خدائی خدمتګار حافظ جسيم الدين ژوند اؤ سیاسی مبارزه—پروفېسر ډاکټر محمد زبير حسرت

دا ليکنه شريکه کړئ

حافظ جسيم الدين دَ ډاکټر اعظم الدين الياس ملا زوے اؤ محمد مبين خان نمسے وۀ چې پۀ مردان خاص کښې پۀ 1916ء کښې زېږېدلے وۀ۔ د قران پاک حافظ وۀ ځکه پۀ کور کلی محلت ، خپلو خپلوانو اؤ يارانو، دوستانو کښې پۀ حافظ صاحب مشهور وۀ پۀ اتم جماعت کښې يې سبق وې چې دَ باچا خان خدائی خدمتګار تحريک کښې دَ هغۀ د څنګ اؤ ننګ ملګرے شو اؤ هم پۀ دغه دوران کښې دَ هري پور جېل کښې بنديوان کړے شو، د هغوی کشر زوے محمد نعيم خان وکيل وائي چې پۀ بابړه کښې پۀ پښه يؤ ډز پۀ ګولۍ لګېدلے وۀ او مجموعي طور يې نورلس 19 کاله قېد تېر کړے وۀ او دَ قېد و بند دوران کښې ئې سل کوړې سزا هم خوړلې وه ۔ حافظ صاحب دوه ودونه کړي وو چې د وړومبۍ بي بي نه ئې درې زامن قسيم الدين، ظهير الدين او عبدالسلام زېږېدلي وو اؤ د دويمې بي بي نه ئې هم درې زامن محمد طارق خان، محمد نسیم خان، محمد نعيم خان اؤ څلور لوڼه زېږېدلې وې ۔ وائي چې حافظ صېب پۀ اتم جماعت کښې پۀ کچه ځوانۍ کښې جېل ته لاړو نو تعليم ترې نيمګړے پاتے شو خو پرائيوېټ طور ئې لسم کړے و او ورستو ئې د طبي تعليم کولو نه پس طبابت پېشه خپله کړې وه او دا کار به ئې هم د خدائي خدمتګارۍ پۀ طور کولو۔ حافظ صېب پۀ باچا خان مئين وۀ او دَ باچا خان هم ډېر زيات خوښ وۀ۔ چې کله به هم مردان ته راغلو نو حافظ صېب سره به ئې ضرور ليدل کتل کول۔ باچا خان د حافظ صېب پۀ نامه د مختلفو جېلونو نه خطونه هم رالېږلي دي چې شپږ خطونه ئې ناچاپه موجود دي او ما له محمد نعیم خان وکيل د فوټو کاپۍ پۀ طور راکړي دي اصل خطونه هغوي سره سمبال پراتۀ دي ۔ مشهور شاعر اديب او صحافي محترم عاصي اشنغري به پۀ شهباز اخبار کښې دَ (جنگ آزادی کی کهانی حافظ جسيم الدين کی زبانی )۔ نومې مضمون تواتر سره پۀ 1973/74ء کښې ليکلو چې ټول معلومات به حافظ صېب د خپل دغه ليکلي کتاب نه ورکول، ميا وکيل شاه فقير خېل ملګرے وائي چې دغه کاپي حافظ صېب زما پلار له ورکړې وه خو دَ هغۀ نه هم چا يوړه او اوس ئې پته نۀ لګي چې څۀ شوه؟ پۀ هر حال دغه قيصه د شهباز اخبار فايلونو کښې محفوظ ده اؤ الله به يې راپيدا کړي ۔ ضرورت دَ دې خبرې دے چې دَ باچاخان نوم وروکي سپايان خدائي خدمتګار لۀ نوي سره راپېدا او محفوظ کړے شي ۔ دلته هڅه کوو چې دَ حافظ صېب پۀ نوم ليکلي د باچا خان خطونه او د حافظ جسيم الدين دَ محله باړي چم هوتي مردان دَ ژوند حالات محفوظ کړے شي ۔ حافظ جسيم الدين صېب پۀ 22 اپرېل 1987ء پۀ مطابق د 22شعبان 1407ھ وفات شو او د سېد جلال بخاري ډېرۍ بابا هديره کښې خاورو ته وۀ سپارلے شو، پۀ ګور ئې نور شه، پۀ مزار ئې د مرحوم خان بهادر حسرت دا شعر ليکلے شوے دے چې:

زما پۀ قبر چراغان د اوښکو مۀ رڼوئ
ما ته ډيوې د لا اله الاالله بلې کړئ

نورې ليکنې۔۔۔