د باچا خان بابا خدائي خدمتګار تحريک او د ازادۍ په تحريک کښې ورسره خدائي خدمتګار ملګري چې د باچا خان سره د ازادۍ په تحريک کښې څنګ په څنګ ولاړ پاتې شوې و چې هم ئې سياسي مبارزه او هم ئې د قلم مبارزه کوله او اوس هم د هغه تحريک تسلسل روان دے ۔ اوس هم ډېر د باچاخان د قافلې ملګري شته او ډېر پکښې چې وخت په وخت له دې فاني دنيا څخه رخصت شول او د اخرت په سفر لاړل ۔ باچا خان چې کله په پښتنو کښې د ازادۍ خورولو تحريک شروع کړو او کلو په کلو او په ټولو پښتنو پسې ئې ګرځېدل شروع کړل چې پښتانۀ بېدار کړې او د ازادۍ په معنا ئې پوهه کړي ۔ نو د هغه وخت جابر او ظالم حکمران دا څنګه برداشت کړے وے،فيرنګيانو د باچا خان او د ملګرو خلاف ئې کاروايانې شروع کړې ۔ څوک ئې جېلونو کښې واچول قېديان ئې کړل په چا ئې رنګ رنګ ظلمونه وکړل چې خپلې خبري نه ئې په شا کړې خو باچا خان د هغوي داسې تربيت کړے و چې هغوه دا هر څۀ برداشت کول خو د خپلې لارې او منزل نه په شا کېدل نه ۔ د دې هر څۀ باوجود باچا خان د د فيرنګي خلاف اواز وچتولو ۔ کله چې په هندوستان کښې هندوستان چهوړو تحريک زور ونيولو نو د دې سره سره باچا خان بابا او د هغه ملګرو اول د تعليم عام کولو کار شروع کړو او خپلو ملګرو سره ئې صلاح مشوره وکړه او ټولو ورسره په شريکه دا فېصله ومنله چې د دښمن مقابله به د تعليم په رڼا يعنې علم،پوهه او عدم تشدد او د اتفاق په زنځير کوو ۔ بل طرف ته چې فيرنګي دا هر څۀ وکتل نو غور ئې وکړو چې دا تحريک زمونږ د حکومت لپاره لوے خطر دے او زمونږ چې کوم مشن و د ډيوائډ اېنډ رول چې دا اولس به تقسيم ساتو او د بې علمۍ تورو تيرو کښې به ئې ساتو او بل طرف ته خو دا قام مونږ د تشدد په لار روان کړے دے ۔ دوي ته مونږ دا خبره کړې ده چې تاسو ډېر بهادران يې د جنګ په مېدان کښې ښکلي ښکارۍ او بله ئې دا غټه پروپيګنډه کړې وه چې ټوپک د پښتون جامه ده ۔ بل طرف ته باچا خان او د هغه ملګرو خپل قام او خپل اولس کښې بلکې ټول هندوستان کښې د پښتنو سره سره نورو قامونو پسې هم وګرځېدل او دا پېغان ئې ورته ورسولو چې راځۍ چې په اتفاق شو او د چالاک دښمن مقابله د تعليم په زور وکړو ۔ او دوي چې زمونږ دپاره کومه د تشدد فلسفه خوښه کړې ده نو مونؤ به د دوي مقابله د عدم تشدد په زور او فلسفه باندې کوو ۔ او دا به ئې وئيل چې د تشدد نه تشدد پېدا کېږي او عدم تشدد د پېغمبرانو فلسفه او لار ده مونږ به انشاء الله په دې فلسفه خپل منزل ته رسو او خپل وطن به د غلامۍ نه ازادوو ۔ باچا خان د ازادۍ د تحريک لپاره اول انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم جوړ کړو چې ورستو بيا په خدائي خدمتګار تحريک کښې بدل شو ۔ د دې تنظيم د لارې ئې ډېر پښتانۀ منظم او سياسي کړل او انګرېز سرکار ئې حق حېران کړے ؤ ۔ چې په قېدونو او وهلو ټکولو باندې نۀ شوه نو انګرېز سرکار خلقو ته نوابۍ،ملکۍ،سردارۍ او خانۍ خطابونه او عهدو لالچ ورکړو او ورته ئې اوئيل چې تاسو به د سرو او سپينو خاوندان شۍ خو د باچا خان او د ملګرو او د عدم تشدد مخ نيوے به کوئ ۔ هر قسم ظلم زور او جبر پرې کوئ چې دا تحريک کامياب نۀ شي ۔ څومره چې فيرنګي او د هغه ضمير فروش ملګرو د ظلم وجبر حد کولو نو په جواب کښې به ئې د باچا خان ملګرو او د قام شاه زلمو د صبر او زغم لمن مضبتوله ۔ د با خان خدائي خدمتګار تحريک په ټول هندوستان او بيا خاصه توګه د په لر او بر پښتون افغان وطن کښې داسې نامتو او قدرمن خدائي خدمتګاران پېدا کړل ، چې د خپل وخت حکمرانان ئې حېران کړل ۔
د نورې پښتونخوا د خدائي خدمتګارانو سره سره د ضلع ټانک خدائي خدمتګاران او د ازادۍ خوښونکي شازلمي او مشرانو هم په دغه لار کښې ډېري قربانۍ ورکړې چې يو پکښې ډېر خوږ دروند مشر خدائي خدمتګار حاجي محمد ايوب خان غورزے د رغزي کلي ګومل اوسېدونکے هم ؤ ۔حاجي مځمد ايوب خان چې ډير په قام مئين مشر ؤ ۔ د پلار نوم ئې مزے خان ؤ او په کال 1952 کښې په رغزي کلي کښې پېدا شوے ؤ ۔ تعليم ئې هم تر خپله حده پورې کړې ؤ او سرکاري نوکري ئې هم کړې وه ۔ حاجي محمد ايوب خان په ځوانۍ کښې د باچاخان د قافلې ملګرتيا شروع کړې وه او تر اخري ساه پورې د دغه د پښتنو د کاروان ملګرے پاتې شوے ؤ ۔ بل دروند خوږ مشر دوست محمد ناصر چې د ګومل د خدائي خدمتګار تحريک په بانيانو او اولني مشرانو کښي راځي ۔ چې د فيرنګي د دور ظلم و جبر ئې برداشت کړے ؤ ۔ او بيا د هندوستان د ازادۍ نه پس د پاکستان د حکمرانانو قېدوبند هم برداشت کړے ؤ ۔ په ګومل کښې چې څومره هم خدائي خدمتګاران و دا دې دوست محمد ناصر رغزي کلي کمال ،قرباني او خلوص برکت و ۔ او حاجي محمد ايوب خان هم د دې مشر د لاس ملګرے ؤ ۔ او د هغوي يو بل ژوندے خدائي خدمتګار ملګرے سخي محمد عرف دوست محمد حاجي شيخ د رغزي کلي چې اوس هم په کلي د باچا خان دعوت او فکر خلقو ته رسوي ۔ يو ورځ راته حاجي محمد ايوب خان وئيل چې قرېشي چې کله باچاخان په ټول پښتون وطن کښې ازدي مدرسي او سکولونه پرانستل نو په هغې يو په بلوچستان ژوب مانړي خوا کښې يو مدرسه د اوبو سره باچا خان او ملګرو ئې پرانستله چې اوس هم شته او د دې اول استاذ او پرنسپل سائي کمال خان شيراني ؤ۔ د دوي په برکت هلته د علم رڼا خورول شروع شول ۔د خدائي خدمتګارو د لاس او سوچ رڼا تر دې دمه ټول کويټه بلوچستان کښې خوره ده ۔ د باچا خان د تحريک دا ملګرے حاجي مځمد ايوب خان د څلور اويا کالو په عمر کښې له دې فاني دنيا څخه لاړو خدائ دې په ګور نور او رحمت وروي ۔
مونږ چې اوئيل هغه دا باجا خاني ده
علم پوهه او رڼا باچا خاني ده
ظالمان دې ځان په دې خبره پوه کړې
چې د صبر انتها باچا خاني ده