د قصه خوانۍ بازار د پېښور په زوړ او مشهور تاريخي بازارونو کښې شمارل کېږي، دا بازار نۀ صرف د تجاري سرګرميو مرکز دے بلکې په ثقافتي، ادبي او سياسي لحاظ سره هم ډير د اهميت وړ دے۔ پېښور چونکې په تاريخي توګه د وسطي ايشياء او د برصغير په مينځ کښې يوه اهمه دروازه وه او هم د دې جغرافيائي حېثيت په وجه دلته د مختلفو قامونو او تهذيبونو ملاپ شوے دے۔ قصه خوانۍ بازار د تهذيبي ملاپ يو اهم مثال هم دے۔ دلته په پېړو پېړو د تاجرانو، سېل ګرو، مسافر او د قصه ويونکيو خلقو اجمتاعيت تېر شوے دے دلته به چې مسافرو قيصۍ کولې نو هغه به د تفريح يوه خاص ذريعه وه او ورسره به د مختلفو علاقو سماجي او سياسي معلومات هم تر لاسه کېدل، او هم په دې وجه په يو وخت کښې دې بازار ته د نا ليکل شوي تاريخ مرکز هم وئيلے کېدۀ۔
د مقامي رواياتو مطابق د تاجرانو قافلې او سېلګرو به په دې بازار کښې پاتې کېدلې، دمه به ئې کوله، شنه چائے به ئې څښکله او يو بل ته به ئې قيصې کولې، پېښور د تاريخي تهذيبي، تمدني، جغرافيائي او ثقافتي اعتبار سره د خصوصي اهميت حامل ښار تصور کېږي۔ دا ښار د خېبر مشرقي حد ته نزدې پروت دے او برصغير د راتللو خلقو د پاره يو قدرتي د دمې ځاے دے۔ باچاهان، فوځيان او نور حمله آور يا تاجر هم د پېښور په ذريعه برصغير ته داخل شوي دي۔ قصه خوانۍ بازار د قديم او جديد رواياتو يو ښکلے امتزاجي ښار دے او ډېر ګنجان آباد او بارونقه ښار دے۔
تاريخي پس منظر:
قصه خوانۍ بازار د نړۍ د زوړو بازارونو نه يو اهم زوړ بازار دے او د دې تاريخ په زرګونو کالو زوړ دے۔ په زړه زمانه کښې پېښور د مختلفو باچاهانو د حکومت لاندې پاتې شوے دے چې په کښې فارسي، يوناني، کشان او مغل حکومتونه شامل دي۔ قصه خوانۍ بازار د پېښور ښار تاريخي مرکزي حصه کښې پروت دے او په زړه زمانه کښې به په دې لاره تجارت کوونکي تلل راتلل چې د چين، افغانستان، ايران او هندوستان تر منځه به تجارت کېدۀ۔ د وسطي ايشياء د ښار بخارا، سمرقند او تاشقند نه به چې کوم تاجران پېښور ته راورسېدل نو استوګنه به ئې په قصه خوانۍ بازار کښې وه۔ د قصه خوانۍ بازر انفرادي حېثيت او تاريخ دا د نورو بازارونو نه ډېر ممتاز کوي۔ دا يو داسې بازار وۀ چې دلته به د منځنۍ ايشياء افغانستان سره د دنيا د مختلفو علاقو نه تاجران او سېلګري راتلل، دلته به ئې په سرائے ګانو کښې شپې کولې او په قهوه خانو کښې به ئې يو بل ته د خپل خپل سفرونو او علاقو قيصۍ او داستانونه اورول، چې کومو مسافرو به شپه نۀ کوله نو هغه مسافر به په دې قهوه خانو کښې دمه اوکړله او د لږ ډېر ارام کولو نه پس به بيا په خپل سفر روان شول۔ په دې قهوه خانو کښې به د پيتلو په غټو غټو حمامونو کښې ګرمې اوبۀ پرتې وې او بيا به ئې په خاورينو پيالو کښې ترېنه قهوه مېلمنو ته وړاندې کوله۔
قصه خوانۍ ته قصه خوانۍ ولې وائي؟
د قصه خوانۍ بازار نامه د دې د سماجي ماحول سره منسوب ده، دلته به پېشه ور قيصه کوونکي موجود وو چې د مختلفو علاقو نه راغلو مسافر او تاجراون ته به ئې قيصۍ واورېدې او بيا به ئې په خوند خوند او په ښکلي انداز عوامو ته يا نورو مسافرو ته کولې۔ دا قيصۍ به اکثر د جنګونو، د برياليتوب، د مينې داستانونه او تاريخي قيصۍ وې چې زياتتر به د لرې لرې ملکونو د حالاتو متعلق وې۔ خلقو به په ګهنټو ګهنټو دغه قيصۍ اورېدې او خوند به ئې ترېنه اخستو، نو هم دا وجه وه چې د دې بازار نامه قيصه خوانۍ بازار يعني د قيصو کولو او اورېدو والا ځاے يا بازار شۀ۔
د پېښور قصه خوانۍ بازار ته به تاجرانو او مسافرو په آسونو او اوښانو باندې سامانونه راوړل او د کابلۍ دروازې دننه به ئې په مسافرخانو کښې استوګنه کوله۔ په قصه خوانۍ کښې په شپه ورځ د قهوې دور چلېدو او ورسره به په ګپ شپ کښې قيصۍ هم کېدلې او هم په دې وجه د دې ښار دا دننه بازار د قيصه خوانۍ په نامه مشهور شۀ چې دلته به اوس هم تاسو ته په پېړو پېړو زاړۀ عمارتونه او کورونه ملاؤ شي چې په د 17 صدۍ ، 18 صدۍ او په 19 صدۍ کښې جوړ شوي دي۔
سماجي او ثقافتي اهميت:
قصه خوانۍ بازار صرف يو تجارتي مرکز نۀ وۀ بلکې دا د پېښور د ثقافتي ژوند يو ډېر اهم مرکز هم وۀ، د دې قهوه خانې، د خلقو په خپل مينځ کښې ملاوېدلو نه علاوه د ادبي سرګرميو يو لوے مرکز هم وۀ۔ په پښتنه معاشره کښې د قيصۍ کونکيو روايت ډېر زوړ دے او قصه خوانۍ بازار د دې روايت يو لوے مظهر ګڼلے کېږي ځکه چې دلته د مختلفو قوميتونو او ژبو ويونکيو خلق راجمع کېږي چې په هغې کښې افغانان، ايرانيان او د منځنۍ ايشياء او د هندوستان تاجران اهم دي او دې کثير الثقافتي ماحول د پېښور ثقافت ته نوره رنګيني ورکړه۔
دا قصه خوانۍ بازار صرف د قيصو ځاے نۀ دے بلکې يو ثقافتي ورثې په بنياد ډېر مهشور هم دے ۔ د بهارت د فلمي دنيا بعضې مشهور اداکاران چې په دغه فلم انډسټرۍ کښې ئې راج کړے دے د هغوي وړوکوالے دلته په نزدې محلو کښې تېر شوے دے۔ په ډهکي نعلبندۍ کښې هغه کور اوس هم شتون لري چې يو وخت کښې به په کښې نامور اداکار راج کپور اوسېدۀ او د 22 کالو په عمر وۀ چې د پېښور نه ئې کډه اوکړه او ممبۍ ته لاړل چې تر اوسه پورې کپور خاندان د انډيا په فلم اندسټرۍ راج کوي۔
د قصه خوانۍ بازار ته د څو منټو په فاصله کښې په محل ډوماګلۍ کښې يو کور د انډيا د مشهور او لېجنډري اداکار يوسف خان المعروف دليپ کمار دے چې هم دلته پېدا شوے وۀ۔ دليپ کمار 1922ء کښې دلته پېدا شوے وۀ او دا د نهه کالو وۀ چې پلار ئې په 1930 کښې ممبۍ ته لاړو۔ دليپ کمار څو ځله قصه خوانۍ ته راغلے دے۔
تجارتي سرمګۍ:
قصه خوانۍ بازار په خوا زمانه کښې يو ډېر اهم تجارتي مرکز وۀ دلته به هر قسمه څيزونه خرڅېدل او اخستل کېدل چې په هغې کښې اوچه مېوه، مټهائي، څپلۍ، باڼسونه، د ميسو لوښي او نور ډېر څيزونه وو۔ دلته روايتي قهوه خانې هم موجودې وې چې په دې کښې به تاجران ناست وو د قهوې څښکلو سره سره به ئې کاروباري معاملات هم کول۔ نن هم په دې بازر کښې روايتي خوراکونه لکه کباب، تيکې، مهيان هم خرڅېږي چې دا ټول د پېښور د ثقافت يوه خاص برخه ده۔ په قصه خوانۍ بازار کښې اوس هغه سرائے ګانې، تجارتي قافلې او قيصه کوونکي نشته خو د قهوې روايت اوس هم برقرار دے، د بازار په دواړو اړخونو اوس د کتابونو، رختونو، کرياڼې دکانونه دي۔ د ډاکټرانو کلينکونه دي، هوټلې دي، د قهوه خانو سره سره د نوادراتو دکانونه دي، د پېښور څپلو دکانونه دي، د وچې مېوې نه ډک ښکلي ښکلي دکانونه دي۔ په فضا کښې د شور د وجې غوږنو ته پوره آواز نۀ رارسي خو ځاے په ځاے په سکروټو باندې د غوښې د تيکو د او اور تېرولو لوګے دېر ښۀ او ورسره ځاے په ځاے د تازه مېوو د ګاډو نه بوي هم ډېر ښۀ لګي او ورسره د روټو دکانونه، د روټۍ ښائسته بوي لا خوند ناک وي او دا ټوله فضا ئې معطره کړې وي۔ د دکانونو د پاسه په چهتونو کښې د خلکو د استوګنې او لاندې ورسره په ترڅ کښې ډېرې محلې آبادې دي، اوچت کورونه او عمارتونه يو بل سره تړلے شوې غوندې ښکاري۔ د بازار زاړۀ کمزوري خو په سترګو ښۀ لګېدونکي عمارتونه نن هم د هغې عظمت ياد تازه کوي۔
لږه موده وړاندې په قصه خوانۍ بازار کښې د رنګ روغن او مرمت کار بيا مکمل کړے شۀ او ډېر ښکلے تزييّن او آرائش ئې اوشۀ د مغلو د دور طرزِ تعمير، تزييّن او آرائش په ښکارته توګه راښکاره شۀ۔ د ضلې انتظامې له اړخه د ټولو زړو عمارتونو دوباره رنګ اوشۀ په بازار کښې موجود د ټولو دکانونو سائن بورډونه په يو ډول ليک کښې اوکړے شول او چې په بازار کښې څومره هم قهوه خانې وې هغې ټولو له ئې رنګ ورکړو۔ په قصه خوانۍ کښې د پاکستان د ټولو نه زوړ دکان “تاج سوډا واټر” دے تاريخې جمات مهابت خان هم موجود دے اګر چې نن سبا په قصه خوانۍ کښې هغه د قيصه کوونکو روايت ختم شوے دے خو قهوه خانې اوس هم موجودې دي۔
ادبي سرګرمۍ:
قصه خوانۍ بازار د علمي او ادبي سرګرميو هم لوے مرکز پاتې شوے دے۔ دلته د فارسي، پښتو او د اردو ژبو د کتابونو د چاپ او خرڅولو لوے لوے بازرونه دي۔ د چاپ په سلسله کښې محله جنګي د پېښتونخوا په توګه لوے د چاپ خانو ځاے دے او هم دلته د اسلامي او نورو عصري کتابونو مرکز هم دے۔ د دې نه علاوه ادبي محفلونه به هم دلته منعقد کېدل او اوس هم کېږي مشاعرې به هم ډېر په شوق کېدلې چې په هغې کښې به مقامي او د نورو علاقو نه راغلو شاعرانو اديبانو حصه اخستله۔ هم د دې په وجه دا بازار نۀ صرف يو تجارتي بلکې ادبي لحاظ سره هم ډېر اهميت لري۔
د پېښتو اردو ادب لوے لوے ليکوالانو د قصه خوانۍ بازر خواوشا کښې استګونې کړې دي او دلته به ئې خپلې علمي دفترې جوړې کړې وې۔ حمزه بابا، دوست محمد کامل او نورو ډېرو دلته وختونه تېر کړي دي۔ د قصه خوانۍ بازار سره خوا کښې په سوئيکارانو چوک کښې به د قلندر مومند صېب په وخت کښې باقاعده اجلاسونه کېدل او د لرې لرې نه به شاعران او اديبان ورله راتلل۔ د “وحدت” اخبار “جهاد” اخبار او “هېواد” اخبار دفترونه اوس هم دلته د قصه خوانۍ بازار په ترڅ کښې موجود دي۔ نن سبا په “وحدت” اخبار کښې لوے ليکوال ګل محمد بېتاب صېب د سب ايډيټر په توګه په “وحدت” اخبار کښې خپلې ذمه وارۍ تر سره کوي او ورسره د پښتونخوا ادبي فورم په نامه يو ادبي فورم په فعال ساتي چې وخت په وخت د پښتو ليکوالانو په درانوي کښې پروګرامونه هم کوي۔ دوي سره په دغه فورم کښې جاوېد اقبال ګيلاني، ډاکټر داؤد جان مومند، رشيد احمد، فريدالله شاه حساس او ډاکټر محد اقبال اقبال شامل دي۔
د سېلګرو او مؤرخينو په نظر کښې:
د مغرب زياتر سېلګرو او مؤرخينو د قصه خوانۍ بازار د اهميت ذکر په خپلو کتابونو او ليکونو کښې کړے دے۔ مشهور سېلګر لئل تهامس او د برطانيې کمشنر هربرټ ايډورډز په خپلو ليکونو کښې دا بازار د منځنۍ ايشياء خاص مرکز ياد کړے دے لکه د پکاډلي په شان۔ د دې تشبيھ خبرې نه اندازه کېږي چې دا بازار په خپل دور کښې سماجي او تجارتي سرګرميو يو اهم مرکز وۀ۔ د ښار نه يا د نورو لرو علاقو نه چې خلق قصه خوانۍ ته راځي نو قهوه خانې ته ضرور ځي۔ دلته نه د لري لرې نه د خپلوانو يا ملګرو سره خلق ضروري راځي او په باقاعدګۍ سره چکر وهي۔ د قهوې په يو هوټل کښې يو ګاهک اووې چې دلته قصه خوانۍ بازار ته راتلل او قهوه چائے څښکل زمونږ ډېر زوړ روايت دے په وړکوالي کښې به مونږ د خپلو مشرانو سره راتللو او چې اوس هم راځو نو د قهوې خوند ضرور اخلو۔ زمونږ مشران به هم راتلل او مونږه هم د وړوکوالي نه دغه روايت مجبور کړي يُو ځکه چې مونږ دلته راشو نو يو قسم ته سکون راته ملاؤ شي۔
د آزاداۍ تحريک او د قصه خوانۍ قتلِ عام:
د قصه خوانۍ بازار د تاريخ يوه اهمه واقعه د 23 اپرېل 1930ء هغه واقعه چې دلته پېښه شوې ده چې ورته د قصه خوانۍ قتلِ عام هم وئيلے شي۔ په دې ورځ د برطانيې حکومت خلاف يو پُرامن جلوس راويستلے شوے وۀ۔ په مظاهرينو د برطانوي فوځ ډزې اوکړې چې د هغې په وجه په ګڼ تعداد خلق شهيدان شول۔ دا واقعه د برصغير د آزادۍ د تحريک يو ډېر اهم باب ګڼلے کېږي او د دې په وجه په دې مقامي خلقو کښې سياسي شعور نور هم رابېدار شۀ۔
دا بازار د مزاحمت يو علامت هم ګڼلے شي د انګرېزانو خلاف که د ازادۍ تحريک وي يا د تاجرانو يا د نورو طبقو چا ته څه هم چې څه مسئله وي نو هم دې بازار ته راغونډېږې او احتجاج کوي او د خپل حق د پاره اواز اوچتوي په خاص توګه د انګرېزانو خلاف د آزادۍ تحريک نه بغېر به د دې بازار ذکر نيمګړے وي چې په هغې کښې يوه اهمه او دردناکه واقعه د 1930ء ده چې بلها خلق په کښې شهيدان شوي وو ځکه چې دا په يو جلوس باندې مخامخ او نېغ په نېغه ډزې شوې وې د سرکاري ريکارډ مطابق د انګرېزانو خلاف په دې پر امن واقعه کښې شل کسان شهيدان شوي وو او په غېر سرکاري ريکارډ مطابق 400 خلق شهيدان شوي وو د دې واقعې يادګار اوس هم په قصه خوانۍ بازار کښې د دوو مينارونو په صورت کښې موجود دے۔ څو صدۍ تېرې شوې خو د شهيدانو وينه او د احتجاجي تحريک هغه قيصۍ اوس هم د قصه خوانۍ بازر په فضا کښې انګازې کوي او هم د تاريخ په پاڼو کښې ليدل کېږي۔ د 11/9 نه پس دا بازار د بمي چاودنو او ټارګټ خودکشو په وجه يو ډېر ويرونکے شکل او شناخت هم لري۔ د جنورۍ په مياشت کښې په کال 2007ء کښې د سي سي پي او پېښور ملک سعد او د ډي ايس پي خان رازق ټارګټ کېلنګ هم دلته شوے۔ وۀ په 2012ء کښې د عوامي نېشنل پارټۍ خاص ممبران هم دلته په بم دهماکه کښې شهيدان کړے شوي وو۔ د قصه خوانۍ واقعه متعلق وئيلے کېږي چې خان عبدالغفار خان د خدائي خدمتګار تحريک باني وۀ نو هغه ئې 22 ابرېل 1930ء کښې د اتمانزو نه ګرفتار کړو ، او د هغوي د ګرفتارۍ نه پس ئې د هغوي په ملګرو پسې چهاودنې شروع کړې په دغه شپه ئې الله بخش برقي ګرفتار کړو، باچا خان بابا په خپل کتاب کښې ليکلي دي چې “ما ته ملګرو اوې چې الله بخش برقي صېب ئې ګرفتار کړو نو خلقو د پوليس ګاډي کښې خېژولو ته نۀ پرېښودۀ نو پوليس والا پېدل تهاڼې ته بوتللو نو د خلقو جلوس هم واپس پېدل ور روان شۀ او د تهاڼې مخې ته د يو جلوس په شکل کښې ولاړ وو۔ پوليس والا د تهاڼې دروازې بندې کړې او خلقو ته ئې د واپس تلو اووې خو د خلقو تعداد بيا نور هم زيات شۀ، پوليس والا فوځ راوغښتۀ دغه فوج هندوستان اوګړوالي وۀ دوي ته ئې حکم اوکړو چې ډزې پرې اوکړئ خو هغوي انکار اوکړو چې دا خو بغېر وسلې پرامن خلق دي نۀ جنګ کوي او نۀ فساد بيا ئې نور انګريزي فوج راوغوښتۀ چې هغوي بيا په دغه خلقو ډزې اوکړې او بلها خلق ئې شهيدان کړل چې قيادت ئې عبدالرحيم پوپلزي کولو۔