تېر شوي، هېر شوي سرتېري—خورشېدانور

دا ليکنه شريکه کړئ

کال ١٨٧٧ء کښې چې کله فېرنګې د مومندو د سيمې د دوېزو د علاقې کنړا نومې ځائې کښې خپل په زرګونو سپاهيان، خرۀ، قچر، اسونه، افسران اؤ جرنېلان بائيلل نو چرچل په خپل کتاب “دى هسټرى آف ملاکنډ فيلډ فورس” کښې د پښتون د مېړانې ذکر په دې ټکو کوى. ونسټن چرچل ليکى: “هغوى شايد چې غېر متمدن وو، خو متمدن فرنګى ته ئې داسې سبق ورکړو چې ټول ژوند به ئې هېر نۀ کړى. فرنګى د سائنس اؤ ټېکنالوجۍ په وسله سنبال وو، خو پښتون قوم هم د خپل دود، جرات، عزت اؤ د غېرت روايتونه لرل. زۀ دا خبره په ډاګه منم چې دا خلق زورور، مېړنى اؤ سر شيندونکى دى، د دوى بې مثاله جرات په فرنګى ته تر نسلونو د عبرت سندره وى. اؤ هغه په زرګونو فرنګى کورنۍ به هيڅ کله دوى هېر نۀ کړى. د چا چې خوږ نفر د نېزې په سر وپېئل شو، پښتانۀ به خپل وران کورونه بيا جوړ کړى، خو د فرنګى سرکار د ماتې اؤ د تېښتې قيصې به نسل در نسل وئيلے کېږى. چى دوى د راج سرکار سره جنګ کړے ؤ، داسې جنګ چې راج سرکار د خپل  غرور، زور اؤ طاقت سره راغے، اؤ دا هر څۀ ترې د پښتون په زمکه پاتې شول اؤ لاړل وتښتېدل.” صفحه ١٥٣) ټکر کلے د سردرياب نه پس د خدائى خدمتګارو دوېم اهم مرکز وۀ. د هشتنغر د سيمې دولس ديارلس ميله لرې دا کلے ولې د خدائى خدمتګارو مرکز شو؟ د دې وجه ئې د دې ځائې مشران چې درانۀ پښتانۀ، مېلمه دوسته اؤ قام پالونکى خلق وو، د خپلې مشرۍ پت به ئې پاللو، د بابا سره د دوى ملګرتيا د قوم ملګرتيا شوه، دوېمه وجه د دې کلى نه ګېر چاپېره د مومندو اوسېدل وو، دې کښې اکثريت د دويزو وۀ. هغوى خو يا د ١٨٩٧ په جنګ کښې ملګرى وو ا ؤ يا هغه نسل وۀ چې د خپلو مشرانو نه به ئې د فرنګى سره د جنګ قيصې اورېدلې. بېدارى اؤ جذبه ورته د دې قيصو ځنې ملاؤ شوه، دا ئې ارمان وۀ چې کله به فرنګى ته مخامخ شى. ځکه دوى په شريکه خدائى خدمتګار شول. بله دا چې د بابا د امن اواز د زپلى قوم په مغزو ډېر ښۀ ولګېدو. د دې څو وجو له کبله دلته خدائى خدمتګارو دوام بيا مومندو. پښتون  امن پسند قوم دے، د دې قوم په سينه ټول عمر جارح قومونو چاپونه جوړ کړى دى، اؤ په وړاندې تلى دى. خو چې کله هم د دې جارح قومونو ارادې ناولې شوى دى نو بيا پښتون قوم د خپلو سرونو په بدل د خپلې خاورې حفاظت کړے دے. اؤ دښمن ئې په تش لاس په تېښته مجبور کړے دے ۔فرنګى چې په هندوستان قابض شو اؤ اقتدار ته ئې دوام ورکړو نو دوى هم د پښتنو د ختمولو هلې ځلې شروع کړې، فرنګى ته برناحقه پښتون خپل دښمن ښکارېدو، فرنګى سرکار په پښتنو بې شماره ظلمونه شروع کړل. د فرنګى ظلمونه ښۀ په زور وو چې د هشتنغر د خاورې دوه سرتېرو مېدان ته راودانګل. يو باچا خان اؤ بل د ترنګزو حاجى صېب، يو د امن پېغمبر وۀ د امن درس ئې ورکولو اؤ بل د جهاد د پاره د خلقو وينې ګرمول شروع کړل. د دواړو مقصد جارح فرنګى د خپلې خاورې شړل وو. دواړه د قوميت په جذبه جوت وو۔ دا داسې وخت وۀ چې هندوستان کښې ځائے په ځائے تحريکونو سرونه راوچت کړى وو. بابائے امن باچا خان بابا هم دلته د خدائى خدمتګار په نوم د يؤ تحريک اعلان وکړو، مقصد ئې په دې خاوره د امن نعره وه، دې تحريک ډېر زر دوام وموندو، دا تحريک د فرنګى سرکار په سترګو کښې ازغے شو. اؤ د دې تحريک د چقنى کېدو تدبيرونه ئې شروع کړل. قيصه خوانۍ کښې په يؤ پرامن جلوس د ډپټى کمشنر سکندر مرزا په حکم د ګولو باران وشو. بې ګناه خدمتګار ئې شهيدان کړل. د دې واقعې نه پس د فرنګى سرکار سترګې په ټکر شوې. د دې ځائې د خدائى خدمتګار د مشرانو د بنديوان کېدو د پاره د پوليس مشر مرفى دلته راغلو. خلق راغونډ شول اؤ فېصله په دې وشوه چې نن نه سبائى به دوى په خپله بندى خانې ته ځى. بل سحر په زرګونو خلق د جلوس په شکل کښې بندى خانې په لور روان شو، ماسپخين چې دوى ګوجر ګړهۍ چوک ته اورسېدل نو د فرنګى سرکار اے سى مسټر کيلے اؤ پوليس مشر مسټر مرفى سره د وسله بندو دستې لاره بنده کړې وه. اعلان ئې وکړو چې مشران دې راځى اؤ نور خلق دې واپس شى. خلقو دا خبره نۀ منله اؤ ضد ئې کولو چې دوى په تر بندى خانې د خپلو مشرانو سره ځى. دواړه فريقه په خپل ضد کلک ولاړ وو چې دې کښې وسله بند فرنګى دستې ته د ګولو چلولو حکم وشو. جنګ جوړ شو. مرفى د خلقو په منځ کښې ګېر شو، خلقو ترې په ګوتو کښې ساه ووېسته، مسټر کيلے اؤ نور وسله بند زخميان شول. مازيګرے ؤ د قهر سيلۍ اؤ طوفانى باران راغلو، فرنګى په ستنه لاړو اؤ خلق خوارۀ وارۀ شول، دا د کال ١٩٣٠ء د مئى د مياشتې ٢٥ پينځه ويشتمه نېټه وه. پوره درې ورځې پس د مئى په ٢٨ اتۀ ويشتمه نېټه فرنګى سرکار د چاربانګ په وخت د ټکر په کلى يرغل وکړو. د عسکرو دستې په دوه مورچو تقسيم شوې. تر ماښام پورې تود جنګ وشو، ماښام فرنګى مېدان پرېښودو اؤ په تېښته لاړو، اؤ پښتون يؤ ځل بيا مير شو. د مشرانو وېنا اؤ د تاريخ پاڼې د دې خبرې تصديق کوى چې دلته دې جنګ کښې اويا کسان شهيدان، يو سل پنځوس ځلمى ژوبل اؤ باقى غازيان شول، اوس خبره دا ده چې دا تېر شوى، هېر شوى سرتېرى څوک وو؟ تعلق ئې د کوم ځائې سره وۀ؟ اؤ دوى ولې اؤ د څۀ د پاره فرنګى سره ډغرې وهلې؟ څۀ باقاعده تاريخ نۀ لرى، خو کله د يؤ خلۀ اؤ کله د بل مشر د يؤ څو معلومه شهيدانو، زخميانو اؤ غازيانو د پېژندګلو هڅه کووم، د کمى زياتى بخښنه غواړم ۔دې سلسله کښې اول ذکر د يؤ څو مشرانو کوم، څوک چې د خدائى خدمتګارو سرخېل يادېدل. د هر کلى اؤ علاقې مشر په خپل ځائې ښۀ درون، ښۀ اتل، مدبر، ښۀ پوهه اؤ  تاريخى حېثيت لرى. خو د پاڼو د کمى په وجه د يو څو مشرانو ذکر غوره ګڼم چې د خپل ژوند زياته برخه ئې په بندى خانو کښې تېره کړې ده. وهل ئې خوړلى وو، د قوم جرګه مار وو، صلاح کار وو، په خپله خبره به لکه د غر کلک ولاړ وو، قومونو کښې ځنې نومونه داسې وى چې نۀ يوازې د يوې زمانې استازى توب کوى، بلکې د غېرت، وقار اؤ سرلوړۍ يؤ باب هم وى ۔ ملک ماصم خان، ملک شمعروز، ملک عبدالحميد، ملک خان باچا سربلند خان اؤ پير شهزاده هم داسې تاريخى شخصيتونه دى چې د خپل قام د عزت، خپلواکۍ اؤ وحدت د پاره ئې نۀ هېرېدونکى خدمتونه کړى دى. دوى د مېړانې اؤ شعور سمبول دى. د خپل اولس د دردونو ترجمان، د انصاف علمبردار، اتفاق اؤ زړه سواندى سالاران وو. دوى د اولس خدمت عبادت ګڼلو، اؤ د هر مظلوم د فرياد اواز اورېدونکى وو، دا ټول مشران د تدبير، زغم يوه ژوندۍ نمونه وه، چې د هرې شخړې حل ئې د عقل اؤ مشورې له لارې لټولو، دا ټول د جرات اؤ وفادارۍ مثال وو. چې د خپلې خاورې يؤ خدائې اؤ پښتون قام د پاره ئې خپل ژوند قربانى ګڼلو. دوى خپل ژوند د  اولس د يووالى اؤ عزت د پاره وقف کړے وۀ. د  دوى خبرې د اتفاق، يووالى اؤ درناوى پېغام وو. اولس به ئې مشوره نۀ رد کوله. ځکه چې پاک نيت، صداقت، اخلاص ئې د وېنا ځنې څرګنده وو، نن که مونږ په  امن وقار اؤ خپلواکۍ فخر کوو نو دا د دې اتلانو برکت دے، چې د ژوند هره شيبه ئې د ملت د پاره وقف کړې وه، کريم پروردګار دې په مزارونو د رحمت شېبې اؤ د ګلونو باران ووروى، امين ۔ مخکښې د دې چې د شهيدانو، زخميانو اؤ غازيانو ذکر وشى، ضرورى ګڼم چې د يو دوه سرتېرو ذکر وکړم. د دې واړو کردارونو خدمتونه، هلې ځلې ډېرې دى، په دوى کښې يؤ ګلا خان بابا وۀ چې د خدائى خدمتګارو جرنېل وۀ، اؤ بل رحيم شاه باچا چې د بګل باچا په نوم به يادېدو. دا د هغه دستې کپتان وۀ کومه دسته چې د نغارې، بګل اؤ اسونو شريکه وه، د دوى کار دا وۀ چې د غونډې، جلوس اؤ د خطرې په وخت کښې ګېر چاپېر کلى به ئې خبرول ۔ باچا خان بابا به وئيل چې زۀ د امن درس ورکوم اؤ ګلا خان زما مجاهد ملګرے دے. د سرو جامو اؤ سرې ټوپۍ دا جرنېل ګلا خان وۀ. ګلا خان د خدائى خدمتګار تحريک يو زوړ اتل د تخت بهائۍ غر اؤ د مومندو د لارې لاروے وۀ، په تاريخ کښې داسې خلق راځى چې نۀ يواځې د خپل نسل بلکې د راتلونکى نسلونو شعور ته لاره پرانيزى. داسې خلق تش د خبرو نه، بلکې د عمل ا ؤ قربانۍ لاره غوره کوى، ډول ډول به ئې شايد ساده باده وى خو روحونه به ئې د مېړانې، غېرت اؤ سرتېرو جذبو نه ډک وى. سپين مخ د چينار په شان دنګ وجود، سرۀ ټوپۍ، تکې تورې څڼې، سرې جامې سل شپږ شلې خدائى خدمتګار مجاهد چې په څلورو قطارونو کښې به ورپسې روان وو اؤ دے به ترې مخکښې وۀ. مشران وائى چې ګلا خان به روان وۀ نو مرغو به هم چغار نۀ کوۀ. خلق به د دۀ په تماشه وو، زمونږ نيکۀ ټوډى وۀ، چې دوى په زمونږ چوپال ته رانزدې شول نو ملګرو ته به ئې اواز کړو چې ټوډى ته سلام وکړي. مشران وائى چې هر سحر به دا تماشه لګېده، د دې پريډ به ځان ته يوه مزه وه، خلق به تر هغه پټو ته نۀ وتل چې ترڅو به ګلا خان د کلى وتے نۀ وۀ. چې د کلى اخر ته به ورسېدو نو دا اواز به ئې لګوۀ “عدم تشدد، مونږ د غلامۍ زنځيرونه ماتوو”. ۔د باچا خان د قافلې دا ملګرے عملى کس وۀ. بابا به پرې ډېر اعتماد کولو. بابا به چې کله هم د محمدزو د بريد نه د بائيزو بريد کښې قدم کېښودۀ ګلا خان به ئې سورے وۀ. باچا خان بابا چې کله مومندو ته تلو نو ګلا خان تر مومندو د دۀ ملګرے وۀ. دا ډېر سخت سفر وۀ. فرنګى د بابا پسې وۀ، دا د جرنېل ګلا خان حکمت اؤ تدبير وۀ چې بابا روغ جوړ تر مومندو اورسېدو. دائيکى (چې اوس شاه نور پُل دے) تر دويزو دې سفر کښې هم د دۀ په خوښه بابا کله د مسافر په جامه کښې، کله د فقير اؤ کله د ټانګى وال په جامه کښې سفر کړے وۀ. د ملاکنډ په سيمه د چرچل غوندې عقابى نظر نه بچ کېدل اسان کار نۀ وۀ. بابا د زميندار په توګه د غوايانو په ګاډۍ کښې پټکے وهلے، لور په لاس کښې د چکدرې په پُل پورې وتے وۀ. مومندو ته ورسېدل اؤ هم د دۀ مېلمانۀ وو. دا قيصې به ګلا خان بابا هم کولې، باچا خان بابا هم په خپل کتاب کښې دا هر څۀ ليکلى دى اؤ يؤ انګرېز ليکوال په خپل کتاب “اے مېن ټو مېچ هز ماؤنټېنز” (A Man to Mtch His Mountains) کښې هم ليکلى دى. غنى خان هم په خپله وېنا کښې ګلا خان ستائېلے دے. بې شکه ګلا خان غريب وۀ خو د بابا ملاتړ وۀ. د خدائى خدمتګارو د سرې جامې غر وۀ. اؤ د تاريخ قهرمان وۀ ۔ رحيم شاه باچا چې د بګل باچا په نوم به يادېدو، بګل باچا د هغه دستې کپتان وۀ، کومې دستې چې به د خطرې په وخت ګېر چاپېره پراتۀ خدائى خدمتګار خبرول، دا دسته په اسونو، نغارو مشتمل وه، کله به چې غونډه کېده يا د جلوس بن بنا به جوړېده نو دا کار به کپتان رحيم شاه باچا ته وسپارلے شو. دې دستې به ښۀ په منظمه طريقه ګېر چاپېره کلى اؤ هلته مېشته خدائى خدمتګاران خبرول. بندى خانې ته د تلو نه مخکښې د مشرانو جرګه، بندى خانې ته د مشرانو تګ د هغو سره په جلوس کښې تګ د فرنګى سرکار د ټکر په کلى يرغل د دې يرغل خلاف خلق خبرول د جنګ بګل وهل دا ټول هر څۀ باچا صېب ډېر په ښۀ انداز سرته رسولى وو. خلق خبرول اؤ مېدان ګټلو کښې د باچا کردار د ټولو نه اهم وۀ. کوم وخت چې فرنګى سرکار د دې ځائې د مشرانو د نيولو هڅې کولې اؤ جرګه جوړه شوه نو وائى چې کله د پوليسو مشر مرفى حجرې ته راغلو نو ټول خلق ودرېدل، خو باچا ونۀ درېدو. مرفى په دې خبره غصه شو اؤ په ډکه حجره کښې يې باچا راګېر کړو اؤ ډېر ئې ووهلو. د سيدانو د کورنۍ کښې پيدا شوے دا ځلمے ډېر خفه شو. مرفى افسر چې د دۀ نه د نۀ پاڅېدو په حقله پوښتنه وکړه نو د باچا جواب وۀ چې زۀ د سېدانو د کورنۍ سره تعلق لرم، د الله دښمن ته پاڅېدل زۀ خپل هتک ګڼم اؤ بله دا چې زۀ د خپلې رسالې کپتان يم ما اؤ تا کښې هيڅ فرق نشته ځکه پانۀ څېدم. په باچا باندې د مرفى ګذارونه ډېر بد ولګېدل ډېر خفه شو، سترګې ئې ډکې شوې، نر پښتون وۀ خو بې وسه وۀ، خدائې خبر چې د زخمى زړۀ ئې کومه دعا اووتې وه چې قبوله شوه. په سبا هم دغه فرنګے مرفى چې خلقو ته مخامخ شو نو خلقو د اس نه ښکته راګزار کړو. په تش لاس ئې پرې راباندې کړل اؤ يوې مجاهدې ښحې ورله په ډک منګى دا سر وويشتو، اؤ لکه د چرګوټى ترې په سړک ساه ووته. د ښځې د لاسه مړ شو. د باچا د وهلو خو لږ خلق خبر وو، خو د مرفى مرګ اؤ هغه هم د يوې زنانه د لاسه، تر قيامته به ورته پېغور وى، په کتابونو کښې هم اؤ په مجلسونو کښې هم ۔

د شهادت رتبه د سترو خلقو وى، خو اکثر دا رتبه غريبانان وړى، هغه عريبانان چې نوم نۀ لرى خو مقام ئې د بادشاهانو وى. د ټکر د جنګ ټول شهيدان د ذکر وړ دى، خو نن ذکر کوم د دوه ګمنامو خو تل پاتې شهيدانو چې د غېرت، ايمان اؤ قربانۍ داستان دے. دواړه ډېر بې وسه وو، ډېر غريبانان وو، اؤ مسافر هم. يؤ جمعه سيد کاکا چې ما ئې په دې پاڼو کښې په تفصيل سره ذکر کړے دے، چې د دۀ دلته هيڅ څوک هم نۀ وو. د دير د سنګولئى نومې کلى نه دلته مزدورۍ له راغلے وۀ. نۀ ئې دلته کور ؤ نۀ مېرمن. د شاه نور پُل سره نزدې مليانو کلى کښې جرۀ مېشته وۀ، هم دغه کلى د زميندارو سره به ئې په پټو کښې محنت مزدورى کوله. په دغه ورځ جمعه سېد کاکا د يؤ زميندار په پټى کښې مزدورى کوله، د بدن خولې ئې جامې لمدې کړې وې، دې کښې په ټکر د فرنګى سره د جنګ اواز خور شو. جنګ لګېدلى مېدان ته د ايمان په قدمونو روان شو. هلته کښې شهيد شو، جمعه سيد کاکا ستړے ستومانه د غېرت اؤ ايمان په جذبه ککړ د دنيان نه لاړو، د کلى زلمو د ډيوې په رڼا کلى ته راؤړو، اؤ په تتو رڼاګانو کښې ئې په خپلو وينو لمبېدلے خاورو ته وسپارۀ ۔ حضرت ګل شهيد: په تاريخ کښې داسې نومونه وى چې په پاڼو نۀ د خلقو په زړونو ليکل کېږى. داسې خلق نه د شهرت د پاره جنګ کوى نۀ د تمغو د پاره، بلکې د ايمان، غېرت اؤ د خپل خالق د رضا د پاره قربانى ورکوى. داسې خلق د اولس په حافظه کښې خوندى وى، دې کښې حضرت ګل شهيد هم شمار دے، د حضرت ګل شهيد تعلق د دير براول سيمې سره وۀ. د فېروز پور حېدر کلى د وړوکى شان جمات امام وۀ. د دې کلى روحانى لارښوونکے وه. د دۀ د اذان غږ به تر اسمانه رسېدو. زړۀ ئې د درد اؤ ظلم خلاف د کرکې ځنې ډک وۀ، د کلى ماشومانو ته به ئې د دين ابتدائى علم ورکوۀ. د دۀ په شاګردانو کښې د پښتو ژبې ستر ليکوال قاضى عبدالعليم اثر افغانى هم شامل وۀ. په کومه ورځ چې د فرنګى خلاف د قربانۍ نغاره وغږېده نو حضرت ګل له محرابه نېغ د غزا سنګر ته سره د مقتديانو روان شو. اؤ اولنۍ مورچې ته ئې ځان ورسولو. د ټکر په پُل د سرتېرو اؤ فرنګى سرکار نېغ په نېغه مقابله شروع وه. حضرت ګل سر په تلى کښې اېښے لکه د لېونو د جنګ مېدان ته ورټوپ کړو. په مېدان کښې د مشين ګن اؤ کدالو رمبو مقابله جارى وه. فرنګى حېران وو چې دا لېونى په مېدان کښې خپل سرونه شيندى. مرګ د دوى نه منډې وهلې تښتى، مونږ سره مشين دے ګولۍ وروى اؤ د دوى سره کداله يا رمبے خو فرنګى ته دا پته نۀ وه چې جنګونه په وسله نه په حوصله اؤ جذبه ګټلے کېږى. ماښام ته نزدې حضرت ګل نېغ په نېغه په يوه ګولۍ د سينې په سر ولګېدو، راپرېوتو، د وينو دارې ترې روانې شوې، اؤ د وطن په ننګ، د قام په غېرت حضرت ګل شهيد شو. ماښام د سرکار د تېښتې نه پس خپلو ملګرو چې د دۀ لټون شروع کړو نو حضرت ګل په وينو کښې لمبېدلے د اولنۍ مورچې سره نزدې پروت وۀ. رااوچت ئې کړو. خپل کلى ته ئې يوړو، اؤ د ساړو شاه سره نزدې د مليانو کلى په مقبره کښې ئې خاورو ته وسپارۀ ۔ د ټکر مېدان تش لاسو ته پاتې شو. فرنګى مېدان پرېښودو اؤ د دې ځائې اؤ علاقې خلق “مير مېدان” شول. د دې غزا شهيدان به چرې هم هېر نۀ شى ځکه چې دوى د الله د رضا د پاره جنګېدل اؤ د خالق سره معامله هيڅ کله د لاسو نه ځي ۔ راځئ چې د دې شهيدانو مزارونه هم لکه د سترو اتلانو ولمانځو. که مونږه يوه شمع هم د دوى په مزارونو نۀ شو بلولے، نو چې لږ ئې ياد وساتو، نومونه اؤ ځايونه ئې خپل راتلونکى نسل ته وښايو، اؤ ورته ورياد ئې کړو چې دا هغه اتلان دى. چا چې په خپلو وينو د ازادۍ دا شمع بله کړې ده. د جمع سيد اؤ حضرت ګل سره د ټولو شهيدانو يادونه دې تل پاتې وى. دوى په خپله خاوره سر بائيلو اؤ الله هغوى د عزت دروازه خلاصه کړه ۔ “شهادت مو قبول، نوم مو تل پاتې کار مو وياړ اؤ ياد مو عزت وى”.

که په دې سلسله کښې د سواتۍ ابۍ ذکر ونۀ شى نو د ټکر د جنګ داستان به نيمګړے پاتې شى. سواتۍ ابۍ د مېړانې اؤ قربانۍ يو ژوندۍ نښه ده. د تاريخ په پاڼو کښې ځنې نومونه داسې وى چې نۀ يوازې د جنګيالو بلکې د ښځينه اتلانو د جرات يادونه کوى. يوه داسې غيوره، هوښياره اؤ زړوره ښځه چې د فرنګى استعمارى ظلم وړاندې لکه د فولادو د غر ودرېده. قيصه د ګوجرو ګړهۍ د چوک ده چې يو خوا ته د خدائى خدمتګارو په زرګونو غړى ولاړ وو، بل خوا د فرنګى عسکرو وسله بنده دسته د کپتان مرفى اؤ د هغه وخت د مردان ضلعې اے سى کيلى تر مشرۍ لاندې مخامخ ولاړ وو. خدائى خدمتګاران دې خوا پرامنه ولاړ وو اؤ صرف دا غږ ئې کوو.

“مونږ به جېل ته ځو، غلامى نۀ منو”

خو د فرنګى ژبه د ظلم وه هغوى وئيل هيڅ څوک به مخکښې نۀ ځى. که نۀ منئ نو طاقت به استعماليږى. دې شيبو کښې دواړو خوا نښته پېل شوه. کپتان مرفى په خپله په تش لاسو د کوتکونو ګزارونه شروع کړل. خو اولس غلے نۀ وۀ. دست بدست جنګ شروع شو. دوه وروڼه چې نامې ئې محمد امين اؤ سيد امين وو. په شريکه کپتان مرفى د اسه ښکته راګزار کړو. اولس پرې راباندې کړې. دغه وخت سواتۍ ابۍ چې مجاهدينو له به ئې اوبه ورکولې راورسېده، اؤ د کپتان مرفى ظلمونه ئې وليدل، اؤ چې مرفى ئې په سړک پروت وليدو نو د اوبو ډک منګے ئې اوچت کړو اؤ د کپتان مرفى کوپړۍ ئې پرې وويشته. په مرفى ئې داسې ګزار وکړو چې د فرنګى غرور ئې تل د پاره خاورو سره خاورې کړو. مرفى لکه د چرګوټى وپړقېدو اؤ په ځائې مړ شو.سواتۍ ابۍ دا کار يواځې د غصې يا بدلې اخستو د پاره نۀ وۀ کړے. بلکې د يوې مور، د يوې خور، د يوې وطن پاله ښځې په احساس ئې وکړو. هغې د خپل قوم، خپل تحريک اؤ خپل غېرت استازيتوب وکړو.نن که مونږ د اتلانو يادونه کوو، نو دا ضرورى ده چې د سواتۍ ابۍ غوندې خواږۀ نومونه هم ياد کړو. هغه نۀ يواځې د خدائى خدمتګارو فعاله غړې وه، اؤ نۀ يواځې د ټول پښتون قوم د غېرت جنډهوه بلکې سواتۍ ابۍ د فرنګى د ظلم اؤ بربريت په وړاندې د خدائى فتح زېرے هم وۀ.

 

 

نورې ليکنې۔۔۔