دا مضمون د پښتون مجلې پۀ مئ 1938 کښې چاپ شوے
د سرحد اسمبلۍ د اېبټ آباد په سشن کښې په ۲۸ ستمبر ۳۷ ميا جعفر شاه صاحب کاکا خېل ايم، ايل، ائي دا تجويز پېش کړو چې:” دا اسمبلي حکومت ته سفارش کوي چې په پرائمري سکولونو کښې دې تعليمي ژبه مقرر شي”ميا جعفر شاه په دې تجويز باندې دا تقرير وکړو:”صاحب صدر! زما د تجويز مطلب دادے چې په هغه سکولونو کښې چې پښتانۀ پکښې سبق وائې د هغوي مورنۍ ژبه پښتو دې زريعه د تحصيل شي د هغې بچو چې د چا د مور پلار ژبه پښتو وي په بله ژبه کښې هغوي ته تعليم ورکول د هغوي وخت ضايع کول دي۔د دنيا د مهذبو قومونو خو پرېږده بلکې د افريقې د ځنګلونو اوسېدونکي روستو پاتې شوې قومونه هم په خپله مورنۍ ژبه کښې تعليم حاصلوي۔ ليکن د بدقسمتۍ نه زمونږ پښتانۀ په يو داسې ملک کښې پېدا شوې يو چې هغه غلام دے او د غېر پنجې لاندې دے نو معلومه خبره ده چې کوم ملکونه د اغيارو لاندې وي هغوي تهذيب، تمدن، او ژبه هم د بل په واک کښې وي او مجبور وي چې د حکمران تمدن اختيار کړي۔زمونږ ژوند څۀ دے؟ مونږ د يو ځائے هم پاتې نۀ شو مونږ پښتانۀ د ژبې په لحاظ نۀ هندوستانيان شو او نۀ پښتانۀ پاتې شو مونږ د خپل پلار نيکه د تهذيب نه محروم پاتې شو زمونږ ځوانان نن د حاکم په تقليد مجبور دي، زمونږ لباس زمونږ تمدن او نور هرڅه تباه دي که څوک لږه انګريزي ولولي نو هغه به “بائرن” په اشعارو فخر کوي ليکن دا خبر نۀ دي چې خوشحال خان خټک او عبدالرحمان د چا نه کم نۀ دي زمونږ د ځوانانو طبعيت انګريزيت ته مائل شو د غېر اقوامو وضع قطع ئې اختيار کړه پف پوډر استعمالول زمونږ د ځوانانو د ښايست معيار شو دا ټوله د غلامۍ وجه ده او د غېر قوم د حکومت مجبورۍ دي۔زما مطلب دادے چې مونږ ددې قابل شو چې د خپلواسلافو د کارنامو نه خپل قوم خبر کړو او په خپله ژبه کښې تعليم ورکړو چۍ د کړاؤ نه هم خلاص شو او د ترقۍ په لار روان شي ولي چې بغېر د خپلې ژبې نه يو قوم هم ترقي نۀ ده کړې او پردۍ ژبه چې په لس کاله کښې هم زمونږ بچې نۀ شي زده کولے مګر په خپله ژبه کښې په يو کال دوه کښې د ليکلو لوستلو قابل کېدے شي زماد کالج دوست چې هغه د ايم اي ايل ايل بي دے يو عدالت کښې د يو جج په مخکښې په يوه مقدمه کښې وکيل و، هغه په پردۍ ژبه کښې د تذکير و تانيث فرق هم نۀ شي کولے نو که هم دا طريقه دغه شان جاري پاتې شوه او دا نقايص مونږ خپلو اينده نسلونو ته پرېښودل نو ددې نتيجه به دا وې چې پښتون قوم به د ټول عمر دپاره جاهل پاتې شي۔صاحبه! موجوده تعلم بې د غاصبانو پېدا کولو نه مونږ ته هيڅ فايده اونۀ رسوله، د هر يو قوم دا پېدائشې حق دے چې هغه دې د خپل تهذيب خاوند وي ددې تعليم څۀ مطلب دے چې “پهاړ” معني “غر” او “ګدها” معني “خر” دا تعليم د څۀ ښې شو چې يو ايم ائي ايل ايل بي د اتلس کاله تعليم نه پس بيا هم د اردو په ژبه کښې د تذکير و تانيث فرق نۀ شې کولے موجوده طريقه تعليم زمونږ د بچو ذندګي تباه کړه پکار دادي چې مونږ خپلو بچو له په خپله ژبه کښې تعليم ورکړو او ټول قوم ليکونکي اولوستونکي کړو او د خپل قوم عالمانو له ددې خبرې موقع ورکړو چې تاريخ او جغرافيه او نور د علم کتابونه د عوامو د فايدې دپاره په خپله ژبه کښې ترجمعه کړو په دې طريقه به زمونږ قوم ډېر زر ليکونکي او لوستونکي شي، په دې ايوان کښې مونږ ټول يو قوم يو او زمونږ اولنے فرض دادے چې خپل قوم د جهالت د تيارې نه رڼا ته راوباسو ددې خبرې احساس مونږ ته ډېر زر پکار دے او چې څومره زر قوم اوچت کړو زمونږ فرض دے۔د هندوستان ټولې صوبې خپلو بچو له د خپل پکار نيکه په ژبه کښې تعليم ورکوي په بنګال کښې بنګالې ده په مدارس کښې مدارسې ده په سند کښې سندهې ده او په ګجرات کښې ګجراتي ده همدغسي په هره صوبه کښې د صوبې د خلکو په ژبه تعليم ورکېدے شي نو هيڅ وجه نۀ شې کيدے چې مونږ دې خپلو بچو له په خپله ژبۀ کښې تعليم ورنۀ کړو په دې ايوان کښې زما په تجويز باندې ډېرې نکته چينۍ اوشوې او د بعض خلکو په دماغ کښې ددې بې ضرر تجويز متعلق ډېري غلط فهمۍ پېدا شوې ليکن زۀ د ټولو په خدمت کښې دا عرض کوم چې دا تجويز د هيچا خلاف نۀ دے او نۀ زما خيال کښې چاته نقصان رسول زما غرض دے دا د يوې تلخې تجربې نتيجه ده، او زما مطلب محض د خپل قوم ترقي ده زما پوره يقين دے چې بې خبر وزير قوم چې نن ورته دنيا ډېر په نفرت ګورې اووحشيان ئې شمارې دا به هم بلکل ټهيک شي که چري هغوي له سم تعليم ورکړے شي، زۀ درخواست کوم چې ما کوم د “بې خبر” لفظ استعمال کړے دے ددې نه زما مطلب څۀ خوشامده نۀ دے مونږ ټول پښتانۀ بې خبر يو ماته ياد چې مولانا حالي صاحب مرحوم يو ځل د علي ګر هلاکانو ته تقرير کاوو نو پکښې ئې ووے چي د سرحد پښتانۀ بې خبر دي يو هلک پاڅېدو او په غصه کښې ووے چې مقرر پخپله بې خبر دے حال دادے چې د حالي صاحب مطلب دا و چې د سرحد مسلمان د تعليم په لحاظ روستو دي، ددې دپاره هغه بې خبر دي هغه دا لفظ صرف د پښتنو سره د همدردۍ په وجه استعمال کړے و ليکن پښتون د هغې هيڅ قدر ونۀ کړو۔اصلي خبره داده چې زمونږ ډېر خلک بې تعليمه او بې خبره دي او هغه خلک کوم چې په غېره علاقه کښې اوسې ډېر زيات بې علم دي او هرکله چې دا خلک تعليم حاصل کړې نو د رعيت ځنې خلک چې ددوي د لاس تنګ دي او څه تکليف بيا مومي هغوي به هم په ارام شي۔زۀ دا عرض کوم چې زما دا تجويز دچا د مذهب او جماعت په کارونو کښې د دخل ورکولو دپاره نۀ دے لکه څنګه چې ددې د خپلو الفاظو نه هم معلومېږي۔پس زۀ ددې معزز ايوان نور وخت اخستل نۀ غواړم او په اخر کښې اپيل کوم چې زما په دې تجويز باندي دې د بني نوع انسان په نقطه نګاه سره بحث وکړے شي۔
د سکولونو دننه د پښتو ژبې قابل رحم حالت
( د وزير تعليم صاحب د توجو دپاره)
دا مضمون هم 21 مئ 1938 پښتون ګڼه کښې چاپ دے
که تازي ژبه پرګوره ښۀ ده
فارسي هم ډېره په خوند خوږه ده
چا ئې پلو له مخه وانخستو
پښتو لا هغسې بکره پرته ده (خوشحال)
ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې د پښتون قوم مشران نن خپلې ژبې ته په درانه نظر ګوري، او خپلې ژبې ته په سرحدې سکولونو کښې تعليمي ځائے ورکوي خبر نۀ يم چې دا مبارک او قوم جوړونکے تجويز به کله عملي شکل وويني خو دومره خو ضرور خبر يم چې په موجوده وخت کښې په سرحدي سکولونو دننه د پښتو ژبې حالت قابل رحم دے ذمه وار افسران چې اکثر غېر پښتانۀ دي پښتو ژبې ته ډېر د حقارت په نظر ګوري او هغوي په هر ممکنې طريقې سره د پښتو ژبې په سکولونو کښې د رائج کېدو مخالفت کوي۔د ۱۹۳۵ راسې د سرحدي صوبې په تعليمي کوډ يا دستورالعمل کښې ددې خبرې کېښودلے شوے دے که چري پښتانه هلکان غواړي نو پښتو ژبه په حېث د يو مضمون د اتم جماعت د امتحان د پاس کولو دپاره اغستلے شي ليکن غېر پښتنو هېډ ماسټرانو او انسپکټرانو دا خبره داسې په کمال استاذۍ پټه ساتلي ده چې تر اوسه پورې د هائې سکولونو هلاکانو ته ددې خبرې هيڅ علم نشته۔په لسم جماعت کښې هم پښتانۀ هلکان که غواړي نو پښتو په هيڅ د يو مضمون اغستلے شي ليکن دغېر پښتنو هېډ ماسټرانو استاذانو د ګمراه کن لمسون په برکت ډېر کم پښتانۀ هلکان پښتو په حيث د يو مضمون اخلې، باالغرض که ځنې هلکان د پښتو وئيلو خواهش ظاهر هم کړې نو هېډ ماسټر پرې دومره دپکې اوکړې چې د هغوي خله د همېشه دپاره چپ کړې غېر پښتانۀ استاذان په جار هلکانو ته دا ترغيب ورکوي چې پښتانۀ خره دي پښتو د خرو ژبه ده پښتانۀ دوزخيان دي پښتو د دوزخ ژبه ده، پښتانۀ جاهلان او کوهستانيان دي، پښتو د جاهلانو او کوهستانيانو ژبه ده پښتو په ټين کښې کانړي شړنګلول دي وغېره وغېره، او په دې چلونو د پښتنو هلاکانو قومي جذبات زخمې کوي د پښتنو په نظر کښې پښتون قوم او پښتون وطن او پښتو ژبه سپکه راولي، او د خپل تهذيب او د خپلې ژبې رنګ پرې غالب ساتي۔او دغېر پښتنو اسپکټرانو صاحبانو خو تر دې حده پورې د پښتو ژبې نه نفرت دے چې يو انسپکټر صاحب د يو سکول د معائنې دپاره تشريف ور وړے و هلته يو پښتون استاذ د سرحد د تعليم کوډ يا دستور العمل مطابق پښتو د يو مضمون په حېث ښودله اسپکټر صاحب په استاذ ډېرې دپکې اوکړي او په لاګ بک کښې ورله اوليکل چې پښتو د جاهلانو ژبه ده ددې په ځائے بل مضمون ښايه او اخلاقي جرائت پکښې دومره قدر و چې دستخط ئې لاندې اونۀ کړو۔عجيبه خبره خو داده چې طالب علمان پښتانه صوبه د پښتنو او قوم پښتون دے او پښتون سرحدي صوبه کښې سيوا د پښتو ژبې نه چې د صوبې د خلکو ژبه ده باقي د ټولو ژبه لکه اردو، پنجابي، ګورمکهي او هندي إ، فارسي، عربي او سنسکرت وغېره دپاره د سرحد په سکولونو کښې استاذان هم شته او انتظام هم شته، خو يواځي پښتو په دې ګناه مجرمه ده چې نۀ په سکولونو کښې د پښتو ښودلو دپاره سرکاري انتظام شته او نۀ غېر پښتانه هېډ ماسټران دا غواړي چې د پښتو ژبې دپاره څه انتظام اوکړلے شي۔که چري کانګرسې منسټري او وزير تعليم صاحب په رښتيا سره دا غواړي چې د پښتون صوبه کښې پښتو علمي حيثت اونيسي نو ضروري ده چې په سختۍ سره دې ذمه وار افسرانو او د سکولونو هېډ ماسټرانو ته حکام اولږلے شي چې هغوي ددې نه پس له هيڅ قسمه رکاوټ و پښتو ژبې دا تعليمي رواج په لار کښې وانۀ چوي بلکې پکار دادي چې پښتانه هلکان دې د پښتو وئيلو په سکولونو کښې مجبور کړے شي که داسې اونۀ شي نو خبر نۀ يو چې په پرائمري کښې به زريعه د تعليم کله پښتو جوړېږي دومره خو به ضرور اوشي چې هائې سکولونو نه به پښتو زر رخصت شي۔