د باچا لټول مسلمان عدم تشدد او راتلونکې اسلام–مصدق محبوب

دا ليکنه شريکه کړئ

د باچا لټول مسلمان عدم تشدد او راتلونکي اسلام، د ”جېفري ار هیلورسون“ لخوا لیکل شوے، د اسلام، امن او عصري سیاسي فکر د مطالعې لپاره یو مهم کتاب دے چې په 2012 کښې چاپ شوے دے ۔ د دې کتاب هڅه دا ده چې هغه پراخه نقطه نظر تر پوښتنې لاندې راولي چې اسلام په خپل ذات کښې له تاوتریخوالي، ترهګرۍ او وسله والې مبارزې سره تړاو لري  ۔ هیلورسن استدلال کوي چې د اسلام په تاریخ او الهیاتو کښې د امن، صبر، بښنې او بې تاوتریخوالي د مقاومت پیاوړي دودونه هم شته ۔ هغه د تاریخي مثالونو او فکري تحلیل له لارې هڅه کوي چې وښائي مسلمانې ټولنې د عدم تشدد د یوې پیاوړې فلسفې د جوړولو لپاره اخلاقي او مذهبي بنسټونه لري ۔

د کتاب سرلیک پخپله یوعلامتي مفهوم بيانوي ” د یو باچا په لټون کښې“هيلورسن د داسې یو مسلمان مشر د لټون خبره کوي د هغو مشرانو په څېر لکه مهاتما ګاندي او مارتین لوتر کینګ جونیر، چې د ټولنیز او سیاسي بدلون لپاره ئې له سوله ایز مقاومت څخه کار اخیستے و۔ لیکوال دا پوښتنه کوي چې ایا مسلمانه نړۍ کولې شي داسې خلک پېدا کړي چې له تاوتریخوالي پرته د اصلاح او عدالت لپاره کار وکړي ۔ دامهمې پوښتنې دا کتاب زمونږ مخې ته راوړي ۔

د کتاب له تر ټولو قوي اړخونو څخه یو د هغې منظم تنظیم او موضوعاتي جوړښت دے ۔ هيلورسن یوازې په اسلام کښې د سولې نظري بحث نۀ وړاندې کوي، بلکې د هغو مسلمانو مفکرانو او فعالانو د ژوند او افکارو له لارې موضوع تشریح کوي چې د عدم تشدد ملاتړ ئې کړے دے ۔ دا طریقه د کتاب بحثونه نسبتاً اسانوي، ځکه لیکوال نظري خبرې د حقیقي تاریخي شخصیتونو له ژوند سره تړلې دي ۔

په کتاب کښې د ځانګړي اهمیت وړ شخصیت عبدالغفار خان دے، چې د باچا خان او فرنټیر ګاندي په نوم هم پېژندل کېږي ۔ عبدالغفار خان په خدائي خدمتګار تحريک کښې زرګونه پښتانۀ منظم کړل او د وسلوالې مبارزې پر ځاے ئې د برتانوي استعمار پر ضد سوله ایز مقاومت وکړ ۔ د پاکستان او په ځانګړې توګه د پښتنو سیمو د خلکو لپاره دا بحث ځکه ډېر په زړۀ پورې دے چې زمونږ د خپلې سیمې له تاریخ څخه د سولې یو مثال وړاندې کوي ۔ هيلورسن تشریح کوي چې باچا خان څنګه اسلامي عقیده،پښتون کلتور او سیاسي مبارزه سره یو ځاے کړل ۔

لیکوال د نورو مسلمانو پوهانو او اصلاح کوونکو په اړه هم خبرې کوي چې په خبرو اترو، صبر، تعلیم او د ټولنې په اصلاح ئې زور راوړے ۔ په دې کسانو کې شیخ جودت سعید، محمود محمد طه، آیت الله محمد مهدي الشیرازي او مولانا وحیدالدین خان شامل دي ۔ د دغو مثالونو له لارې هيلورسن دا خبره کوي چې جهاد باید هر وخت یوازې د جګړې او وسله والې مبارزې په معنا ونهۀ ګڼلےشي بلکې هغه د ”عدم تشدد“ جهاد نظر هم وړاندې کوي، یعنې د سولې له لارې د حق او انصاف لپاره اخلاقي او ټولنیزه مبارزه ۔

د کتاب بله مهمه برخه د سرچینو کارول دي هيلورسن د اسلامي سرچینو، تاریخي روایتونو، سیاسي بحثونو او علمي څېړنو څخه ګټه اخلي ۔ هغه د قرآن کریم او د حضرت محمد ﷺ د احادیثو او طریقو مثالونه راوړي، او وښائي چې صبر، بښنه، رحم او روغه جوړه په اسلامي تعلیماتو کښې ځاے لري ۔ هغه د اوسني وخت ځینې معلومات هم کاروي او د عدم تشدد د ټولنیزو ګټو، په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم، اقتصادي پرمختګ او امن او سوکالۍ په اړه بحث کوي  ۔

د کتاب د لیکلو انداز ئې نسبتاً ساده دے او لوستل یې اسان دي ۔ کۀ څه هم په کتاب کښې د سیاست او دین په اړه مهمې خبرې شوې دي، خو هيلورسن ئې په ډېره ساده ژبه بیانوي ۔ د هغه د لیکلو په طرز کښې علمي خبرې او د تاریخي مثالونو بیان دواړه یو ځاے شوي دي ۔ له همدې امله کتاب یوازې د اسلام او سیاسي علومو د زده کوونکو لپاره نۀ، بلکې د هغو عامو لوستونکو لپاره هم ګټور دے چې د اسلام او په نړۍ کښې د سولې د هڅو په اړه معلومات غواړي ۔

کۀ کتاب په تنقیدي ډول وګورو، ځینې کمزورۍ هم لري ۔ یوه خبره دا ده چې هالورسن کله ناکله په مسلمانه نړۍ کښې د عدم تشدد د غورځنګونو د بریا په اړه ډېر خوشبین ښکاري ۔ کۀ څۀ هم هغه په اسلام کښې د سولې او عدم تشدد خبرې په ښۀ ډول راغستې دي، خو د مسلمانو ټولنو هغو سیاسي ستونزو ته ئې لږ پام کړے چې خلک تاؤ تریخوالي ته هڅوي، لکه زورواکي حکومتونه، مذهبي او فرقه ایزې شخړې او د نورو هېوادونو سیاسي فشارونه  ۔ دا زما په نظر د کتاب یوه مهمه کمزوري ده ۔ بله کمزوري دا ده چې لیکوال کله ناکله عدم تشدد ډېر په مثالي ډول وړاندې کوي هغه هغو حالتونو ته کافي پام نۀ کوي چرته چې خلک د خپل ځان د ساتنې او ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه ضروري ګڼي ۔کۀ څۀ هم هيلورسن د سولې په اړه قوي دلیلونه وړاندې کوي، خو دا پوښتنه هم پېدا کېږي چې ایا د بل هېواد د قبضې، زورواک حکومت یا کورنۍ جګړې په وخت کښې به عدم تشدد تل بریالے وي؟

دا کتاب ځکه هم مهم دے چې د بېلابېلو مذهبونو او کلتورونو ترمنځ د یو بل د پوهېدو په برخه کښې مرسته کوي ۔ په لویدیځو رسنیو کښې اسلام ډېر وخت له توندلارۍ او ترهګرۍ سره تړل کېږي ۔ هيلورسن هڅه کوي چې د اسلام بل اړخ خلکو ته وښائي داسې اړخ چې په ښو اخلاقو، رحم، امن او سوله ایزې مبارزې ولاړ دے ۔ په دې توګه کتاب د مسلمانانو او غېرمسلمانانو ترمنځ د خبرو او یو بل د پوهېدو لپاره هم ګټور دے ۔ زما په نظر د هيلورسن د کار ارزښت په دې کښې دے چې هغه په اسلام کښې د تاؤتریخوالي نظرونه په بشپړه توګه نۀ ردوي، بلکې وائي چې دا د اسلام یوازینۍ او حتمي بڼه نۀ ده ۔ هغه د مسلمانانو د عدم تشدد هغه فکرونه او لارې راخلي چې ډېر خلک ترې ناخبره دي ۔ په دې توګه کتاب د نننۍ نړۍ لپاره د اسلام په اړه بحث ته یو بل اړخ ور زیاتوي ۔

Reference

Halverson, Jeffry R. (2012). Searching for a King: Muslim Nonviolence and the Future of Islam. Washington, DC: Potomac Books

 

نورې ليکنې۔۔۔