د خدائي خدمتګار بې شمېره غړو ددې تحريک تاريخ او پېښې خوندي کړې دي خو کوم کار چې د باچا خان فرزند خان عبدالولي خان کړې واقعي چې د ستائنې وړ دې ـ پښتانۀ متل کوي « نمر پۀ ګوته نۀ پټېږي » دغه شان د عبدالولي خان ( د سياست نابغه ) دا کاوش هم د پښتون تاريخ هغه رښتونې هنداره ده چې له تر اوسه ترې لس کم سلو فيصده پښتانۀ ناخبر دي ـ دا زما يوه اندازه ده زۀ غواړم چې ددې کتاب پحقله د عبدالولي خان ځنې خبرې او د دې کتاب پۀ افاديت خبرې وکړم چې زما ملګري او پښتانۀ وروڼه ترې خبر شي ۔خان عبدالولي خان ددې کتاب پۀ مقدمه کښې ليکي چې دا کتاب ما ليکلو نو زما سره پۀ جېل کښې د مقصد کتابونه نۀ وو ـ خو چې لږ ډېر کتابونه پۀ لاس راغلل دهغې نه مې کوشش شروع کړو چې د تصوير دا دوېم اړخ هم قام ته څرګند کړم ځکه دلته د پاکستان واکداران لګيا دي د خپل نقطه نظر او سياسي فېصلو د جواز پۀ حق کښې ئې تاريخي واقعات بدلؤل او حقيقت ئې قام نۀ پټولو کوشش کولو يعنې تاريخ ئې ليکلو نۀ ، تاريخ ئې د ځان نه جوړولو ، ما ته دا خبره ناروا ښکارېده نو ما ځکه دا کتاب وليکلو او پۀ ليکلو کښې مې خوندي کړو ما وئېل کۀ موجوده کول ئې اونۀ ګوري نو راروان کُول خو به د حقيقت نه خبر شي ۔دې وائې ما غوښتل چې د خدائي خدمتګار تحريک اصل روح ښکاره کړم او قام ته ئې پېش کړم۔عبدالولي خان بابا چې کله د قېد نه ازاد شو نو لندن ته د علاج دپاره لاړې هلته دې وائې چې زۀ خبر شوم پېرنګيانو خپل بعضې ډېر خفيه او د راز دستاويزونه ئې پخپله سرکاري لائبريرۍ کښې ايښي دي او هر چاته ئې د لوستلو اجازت ورکړې او کۀ څوک ترې نقل کوي هم کولې شي د پېرنګيانو دا قانون دې چې د خفيه کاغذونو دېرش کاله پوره شي نو هغه راښکاره کړي ما ددې کتاب دپاره څۀ مواد کتل چې ددي اصلي غرض پوره کړم ۔څوک چې دا کتاب ګوري نو پوهه به شي چې ما د څۀ ثابتولو کوشش کړې۔دې وائي ما دا ثابت کړي چې د باچا خان سياست او د خدائي خدمتګار تحريک د پېرنګيانو د سترګو ازغې پۀ دوه وجو وو۔(۱) د پېرنګي کوشش لازمي طور دا وۀ چې پۀ هندوستان خپل حکومت قائم وساتي او د اندروني تحريکونو مخنيوې وکړي ۔دوېم دا چې هندوستان د بيروني خطرو نه د سالم ساتلو دپاره د دفاع انتظام وکړي ۔دا خبره څرګنده وه چې د ملک دننه د ازادۍ تحريک انډين نېشنل کانګرس چلؤلو چې هغه د هندوستان د ټولو فرقو او مذهبي ډلو نمائندګي کوله لکه هندوان ، سيکهان ، پارسيان ، هر څوک د هغې ممبر کېدې شو خو دا وخت د پېرنګي پاليسي د کانګرس کمزوري کول او د هغه د مقابلې دپاره د نورو تحريکونو مرسته او د هغوي مضبوطول وو۔ مونږ دا ليدل چې خدائي خدمتګارو ځکه وهل خوړل چې هغوي د پېرنګي پۀ دې بره دواړه پاليسو کښې نۀ ځائيدل نو زۀ چې د لندن دغه لائبريرۍ ته لاړم نو ما ددې خپل کتاب ( رښتيا رښتيا دي ) د خارجي حصې دپاره د دستاويزونو جدوجهد وکړو چې د پېرنګي او دا روس د مقابلې پۀ دوران کښې بنيادي تبديلي راغلې ده ولې چې پۀ ۱۹۱۷ ء کښې روس کښې انقلاب راغې او نظرياتي مملکت اول ځل ددنيا پۀ نقشه راڅرګند شو نو چې د هغې د مخنيوي دپاره پېرنګي څۀ تابيا کړي وه د پېرنګيانو دا اعده وه چې د هندوستان د حکومت سربراه وائسرائې هند به هفته وار رپورټ حکومت برطانيه ته د وزير هند پۀ نامه ليکلو او دغه شان به برطانيه حکومت خپل پاليسي ، هفته وار ، وزير هند پۀ لاس وائسرائې ته رالېږله زما دا خيال وۀ چې زۀ دا طونه مطالعه کړم دا به زما مسئله حل کړي ځکه ما دا خطونه لوستل شروع کړل ۔زۀ خو پۀ اصليت کښې د پېرنګيانو د خارجه پاليسۍ پۀ لټون کښې وم خو چې هغه خطونه ما ولوستل نو هغې کښې د هندوستان د حالاتو جائزې هم وې ۔ولي خان خپلو خبرو کښې وائې چې ما به دا محسوسوله چې باچا خان خپل ټول ژوند د پېرنګي سره پۀ مقابله کښې تېر کړو۔ډېر تکليفونه او مصيبتونه نۀ يواځې پخپله زغملي بلکې د ننګيالو ملګرو سره ئې هم داسې ظلمونه شوې دي چې هغې باچا خان دومره بدګمانه کړې دې چې هغه پۀ هره مسئله کښې پېرنګې ګناهګار ګڼي ۔ او دومره الزامونه پۀ پېرنګي لګوي چې کېدې شي څۀ حقيقت نۀ لري بيا خاص د کانګرس دا الزام چې پېرنګې د نو ابادياتي او سامراجي ، سرمايه درانه سياست دپاره د هندوستان د غلام ساتلو پۀ سلسله کښې هندوستان کښې دومره فرقه ورانه نفرت پيدا کړلو چې هغه د نمک حرامۍ حد پورې رسي ، ولې چې هندوستان انګرېزانو سل کاله خوړلې وۀ، نو دوي قام له دا سزا ورکړله چې قام ئې د يو بل د وينو تږې کړو ۔دې کښې شک نشته چې باچا خان به څۀ وئېل يا کانګرس څۀ وې ماته پۀ هغې کښې ډېر حقيقت ښکارېدو خو دا مې تصور نۀ شو کولې چې باچا خان څۀ وائي هغه کم دي او حقيقت د هغې نه ډېر زيات دې زما د شک ګنجائش ورک شو ۔ ځکه چې د پېرنګي د لاسو دستاويزونه پۀ لاس راغلل د هغه پۀ لاسو دستخط شوي وو ۔ما چې دا دستاويزونه لوستل نو مازغه به مې پۀ چکر شو او عقل به مې حېران شو ۔آفرين د پېرنګي پۀ خيانت چې د خپل قام دپاره ئې هره ناروا کړې ده ـ ولې آفرين شۀ چې دا هر څۀ ئې داسې پۀ بې باکۍ ليکلې دي چې دغلته سړې حېران شي هېڅ منافقت ئې نۀ دې کړې هر څوک ئې پۀ ډاګه بربنډ کړي دي ، دوستان او د لارې ملګري او پۀ سازش کښې شامل غړي پۀ ګوته کړې ئې دي ، او هره ګندګي او پليتي ئې پۀ سپين کاغذ پخپلو لاسو ليکلې دي او نه ئې د چا مخ کړې دې او نۀ ئې څۀ لحاظ د هندوستان د اوسېدونکو او د دوي د مشرانو کړې دې چا چې خپل وطن خرڅؤلو او د هغوي دلالي ئې کو له ـ ما چې څۀ د ثابتولو کوشش کولو د هغې څرګند ثبوت د پېرنګي د لاس ليکلې پروت وۀ۔ ولې ماته چې کومه ډېره د حېرت خبره راڅرګنده شوه هغه د هندوستان د بعضې سياسي مشرانو کردار دې ددې خطونو نه راښکاره شو او بيا د مسلمانانو او ياسي ليډرانو ټول عمل چې پېرنګيانو بيان کړې دې هغه عمل پۀ ځائې پرېږده ، ايماني خبره دا وه چې زۀ به ئې پۀ لوستلو شرمېدم ، هغه کوم الزامونه د کانګريس او باچا خان د مسلمانانو پۀ ليډرانو لګول هغه پۀ اوړو کښې د مالګه هومره هم نۀ وو۔ ما دا اراده وکړه چې صرف د پېرنګيانو دا خطونه چاپ کړم خو زما مقصد د باچا خان د سياسي جدوجهد او خدائي خدمتګارۍ د تحريک اصلي اړخ قام ته پېش کول دي ـ دغه دستاويزونه خو به صرف د باچا خان مخالفت بربنډ کړي او خاص کر هغه مسلمانان ليډران چا چې د اسلام نوم د پېرنګي د سرمايه درانه نظام د ټينګولو او د خپل قام د غلام ساتلو دپاره استعمال کړي دي ، دا بېشکه چې د باچا خان مخ اووينځي او د هغه د پاکې مينې ، خوا خوږې او د يو اخلاقي روحاني تحريک د مخالفينو مخونه به تور کړي ـ خو مقصد خو د چا مخ تورول نۀ دي ، بلکې د خپل سياست او جدوجهد څرګندول او د تصوير دوېم اړخ قام ته وړاندې کېښودل دي ، او د ناپاکه سياست مخه نيول دي ، تاريخي حقيقتونه راښکاره کول دي ـ دا تاريخي حقيقتونه ضروري دا چې بيان شي چې د دې حقيقتونو پۀ رڼا کښې سبا له مسلمانان ډېر فکر کوي ، او خپل سياسي او ديني مشران ډېر ټينګوي ، چې چرته د بل چا د پاره خو نۀ استعمالېږي ، وئېلې شي چې رښتيا تراخۀ وي ولې دا زۀ چې کوم بيانوم دا ډېر تراخۀ دي ـ بره چې ما دا کومې خبرې وکړې او ډېر کوشش مې د لنډيز وکړو خو دا د دې کتاب د اهميت د پاره ضروري وې ، زما به هر پښتون ته سوال وي چې د خپل تاريخ او حقيقتونو نه ځان خبر کړي او ” رښتيا رښتيا دي ” کتاب ضرور اوګوري ـ
د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې بل ترمیمي بِل یو دېرشم ائیني بدلښت، 2018 ز – ژباړه: ‘پښتون’
31st Ammendment, Act 2018 1 مختصر عنوان او د نفاذ پېل: 1.1 دا اېکټ به د دستور )یو دېرشم ترمیم( اېکټ 2018ز بللے شي. 1.2