انجمن اصلاح الافاغنه–شهاب بونېرے

دا ليکنه شريکه کړئ

باچاخان منزل د انګرېز استعمار نه ازادي اخستل وو۔ پۀ پښتنو کښې د مبارزې يو نوے سياسي مزاحمت رنګ پُوکل وو۔ خو د دغه ازادۍ مخې ته تر ټولو لوے خنډ پښتانۀ پۀ خپله وو۔ پۀ وړه وړه خبره باندې خپلو کښې سره دښمنۍ کېدې، ورور د ورور وينه څښله، مذهبي ټېکدارانو د شريعت پۀ نوم عبس رواجونه خپل کړي وو۔ د تعليم نه ټولنې کرکه کوله ۔ باچاخان چې خپل مرام له ګام پورته کوۀ نو وړومبے کار ئې دغه جاري کړو چې اول د خپل قام اصلاح وکړي او هم پۀ دغه غرض ئې د يو انجمن بنياد کېښودو چې انجمن اصلاح الافاغنه نامه ئې ورباندې کېښوده ۔ انجمن اصلاح الافاغنه هغه تحريک و چې باچاخان پکښې پښتنو کښې د اصلاح سره سره د قام د پاره د خدمت او قربانۍ جذبه رابېداروله ۔ هم د دې تحريک پۀ وجه باندې ورستو خدائي خدمتګار تحريک، باچاخان ازاد سکولونه او دغسې د تاريخ يوه نۀ هېرېدونکې مبارزه پېل شوې ده ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔