د مثبت پښتون کلتور په وده کښې د خدائي خدمتګارانو خدمات–علي يوسفزے

دا ليکنه شريکه کړئ

په انساني ټولنه کښې کلتور بنيادي حېثيت لري ۔ په کلتور کښې مونږ د يوې ټولنې مجموعي عکس لېدې شو ۔ لکه په يومخصوصه جغرافيه کښې د هغه ځاې د اوسېدونکو خلکو د ناستې پاستې، مړي ژوندي، غم ښادۍ، ژوند ژواک، لوبو، تاريخ، سياست، وهمونو، علاجونو،دم درود، فولکلور، موسيقۍ، ګډا، جرګې مرکې، مينې، جنګ، عبادتونو او عقيدو ته کلتور وئيلې شي ۔ ELIOT T۔S۔د کلتور د تعريف په اړه ليکي چې “د يو خاص ډلې په يو ځاې په ګډ ژوند تېرولو طور طريقو ته کلتور وائي ۔” کلتور ته په انګليسۍ کښې کلچر اردو، عربي او فارسۍکښې ثقافت وئيلې شي، په پښتو کښې دغه کلمه کلتور مروج ده ۔ په لنډه توګه مونږ داسې وئيلې شو چې کلتور يو ډېر جامع مفهوم لري ۔

کلتور څۀ منجمد تصور نۀ دې يا داسې وئيلې شو چې کلتور پر يو ځاې ولاړ نه وي ۔ د يوې ټولنې کلتور مثبت او منفي دواړه اړخونه لري ۔ کلتوري بدلونونه که مثبت اړخ ته لاړشي نو ټولنې ته ښېرازه او سوکاله ژوند ورکړي، او که بيا منفي لور ته لاړ شي نو ځان سره د ټولنې د پاره خرابيانې او بدمرغيانې هم راوړي ۔کۀ د پښتنو کلتور د شلمې پېړۍ خواؤشاه وګورو نو په مجموعي توګه د پېرنګيانو د راتګ سره په پښتني کلتور ډېرې اغېزې اوشوې چې بلها ډېر ستونزمن اړخونه ئې لرل ۔ د سماجي ژوند معيارونه ئې راپرېوتي وو، چې په نتيجه کښې پښتانۀ ډېر زيان سره مخ شو۔

د يو شمېر تاريخي شواهدو له رويه داسې څرګندېږي چې دپېرنګيانو له راتګه وروستو د پښتنو د سماجي ژوند اډاڼه لا پسې برباديو او خرابيو ته مخامخ شوه ۔ پېرنګي استعمار د پښتون کلتور بنيادي اډاڼه وژړکوله د پښتنو د اشتراکت تصور ته ئې سخت تاوانونه ورسول، پښتانۀ ئې په ډلو ټپلو تقسيم کړل، د خانزم او سرمايه دارانه دروغجن نظامونو د ودې او پرمختګ د پاره ئې بنيادي کارونه ترسره کړل ۔ په پښتني ټولنه کښې ئې د غېرضروري مذهبي بنيادپرستۍ او ترهګرۍ تخم وکرلو ۔ ملا او ملک ئې د ټولنې بيل کړل ۔ پښتون ئې په نسلي او ژبني توګه تقسم کړو۔ د دغه دور تکړه ليکونکې خدائي خدمتګار ماسټر عبدالكريم داسې ليکي:

“د پېرنګي د راتلو نه مخكښې په دې ملک كښې سمه دمه مسلماني وه پښتانۀ ټول يوشان خلک وو۔ لوې وركوټې پكښې نۀ وۀ ، د خان غريب كۀ د كار په مخكښې فرق ؤ نو ؤ به، لېكن په غم ښادۍ، په راشه درشه، زيست روزګار، كلي اولس او اختر شوقدر كښې هېڅ فرق نۀ ؤ۔ هر چا به شډله خامتا اغوستله، هر سړي به په كټ كښې ناسته كولې شوه په چم ګاونډ كښې خو زمونږ د يادو خلكو نمړۍ يوبل سره نيموله، كار بېګار، رعب داب چيلم څوكۍ زور زياتې او ربړول تنګول چا پېژندل هم نه۔ هر پښتون به بل پښتون ورور عزيز ګڼلو۔”1

د دغه دور يو بل ليکوال د خدائي خدمتګار غورځنګ فعال غړې فضل الرحيم ساقي هم په خپل اثر “خدائي خدمتګار تحريک” کښې دا ډول ليکي:

“د خدائي خدمتګار تحريک د شروع کېدو نه وړاندې د پښتنو اخلاق هم هغه هومره غورځېدلي وو لکه چې د جاهليت په دور کښې د عربو وو ۔ مړزان به هر چا ساتل او جنګول په هر کلي کښې به کاړې وې سونه روپۍ به پرې کښېودې شوې ۔ او لوې لوې جنګونه به هم کېدل ۔ تربور به لوې دښمن ګڼلې شو او په نۀ څۀ خبره به ئې يو بل وژل ۔ “2

کله چې استعماري قوتونه يو قام محکوم ساتل غواړي نوتر ټولو مخکښې د هغې قوم په ټولنيز کلتوري ژوند ګزار وکړي ۔ لکه څنګه چې پېرنګيانو د پښتنو د ضابطه حيات پښتونولۍ د منفي وړاندې کولو لپاره هڅې وکړې ۔ چې له کبله ئې پښتانۀ په جنګ، توره، بهادرۍ،غيرت، بدل تروبورولۍ،بې اتفاقۍ، بې سوادۍ،خان بهادرې، منصب دارۍ، بې روزګارۍ، رشوت خورۍ، چاپلوسۍ، خوشامندۍ او نورو ډېرو داسې منفي کړووړو کښې ښکيل شو۔ او بيا مستشرقېنو کښې الفنسټن، ارترګنولي، ،ګاډفري تهامس ويګني او چارلس مېسن په خپلو ليکونو کښې د پښتون عکاسي د سخت خويه، جنګيالي او وحشت ناک په نوم وړاندې کړه ۔انګرېزي استعمار په مستعمره پښتونخوا او هند کښې پښتانۀ او د هند اوسېدونکي غېر مهذب وبلل ۔ دوي نورې نړۍ ته د پښتنو کلتور داسې وړاندې کړو چې دوي تورزن او بهادر خلک دي چاته خپل بدل نه پرېږدي ۔ د دوي په لاسو کښې تل توره او ټوپک وي دوي په اسلام کۀ پوهېږي نه خو مئين دي خپل سر پرې قربانوي او داسې نورې زياتې خبرې چې په حقيقت يو شان دي او د دوي په ليکنو کښې بل شان په نظر راځي ۔ پېرنګيانو د خپلې استعماري قبضې د جواز د پاره دې بې بنياده پروپيګنډې ته دوام ورکړې ؤ چې مونږ غېرمهذبه اولسونو ته تهذيب ښايو او د دوي د پرمختګ لپاره کوششونه کوو۔ دوي ته لوې خنډ پښتني کلتور ؤ حکه دوي غوښتل چې پښتانۀ څومره زر له خپل کلتوري رېشو نه وشلوي دومره به په پر دوي حکومت کول اسانه شي ۔ هم دا وجه وه چې د دوي پر کلتوري اړخونو ئې سخت ګزارونه پېل کړل، پښتني ټولنه ئې ورو ورو سماجي انتشار سره لاس و ګريوان کړه ۔ د پښتنو ټولنيز ژوند ئې د يو شمېر مسلو سره مخ کړو، چې خدائي خدمتګارو مخکښانو ته پر وخت د دې سازش اندازه وشوه او دا کوشش ئې پېل کړو چې پښتانۀ د نوي دور په تقاضو خبر شي چې له خپل کلتور څخه غېر ضرروي او منفي دودونه ختم کړي او په ځاې ئې مثبت کلتور ته دوام ورکړي ۔ د خدائي خدمتګارو تر ټولو اول د قام د بچو د پوهې، شعور، علم او هنر عام کولو لپاره قامي مدرسې او سکولونه پرانستل چې پښتون نوي نسل ته ئې د يو داسې مثبت کلتور رده کښېښوده چې نن هم د دې ګټې پښتنو ته رسي ۔ ډاکټر وقار علي شاه کاکا خېل ليکي چې:” باچا خان او خدائي خدمتګار عملي خلک وو ـ دوي خپلې لوڼه ، خوئندې د تعليم په رڼا روښانه کړي او دا هم د دې لوئې جذبې برکت دې چې نن په پښتنو مېرمنو کښې د علم پوهې هېڅ کمې نشته او د ژوند په هر مېدان کښې دوي د خپلو نارينوو سره يو شان ګامونه پورته کوي ۔”3

د خدائي خدمتګارو په کلتور کښې پښتون بې کاره بې روزګاره نۀ ؤ لکه چې مخکښې به “تجارت پښتنو ته شرم ښکارېدۀ په تجارت باندې هندوانو قبضه کړې وه ۔ پښتانۀ به اکثر د دوي د سود لاندې وو۔ جائيدادونه به ئې واخستل د ښځو کالي به ئې ورسره ګانۀ پراته وو۔”4 د دوي په کلتور کښې خپل کار کسب په خپله کول او خپل معاشي ژوند مضبوطول ؤ۔ دوي د پښتنو د ذهنونو نه منفي خيالات ختم کړل چې په کسبګرو پورې د پروپېګنډې په توګه مشهور ؤ ۔ خان عبدالولي خان په ليکي چې:

“هغه وخت به دا خبره مونږ ته ډېره ناشونې ښکارېده چې باچاخان به وې چې زمونږ په ملک کښې دا په جولاګانو پسې ټوقې او قيصې چې مشهوري دي ۔ دا د پېرنګي په وېنا مشهورې شوې دي ۔ چې خلک د وطن خپله جامه پرېږدي، او د پېرنګيانو د کارخانو جوړې کړي جامې اغوندي ۔ او بله دا چې هغۀ پښتون ته وې تجارت ته مخه کړئ ۔”5

هم دا وجه وه چې پښتنو د تجارت خوا ته پام شو خپل کر کرونده ئې خپله شروع کړه، خدائي خدمت ګارو غړو به کډۍ په خپلو کيمپونو کښې لګولې وې او د دې زده کړه به ئې پښتنو ته هم ښودله ۔ ډاکټر صادق ژړک په خپله پې ايچ ډي مقاله کښې په دې اړه خپل نظر داسې وړاندې کړې دې : ” ما په خپله چارسده کښې څو ځايه ليدلي دي چې M۔SC پاس ځوان په چارسده، سرډهېرو او نوروځايونو کښې له خپل پلار سره په دوکان کښې څپلۍ جوړوي ۔ په رځرو کښې M۔SC ياM۔A پاس ځوان په کډۍ کښې کپړا جوړوي ۔ د پښتنو په پښتونواله کښې يو ډېر لوې بدلون وو چې د باچاخان په برکت راغلو۔”6

دغه شان د تحريک غړو هغه طبقاتي تضادات له مېنځه يوړل کوم چې د کسب ګر او پښتنون په مېنځ کښې نفرت پېدا کړې ؤ۔ باچاخان به وئيل چې کسبګر زمونږ د ټولنې او کلتور يو اهم غړې دې که چرې زمونږ د ټولنې داسې خلک ورک شي نو زمونږ معاشي ژوند به له پسې خراب شي او د پېرنګيانو کارخانو ته به کښېنو۔ هم دا وجه وه چې کسبګرو ته ئې په خدائي خدمتګار تحريک کښې تر جرنيلۍ پورې عهدې ورکړې ۔ زمونږ د صوابۍ کلابټ کلي جرنيل عنوان الدين کاکا چې جولاګان ؤ خو په خدائي خدمتګار تحريک کښې په لوړه څوکۍ ناست ؤ چې داسې په زرګونو مثالونه شتون لري ۔ په دې کسب ګرو کښې چمياران، لوهاران، اينګران، دهوبيان، زرګران، شاخېلان، ډمان، نايان، مولايان، درزيان، زمينداران او نور ډېر شامل وو۔

د خدائي خدمتګارو په کلتور کښې جرګه د پېرنګيانو په خوښه نه وه چې په پښتنو په ټولنه کښې بې انصافي عامه کړي ۔ هغوي جرګې د قامي ستونزو د ختمولو لپاره جوړې کړې چې د پښتونولۍ اصل تصوير ته ئې ښکلا ورکړه ۔ نورلاامين يوسفزې وائي”جرګه چې به کېده نو د قام د روغې جوړې به کېده چاته د نقصان رسولو امکان هډو هم نۀ ؤ۔ هم به جومات کښې هم د قام د ازدۍ لپاره جرګې کېدې او په حجره کښې هم ۔”7 ۔۔۔۔۔۔۔خدائي خدمتګارو د غصې، تشدد،جنګ،انتهاپسندۍ،سخت دريزۍ په خلاف د امن، مينې او عدم تشدد کلتور عام کړو ۔ هغه پښتانۀ چې د هندوستان نورو قامونو به ورته جنګ پرسته،سخت خويه او پرتشدده وئيل، هغوي چې خدائي خدمتګاروسره پخپله مخ شول د دوي د ډسپلن او عدم تشدد نه دومره متاثره شول چې ګاندهي جي، پيارې لال، ډي جې ټنډولکر، اټرچند او نور ډير هندوان ئې په خپله په صفت کولو مجبوره شول ۔ خدائي خدمتګارو د توري او ټوپک کلتور په ځاې د عدم تشدد، پوهې، تعليم، قلم اوکتاب کلتور ته وده ورکړه ۔ د خدائي خدمتګارو په کلتور کښې د عربي کلتور نومونه ايښودل نۀ وو بلکې خپلو بچو ته به ئې د پښتو درانۀ او د مطلب نه ډک نومونه کښېودل چې د ماشومانو په ورستو ژوند کښې مثبتې اغېزې څرګندې شي او په سمه توګه د خپلې پښتتونولۍ سره اشنا شي ۔ ځکه چې نوم د يو ماشوم په شخصيت ډېر اثر کوي ۔ دوي خپلو زامنو ته لکه پير روښان، خوشحال خان،دريا خان، ايمل خان، باتور، توريالې، لښکرخان،سباؤن، سنګرخان، هيواد، لمر، ځيکر، اختر ، شهزاده، ګلاب، ودان، او داسې نورې نامې غوره کړې ۔ په جينکو نومونو کښې ګل ورېنه، ګل پاڼه، ګل څانګه، سپوږمۍ، ګلالۍ، ګل غوتۍ،ودانه، ميمونه، ملالۍ، شيربانو، ښکلا، سبا، رڼا، سومېرا، درخانۍ، ګل ناز، نيازبينه، ياسمين، زيبا، ګل رخ، شازيه،ناديه، رېشمېنه او نور، چې پښتنو په کلتور کښې يوه ګټه وره مثبته اغېزه وه ۔ دغه شان خدائي خدمتګارو په مړو سقاط، خيرات، صابونه وېشل، يو بل ته د مړي مال بخښل د اسلام او پښتو خلاف کار ګڼلو، باچاخان به ورته وئيل چې په مونږ کښې دا خراب عادتونه خودغرضو خلکو راوستي دي ۔ خدائي خدمتګارو به د پښتنو اصلاح کوله چې تاسو ولې په مړو عبث تاوانونه کوئ او په قرض پېسې اخلئ ۔ “په کومه مفلسۍ او بربادۍ کښې چې زمونږ روڼه پراتۀ دي هغه هر چاته معلومه ده دا به هر څوک مني چې تر ډېر حده مونږ د خپلې غريبۍ په خپله زمه دار يو ۔ غلطو رواجونو بې ځايه خيراتونو او بې ځايه تاوانونو زمونږ پښتانۀ په ډېر لوې کړاؤ کښې اچولي دي ۔ ۸۔ فضل الرحيم ساقي په خپل شعرونو کښې هم دې لور ته اشاره کوي او دغه ناسم رواجونه غندي چې د پښتني کلتور منفي دود دې ۔

زمونږ کور به تاله کېږي په دې سقاط تر څو
رواج به مشر وي زمونږه د خيرات تر څو
د مړي کور کره خو درې ورځې خواړۀ منع دي
تاته به پروت وي د وړومبې ماه سوغات تر څو
په پښتنو کښې تر اوسه خلک زيارتونو ته ځي په پېرانو باباګانو، کوډې تعويزونه کوي ولې پخوا زمانه کښې دا رواج ډېر ؤ،خدائي خدمتګارو د پښتنو مخه د زيارتونو په ځاې قامي غونډو ، جلسو ،مشاعرو او سټيج ډرامو په لور کړه دا نۀ چې زيارتونه ښۀ ځاې نۀ ؤ ـ بلکې دلته د پښتنو غېر ضروري رواجونه ښۀ نۀ شو ګڼلې ۔ دغه کلتور د پښتنې کلتور له رواياتو سره سمون نۀ خوړو ځکه چې دغه وخت پښتانۀ له نورې پرمختللې نړۍ ورستو او محکومه وو۔ د دې په ځاې ئې پښتانۀ د خپلو فنونو سره اشنا کړل ۔ په سټيج ډرامو کښې ئې د دوي د ژوند او د محکومۍ په ژوند کښې راپېښې ستونزې وړاندي کړې ۔ چې کله به په کليزه مشاعره کښې ډرامه اوشوه نو د چاپېره علاقو نه راغلي پښتانه د خپل در په درۍ ژوند نه خبر شول او د خپل پښتني کلتور په اصل روح به پوهه شول ۔ په دې ډرامو کښې درې يتيمان، خوږ ژوندون،خدائي خدمتګار،شهيده سکينه،جونګړه،کاروان،درد مشهوري ډرامې دي ۔ چې د په پښتو کلتور کښې د ډرامې اغاز ؤ چې نن ئې ډېره ترقي کړې ده او پښتون کلتور عکاسي ئې په سمه توګه کړې ده ۔ خو د بده مرغه نن د پښتنو خپل ټي وي نشته چې داسې معياري ډرامې نشر کړي ۔ د يو سازش د لاندې نن په پښتو او اردو زياتره ډرامو کښې د پښتون عکاسي په ډېر په غلط انداز کېږي چې نړۍ ته د پښتون کلتور تشريح په بل ډول وړاندې کوي ۔ بل د خدائي خدمتګار تحريک د راتګ سره د شاعرانو په خيالاتو او افکارو کښې هم بدلونونه راغلل ۔ په شاعرۍ کښې د ګل او بلبل، د خانانو او نوابانو د مدحو او قصېدو په ځاې شعر د قام د درد او ټولنيزو ستونزو ترجمان اوګرځېدو۔ د قامي او انقلابي شاعرۍ په ذريعه پښتون اولس ته د بېدارۍ نغمې وړاندې شوي ۔ چې په پښتني کلتور کښې يو مثبت اقدام ؤ۔ په پښتو نثر کښې هم په بېلابېلو موضوعاتو ليکل شروع شو۔د پښتنو تاريخ په سائنسي بنيادونو باندې وليکل شو چې پښتانۀ د خپل تاريخ او کلتور نه په رېښتېنې توګه واقف شي ۔ پښتو افسانه کښې د حيقي ژوند ترجماني اوشوه ۔ د خپلو سفرونو حالات او واقعات په سفرنامو کښې خوندي شو۔ چې د پښتو ژبې او کلتور په ځولۍ کښې رنګارنګ ملغلرې ځاې شوې ۔د مصورۍ، مجسمه سازۍ، خطاطۍ او موسيقۍ په مېدان کښې هم خدائي خدمتګارو خپل هنرونه وړاندې کړل ۔ عبدالغني خان د شاعرۍ او نثر سره سره په مصورۍ او مجسمه سازۍ کښې د خپل لاس په هنر د خپل فن عکاسي وکړه او نوي نسل ته ئې هم د دې فنونو دعوت ورکړو۔ سوره چې په پښتني کلتور کښې يو منفي دود ؤ، که يو خوا به پکښې د دوه خاندانونو جوړه اوشوه خو بل اړخ ته به د هغې زنانه ژوند په تکليفونو او پېغورونو کښې تېرېدو کومه به چې په سوره کښې د دښمن کورته راغلې وه خدائي خدمتګارو دا کار ناسم ګڼلو ۔ هغوي د پښتنو دښمنۍ او تربګنۍ بغېر د سورې ورکولو نه ختم کړې ۔ هم دغه رنګ ئې پښتني کلتور ته ښکلا ورکړه او ښځو ته ئې درناوې ورکړو۔ تر دې په ولور اخستو ئې پښتانۀ د دې نه منع کړل ـ باچاخان وائي چې ” زما په ګمان چې زما سخر يار محمد خان اولنې خان ؤ چې په لور ئې روپۍ وانۀ خستې هغۀ وخت خان به ؤ که غريب د خور لور په سر به ئې پېسې اخستې ـ دا رواج خلکو ته بد نۀ ښکارېدو نن هم پښتانۀ د خور او لور په سر پېسې اخلي خو خلک ورته بد وائي۔”10 ۔ مخکښې داسې ليکي : “په اسلام کښې د خور او لور په سر پېسې اخستل لويه ګناه ده ـ بلکې اسلام خو خويندو او لوڼو ته د پلار ، مور او ورور په ميراث کښې برخه ورکوي”11۔ هغوي پښتنو ښځې په خپل تحريک کښې د ځان ملګرې کړې او د سړو سره سره ئې يو برابر اوګڼلې ۔ د مېرمنو په ورستو پاتې والي ئې په پښتون مجله کښې ليکل هم اوکړل ۔ او ښځو ته ئې هم په دغه اړه د ليکلو بلنه ورکړه چې تاسو په خپلو ستونځو مضمونونه وليکئ ۔ خدائي خدمتګارو پښتني کلتور کښې هغه صنفيي امتيازات ختم کړل کومو چې د مودو مودو نه د پښتون کلتور اډاڼه ګډه وډه کړې وه ۔ تر دې چې د ژبې،قوم، نسل، مذهب او رنګ په بنياد ئې د انسانانو تر مېنځه تفريق هم ختم کړو۔ په خدائي خدمتګار تحريک کښې هندوان او سکهان هم شامل وو۔ او نن هم د هغې په تسلسل کښې شتون لري ۔ په موجوده وخت کښې د عوامي نيشنل ګوند په مرکزي کابينه کښې ډاکټر محرب معيز اعوان د خواجه سرا مرکزي سيکتر ه عهده لري ۔پښتنو کښې ډېره لويه خامي دا هم چې د خپلو لارو کوڅو صفائي به ئې هم نه کوله۔چې کله به د خدائي خدمتګارو جرګې د دوي حجرو ته لاړې نو اول به ئې جاروګانې راويستې او د دوي حجرې به ئې صفا کړې ۔ دوي پښتنو ته ووئيل چې خپل ځان هم صفا ساتۍ او خپلې لارې کوڅې هم ۔ او داسې نور ناوړه او منفي عادتونه چې د پښتون کلتور عکاسي ئې نورې نړۍ ته تته وړاندې کوله ۔ د دې په متبادل کښې خدائي خدمتګار تحريک ستره مبارزه وکړه او پښتني کلتور ئې د ښکلا سمبول وګرځولو۔

حوالې

  1. پښتون، ماسټر عبدالکريم ،خبر لوثې، 9 جنوري، كال 1946ء، مخ 8
  2. فضل ارحيم ساقي، خدائي خدمتګار تحريک ، مخ 33
  3. وقار علي شاه کاکا خېل ، پښتنې ښځې او د قام خدمت ، مخ ۱۷
  4. فصل الرحيم ساقي،خدائي خدمتګار تحريک، مخ۵۹
  5. خان عبدالولي خان، باچاخان او خدائي خدمتګاري، وړومبې ټوک، چاپ ځاې : کوهاټ روډ پېښور، ۱۹۹۳، مخ ۷۰
  6. ډاکټرصادق ژړک،پښتونواله (جغرافيايي،کلتوري،تاريخي او عصري چېړنه) پښتو نړيواله مرکه،۲۰۱۷ء، مخ۲۹۴
  7. نورالامين يوسفزي سره مرکه ، ۲۱ ستمبر،۲۰۲۴ء
  8. پښتون ،پښتانۀ او د مړو شپه،عبدالغفار، فروري ۱۹۳۰ء، مخ ۱۵
  9. پښتون،اتمانزۍ،ساقي فضل الرحيم، په سود د اسقاط، ۱ جون ۱۹۳۹ء، مخ ۴۱
  10. عبدالغفار خان، زما ژونداو جدوجهد، باچاخان ريسرچ سنټر، باچاخان مرکز پېښور، جنوري ۲۰۲۵ء، مخ ۶۰
  11. هم دغه اثر، مخ ۶۱

نورې ليکنې۔۔۔