ورور دے، ورور دے، نجیب د ولي ورور دے—همدرد شیراني

دا ليکنه شريکه کړئ

کله چې د سپتمبر میاشت راشي، د هر افغان په ذهن کې د ۲۶مې نېټې انځور ګرځي ـ هغه ورځ چې د ډاکټر نجیب شهید جسد د آریانا په څلور لارې کې ځوړند شو.د ډاکټر نجیب الله شهید نوم چې هر ځای یادېږي، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان نوم ورسره حتمي راځي. ځکه چې د لر او بر افغان په خاوره کې دغو دوو اتلانو د سولې او امن لپاره کار کاوه. نو ځکه وایو: ورور دی، ورور دی، نجیب د ولي ورور دی. رهبر تحريک خان عبدالولي خان او ډاکټر نجیب الله شهید – دا یوازې د خپل وخت ستر شخصیتونه نه وو، بلکې نن ورځ هم د دوی په شان سړي نه پیدا کېږي. دواړو خپل ولس ته داسې لارښوونې وکړې چې تاریخ پرې ویاړي.د دوی کمال دا وو چې پر اصولو ولاړ وو، له ولس سره یې خیانت نه کاوه، دښمن ته یې نېغ په نېغه اشاره کوله، د ولس تر څنګ یې ژوند تېر کړ. د بنګلو او ماڼیو سیاست یې نه پېژنده، ولسي سیاست یې کاوه.د ملتونو په تاریخ کې ځینې داسې څېرې راپیدا کېږي، چې نه یوازې د خپل وخت لپاره لارښود وي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د مشعل په څېر ځلېږي. دا مشعلونه د رڼا، جرئت او صداقت سمبولونه وي. د افغان ولس په توره او وینو ډکه خاوره کې، د ډاکټر نجیب الله شهید او لوی ولي خان نومونه همدا ډول ځلیدلي دي. دواړه د سولې، یووالي او ولسواکۍ مبارزان وو. ډاکټر نجیب الله، د اختر محمد زوی، په ۱۹۴۷ کال کې د پکتیا ولایت د میلن په کلي کې د احمدزي غلجایي قبیلې په یوه کورنۍ کې وزېږېد. د هغه پلار په ۱۹۶۰ کال کې په پېښور کې د افغانستان سوداګریز قونسل و.نجیب الله په ۱۹۶۴ کال کې د حبیبیې لیسې څخه فارغ شو او په ۱۹۷۵ کال کې یې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي څخه ډاکټري واخیسته. په ۱۹۶۵ کال کې د خلق دیموکراتیک ګوند غړی شو او ډېر ژر یې په ګوندي فعالیتونو کې ځان پورته کړ. په فصاحت سره یې په پښتو او دري خبرې کولای شوې او په انګلیسي هم روان و. هغه له مارکسیستي آثارو ښه بلد و او خپلو پلویانو ته به یې ویناوې کولې. روایت دی چې څو آیتونه یې له قران کریم نه هم یاد وو. له ببرک کارمل سره یې ډېره مینه لرله او کله ناکله یې د هغه ساتونکي په توګه هم کار کاوه. د زده کړې پر مهال یې سیاسي مخالفینو سره فزیکي شخړې هم لرلې او یوه ډله د پرچم ځوانان ورسره راټول شوي وو.د خپلې غټې څېرې او کلک مزاج له امله کله ناکله سخت دریځ هم و، په جېب کې به یې چړې او وسلې درلودې. په سلطنتي دوره کې دوه ځله بندي شوی و.کله چې د ثور کودتا په ۱۹۷۸ کې وشوه، هغه د محصلینو مشر و. په ۱۹۷۶ کې د کابل ښار د ګوند د کمېټې منشي شو، خو په ۱۹۷۷ کې د ګوند له غړیتوبه وایستل شو.په ۱۹۷۸ کې د تهران سفیر وټاکل شو، له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۵ پورې د خاد (استخباراتو) مشر و. په ۱۹۸۶ کې د ګوند عمومي منشي شو او د هماغه کال په نومبر کې د افغانستان ولسمشر شو.په ۱۹۹۲ کې د مجاهدینو ځواکونو کابل ته ورسېدل، اقتصاد او ټولنیز وضعیت خراب شو، خلک د لوږې سره مخ شول. ملګرو ملتونو هڅه کوله چې یو انتقالي شورا جوړه کړي، خو مخالفو ډلو ونه منله.په همدې کال د اپرېل په ۱۵مه، ډاکټر نجیب هڅه وکړه له هېواده ووځي، خو ناکام شو او د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه. څلور کاله یې هلته تېر کړل – نه غچ یې واخیست، نه سیاست یې وکړ، یوازې یې د عدالت او سولې انتظار کاوه.خو د ۱۹۹۶ د مې په ۲۷مه، طالبانو پورې تړلې یوه ډله هغه په ډېر بې‌رحمانه ډول ووژلو او جسد یې د آریانا څلور لارې کې ځوړند کړ. لور کاله دې د ملګرو ملتونو په دفتر کې تېر کړل – نه دې د غچ لاره ونیوله، نه دې د سیاست. یوازې دې د عدالت او سولې انتظار وکړ.خو تاریخ تل پاک نه وي. یوه ورځ دې راکش کړل، وویشتل دې، او د کابل په کوڅو کې دې جسد ځوړند کړل. داسې، لکه دا خاوره چې نه پوهېده څوک وژني او څه وژني.خو ستا وینه ودرېدله، خو ستا نوم ودرېد. ته مړ شوې، خو ستا فکر ژوندی پاتې شو. ته ولاړې، خو تاریخ پاتې شو. نن ولس درته وايي:

تا خپل سر ورکړ، خو عزت دې وساته.

تا ژوند له لاسه ورکړ، خو فکر دې ژوندی پرېښود.

ته ولاړې، خو د سولې او یووالي نظریه دې ژوندۍ ده

نورې ليکنې۔۔۔