تاریخ دے چې په افغانستان کښې هغه وخت پاکستان خپله نیابتي (پراکسي) جګړه پېل کړه کله چې مشرق پاکستان یعنې موجوده بنګله دېش د یو آزاد هېواد په توګه د نړۍ په نقشه مېنځ ته راغے . پاکستان هم دغه غم واخستلو چې په مشرق کښې مات کړے شو نو عېن ممکن ده چې د مغرب له اړخه هم مات کړے شو . په دې وخت کښې په افغانستان کښې سردار داود خان ولسمشر و حتی هغه دا پلان هم نه درلودلو چې د پاکستان د کمزورتیا نه ګټې پورته کړي او د ډیورنډ کرښه له مېنځه یوسي او هغه پښتونخوا بېرته په افغانستان کښې شامله کړي دې کومې دعوه چې مدام افغان ولس ، قبایلي مشران او بعضې سیاسي خلک کوي ، نه خو د سردار داود خان سره په دې اړه میکنیزم وو نه څه پلان نه ارادې خو ولې بیا هم د پاکستان د هغې وخت سېول او ملټري بیوروکریسۍ دا وېره لرله چې افغانستان د داسې فرصت نه ګټه پورته کړي او په ډیورنډ خپل عسکر واړوي او په پېښور قبضه وکړي . هم دا وېره وه چې په کال 1973 کښې د پاکستان د هغې وخت وزیر اعظم ښاغلي ذوالفقهار علي بټو د هغې وخت د استخباراتي ادارې (ISI) ډایرکټر جنرال نصرالله بابر ته دا مشن په حواله کړو چې په افغانستان کښې دې هغې خلکو ته وسلې او ملاتړ ورکړے شي کوم چې د سردار داود خان په خلاف وو ، هم په دې لړ کښې د پاکستان د هغې وخت فوجي استخباراتي ادارې د ذوالفقهار علی بټو په حکم ګلبدین حکمتیار ، احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني د پېښور قلعه بالا حصار ته راوغوښتل او هم هغلته یې دوي ته دا مشن په حواله کړو چې د داود خان حکومت نسکور کړي . کله چې هم ښاغلی ګلبدین د کنړ او ننګرښار څخه او استاذ رباني او احمد شاه مسعود د شمال څخه د داود خان په خلاف کورنۍ جګړه پېل کړه نو هم په دې وخت کښې د افغانستان دغې کورنۍ جګړې ته د امریکې CIA د پاکستان د ISI په مرسته ورداخله شوه ، دا هغه وخت وؤ چې شوروي اتحاد ( سوویت یونین ) لا خپل فوځونه افغانستان ته لا نه لېږلي او نه یې اراده لرله .
امریکې ولې په دې وخت کښې په افغانستان کښې خپله دلچسپي ښودله ؟
ځکه چې داود خان شوروي اتحاد ( سویت یونین ) ته نزدې و او امریکه د شوروي اتحاد سره په څړه جګړه (Cold War)کښې بوخت وه دوي به هر هغه هېواد ته ځان رسولو چرته چې به روس نواز حکومت موجود و. په دې اړه د اسټریلیا یو مشهور جرنلسټ جون پیلګر John Pilger په هغې وخت کښې یو راپور ورکوي ،په دغې راپور کښې لیکي چې امریکې د افغانستان هغې جنګي ډلو ته 500 سوه ملیونه ډالرې ورکړي چې په افغانستان کښې خپله جګړه دوام داره وساتي په دې زمانه کښې د امریکې ولسمشر جمي کارټر او د هغه خارجي مشیر برزینسکي (Zbigniew Brzezinski ) وو برزینسکي د امریکې هغه بیورکریټ او خارجي مشیر و کوم چې په دې وخت کښې د شوروي اتحاد (سویت یونین ) د راپرځولو لپاره د نړۍ په مختلفو سیمو کښې شپه او ورځ کوششونه کول . بحرحال د پاکستان د ISI او د امریکې د CIA دغه نیابتي جګړه دې حد ته ورسېدله چې اخر شوروي اتحاد پکښې ورداخل شو او په نتیجه کښې ئې افغانستان د نړیوالو جهادیانو ډلو او د مقامي جنګسالارانو مرکز جوړ کړے شو ، څه کلونه پس شوروي اتحاد خپل فوځونه د افغانستان څخه وباسل پکار خو دا وه چې د شوروي اتحاد د وتلو نه پس په افغانستان کښې یو مضبوط مرکزي حکومت جوړ شوے وے خو ولې هغسې ونه شوه ، وجه یې دا وه چې د شوروي اتحاد او د هغې وخت د افغانستان د سوشلسټ نظام په خلاف چې کومې ډلې او جبهې جنګیدلې د دوي مفادات او اډیالوجۍ د یو بل سره په ټکر کښې وې ، چرته قبایلي سرداران جنګسالاران وو چرته اخوانیان او دیوبندیان او چرته په زرګونو عرب جنګیالي ، د چا په شا د عربو مفادات او پېسې وې د چا په شا د پاکستان امریکې او یورپ مفادات . هم دغه مفادات وو چې په نتیجه کښې هغه جهادي ډلې د یو بل سره په جنګ واوړېدلې کومې ډلې چې په کال 1973 کښې په پېښور بالا حصار کښې پاکستان جوړې کړې او منظم کړې وې . کله چې دوي د یو بل سره د واک په سر وران شو نو هم په دې وخت کښې د کندښار څخه د مولا عمر په مشرۍ کښې یوې نوې ډلې سر راپورته کړو کومې ته چې طالبان وویل شو . عېن په دې وخت کښې د ډیورنډ د تورې کرښې لاندې اړخ ته په ملاکنډ ډویژن کښې د مولانا صوفي محمد په مشرۍ کښې د تحریک نفاذ شریعت وحمدي په نوم یوه ډله راپورته شوه . ایا دا اتفاق و ؟ ایا دا یو پلان و چې د هغې د لاندې دا هرڅه سر ته رسېدل ؟ د کوم کندښار نه چې د شریعت په نامه طالبان راپورته کېدل عېن په دغې وخت کښې د ملاکنډ ډویژن څخه څه رنګه د اسلام او شریعت په نامه یوه ډله راپورته کېږي ؟
هم دې وخت کښې یعنې په کال 1993 کښې د ذوالقهار علي بټو لور بینظیر بټو د پاکستان وزیر اعظمه جوړه شوه او د صوبې وزیر اعلی افتاب احمد خان شېرپاو وزیر اعلی جوړ کړے شو ، د بېنظیرې دغې حکومت د اسټبلشمنټ په مرسته د افغانستان د هغې طالبانو ملاتړ پېل کړو کوم چې د ملا محمد عمر په مشرۍ کښې د کندښار څخه پورته شوي وو خو ولې بلخوا هغې حکومت په بونېر کښې د بابا جي کنډاؤ په مقام د صوفي محمد یو درځن ملګري ووژل او په درځنو یې زخمیان کړل ، اصل پالیسي هم دا وه چې د ملاکنډ ډویژن دغه شریعت غوښتونکي دې وسلو ته لاس کړي او دلته دې عسکریت پسندي پېل کړي ، ځکه د پاکستان د فوځي او سیول بیوروکریسۍ سره لا هغسې وېره موجود وه چې که چرې دلته د مذهب د بېرغ د لاندې ولس راو نه پارېدلو نو بیا ددغې متبادل فکر پښتون نیشنلزم دے او پاکستان یو وار د بنګالي نیشنلزم د لاسه مات کړے شوے ، هرڅو که د پښتنو قومپرستو مشرانو د پاکستان په چوکاټ کښې خپل سیاست کولو او د هغې سیاست د لارې هغوي خپل حقونه غوښتل خو ولې د ریاست پاکستان طاقتورو خلکو بیا هم په دوي ګمان دا کولو چې دوي ازاد پښتونستان جوړول غواړي ، په مالاکنډ ډویژن کښې د هغې ډلې د راپاسیدلو نتیجه دا شوه چې هم د هغوي په لاس څه د پاڅه یو زر 1,000 هغه پښتانه مشران شهیدان کړے شو کومو چې د دې خاورې او د دې د بچیانو لپاره په پاکستان کښې دننه برابر ژوند او حق غوښتلو .
د کال 1996 پورې د کندښار نه راپورته شوې ډلې یعنې طالبانو د افغانستان په 90% علاقه قبضه وکړله ، هم دې وخت کښې دوي ته د پاکستان د حکومت ، د مذهبي سیاسي ډلو حتی د پیپلز او مسلم لیګ هم همایت حاصل و ، د پاکستان د مدرسو نه به په ډلو ړلو خلک تلل او د طالبانو په صفونو کښې به د شمال د پخواني مجاهدینو خلاف جنګېدل ، د پاکستان میډیا به دوي ته پوره پوره کورېج ورکولو او داسې به یې دنیا ته ښودل ګویا چې د امن خوشالۍاو پرمختګ فرشتې هم دا دي .
په کال 2001 کښې د سیپتمبر د میاشتې په یوولسمه نیټه په امریکه کښې د ترهګرۍ پېښه راغله او هم د هغې په نتیجه کښې امریکې او د هغه اتحادي هېوادونو د نېټو د بېرغ لاندې په افغانستان برید وکړو او هم د هغې په نتیجه کښې د طالبانو نظام له مینځه یوړلے شو ، پاکستان هم د امریکې سره په دغه اتحاد کښې شامل شو او هغه حکومت یې ورله له مېنځه یوړو کوم چې د دوي په مرسته او ملاتړ جوړ شوے و ، په کال 2002 کښې د جرمني په ښار بون کښې نړیوالې ټولنې یو کانفرنس د افغانستان په حواله راوغوښتلو او په هغې کښې د افغانستان د پاره د جمهوري نظام د پلي کولو پرېکړه وکړے شوه پاکستان ددغې پریکړې یواځې خېر مقدم ونه کړو بلکې د مرستو ژمنې یې هم وکړې خو ولې هر کله چې په کال 2006 کښې په افغانستان کښې د طالبانو حملو زور واخستلو نو یو ځل بیا د پاکستان د ملټرۍ د حکومت او ورسره د مذهبي ګوندونو ژبه بدله شوه او د هغې طالبانو په حق کښې بیا ددغې یادو ادارو او خلکو په مرسته د افغانستان د طالبانو ملاتړ پېل کړے شو .
هغه صوفي محمد کوم چې د خپل تحریک پېل د کال 1993 نه کړے و هم د هغې تحریک خلک وو چې په کال 2001 کښې د افغانستان د طالبانو ملاتړ او مرستې له د امریکې خلاف لاړل هم هغه خلک وو چې په کال 2004,کال 2005 کښې بېرته راغلل او د تحریک طالبان پاکستان په نامه یې د خپلې ډلې بنیاد کېښودلو ، د دوي سره مضبوط جواز دا و چې پاکستان د امریکې اتحادي دے نو د ریاست پاکستان خلاف جګړه جایزه ده ، هرکله چې دوي د خپلې عقیدې په بنیاد د پاکستان خلاف جګړه پیل کړه نو د ریاست لخوا یوه بله بیانیه راغله ، یعنی ګوډ طالبان او بیډ . ګوډ هغې چاته وویلے شو کومو چې په افغانستان کښې خپلې کاروایانې کولې او بیډ هغې چاته وویلی شو کومو چې په پاکستان کښې کولې ، خو ولې هغه حقیقتونه مکمل ایګنور شو او په هغې سترګې پټې کړے شوې ، هغه حقیقتونه دا وو چې هم دغه بیډ طالبانو د افغانستان ملا عمر خپل امیر بللو هم د هغه په لاس یې بیعت کړے و ، پاکستان د پاکستان مذهبي سیاسي ډلو ، فوجي او سېول اسټبلشمنټ هغه ښکاره تاریخ هم ایګنور کړو هرکله چې دغې بیډ خلکو په کال 2001 کښې ټوپکې غاړې ته واچولې او د ګوډ طالبان ملاتړ کولو له افغانستان ته ورسېدل ، پاکستاني ریاست په هغې هم سترګې پټې کړې کله چې به سیراج الدین حقاني په حکیم الله مسعود پسې شاته مونځ کولو او د هغې ویډیو ګانې به یې په خپله المنبع الجهاد میډیا شایع کولې ، هغه بیډ طالبانو کومو چې به د نېټو په کنټینرنو د خېبر په لویه لاره حملې کولې هم هغې حملو ته به ګوډ طالبانو وسلې او پلانونه بیډ طالبانو ته ورکول ، العرض نه ګوډ وو او نه بیډ خو چونکې دلته کښې مشن د افغانستان هغه جمهوریت له مینځه وړل وو په کوم کښې چې د افغانستان د هر نسل خلکو ونډه لرله او د کوم جمهوریت د لاندې چې افغانستان یو مشترکه ملي اردو لرله او دا تاریخ دے چې پاکستان خو نه په افغانستان کښې د مختلفو نسلونو ترمینځ اتفاق غواړي نه مضبوط مرکزي حکومت او نه د افغانیت د بینر لاندې یوه ملي اردو ،او طالبانو دغه هرڅه له مینځه وړل نو ځکه دوي ته ګوډ وویلے شو .
په کال 2021 کښې هم هغه طالبان بیرته په واک کښې د دوخه قطر د لوظنامې لاندې په واک کښې راغلل او د واک د راتللو پورې د پاکستان استخباراتي ادارو ، د پاکستان سیاسي چارواکو بشمول مذهبي ډلو د دوي ملاتړ وکړو حتی په میډیا یې دوي ته هغه کوریج ورکړو کوم کوریج چې د افغانستان خپل طلوع ټیلی ویژن هم دوي ته لا تر اوسه نه دے ورکړے . د پاکستان د هغې وخت وزیر اعظم عمران خان ویل افغانانو د غلامۍ زنځیرونه وشلول او موجوده وفاق وزیر ښاغلي خواجه اصف په دغې موقع ویل ؛طاقتیں تمہاری اور خدا ہمارا؛ او ډیر په ویاړ او تکبر سره یې د مولا عبدالغني برادر انځور هم خپرولو .
یو خوا پاکستانیان په جشن او خوشالۍ لمانزلو بوخت وو او بلخوا د افغانستان د پل چرخي ځندان څخه ګوډ طالبانو هغه بیډ طالبان او د هغوي مشران خلاصول کوم چې د اشرف غني په وخت کښې د افغانستان ملی اردو نیولي وو او ځنداني کړي یې وو .
تر دې دمه د هغه خلاص کړو شوو طالبانو په لاس په پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمه کښې څه د پاڅه یو زر پاکستاني عسکر ، پولیس او نوره سرکاري عمله وژلې شوې ، او په دغې بریدونو کښې د تېرو دوه کالو په نسبت پنځه سوه في صدي اضافه شوې . ددغې روان قتل عام نه پس ایله پاکستاني واکدارانو دا محسوسه کړله چې په تیر وخت کښې مونږ چاته ګوډ ویل چاته مو مجاهدین ویل چاته مو د امن فرشتې ویل هم دغه خلک دے چې د تحریک طالبان په شا ولاړ دی . په دې لړ کښې د پاکستان لخوا په افغانستان کښې دننه هوائي بریدونه کول ددغې واضح او ښکاره ثبوت دے چې د پاکستان د ادارو هغه ربط نور د افغانستان د موجوده نظام سره نه دے پاتې کوم ربط چې پاکستان د دوي سره په کال 1994 کښې جوړ کړ ے شوې . د دواړو تر مېنځ دغه شلېدلے ربط به دا مهال په دواړو هېوادونو منفي اغېزې ولري ځکه چې نن طالبان صرف یوه ډله نه ده بلکې هغوي د یو هېواد مشران دي د هغوي سره سیاسي واک او نظام په لاس کښې دے کله چې هم هغوي نن د پاکستان سره په یو میز مذاکراتو ته کیښني نو د یوې ډلې په صفت نه بلکې د یو افغان واکمن په صفت به کیښني او هغه فیصلې به کوي په کومو کښې چې د افغانستان مفادات خوندي وي . د دواړو تر مېنځ د دوخه قطر او بیا د ترکیې استنبول د مذاکراتو د ناکامۍ نه داسې مالومېږي چې پاکستان هغه څه په افغانستان منل غواړي لکه څه رنګه چې یې پخوا په دوي دا منله چې ؛کابل کو جلادو؛ او نن د افغانستان واکمنان په یو صورت هم دوي له نه کابل سوځولئ شي او نه خپل ولس او وطن . او نه دوي له د هغې تحریک طالبان په خلاف اقدام پورته کولے شي کوم چې شل کاله د دوي سره په یو سنګر کښې جنګیدلي ، هغه سراج الدین حقاني او هغه په سلګونو مولایان صاحبان به څه رنګه د تحریک طالبان د ملاتړ نه لاس واخلي د کوم تحریک طالبان د امیر حکیم الله محسود په امامتۍ کښې چې هغوي نمونځونه کړي؟
نه خو پاکستان دومره توان لري چې په افغانستان کښې موجوده نظام ړنګ کړي او داسې ډلې د پخوا په څېر په کابل ورسپارې کړي چې بیا ورله تحریک طالبان پاکستان ختم کړي او نه پاکستان په پاکستان کښې دننه په فتنه الخوارج بیانیه او القاباتو خپل ولس په دهوکه کښې ساتلے شي او نه د طالبانو په خلاف راپارولی شي .
تر هغه وخته پورې به پاکستان او ددې ادارې د خطرناکو چیلنجونو سره مخ وي ترکومې پورې په پاکستان کښې د کال 1973 نه واخله د کال 2021 پورې د هغې پالیسي سازو او د هغې واکدارانو اختساب نه وے شوے د کومو د جهادي پالیسو د لاسه چې نن پاکستان او بیا په خاصه توګه پښتونخوا د لویو خطرو سره مخ ده ۔