د مطالعه پاکستان د تاریخي مغالطې برخلاف د اسلام اثرات جنوبي ايشيا ته د کال 712 نه مخکښې رارسېدلي وو۔ دا تصور ورکول چې د اسلام تاريخ د يؤ فوجي جرنيل د حملې نه پېل کيږي، د پاکستان د جوړويدلو روسته د يو مخصوص طبقې پۀ مفادو کښې وه ۔ د عام اولس د تاريخ پوهنې مسئله دا ده چې پۀ هره زمانه کښې د تاریخ عام فهم د سياسي اغيز لاندې وي او فقط هغه افسانې تکراروي چې د حاکم طبقې پۀ فائده کښې وي۔ دا ضرور ده چې پۀ ډېرو پرمختللو هېوادونو کښې دا رجحان بيخي کم شوے دے، چرته چې د عام اولس اجتماعي ادراک پۀ تاريخي حقيقتونو ولاړ دے او نۀ پۀ نظرياتي افسانو۔ پۀ هر صورت کښې د تاریخ د پاڼو نه جوتېږي چې د اسلام خپرېدل يؤ پيچلے مذهبي، ټولنيز او روحاني عمل و چې صرف يؤ جنګي حملې ته ئې محدودول د اصل تاريخ سره زياتے دے۔ تاريخ پوهان وائي چې د هندومت د ذات پات پۀ مقابله کښې اسلام د ټولنيز مساوات وعده کوله هم دغه وجه وه چې د هند پۀ ډېرو سيمو کښې اکثر د لاندې ذات خلق اسلام طرف ته راغلل۔ د يؤ کثير خدايي polytheistic مذهب پۀ حيث پۀ هندومت کښې د دين ويستنې excommunication تصور نۀ و ځکه نوے مذهب نۀ خلکو خوښ کړو بلکې د مختلفو مذهبونو د موجوديت لپاره ورته خلا هم ميلاؤ شوه۔ پۀ هند کښې د اسلام د خپرولو کار صوفيانو وکړو۔ تصوف مذهبي افکار د هند د مقامي ثقافت پۀ رنګ کښې رنګ کړل او د موسيقۍ او شاعرۍ پۀ رنګ کلتوري توکي د مذهب حصه وګرځول شو۔ د صوفيانو اسلام انفرادي و، يعني مذهب د خدے او د انسان پۀ مينځ کښې د يؤ ذاتي نوعیت معامله وه ۔ د دې ترڅنګ د هغو افکار لچکدار، ټول شموله او تر ټولو مهم، سوله ييز وو۔ پۀ اتلسمه پيړۍ کښې د عربو پۀ صحرا کښې د وهاب پۀ مشرۍ کښې د يؤ سختدريځه مذهبي مفکوري بنسټ کيښودے شو کوم چې پۀ بنيادي توګه puritanical او پرتشده رجحانات لرل۔ هم پۀ دغه زمانه کښې د شاه ولي الله د اثر لاندې سخت دريځه مذهب پۀ هند کښې هم تر څۀ حده اثرانداز شو، چې نتيجه ئې د سيد احمد شهيد بريلوي د جنګونو پۀ شکل کښې راوتله ۔ ولې د پښتونو قبيلو د سيکانو سره پۀ ملګرتیا سيد احمد ته ماتې ميلاؤ شوه او هغه پۀ خپل مذهبي، جنګي پراجکټ کښې ناکام شو۔ لنډه دا چې دغه سخت دريځو پۀ اولسي توګه د تصوف پۀ رنګ مقبوليت بلکل پېدا نۀ کړو۔ پۀ کال 1866 کښې د ازادۍ د جنګ نه څو کاله روسته د دهلي نه پۀ څو کلوميټره فاصله کښې د دیوبند مدرسې قيام وشو۔ د تصوف پۀ مقابله کښې، چرته چې د وجد پۀ حالت کښې خداے سره انفرادي رشته تړل د مذهب مقصد و دوي مذهبي فکر منظم کړو،د علم تفسير او علم حديث سره سره ئې د فقهې پۀ علم ډېر زور راوړو۔ اسلامي فقهه Jurisprudence د اسلامي قانون مطالعه ته وئيلے کيږي۔ پوهان پوهيږي چې قانون نۀ يوازې يؤ ټولنيز او اخلاقي اړخ لرې بلکې دا د سياسي قوت نه پرته خپل شتون نۀ شي منلے۔ يعني پۀ فقه زور سياسي اسلام طرف ته يؤ لوئے قدم و۔ د دې باوجود دغه مدرسې تصوف پۀ مکمله توګه ختم نۀ کړو خو ولې د دې وسعت ئې پۀ سختۍ سره محدود کړو۔ د برطانوي استعمار پۀ زمانه کښې د divide and rule د فکر لاندې سياسي اسلام ته پۀ سرکاري توګه مقبوليت ورکرے شو۔ پۀ 1906 کښې د مسليم ليګ قيام پۀ دې غرض منځ ته راوستلے شو چې د کانګرس سياسي فشار کم کړے شي۔ د 1920 پۀ لسيزه کښې د غازي امان الله خان خلاف برطانوي استعمار پۀ پوره شدت سره د سياسي پرتشدده او سخت دريځه مذهبي مفکوري استعمال وکړو۔د سياسي اسلام پۀ ارتقا کښې د 1937 نه تر 1947 زمانه ډېر اهميت لري۔ د 1937 پۀ ټاکنو کښې د ليګ ماتې هغه پۀ دې خبره مجبوره کړل چې تر دغه دمه پۀ خپل تر يؤ حده سیکولر سياسي بيانيې باندې نظرثاني وکړو۔ نهه کاله بعد سيکولر جناح د خپل سياسي کېمپين لپاره د مذهبي نعرو انتخاب وکړو او پۀ ډېره لويه پېمانه د ممبر سياسي استعمال وکړے شو۔ دغه د مبمر پۀ دومره لويه کچه د منظم سياسي استعمال وړومبي وختونه وو۔ مذهب سياسي کړے شو او يو داسې بيانيې جوړولو کوشش وشو چې د ليګ سياسي مخالفين د مذهب څخه خارج تصور کړے شي۔ د پنجاب ځينې قامي سياستوال او د پښتونو ستر سياسي لارښود حضرت باچاخان (رح) پکښې هم د فتوو ضد کښې راغلو۔ د دې هر څۀ باوجود د ډېرو پوهانو خيال دے چې جناح يؤ سيکولر قامي رياست غوښتلو چې ثبوتونه ئې د هغه پۀ سياسي مبارزه کښې شتون لري۔ وړومبے دا چې هغه د انګرېزانو او کانګرس پۀ مخکښې د جدا رياست دریځ د قوميت پۀ اساس ايښودو او د مسلمانانو جدا قوميت ئې د قامي رياست د اصولو پۀ رڼا کښې ثابتؤ۔ بله دا چې پۀ مختلفو موقعو ئې د يؤ قامي رياست تصور وړاندې کړے دے چې سيکولر فکر ئې يؤ بنيادي اصول معلوميږي۔ پۀ هر حالت کښې، د پاکستان پۀ اړه د جناح صیب فکر د تشکيک ښکار دے، خو دا يؤ تاريخي حقيقت دے چې د هغه د سياست پۀ نتيجه کښې له مذهبي فکر څخه د ټول شمولیت، باهمي هم موجوديت او د اخلاف رائے د برداشت توکې تر ډيره حده کم شو۔
د پاکستان جوړيدو وروسته د شناخت مسلې پاکستان پۀ ستراتيژي توګه پۀ دې خبره وهڅؤ چې مذهب د يو سياسي اوزار پۀ توګه استعمال کړي۔ جناح ټي بي يوړو۔ د مسلم ليګ پاتې سیاستوالو پۀ اولس کښې بنيادونه کچه وو ځکه چې اکثر پکښې د هند مهاجر وو۔ دوي د خپل سياسي مقام قوي کولو لپاره د مذهب ښۀ بې دريغه استعمال وکړو۔د پاکستان د جوړيدو د هل چل پۀ زمانه کښې ډېرو مذهبي مکتبونو د مسلمانانو لپاره د يو جدا ملک د جوړولو مخالفت کوۀ ۔ پۀ دغه ګروپونو کښې يو ګروپ د مودودي هم و۔ دے پۀ هغه خلکو کښې شامل دے چې پۀ وړومبي ځل يې يو Global politico-islamic Agenda پيش کړه ۔ دا مذهبي فکر ئې مشهور کړو چې مذهب د خدے او انسان ترمينځ يؤ ذاتي رشته نۀ ده بلکې يؤ “مکمل ضابطه حيات” دے۔ دغه رنګ ئې سياست د مذهب بنيادي برخه وګرځوله۔ د هغه د نظريې نړيوال Global اړخ هغه د پاکستان پۀ مخالفت ودراؤ۔ د هغه پۀ مفکوره کښې د ويسټفيليالي اصولو Westphalian Principles لاندې د داسې قامي رياست چې جغرافيايي موقعيت لري، ځائے نۀ وو۔بيا هم د تقسيم هند نه پس نوئے جوړ شوے پاکستانے رياست د شناختي بحران سره مخ شو نو د يؤ نظرياتي ډانچي جوړولو لپاره دغه پراجکټ يا مودودي ته حواله کړے شو يا د خپلې مختورنۍ پټلو او ځان له د سياسي خلا پیدا کولو پۀ غرض هغه د پاکستان نه د يؤ نظرياتي رياست پراجکټ پۀ سر واخيستلو۔ د احتجاجي سياست له لارې پۀ 1949 کښې پۀ قرارداد مقاصد پاس کولو کښې کامياب شو، کوم چې د popular sovereignty پۀ ځائے د divine sovereignty اساسي اصول ئې د مستقبل پۀ پاکستاني دستور کښې یقیني کړل ۔ پۀ دې ارتقايي سفر کښې 1980 لسيزه تر ټولو زياته د اهميت وړ ده۔ دا د سياسي مذهب نه وسله وال مذهب ته د انتقال زمانه وه۔ دغه زمانه کښې ګڼ شمير عناصرو د دې انتقال لپاره زمينه برابرولوه۔ يوه دا چې د پاکستان رياست د شروع نه سختدريځه مذهب د قام جوړونې Nation building پۀ غرض پۀ کار راوستو او د افغانستان پۀ پښتونخوا د دعوې پۀ جواب کښې ئې هم دغه مفکوره هلته د Strategic depth لپاره کاروله۔ دويم دا چې ضياالحق پۀ نظرياتي توګه د دې پراجکټ پۀ حق کښې وو۔ د روسي ځواکونو پۀ افغانستان کښې مداخلت د امريکا د ډالرو مخ دې اړخ ته وګرځاؤ او دلته ئې د وسله وال مذهب راتلونکے یقیني کړو۔ د افغان جنګ پۀ وخت د جهادي پراجکټ چلولو پۀ نتيجه کښې دا سيمه (پۀ خصوصي توګه پښتون وطن) د سخت دريځو او پرتشدده مذهبي ډلو لپاره دارلامان جوړ کړے شو۔ د نړيوالو قوتونو پۀ دغه مقابله کښې د مقامي لوبغاړو خپل خپل مفادات وو۔ امريکا روس کمزورے کول غوښتل، جماعت اسلامي، نورو مذهبي ګوندونو او پاکستان خپله نظرياتي اجنډا قوي کوله، او د Strategic Depth د مفکوري لاندې ئې د افغانستان ترقي پسند، هند دوسته، او قام پرسته رژيم کمزورے کاؤ۔ سعودي هم د خپل نظرياتي اجنډا د پرمختګ لپاره دلته د وهابيت پرچار کونکې مدرسې قايمې کړې چې پکښې د امريکا د اتحادي پۀ حيث د جنګ لپاره وسله وال هم تيارول وو ۔ د اتيايمې لسيزې پۀ ختميدو پۀ دې سيمه کښې پۀ مذهبي فکر ډير لوئے اثر شوے وو او ناقابل تلافي نقصان ورته رسيدلے وو۔ د هرې مذهبي فرقي خپله سياسي نطريه وه، د کومې د حقيقي کولو لپاره چې دوي ته د هر ډول تشدد شرعي اجازه وه۔ دين ويستنه بيخي اسانه وه او پۀ معمولي اختلاف پکار وه—او له دينه ويستے شوي سزا مرګ وو۔ د فرقه واريت خپلمنځي جګړې پۀ عروج وې او د مخالف فرقې وژنه شرعي توګه باندې نۀ صرف روا وه بلکې فرض وه۔ د غير معياري مذهبي تعليمي ادارو پۀ شمير کښې پۀ دومره لويه پيمانه زياتوالي پۀ ښارونو، کلو او بانډو کښې د نيم خوانده ملایانو پۀ شمیره کښې ډيره لويه اضافه کړې وه کومو چې د ممبر نه خپل پرتشده، سختدريځه او Retrogressive افکار خپرول۔ زمونږ لپاره دا خبره د فکر وړ ده چې هيڅ يؤ مفکوره پۀ تاريخي لحاظ ساکنه نۀ وي۔ يعني نن چې يؤ فکر د يؤ خاص تاريخي دور پۀ اړه عام دے ضروري نۀ ده چې هغه زمانه دې هم دغسې وي۔ تاريخ د زمانې جوړ شوې رښتينې انځورونه دي چې اولس ورته پۀ مختلفو دورانونو کښې پۀ مختلفو چشمو کښې ګورې، کومه چشمې چې اکثر د سياسي طاقت پۀ مرکزونو کښې جوړې شوې وي۔