Structure, Chance and Choice for Abdul Ghaffar Khan and Khudai Khidmatgars – ډېمن لېنچ – ژباړن: بېدار اصلزے

د عبدالغفار خان او خدائي خدمتګارو جوړښت، موقع او انتخاب

https://www.researchgate.net/publication/237294121

د مذهبي عدم تشدد د مبارزې پۀ تشکيل کښې عبدالغفار خان (1988-1890) او نور خدائي خدمتګاران مونږ سره د جوړښت، موقعې او انتخاب ښۀ مثالونه دي. خدائي خدمتګار تحريک پۀ عدم تشدد ولاړ يو داسې منظم تحريک ؤ چې د نولس سوه دېرشم نه نولس سوه شپږ څلوېښتم تر منځ ئې د لس زرو نه زيات خدائي خدمتګاران لرل کومو چې پۀ شمالي مغربي سرحدي صوبه چې اوس د پاکستان برخه ده، کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد کاميابه مبارزه کړي وه.

د پښتنو د ټولنې جوړښت(Structure) :

جغرافيائي جوړښت:

پښتانۀ )چې د ‘پشتون’ او د ‘پټهان’ پۀ نومونو هم پېژندګلو لري( ]د پاکستان[ شمالي مغربي سرحدي صوبې او د افغانستان پۀ مشرق کښې اباد دي. د دواړو غاړو پښتنو تر منځ پۀ جغرافيائي توګه دا سيمه د هغه تېرو او دنګو غرونو ترمنځ وېشلې شوې ده کوم چې پۀ خپله سينه کښې تاريخي درې لري چې يوه پکښې د خېبر دره هم ده؛ هم دې جوړښت د دوي ژوند ژواک پۀ دوه ډوله پۀ خپله اغېزه کښې اخستے دے.

اول خو دا چې دې جوړښت پښتانۀ پۀ برخو کښې وېشلي دي او دوه غټې ډلې ئې پکښې را منځ ته کړې دي – یوه ډله هغه چې پۀ غرونو کښې اباد دي چې ورته قبائل هم وئيلے شي او بله ډله هغه چې د پښتونخوا پۀ سمې اباده ده. پۀ دې قبائلو کښې پنځلس سترې قبيلې دي چې ځینې مشهورې پۀ کښې اپريدي، شينواري، ملاګوري، شلمان، مومند، وزير، مسيد او ارمړ دي )حسين، 2000، مخ (17-8. قبائلي سيمې سېوا د قبائلو نه کله هم پۀ بشپړه ډول د چا د واک دلاندې نۀ دي راغلې، تر دې چې د پېرنګي د واک لاندې هم نۀ. د دوي ژوند ژواک اوس هم پۀ سمه اباد پښتنو نه ډېر بدل دے؛ نن هم پۀ دوي کښې د ښځو د تعليم شرح يو فيصد ده او هم داسې ځینې قبائل د شوکو او ډاکو د پاره بدنام دي. پۀ سمې اباد پښتانۀ د دوي نه لږ پۀ ښۀ حالت کښې دي ځکه چې د کرکروندې د پاره زمکه او د ښارګوټو ژوند ورته پۀ برخه دے چرته چې دوي خپل ټولينز اقتصادي حالت ښۀ کولے شي او قبائلي شناخت ورته دومره اړين نۀ دے.

دوېمه دا چې هر تجارت کوونکي او يلغار کوونکي د پاره د خېبر دره د منځنۍ اېشياء نه هندوستان ته د داخلېدو يوه مهمه لار وه او هم داسې پۀ هندوستان باندې د واک کوونکي هر طاقت د پاره د ستراتيژيک ارزښت د وجې دا سيمه ډېره مهمه وه. د پېرنګي استعمار هم ځکه د نور هندوستان برعکس دې سيمې سره رويه لا سخته وه او پۀ هېڅ ډول ئې پښتانۀ يو موټے، منظم او تعليم يافته نۀ غوښتل. پېرنګي استعمار خپل تخت و تاج پۀ خصوصي توګه د روسيانو نه پۀ امان ساتل غوښتو او ځکه ئې د پښتنو دا سيمه او بيا پۀ خصوصي توګه قبائلي سيمه د روس پۀ خلاف د بفر زون پۀ توګه وکاروله )ايسوارن، (2000. پېرنګي د ‘ډیوائډ اېنډ رول’ د ټېکټک تر مخه قبائلي سيمو کښې د ګډ برياليتوب هڅه وکړه او د سمې د پښتنو را تګ ئې ممنوع وګرځولو کومو چې به د دې اولس سياسي روزنه کوله چې يوه ښه بېلګه ئې باچا خان پۀ خپله دے – کله چې هغۀ د پښتنو د منظم کولو د پاره مبازره پېل کړه، سکولونه ئې جوړول او خلق ئې سياسي کول نو د هغۀ قبائلي سيمو ته تګ ممنوع شو او داسې پېرنګي استعمار غوښتل چې هغه يوې غاړې ته کړي.

ټولنيز اقتصادي، سياسي، مذهبي او کلتوري جوړښت:

پښتانۀ چې تل خپلواکه ژوند غوره کوي نو تل ئې د دې د پاره هڅې کړي او د دوي تاريخ د دې ګواه دے چې دوي پۀ دې لړ کښې تل پۀ خپلو لاسو جوړ ټوپکونه او پېشکازې کارولې دي. پېرنګي هم پۀ دې غرونو کښې خپل ډېر تکړه فوځيان بائيللي دي نو ځکه هم پېرنګے پښتنو ته پۀ زړۀ ډک ؤ او هرې ناروا نه ئې ډډه نۀ ده کړې، تر دې چې لۀ اسمانه ئې بمباري هم ورباندې کړې ده.

تېرې پېړۍ پورې د پښتنو ټولنه د استعمار پۀ لاسو کښې وه چې يوه متشدده، د عدم استحکام ښکار، د توهماتو ډکه، غريبه، بې څوکه او نالوستې ټولنه وه )بېنرجي، 2001، طائزے،(2002. د خلقو د زدکړو ته رسائي اسانه نۀ وه او پښتانۀ چې مسلمانان دي او خپلو مليانو ته غوږ ږدي نو هغوي به هم دوي د تعليم نه منع کول او ورته وئيل به ئې چې ‘سبق د مدرسې وائي، دپاره د پېسې وائي، جنت کښې به ځاے نۀ مومي، دوزخ کښې به غوپې وهي’. باچا خان (1969) وائي چې د دې پروپېګنډې غرض يواځې دا دے چې پښتانۀ نالوستي پاتې شي او رښتيا هم داسې ده چې پښتانۀ پۀ هندوستان کښې تر ټولو کم لوستي خلق وو )مخ (12 او هم داسې هغه زياتوي چې څو پېړۍ وړاندې اسلام تر پښتنو راوغزېدو خو ولې هغه خپله اصل معنٰي بائيللي ده.

پښتنو چې د پښتونولۍ، چې د دوي د ژوند ژواک هينداره ده، تر مخه د پېرنګي پۀ ضد مبارزه کوله خو ولې پۀ دې کښې زياتره د دوي د خپلو قدرونو جوثه بدله شوه او داسې پېرنګي پۀ دوي کښې د مرستې پۀ نوم لېنډ لارډان رامنځ ته کړل او پۀ بالواسطه توګه ئې پۀ دوي واک کول شروع کړل. داسې واک د پېرنګي پۀ ګټه تمامېدو ځکه چې ډېرو پښتنو ته به دا پته هم نۀ وه چې پۀ دوي اصل واک د هم دغه پېرنګيانو دے. د لېنډ لارډز رامنځ ته کېدو د وجې د پښتنو د ټولنې د زمکو هغه روايتي وېش پۀ بله واوړېدو او هم داسې دوي ئې د خپل شان و شوکت او د مال و جائيداد د ساتنې پۀ منډه کښې بوخت کړل چې چرته به دوي ته د زيات افرادي قوت او د مال و زر ضروت ؤ چې خپلو سيالانو پۀ وړاندي سيالي ورباندې وکړي او دې خانانو به د ځان سره د همسايه پۀ توګه هم خلق ساتل چې د دوي د پاره د هر قسم خدمت نه به ئې ډډه نۀ کوله )طائزے، (2002 او پېرنګي جرګه هم د خپل غرض د حصول د پاره پۀ خپلو لاسو کښې ټينګه کړه )بېنرجي، 2001، مخ (45.

موقع (Chance):

طائزے وائي چي عبدالغفار خان د خپلې ټولنې پېداوار ؤ. هغه د يو خان زوے ؤ چې ترې د خان د جوړېدو توقع کېده. طائزے (2002) زياتوي چې عموماً ليډران د ټولنې لاندې نه راټوکېږي او داسې ليډران ډير کم موندلے کېږي چې خپله ټولنه د انتهائي لاندې حالت نه را اوچته کړي او د الوت جوګه ئې کړي؛ عبدالغفار خان د داسې خال خال ليډرانو نه يو ؤ – هغۀ خپل اولس ته نوې ساه ورکړه کوم چې لۀ يوې اوږدې مودې راهسې د فيوډالسټۍ پۀ بده ورځ کښې ګېر ؤ.

هغه کوم مواقع وو چې د باچا خان نه ئې دومره لوے او غېر معمولي مرام تر لاسه کولو ته چمتو کړو چې د خپل ژوند اتيا کاله ئې د خپل اولس پۀ خدمت کښې تېر کړل. دا کۀ پۀ پام کښې نۀ راتلل خو ولې د هغۀ د ټولنې پۀ جوړښت کښې شامل ضرور ؤ چې باچا خان ئې پۀ خپله مونږ ته را پۀ ګوته کوي. اولنے خو دا چې باچا خان کله چې د هندوستان ګورا پوځ کښې بهرتي کېدل غوښتل او هلته ئې دا وليدل چې د هغۀ يو ملګرے پېرنګي پۀ دي سپک کړو چې لکه د هغوي وېښتۀ ئې جوړ کړي وو؛ دې نه پس ‘هغۀ نۀ يواځې پۀ پوځ کښې د بهرتي کېدو بلکې د پېرنګيانو د هر قسم نوکرۍ خيال د زړۀ نه لرې کړو’ )خان، 1969، مخونه (21-20. دوېم دا چې هغه پلار او مشر ورور د زدکړو د پاره انګلستان ته لېږلو خو ولې مور ئې تلو ته پرېنښودو )خان، 1969، مخ (22. درېم دا چې خان برعکس د خپلو ملګرو پۀ مشن سکول کښې زدکړې کړې وې چرته چې هغۀ د مشنريانو استاذانو نه د وطن بې توله مينه هم زده کړې وه. ‘هر زده کوونکے د خپلو استاذانو نه اغېزه اخلي او هم دا وجه ده چې باچا خان هم لکه د خپلو استاذانو د خداے او د هغۀ د مخلوق مينه پۀ زړۀ پورې ټينګه وساتله” او د بره ياد شوو دوو موقعو (دوېم او درېم) پۀ حقله باچا خان پۀ خپله وائي چې ‘ما غوښتل چې انګلستان ته لاړ شم او هلته لکه د خپلو استاذانو مهذبه خلقو پۀ منځ کښې زدکړې وکړم خو ولې مور مې ما ته د دې اجازت را نۀ کړو نو ځکه مې د تلو خيال پرېښودو او د خداے او د هغۀ د مخلوق خدمت ته مې ملا وتړله’ )خان، 1969، مخونه (29-28.

هم داسې يوه بله زړۀ څيرونکي موقع چې باچا خان ئې د اولس خدمت ته وهڅولو، هغه دا ده چې کله دوي پۀ نولس سوه نهه ويشت کښې پۀ حج تللي وو او هلته پۀ حادثاتي توګه د هغۀ د ښځې مرګ وشو. پۀ دې حقله هغه پۀ خپله وائي چې ‘د ژوند د ملګرې ناڅاپي بېلتون زۀ ډېر زهير کړم خو ما بيا هم د بل وادۀ تابيا ونۀ کړه او دا پرېکړه مې وکړه چې زما پۀ زړۀ کښې بې د خپل وطن د مينې بلې هېڅ مينې ته ځاے نشته” )خان، 1969، مخ (86.

د دې ترڅنګ پۀ نولس سوه اتۀ ويشتم کښې دوه نورو موقعو هم خپل رنګ راوړو کله چې د باچا خان پېژندګلوي د ګاندهي او کانګرس سره وشوه – وړومبۍ موقع، پۀ اول وار هغۀ ګاندهي او نهرو سره د هغه تعارفي خط نه پس وليدل کوم چې د هغۀ ورور ډاکټر خان نهرو ته ورلېږلے ؤ. دوي دواړه پۀ انګلستان کښې پۀ شريکه پاتې وو او ښۀ تعلقات ئې لرل )خان، 1969، مخ (91. دوېمه موقع، پۀ هم دې کال کښې باچا خان د تحريک خلافت پۀ يو کانفرنس کښې ګډون وکړو چې پۀ کلکته کښې منعقد ؤ چرته چې مشهور سياستمدار محمد علي او د پنجابيانو ليډرانو تر منځ جګړه وشوه. يو پنجابي چاړۀ نېغه نېغه کوله چې پۀ دې وجه جګړه لا سخته شوه خو ولې دا باچا خان او ځینې نور پښتانۀ وو چې هلته ئې خلاصون وکړو )خان، 1969، مخ (99. پۀ هم دې کانفرنس کښې علي صدارتي خطبه ورکړه پۀ کوم کښې چې هغۀ پۀ هندوانو پسې بد رد ووئيل؛ د دې حالاتو پۀ نتيجه کښې باچا خان خوا بدے شو، کانفرنس ئې پرېښودو او لاړ د کانګرس پۀ يو ميټنګ کښې شريک شو کوم چې اتفاقاً پۀ هم دې وخت پۀ کلکته کښې کيدونکے ؤ. دلته هغۀ وليدل چې ګاندهي څنګه پۀ صبر او تحمل يو زلمي سره سوال و ځواب کوي کوم چې به پۀ جارحانه توګه پۀ بيا بيا مداخلت کولو. باچا خان وائي چې ‘د ګاندهي دې رویې زۀ ډېر متاثره کړم’. باچا خان سره ځینو نور پښتانۀ محمد علي ته د دې واقعې ووئيل او تجويز ئې ورکړو چې بايد دے دې هم لکه د ګاندهي د برداشت او زغم رويه خپله کړي خو علي داسې ونۀ کړل لکه څنګه چې باچا خان ترې هيله لرله او زياتي پۀ غصه شو او وې وئيل چې تاسو پۀ کښې لا څوک يئ چې ما ته ښودنه کوئ؟ تاسو وروستو پاتې پښتانۀ به اوس ما ته دا ښايئ چې ما ته څۀ کول او څۀ نۀ کول پۀ کار دي؟ )خان، 1969، مخونه (100-99. د پښتنو پۀ داسې سپکاوي باچا خان ډېر خوا بدے شو او دا کانفرنس ئې پرېښودو )خان، 1969، مخ (100.

هم داسې د نولس سوه اتۀ ويشتم دې واقعياتو بيخي خدائي خدمتګار تحريک او کانګرس د پېرنګي پۀ ضد مبارزه کښې رانزدې کړل د چا ظلمونو چې خدائي خدمتګار تحريک پۀ ډاګه سياست کولو ته ور ديکه کړے ؤ. پۀ دسمبر نولس سوه نهه ويشت کښې، کوم چې د خدائي خدمتګار د تاسيس کال هم دے، باچا خان پۀ لاهور کښې د کانګرس پۀ يوه جلسه کښې ګډون وکړو چې هغۀ سره نور هم ډېر پښتانۀ تللي وو او دا هغه موقع وه چې د خدائي خدمتګارو او کانګرس تر منځ د بشپړه تعلقاتو وسيله وګرځېده.

انتخاب(Choice) :

د پېرنګي استعمار مقابلې ته خدائي خدمتګارو د مذهبي عدم تشدد د مبارزې انتخاب وکړو. دوي غوښتل چې پۀ پښتنو کښې د دښمنيو تربګنيو او ځینې نورو ټولنيزو خاميانو اصلاح وکړي کومو چې پۀ دوي کښې رواج موندلے ؤ. پۀ دې حقله باچا خان پۀ خپله داسې وائي چې “پۀ داسې داسې وخت کښې چې پېرنګے ورځ تر بلې مضبوطېدو نو د پښتنو اصلاح ډېره ضروري وه او مونږ د خدائي خدمتګار تحريک پۀ واسطه هم دا اصلاح کول غوښتل )خان، 1969، مخونه (97-96.

پۀ داسې سخت وخت کښې چې اولس د تشدد د خپلولو پۀ چرت کښې ؤ، د دوي د عدم تشدد مبارزه غوره کول د فکر وړ انتخاب دے؛ ځکه چې پۀ داسې صورتحال کښې د عدم تشدد دپاره مېکانزم برابرول د ډېر کړاو کار ؤ خو دوي وکړو او هم داسې د دوي مخصوصه وردي او عهدې وې او د تربيت د پاره بېلابېل مشقونه. د باچا خان پۀ عدم تشدد پوخ باور د خبرو او مباحثو نه زياته پۀ عمل اډاڼه لرله او د دې فروغ ئې هم د منظمې تنظيم سازۍ او عملي جدوجهد د لارې وکړو کومه چې د ګاندهي د عدم تشدد د تعليم و تبليغ نه بدله بڼه لري – خدائي خدمتګار تحريک يوه منظمه درجه بندي لرله او لکه د ملېشې ئې خپل خپل نومونه او ذمه وارۍ هم وې چې لاندې نه بره پورې د تړون د يو منظم بندوبست غمازي کوي )بېنرجي، 2001، مخ (84. خدائي خدمتګارو به هم لکه پېرنګي د پوځ پۀ خاص موقعو پرېټونه کول او بیګلونه به ئې غږول )بېنرجي، 2001، مخ(85 .

خدائي خدمتګارو به سرې ورديانې لرلې چې پۀ ملاګانو به ئې ورسره نسواري پټۍ هم راتاو کړې وې، “د عدم تشدد لارې د ګوريلا شخړو نه بيخي بدله او بيا پښتنه ټولنه چې پۀ کښې ډېر نوښتونه شرم ګڼلے شي، خدائي خدمتګارو به لار خپله جار کوله او خپل شتون به ئې ښودلو )بېنرجي، 2001، مخ (87.

بېنرجي (2000) ليکي، “د خدائي خدمتګارو به ځانونه باوردۍ خوښ وو او هغې سره داسې ډېر رپورټونه شته چې دا دعويٰ کوي چې خدائي خدمتګار زياتره به پۀ جوماتونو کښې هم باوردي وو او تر دې چې پۀ اخترونو کښې به ئې هم دا ورديانې اغوستولې چرته چې به رواج د نوو جامو د اغوستولو ؤ )مخ (88. هم داسې هغه زياتوي چې د دې ورديانو اغوستل يواځې د دوي د پاره وياړ نۀ ؤ بلکې پۀ داسې کولو هغوي د ټولنې يو د شان والي او برابرۍ هغه قدر له ځاے ورکولو کوم چې لۀ خلقو رو پۀ رو پۀ وتو ؤ او کوم چې به د امير غريب فرق ته هوا ورکوله؛ بيا کۀ څۀ هم پۀ دې ورديانو د عهدو تر مخه غوټۍ وې خو رښتيا دا دي چې دا د پېرنګيانو د ورديانو غوټۍ نۀ وې بلکې دلته خو به د ټولنې د ډېرې لاندې طبقې خلق هم پۀ غټو غټو عهدو وو کوم چې مونږ ته دا ښودنه کوي چې نۀ د تحريک او نۀ دې ورديانو پۀ ټولنيز تقسيم کښې کومه برخه لرله او دا ځکه هم چې باچا خان داسې مسئلې له اوله پۀ پام کښې ساتلې وې )مخ(88 .

عموماً به د خدائي خدمتګارو پۀ هفته کښې يوه ورځ تربيتي کېمپ لګېدو چې پۀ کښې به د نظم و ضبط د تعليم نه علاوه جسماني مشقونه، د کلي کوڅو صفائي، د اونو بوټو کرل، د سياسي کلتور د ودې د پاره بېلابېل پرفارمنسز او پۀ شمول د باچا خان به د تحريک مشرانو تقريرونه کول )بېنرجي، 2001، مخونه (76-75. دې کېمپونو ته به ګڼ شمېر خدائي خدمتګار راټولېدل.

نتيجه:

د پښتنې ټولنې جوړښت چې کله د پېرنګي استعمار پۀ خپله اغېزه کښې واخستو نو دې نه داسې حالات او مواقع رامنځ ته شول چې باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک ئې را پېدا کړل. دا مواقع مونږ ته د ټولنې پۀ ساخت کښې ستونزې را پۀ ګوته کوي کومې چې باچا خان ډېرې ښې پۀ نخښه کړې وې. باچا خان پۀ خپله ګڼو داسې موقعو خپله اغېزه کښې واخستو کومې چې غېر متوقع وې او هم داسې ئې د هغۀ لارښونه وکړه د کومې پۀ نتيجه کښې چې هغه د يو غېر معمولي شخصيت پۀ توګه راښکاره شو چې بيا پۀ اولس کښې ئې بې حده مقبول کړو.

کتابيات:

  1. Banerjee, Mukulika (2001).The Pathan Unharmed: Opposition & Memory in the Northwest Frontier.New Delhi:Oxford University Press.
  2. Easwaran, Eknath (2000). Nonviolent Soldier of Islam: Badshah Khan, A Man to Match His Mountains. Petaluma: Nilgiri Press.
  3. Hussain, S. Iftikhar (2000). Some Major Pukhtoon Tribes Along the Pak-Afghan Border. Peshawar: Area Study Center Peshawar and Hanns Seidel Foundation, Univ. of Peshawar.
  4. Khan, Abdul Ghaffar (1969). My Life and Struggle Delhi: Hind Pocket Books.

 

دا هم ولولئ

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد …