سدهوم د ضلع مردان شمالي علاقه ده چې د ضلع بونېر او صوابۍ سره ئې پُولې لګېدلې دي ۔ پۀ دې علاقه کښې د اول نه د قامي تحريک سره تړلي پښتانۀ موجود و۔ دلته صرف د ريکارډ د خوندي کولو د پاره د دغه خدائي خدمتګارو نامې شريکومه کومې چې پۀ کلو کښې مشرانو ته يادې وې او يا ئې باچاخان زکر کړے دے ۔ پۀ دې ټولو باندې کۀ تفصيل سره ليکل کېدل نو پوره مقاله به وه ځکه زۀ غواړم چې دغسې پۀ تفصيل سره يو کتاب وليکم خو په اول کښې ضروري ده چې دلته دغه نامې کومې چې تر ما راورسېدې خوندي کړم ۔
- دل سود خان د علي کلي
- ذولقدر بابو د علي کلي
- ملک محمد د علي کلي
- میر ګلاب بابا چې څوارلس کلونه ئې جېل هم تېر کړے دے ۔ د مچي کلي
- مجاهد خان بابا د مچي کلي
- سفیرالله کاکا د مچي کلي
- ګل نور بابا د مچي کلي
- قمر زمان بابو د مچي کلي
- غلام محمد بابا د هیراونډ چې دوه ارټه ئې هم نیلام شوي وو ۔
- تاج محمد کاکا د هیراونډ
- سېد غواث باچا د رستم
- قادر خان بابو د سرخابۍ
- ماصل خان بابو د سرخابۍ
- خام محمد بابا د امان کوټ
- پیر داد خان د امان کوټ
- غلام سرور کاکا د امان کوټ چې د ولي خان اېوارډ ورته هم مېلاو دی
- میر نوش کاکا د آمان کوټ
- خاجي ایسف خان د پلوډهېرۍ
- سلطان کاکا د پلو ډهېرۍ
- میا ګل داد کاکا د پلو ډهېرۍ
- سېد رسول بابو د پلو ډهېرۍ
- فېض محمد چمیار د پلو ډهېرۍ چې پینځه کال د هري پور جېل کښې قېد یې هم تېر کړۍ و
- تاج الااسلام بابا د نوي کلي
- غلام جېلاني استاذ د نوي کلي چې په مشر استاذ مشهور و ۔
- غلام شاه باچا د نوي کلي
- ایل داد بابا د نوي کلي
- شهزاده بابا د نوي کلي
- پېنده محمد کاکا د نوي کلي
- کشمېرے بابا د نوي کلي
- میر اسلم بابا د نوي کلي په صدر بابا باندې مشهور و په ۱۸۷۰ کښې پېدا شوې و او په ۱۹۶۰ کښې وفات شوې و په دۀ باندې فېرنګي ډېر زیات تشدد کړے ؤ پختۍ ئې ورله ماتې کړې وې او کور ته ورکره ورغلي وو د خوړلو چې ورکره کوم غنم جوار وو هغه ئې ورله کوهي ته ورتاو کړي وو ۔
- غلام سرور د کلي بازار څلور میاشتې جېل ئې هم تېر کړے و او حېدر خان ورله پېښور کښې امن اېوارډ هم ورکړے ۔
- میرا خان بابا د کلي بازار
- خوشحال بابا د کلي بازار
- دلاور بابا د کلي بازار
- فردوس بابا د کلي بازار
- اصغر بابا د کلي بازار
- عبدالحیې بابا د کلي بازار
- عبدالحمید حاجي صېب د کلي بازار
- عبدالسلام حاجي صېب د کلي بازار
- فخرلااسلام صېب د کلي بازار
- کاشې بابو د کلي بازار
- تنوش باچا د کلي بازار
- اصف خان بابو د کلي بازار
- حکیم خان بابا د کلي بازار
- رحمت الله کاکا د سرخ ډهېرۍ چې د ولي خان بابا د پېنډۍ په جلسه کښې شهید شوې و ۔
- ښائسته میر بابا د لنډي کلي
- بهرام بابا د لنډي کلي
- میر حمزه بابا د لنډي کلي
- حکیم حاجي صېب د لنډي کلي
- سېد فقیر بابا د لنډي کلي
- سېد کریم بابا د لنډي کلي
- عباد شاه بابا د لنډي کلي
- شېر نواز خان د لنډي کلي
- خوشحال خان بابا د باریکاب
- عبدلمالک چې په ملکې اوستاذ مشهور و د ګړيالې
- عبدالرشید استاذ د ګړيالې
- شهزاده بابا د ګړيالې
- دیار خان بابا د ګړيالې
- شېرفرزند مرزا د ګړيالې
- بختيار کاکا د ګړيالې
- رحیم داد کاکا د سوري ملندرۍ چې د رامداد کاکا په نوم مشهور و
- ګل جمال بابا د شاطورو کلي چې یو ډېر کلک خدائي خدمتګار و هر وخت به ئې سرې جامې اچولې وې سره ټوپۍ به ئې په سر وه او ږیره به یې هم سره کړې وه او وئیل به یې چې ما به په سور کفن کښې ښخوئ ۔
- حضرت عاصم د شاطورو
- روغن شاه کاکا د پيتاو ملندرۍ
- اجون شان کاکا د پيتاو ملندرۍ
- عزت شاه کاکا د پيتاو ملندرۍ
- خان ملنګ د پيتاو ملندرۍ
- نانا کاکا د پيتاو ملندرۍ
- مولانا شاه رسول د امازو ګړۍ
- شاد محمد خان د ميرزو
- شېربهادر خان د کوترپاڼ
- خوشحال خان د باريکاب
- شاپسندخان د چارغلۍ
- ميره خان بابو د بهائي خان
- فريد بابا د بهائي خان
- امير نواس بابو د بهائي خان
- ثمرخان بابو د بهائي خان
- جمه دار واصل خان بابا د بهائي خان
- ناظم شېر بهادر د بهائي خان
- اسيم خان بابو د بهائي خان