وجه عاشق شاه باچا ته پۀ نوکرۍ کښې څه مشکلات نه وه۔ خو دا نوکرې عاشق شاه باچا ډير وخت ونکړه دَ هغې لويه وجه دا وه چې عاشق شاه باچا دَ مولانا محمد علي جوهر او مولانا شوکت علي نه ډير متاثره وه اکثر به ئې دَ هغوې پۀ شان ټوپۍ پۀ سرکوله۔يوه ورځ ئې دَ ډيوټۍ پۀ دوران کښې هم پۀ سر کړې وۀ چې دَ خپلې محکمې لوئي آفسر پرې راغلو نو دوې ئې پۀ داسې حالات کښې وليدل چې هغه ټوپۍ ئې پۀ سر وه هغه انګريز آفسر ورته اوئيل چې باچا جې دا څه دې نو دوې ورته ټول واقعه بيا کړه پۀ دې وجه ورته هغه آفسر ډيرې خبرې وکړې دا خبرې پۀ عاشق شاه باچا ښه ونۀ لګيدلې او هم هغه ټائم ئې استفې ورکړه او کور ته راغلو۔ عاشق شاه باچا دَ زلميتوب نه قامې فکر لرلو چرته چې به قامې خبره يا څۀ مسله راغله نو دوې به پۀ کښې دَ ټولو نه مخکښې شرکت کولو۔ هم پۀ دې دوران کښې باچا خان بابا دَ خليلو مومندو پۀ علاقه دورې شروع کړې ۔ کله چې باچا خان بابا دَ ارباب عبدالغفور خان سره ملاقات وکړو نو هغه ورته دَ عاشق شاه باچا ټوله قيصه وکړه ۔ څو ورځې پس چې باچا خان بابا دَ بهادر کلي پۀ دوره راغلو نو دلته ئې دَ عاشق شاه باچا سره ليدل وشو باچا خان بابا ورته پۀ خدائې خدمتګار تحريک کښې دَ شاميلدو دعوت ورکړو چې هم هغه ټائم عاشق شاه باچا قبول کړو ۔ او پۀ خدائې خدمتګار تحريک کښې شامل شو چې روستو ئې ډير قيد او بند تير کړو ۔دَ قيصه خوانۍ واقعه چې کله مخې ته راغله او پۀ دې پيخه کښې چې څومره خدائې خدمتګارو دَ زخميانو علاج وکړو هغه ټول دَ هغه وخت ظالم جابر رياست ګرفتار کړل پۀ هغو کښې يو عاشق شاه باچا هم وو چې نهه مياشتې قيد وه ۔ داسې نورو ډيرو واقعو کښې هم عاشق شاه باچا جيل تير کړې دې۔دَ قام مينې او محبت دا خلق داسې ليونې کړې وو چې نه پۀ خپل ځان وو نه پۀ بچو وو نه ئې پۀ خزو څه کار وو بچې ئې پۀ شته پلار کښې لکه دَ يتيمانو ژوند کولو خزو ئې پۀ شته خاوندانو کښې لکه دَ کنډو خزو ژوند کولو جائيدادونه ترينه ضبط شوې وو ۔رنګ رنګ ظلمونه او فتوې پرې لګيدلې وي ۔ګناه ئې صرف دومره وه چې خپل قام لۀ ئې ازاد ملک غوختلو تعليم او ښه ژوند ئې ورته ورکولو ۔ عاشق شاه باچا پۀ روڼو خوائندو کښې دَ ټولو نه کشر وو۔وادونه ئې دوه کړې وو۔ دَ ړومبۍ کور ودانې نه ئې نه وو ۔نو پۀ دې وجه ورته دَ خدائې خدمتګار تحريک ملګرو مشوره ورکړه چې دويم وادۀ وکړه دَ ملګرو پۀ مشوره خو ئې دويم وادۀ وکړو خو چې کله باچا خان بابا ته خبر وشو چې عاشق شاه باچا وادۀ وکړو نو بابا ورته اوئيل چې مونږ وايو چې وطن نه انګريز وتختوو خلق لګيا دې وادونه کوې روستو چې باچا خان بابا ته علم وشو چې دَ عاشق شاه باچا رومبۍ کور ودانې نه بچې نشته نو بيا ډير خوشحال وو۔او دَ عاشق شاه باچا حجرې ته مبارکۍ لۀ هم راغلي وو ۔ دې دويم وادۀ نه دَ عاشق شاه باچا دوه ځامن او دوه لوريانې دې لوريانې خو ئې دواړه وفات شوې دې او ځوې ئې يو وفات شوې دې چې نوم ئې سېد مشتاق شاه باچا وو۔او دويم ځوې ئې لا ژوندۍ دې دَ هغه نوم سېد فاروق شاه باچا دې دَ حيات آباد هائې سکول په پرنسپل ريټائير شوې دې اوس وخت کښې ډير کمزورې دې څه وخت چې ترينه ما دَ عاشق شاه باچا پۀ حواله معلومات اخستل هغه وخت هم ډير کمزورۍ وو الله پاک دې ورته روغ صحت ورکړې۔ عاشق شاه باچا ډير ملنګ ساره انسان وو دَ بل پۀ خوږ درد به ډير خفه کيدلو ۔ پۀ جيل کښې به هم چې چا سره ظلم کيدلو نو دوې به پرې غږ پورته کولو يو ځل ئې ورته پۀ جيل کښې دَ خوراک سره انسانې بول هم کيخودل چې پۀ هغه وجه دوې بيا څو ورځې بهوک هړتال کړې وو داسې ظلمونه به نه وو چې دوې سره به نه کيدل۔ دَ تيراه پۀ دورو کښې دَ فضل رحيم ساقې صېب سره سنګ پۀ سنګ ګرځيدلې دې ۔پۀ دې وجه بيا روستو باچا خان بابا دَ تپه مومندو مشر مقرر کړو ۔ پۀ دې دومره جدوجهد کښې دَعاشق شاه باچا جائيداد ضبط شو پۀ کور ئې بولې ولګيدله رشته دار ئې اوزپلي شو بچې ئې بې کوره شو دا ټولې سختۍ ورسره صرف او صرف دَ خپل قام دَ روښانه سباؤن پۀ غوښتلو وشوي۔خو لۀ بده مرغه پښتون قام ترينه خبر هم نه دې۔ سېد عاشق شاه باچا پۀ 27فروري کال 1979 عيسوي کښې دَ دې زړۀ چاودې دنيا نۀ سفر وکړو قبر ئې دَ کوهاټ روډ پۀ غاړه دَ بهادر کلي دَ سېدانو پۀ هديره کښې دې الله پاک دې ورته جنتونه نصيب کړې او درجات ئې بلند شه امين