پرمختګ راځي نه، بلکې موجود وي -انور نګار

 

مونږ د پرمختګ، ترقۍ، اصطلاح پۀ امروزه ژوند کښې ډېره زیاته کاروو، ځکه چې دا عمل د ژوند د اړخ سره تړلے دے. پۀ انګريزۍ کښې د دې متبادل Development دے۔ پۀ کوم توري د ښۀ پوهېدو لپاره د هغه ټکي متضاد هم پېژندل اړين وي او داسې ئې مطلب ښۀ روڼ شي او ذهن ته پۀ اسانه پرېوځي. پۀ دې لړ کښې عرض دے چې Envelope د Develop پۀ ضد تورے دے. Envelope لفافې ته وائي يعنې يو شے بندول، تړل وغېره. نو د Development مطلب شو د کوم څيز پرانيستل، راسپړدل، څېړل وغېره.‌ اوس نو کۀ څوک غواړي چې زمونږ سيمه دې پرمختګ وکړي نو ياد ساتل پکار دي چې ترقي د بهر نه، نۀ راځي. بلکې دا د خپلو وسيلو پۀ کارولو، راسپړدلو سره راځي. پۀ دې د ځان پوهه کولو پۀ غرض څو مثالونه راوړو او هغه هم د خپلې جغرافيه او کلتور پۀ چوکاټ کښې، چې يو پلو پۀ ذهن کښې پۀ اسانه کښېني او بل خوا ورته د عملي کولو لپاره زمونږ پام راوګرځي. زمونږ (د‌ پښتنو) غټې خزانې اوبۀ، معدنيات، ځنګلونه، د سېلګرۍ ځايونه، لرغوني اثار وغېره دي، د کوم پکارولو سره چې مونږ پۀ معاشي توګه پۀ خپلو پښو ودرېدے شو‌ او پۀ پردو ښارونو او تودو‌ شګو کښې د مزدورۍ نه خلاصېدے شو۔ وړومبے ذکر د اوبو کوو، د کوم قيمت چې پۀ ځنې ملکونو کښې نزدې د تېلو تر حده دے. خو زمونږ پۀ سيمه ئې پرېواني ده. لکه د مثال پۀ توګه د پښتونخوا پۀ سيندونو د دوه نيم لکهه مېګاواټه نه هم د زياتې برېښنا جوړېدو يوه اندازه ده او د واپډا د جنېرېشن شعبې د يو چارواکي توصيف عالم تر مخه د پنځوس زره مېګاواټه سروې خو د وړاندې نه شوې ده. بل خوا زمونږ د صوبې د بجلۍ ټول ضرورت دوه ويشت، درې ويشت سوه او د ټول ملک څۀ دېرش، دوه دېرش زره مېګاواټه دے. اوس نو کۀ مونږ يواځې د اوبو د دې اړخ پۀ استعمال کښې بريالي شو نو د مياشتې پۀ حساب، پۀ اربونه ډالره برېښنا د نړۍ پۀ نورو ملکونو خرڅولے شو، خپل صنعت ته به مو پوره څليريشت ساعته بجلي راځي چې ورسره به بې روزګاري پۀ خپله راکمه شي. د پټرولو استعمال به هم کم شي او د ملکي دولت يوه غټه برخه به پۀ کور پاتې شي. د اوبو څښکلو اړخ ته وګورئ، مونږ خپل پاک سيندونه ګنده کړل او اوس دغه اوبۀ د ملټي نېشنل کمپنيو نه پۀ بوتلو کښې اخلو، يعنې اوبۀ مو خپلې دي، خو د پلاسټکي بوتلې پۀ دېرش، پنځوس، سل روپۍ وغېره اخلو. دا رنګه د سیندونو د سخا کولو سره مو د مهيانو پېداوار راکم شو او د سيمې پۀ قدرتي حسن مو بده اغېزه پرېوته. دلته دا خبره پۀ پام کښې نيول غواړي، چې د بجلۍ د پېداوار لپاره غټ بندونه اړين وي، د کوم پۀ لاره کښې چې د پټروليم زوروره مافیا خنډ دے او زمونږ واکمن پکښې پوره برخمن دي.

بل مثال د کرومائټ، ګرېنائټ، نېپرائټ، مرمرو او يو شمېر نورو ارزښتناکو کاڼو هم دے۔ پۀ دې حواله پوهاند پروېش شاهين صېب وائي چې د نړۍ زياتره ځمکه کنستلې شوې او تشه کړې شوې ده، خو د پښتنو هېواد لا ډک پک پروت دے. لکه د مثال پۀ توګه د چين د ماهرينو د يوې سروې ترمخه فقط د‌ مومند ضلعې د زيارت کدان لږ تر لږه د يو نيم سل پورې پېداوار ورکولے شي او هغه هم هله چې کنستل ئې پۀ نوې ټکنالوژۍ سره پۀ ډېره زياته پېمانه وي. زمونږ د خاورې د قيمتي کاڼو د ارزښت مثالونه هم داسې دي، چې سړے ورته ګوته پۀ خلۀ شي. د جواهراتو د يو سوداګر ترمخه څۀ وخت وړاندې د ضلع مردان د کاټلنګ پۀ يو کدان کښې د کرمې ګوتې پۀ مقدار يو کاڼے (Topaz) موندلے شوے ؤ چې وړومبے پۀ دوه کروړه او بيا د نټ د لارې يو افغان جوهري د امريکا پۀ يو سوداګر پۀ اتۀ کروړه خرڅ کړو. اوس نو اندازه ولګوئ، چې زمونږ د خاورې خېټه د کومو کومو ملغلرو نه ډکه ده. خو وړومبے ئې راويستل زيار او اوزار غواړي، او کۀ څوک ئې لږ ډېر راوباسي نو هم ئې اولس ته ګټه د نشت برابر ده، ځکه چې دغه ټول عمل ( د ليز نه تر ټرانسپورټېشن) مقتدر قوتونه د خپلو اېجنټانو پۀ ذريعه کوي. عام وګړے د دې نه بې خبره او بې برخې ساتلے شي. ځکه خو رحمت شاه سايل صېب وئيلي دي…

زما وطن د سرو او سپينو ډک دے

زۀ مزدورۍ پسې بهر ګرځمه

د پښتونخوا ځنګلونه هم د دې ځاے د ترقۍ يو بل ضمانت دے او دا د الله تعالی پۀ مونږ يو غټ نعمت دے. دا پۀ يو وخت کښې بلها ګټې لري، لکه پۀ خرڅولو ئې نغدې روپۍ راځي، غرونه پرې ښکلي وي او داسې سېلګر ځان ته راکاږي، د باران سبب جوړېږي، ځمکه د نړېدو نه بچ ساتي، د ماحول نه خېچنوالے ختموي، ځناورو او مرغو ته د اوسېدو ټاټوبي برابروي، د غذايي زنځير ذریعه ده او داسې نورې ګټې. اوس نو زمونږ سره ستونزه دا ده چې ونې پريکوو، خو د نورو د کرلو او خصمانې فکر مو نشته. او کومې چې پريکولے شي، نو پۀ غېر قانوني توګه سمګل کولې شي، داسې زياتره ګټه ئې د ځنګلونو د محکمې او نور انتظامي افسران خپلو کښې وېشي. پۀ دې اړه کۀ يو خوا د غلا مخه نيول دي، نو بل پلو د اولس د مرستې نه پرته د ونو بوټو بقا ډېره ګرانه ده. کۀ څوک پۀ دې اړه زمونږ غفلت معلومول غواړي، نو د ظهيرالدین بابر د تزک بابري متعلقه برخه دې ولولي چې دا سيمه د نن نه پېنځۀ سوه کاله اګاهو پۀ ونو او ځنګلي ځناورو څومره شتمنه وه.

زمونږ سره د سېلګرۍ ځايونه د دې سیمې د پرمختګ او اقتصادي خوشحالۍ يوه اهمه ذريعه ده، خو د دې نه د پوره ګټو پورته کولو لپاره امن ته اړتيا ده، کومه چې د رياست ذمه واري ده. ترڅنګ ئې د اولس پۀ ذمه وارو کښې د مېلمنو سره مهذبه او د انصاف رويه، د ماحول پاکي وغېره دي.د صحافي بلال غوري د يو ليک تر مخه پۀ سوئټزرلېنډ کښې فقط د غرونو شپږ وړې غونډۍ دي او هغوي پرې د سېلګرۍ پۀ مد کښې اربونو کهربونه ډالره ګټي او زمونږ پۀ صوبه کښې د دغې څو چنده لوړې دېرش د غرونو څوکې دي خو ګټه مو ترې تش پۀ نوم ده.

د هندوستان ښکلې ودانۍ تاج محل ته فقط پۀ کال دوه زره اووم کښې څۀ اتيا لکهه سېلګري راغلي وو، نو اندازه ولګوئ چې دوي به دغلته څومره دولت پرېښے وي. د سېلګرۍ پۀ حواله زمونږ د صوبې او ملک لرغوني اثار هم يوه بېش قيمته پنګه ده او هغه داسې چې دلته د يادو تهذيبونو لکه ګندهارا، پشکلاوتي او يو شمېر مذهبونو لکه بدهـ مت، سيکھ مذهب، هندوازم وغيره اثار او مقدس مقامات شته چې د ټولې نړۍ نه د ذکر فکرونو پېروکار، مينه وال او څېړنکار راښکلے شي، خو د دې لپاره به د امنيت وضع برابرول وي. پۀ دی اړه د نيپال مثال زمونږ مخې ته دے چې د بدھ مت ټول اثار ئې خوندي دي او اقتصاد ئې پرې ولاړ دے. بل خوا طالبانو پۀ خپل تېر دور کښې د باميان مجسمې پۀ بارودو والوځولې او هېواد ئې د يوې ارزښتناکې پانګې نه محرومه کړو.

د يوې سېمې پۀ پرمختګ کښې د هغه ځاے تجارتي لارې هم اهم کردار لوبوي. د ډان اخبار د يو مضمون تر مخه د افغانستان سره پۀ ډيورنډ لائن درې سوه او شپږ دېرش کنډاوونه ( Crossing Points ) دي او داسې پۀ کښې يو شمېر غټې لارې لکه ګوسړۍ ضلع مومند، نواپاس، غاښي پاس، لېټۍ پاس ضلع باجوړ، غلام خان وزيرستان وغېره دي د کوم پۀ پرانستلو چې د دې ځای د اولس تقدير بدلېدے شي، خو لۀ بده مرغه د دې ځاے پۀ اولس د الله تعالی دا غټ نعمت د بې منطقه سیاست ښکار دے.

د خپلو وسيلو سم پکارولو لپاره د نېدرلېنډ دا مثال پوره دے، کوم چې د ګلونو د دولس سوه نه واخله تر پنېځلس سوه پورې قسمونه ټوکوي او اربونه ډالرې پرې ګټي. هم دا رنګه هالېنډ، اېکوډار، کولمبيا، کېنيا وغېره هم د ګلونو پۀ برامد (بهر ته پۀ استولو) يوه غټه سرمايه تر لاسه کوي.

د دې ټول بحث نچوړ دا راوځي چې کۀ مونږ پرمختګ کول غواړو نو خپلې وسيلې به پۀ کار راولو، ځکه چې ترقي د بهر نه، نۀ راځي، دا هر چرته موجود وي خو راسپړدل غواړي. خالق کائنات پۀ نعمتونو کښې د هر چا برخه کړې ده، خو د هغې راسپړدل او سم کارول پۀ مخلوق پورې اړه لري.