په پښتنو کښې د سیاسي مبارزینو د بدیل عمل—امير يوسفزے

دا ليکنه شريکه کړئ

د کله نه چې انګریز هند ته راغلے او بیا ئې د پښتنو افغانانو په خاوره تجاوز کړے نو هم د هغې ورځې نه پښتون قوم د هغوي په خلاف د مبارزې څخه کار اخستے، پښتنو په دې دورانیه کې لوي لوي اتلان او پیاوړي تحریکونه وزېږول خو ولې نۀ خو هغې تحریکونو دوام وکړو او نه خو د هغې اتلانو په نۀ شتون کښې د هغوي بدیل پېدا کړے شو ۔ په دې نړۍ کښې بلها داسې قومونه شته چې هغوي هم د پښتنو په څېر د وخت د عاصبه استعمار د جبر لاندې راغلي خو ولې هغې خلکو په خپله مبارزه کښې تسلسل او د ځائي ناستي (Replacement ) عمل جاري ساتلے .په موجوده وخت کښې به مونږ ښکاره مثال د فلسطینیانو واخلو، فلسطینیان د پښتنو نه په تعداد کم دي او د پښتنو په مقابل کښې زیات دښمنان هم لري، نه ئې مغرب خپل دے او نۀ ئې عرب هېوادونه ۔ لومړے دوي د فرانس او برطانیې په لاس زورېدل او بیا د اسرائیل او امریکې۔ د کال 1922 نه واخله تر نن ورځې پورې دوي د نړۍ تر ټولو طاقتوره استعمارسره مخ دي، خو ولې مبارزه ئې بیا هم دوام کوي، دوي خو نۀ په اسلامي نړۍ کښې یواځې اکثریتي مسلمانان ځان اړخ ته مجذوب کړي بلکې په مغربي نړۍ کښې هم د دوي په حق کښې د اولسونو رائې بدلېږي. وجه یې دا ده چې په دوي کښې د سیاسي مبارزې عمل هر وخت فعاله او د سیاسي مشر د بدیل عمل ډېر زر تر سره کېږي ۔

پۀ تېرو سلو کلونو کښې چې د فلسطینیانو سیاسي مشران د اسرائیل په لاس وژلي شوي دومره مشران په دغه دورانیه کښې د یو محکومه قوم هم نۀ دي وژلي شوي، خو ولې بیا هم د دوي په سیاسي مبارزه کښې د مشرتابه کمے نۀ راځي، ځکه په دوي کښې د Replacement عمل دے ، د دوي سیاسي سټراکچر داسې جوړ دے چې هر یو مشر او هر یو مبارز ته ئې خپل مستقبل معلوم وي ۔ نو دوي لومړے خپل بدیل پېدا کړي ۔ د بده مرغه د پښتنو د خپلواکۍ او د پښتنو په سیاسي مبارزې کښې د Replacement عمل نشته ، پښتانۀ لسیزې پس مبارز پېدا کړي د پښتون قوم او د پښتون وطن دښمنان ئې له مینځه یوسي، د هغه د مرګ نه پس پښتانه بیا په کلونو انتظار کوي چې بل مبارز به پېدا کېږي او د هغۀ لومړے مبارزه نۀ پاتې مبارزې ته به دوام ورکړي .هم په دې عمل کښې د پښتنو بلها لسیزې ضایع شي خو ولې بدیل پېدا نۀ کړي ۔ تاسو ته معلومه ده؟ ۔ د مولانا خانزیب او د خدائي خدمتګار مولانا عبدالقادر او مفتي مخفي صېب پۀ مینځ کښې د سلو کلونو واتڼ دی ۔ دوي یواځې د خپل وخت ستر دیني سکالران نۀ وو، بلکې د دې خاورې د خپلواکۍ ستر سیاسي مبارزین هم وو ۔ شهید مولانا خانزیب هم د هغوي تسلسل وۀ چې یوه پیړۍ پس پښتنو ته نصیب شوے و، خو ولې د وخت جابره او عاصبه دښمن له مینځه یوړو۔ د مولانا خانزېب په ناروا قتل خو نۀ یواځې د هغه ګوند نقصان کړے نۀ د هغه علاقې بلکې پښتون قوم په اجتماعي طور دومره نقصان کړے چې ازاله به ئې په راروانو سلو کلونو کښې هم ونۀ شي او د هغې لومړي وجوهات د پښتنو پۀ سیاسي مبارزه کښې د Replacement نۀ شتون دے۔ باید مونږ د مولانا خانزیب په حق کښې انصاف هم وغواړو او د دغې سره سره دا ژمنه هم وکړو چې خپل سیاسي سټراکچر داسې جوړ کړو چې د یو اتل یو مبارز په نۀ شتون کښې د هغوي تشه پوره کړو، د هغوي په ځاے کښېنو او د هغوي نه پاتې مبارزه په ښۀ طریقه مخ په وړاندې بوځو ۔

نورې ليکنې۔۔۔