د ځان نه ناخبره-شهاب بونېرے

دا ليکنه شريکه کړئ

پېدا پۀ داسې ځاے کښې چې نه مينه پېژني او نه ما

پښتانۀ د نړۍ پۀ سر اووۀ کروړه تعداد لري او خداے ورله جغرافيه هم ډېره زرخېزه او د وسائلو ډکه ورکړې ده۔ د دوي د ژوند خپل اصول او قواعد دي، چې ورته ‘پښتونولي’ وائي۔ پۀ اسلام ډېر مئين دي، ځکه ئې د هرې حجرې سره شريک جماعت جوړ کړے وي۔ کۀ دنيا هر څومره ترقي وکړي او يا کوي خو پښتانۀ پۀ دې ځغل کښې ډېر شا ته پاتې دي او يا پاتې کړې شوي دي۔کله نا کله سوچ کوم، وايم داسې کوم مرض دے چې پۀ پښتنو کښې نشته!؟ نه وينه او نه د وينې قدر، نه خپل ځان پېژني او نه جهان، نه خپله زمکه او نه د زمکې قدر، نه باچا خان پېژني او نه پير روښان، نه د خوشحال د فکر نه خبر دي او نه د رحمان د فن نه! بس هر يو پۀ خپل سوچ، فکر او خيالي دنيا کښي مست دے، او رښتيا دنيا؟ دا دنيا به داسې وي نو۔۔۔ سوچ او فکر؟ خپل او پردے؟ ړاندۀ او کاڼۀ؟ نۀ! ړاندۀ او کاڼۀ خو بيا هم پوهېږي، خپله لار ترې نه هېريږي، خپله لاره لري او پۀ هغې روان وي۔ دوي خو نه لار پېژني او نه اشاره، نه ئې ياد شته او نه نظر! بس يو بل ته نران دي، بس يو بل پسې خاندي او پۀ يو بل پسې ملنډې کوي۔ پۀ مذهب او پښتو مئين دي، خو نه د اسلامه خبر دي او نه د پښتو نه۔ ټوله ورځ به پۀ اودس کښې ګرځي او پۀ سنت به برابر وي خو چې کله ورته خور د خپل حق ووائي يا د خور لُور ورکړه راکړه راشي نو بيا ترېنه اسلام او پښتو هېره شي۔ ‘حقوق الله’ له ئې دومره زور ورکړے چې پۀ هر کلي کښې پۀ دوو کورو پسې يو جماعت وي۔ خو ‘حقوق العباد’ نۀ پېژني او يا ځان ناجاڼه او نا خبره کوي۔ پۀ قرآن کښې د ‘حقوق الله’ نه ډېر د ‘حقوق العباد’ ذکر راغلے۔ ‘حقوق الله’ معاف کېږي خو ‘حقوق العباد’ نۀ! مګر دا پښتانۀ به پوهوي څوک؟ دوي د پيرروښان نه تر باچا خانه هېڅ چا پوې نۀ کړل، ځکه خو محترم اباسين ايسپزے وائي چې:

د خداے د پاره پښتنو ځانونه وپېژنئ!

ستاسو د پاره خو به ځان له پېغمبر نۀ راځي

پښتانۀ د خپل تاريخ نه ډېر لرې پاتې شوي او نن هم خپلو مشرانو او اتلانو ته ښکنځل کوي او بد رد ورپسې وائي۔ ټيک ده زمونږ نصاب کښې خو زمونږ د اتل او تاريخ ذکر نشته خو مونږ پۀ خپله څۀ وکړل؟ څومره خلق مو خبر کړل؟ څومره شعور مو خور کړلو؟ او کوم يو څوک چې د بېدارۍ د پاره راپاڅي نو هغه هم مونږ نۀ پرېږدو۔ زما زلمے خو د محمود غزنوي، ټيپو سلطان، مولوي عبدالحق، اقبال لاهوري، سر سيد او جناح نه خبر دے خو احمد شاه ابدالي، پير روښان، مېرويس خان هوتک، اېمل خان مومند او باچا خان نۀ پېژني۔زمونږ خاوره د قيمتي معدنياتو او وسائلو نه ډکه ده خو څومره خلق دي چې د خپلو وسائلو او مسائلو نه خبر دي۔ څوک خبر دي چې زمونږ صوبه څومره ګېس او تېل پېدا کوي؟ څومره ماربل، کرومائيټ، لېتيم، جپسم، زمرود، کاپر او داسې بلها شے معدنيات پيدا کوي؟ څومره بجلي ورکوي او نوره څومره پېدا کولې شي؟ دا سوالونه تر اوسه چا وڅېړل؟ نۀ! هېڅ چا هم نۀ، علاوه د شهيد مولانا علامه خانزېب نه چې دا څيزونه چې پۀ اولس ورپېژندل او ځوانان ئې باخبره کړل خو هم دې پۀ تربوزک کښې پټ “پښتون” ورله څۀ صله ورکړه؟ ۔باچا خان بابا به وې چي يوه ورځ به درنه څوک دا اباسين پۀ بډه کړي او تاسو به اودۀ يئ۔ نن اباسين د ‘غازي بروته’ پۀ نامه پۀ بډه کړے شوے۔ او مونږ يو بل ته پېغورونه، سپکاوے او د يو بل سره پۀ جنګ يو۔ نن هم د جائېداد پۀ سر د کلونو نه مسئلې روانې دي او پۀ خپلو کښې جنګېږو، قبائليت را کښې پۀ عروج دے، نن هم مونږ د خپل قام پۀ ځاے پۀ خپله قبيله فخر کوو۔ قسماقسم سوسائټيز جوړې دي چې دا هم دې قبائليت له فروغ ورکوي؛ فلانکۍ نړيواله جرګه او بله بله۔۔۔ خو د دې يواځينے کار هم دا دے پښتانۀ پۀ خپلو کښې تقسيمول دي۔ بس د غني خان هغه خبره چې پلار مې ګډې بيزې څروي۔۔۔ يو هجوم دے، روان دے، پۀ لاره چې څوک ورمخکښې شو، نه سوچ او نه تپوس، بس لکه د ګډو بيزو پسې روان شي۔د پير روښان نه راوخله تر باچا خانه دوي تل پردو پسې منډې وهلې دي خپل خلق ئې شا ته پرېښي۔ او نن هم خپل او پردي کښې فرق نۀ شي کولے۔ د پير روښان خلاف د پير بابا او اخون دروېزه سره، د باچا خان خلاف د مسلم ليګ او پېرنګيانو سره، د غازي امان الله خان خلاف د بچه سقه سره او نن قېدي نمبر 804 پسې دي۔ نظريه او منشور، هوش او جوش، شور او شعور، پارلېمان او غېر پارلېمان، سياسي او غېر سياسي، خپل او پردے، عالم او جاهل، سوال او ځواب کښې فرق شته؟ کۀ پۀ دې کښې فرق وي نو پکار ده دا هغه پۀ ډاګه کړے شي او ډاګيزه خبره وکړو او د تور و سپين تر مېنځه سيناوے وکړو۔ پکار ده چې مونږ خپل زلمي خبر کړو چې زمونږ اتلان څوک دي او د دوي کارنامې څۀ دي؟ خپل تاريخ نه ئې خبر کړو۔ د خپلو وسائلو او مسائلو نه ئې خبر کړو۔ حقوق العباد ورته وښايو او د باچا خان دا خبره ورته وکړو چې: “خداے ته د خدمت ضرورت نشته، د خداے خدمت د هغه د مخلوق خدمت کول دي۔”

نورې ليکنې۔۔۔

“رولټ اېکټ”

باچاخان “رولټ اېکټ” ‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84 ‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د

ټوله ليکنه ولولئ