پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

 

د انتخابي جلسو لړۍ

پاکستان کښې د عامو انتخابونو سلسله شروع شوې ده – د مۍ مياشت اخر ته به د قومي او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو موده پوره شي. د دې پۀ نتيجه کښې به وفاقي او صوبائي حکومتونه ختم شي او د اساسي قانون تر مخه به پۀ وفاقي او صوبائي کچونو نګران (سرپرست) حکومتونه جوړشي. انتخاباتوکښې لا څلور مياشتې شته ولې سياسي ګوندونو د لويو لويو او وړو جلسو لړۍ شروع کړې دي. لويو لويو ښارونوکښې غټې غټې جلسې کېږي او وړو ښاريو اوکلو بانډوکښې وړې وړې غونډې روانې دي. جرګې مرکې هم شروع دي –

د پنجاب لویې سياسي پارټۍ يعني پيپلز پارټي، تحريک انصاف او مسلم ليګ (ن) پنجاب کښې جلسې شروع کړې دي. دوي د پاکستان د وفاقي حکومت ځانونه حقدار ګڼي. عام تاثر دا دے چې پنجاب چا ته ووټ ورکوي هغه د ټول پاکستان د حکومت کولو حق لري. دا دعويٰ يو حقيقت هم دے ځکه چې پنجاب د ټولو نه لويه صوبه ده او د پاکستان د ائين مطابق پۀ وفاقي کچ د حکومت سازۍ عمل کښې د وفاقيت هېڅ څۀ کردار نشته حالانکې د ائين مطابق پاکستان يو وفاق دے، بايد چې پۀ وفاقي کچ حکومت سازۍ کښې د وفاقي وحدتونو يو ټاکلے وزن وے.

بهرحال، غټې غټې جلسې روانې دي. هر ګوند پۀ بل ګوند تورونه پورې کوي، د ځان درنه او د بل سپکه وئيل دې ملک کښې د سياسي رواياتو يوه اهمه برخه ده. کۀ د دې ذکر شوو درې واړو ګوندونو جاج واخستے شي نو د دوي منشور او تګلاره يو شان ده، فرق صرف دا دے چې يو پکښې د واک خاوند دے او دوه د واک نه محرومه دي. درې واړه ګوندونه د پنجاب د مفاداتو خبرې کوي، درې واړه پاکستان پنجاب ته وائي، درې واړه د جناح صاحب او علامه اقبال وارثان ځانونه ګڼي، درې واړه پۀ خپلو جلسو کښې دا دعويٰ کوي چې دوي به پاکستاند جناح صاحب او علامه اقبال د نظرياتو پۀ رڼا کښې د پاکستان پۀ خلقو حکومت کوي خو د يو ګوند مشر هم تر اوسه د جناح صاحب او علامه اقبال د نظرياتو وضاحت نۀ دے کړے.

کۀ تاريخ وکتے شي نو علامه اقبال خو د سره پاکستان ليدلے هم نۀ دے، د پاکستان جوړېدو نه مخکښې وفات شوے دے، جناح صاحب صرف د پاکستان جوړېدو نه پس يوکال ژوندے ؤ او بيا وروستو د دۀ وارثانو تر شپږویشت کالو پورې پاکستان ته متفقه ائين قدرې هم ورنۀ کړے شو، بلکې د جناح صاحب د وفات نه پس د هغۀ ګوند مسلم ليګ غېر فعاله شو. پۀ ملک افسرشاهۍ قبضه وکړه او ورپسې پوځ ملک خپلو لاسو کښې واخستو. دا يوه لويه سلسله ده چې پوره کتابونه پرې ليکلے کېدے شي.

د دغه درې سياسي ګوندونو نه علاوه ځينې مذهبي ګوندونه هم ډېر فعال دي او ټول ملک کښې ئې د انتخابي جلسو اغاز کړے دے. دوي ځانونه د پاکستان اصلي واکداران ګڼي ځکه چې پاکستان د اسلام پۀ نامه جوړ شوے دے او دوي د اسلام ټهېکداران دي حالانکې کۀ د تاريخ مطالعه وکړې شي نو دې مذهبي ګوندونو او د دوي مشرانو پۀ خلاص مټ د پاکستان جوړېدو مخالفت کولو. دا ټول مذهبي ګوندونه پۀ مسلکي يا فرقه ايز بنيادونو منظم دي خو د اقتدار د پاره دوي وخت پۀ وخت کله يو ځاے کېږي او کله د يو بل دښمنان کېږي.

دوي د نورو سياسي خبرو سره د خلقو د مذهبي جذباتو رالړزولو د پاره د شريعت د نفاذ مطالبه هم کوي ولې دوي تر اوسه د شريعت د تعريف کولو يا د دې وضاحت کولو جوګه شوي نۀ دي – دوي د اقتدار دومره شوقيان دي چې دې د پاره هر څۀ کولو ته تيار وي. دوي سره د حکومت چلولو د پاره هېڅ څۀ کوټلے پروګرام نشته، صرف د اسلام نامه د دوي د سياست محور دے. دوي چې کله خپل اميدواران خلقو ته پۀ انتخاباتو کښې وړاندې کوي، د هغوي نۀ اسلامي تعليماتو سره څۀ تعلق وي او نۀ د اسلامي سياست سره صرف د مذهبي خلقو د ووټونو تر لاسه کولو د پاره دوي د پېسو پۀ زور د دغه اسلامي ګوندونو پۀ مرسته د واکمنۍ چوکۍ ته ځانونه رسولو کښې غرضي وي. دغه شتمن غرض اخستي انتخابي سياستدانان د دغه مذهبي ګوندونو د جلسو جوړوونکي دي. دوي مذهبي ليډرانو ته سټېج جوړوي او د دوي د خوراک څښاک او تګ راتګ انتظام کوي يا پۀ نورو ټکوکښې تقرير ورته ملا صاحب کوي او اسمبلۍ او وزارت ته خان صاحب، سېټهـ صاحب، ټهېکېدار صاحب او تاجر صاحب ځي.

د ملک درېم سياسي قوت څلورو واړو صوبوکښې قام پروره (Nationalist) سياسي ګوندونه دي چې د بده مرغه پۀ وړو وړو کتابي يا نظرياتي خبرو د يو بل پۀ ضد سياست کوي. د دوي نظريات او سياسي تګلاره د قام او ملت د ښيګړې د پاره ده. دوي د جمهوريت، انساني حقوقو او د خلقو د خېر ښيګړې عملي نمونه هم دي خو د دوي لاره کښې غټ خنډ هغه طاقت دے چې د ملک ټول واک اختيار ئې د ائين نه بالا خپلو لاسو کښې اخستے دے. دا طاقت د دغه قام دوسته سياسي ګوندونو ترمنځه اختلافات پېدا کولو او دغه اختلافاتو ته هوا ورکولو کښې جوت کردار لوبوي.

سندهـ او بلوچستان کښې قام پروره سياسي ګوندونه دومره تقسيم دي چې د يو لاس او د بل ګرېوان وي. دوي هم پۀ خپل خپل کچ سياسي جلسې شروع کړې دي خو زيات تر هدف ئې هم ملت پاله ګوندونه وي.

پښتونخوا تر کافي حده د دې مرض نه پاکه خاوره ده، هر څومره کۀ ځينې قام پرور ګوندونه وجود لري ولې پښتانۀ زيات تر د عوامي نېشنل پارټۍ د بېرغ لاندې يو اواز دي. د دې ګوند کارکنان هم پۀ فکري لحاظ د کتابونو او نظريو پۀ رڼا کښې سياست کوي، ولې د اکثريت کوشش دا دے چې پۀ وړو وړو نظرياتي خبرو ځانونه د سېل نه بېل نۀ کړي ځکه چې کومه مرغۍ د سېل نه جدا شي نو کۀ دا هر څومره اوچت الوت کولے شي خو ورکه شي او هېڅ پته ئې ونۀ لګي.

عوامي نېشنل پارټي د پښتونخوا پۀ مختلفو ضلعو کښې انتخابي جلسې شروع کړې دي او زيات زور د پښتنو پۀ يووالي ورکوي. د عوامي نېشنل پارټۍ مشران د خپل ګوند منشور او پروګرام باندې زيات زور اچوي او د نورو ګوندونو تورونو یا د هغوي د پراپېګنډې جواب ورکولو له کم وخت ورکوي حالانکې تېرو پينځو کالو کښې چې د واکمنو ګوندونو کومه کارکردګي ده، هغه پۀ هېڅ لحاظ د ستائني وړنۀ شي کېدے. قوم ته حقائق راڅرګندول د ساسي ګوندونو ذمه واري ده.

څنګه څنګه چې انتخابي عمل مخ پۀ وړاندې ځي دومره دومره به انتخابي جلسو جلوسونوکښې هم اضافه کېږي. بايد چې ټول سياسي ګوندونه د جمهوري او اخلاقي قدرونوخيال وساتي او غېر جمهوري قوتونو ته دا موقع ورنۀ کړي چې سياسي ګوندونه د دې جوګه نۀ دي چې د ملک واک پۀ بشپړه توګه تر لاسه کړي. د سياسي ګوندونو د مشرانو دا فرض دي چې خپل کارکنان پۀ قابو کښې وساتي، د هغوي سياسي تربيت ته توجو ورکړي چې روان انتخابي موسم پۀ خېرخېريت سر ته ورسي او هغه نتيجې راوړي کومې چې اولس غواړي –

وفاقي بجټ

پۀ اوویشتم اپرېل د پاکستان وفاقي بجټ قومي اسمبلۍ کښې پېش کړے شو او د څۀ نا څۀ بحث نه پس به دا منظور هم شي. د دې بجټ حجم څومره دے؟ ټېکسونه پکښې لګيدلي دي او کۀ نۀ؟ يا ټېکسونه کم شوي دي او کۀ زيات شوي دي؟ د اقتصاد مېدان کښې د فعاليتونو د پاره کوم قسم مالياتي قدمونه پورته شوي دي؟ دې بجټ کښې د دې پوښتنو د جوابونو دومره اهميت نشته ځکه چې دې کښې نۀ د حکومت څۀ دلچسپي شته او نۀ د اپوزيشن ګوندونو – البته وزيراعظم دومره وئيلي دي چې دا د عامو خلقو او غريبانانو بجټ دے. دا هم څۀ نوې خبره نۀ ده بلکې کله نه چې پاکستان پۀ وجود کښې راغلے دے نو هر حکومت هم دغه دعويٰ کړې ده چې بجټ اولس دوسته او د غريبانانو د پاره دے البته روايتي توګه باندې اپوزيشن د بجټ تجويزونو مخالفت کولو او دا به ئې د لفظونو جادوګري ګرځوله. دا ځل اپوزيشن د دې مخالفت کولو ضرورت هم محسوس نۀ کړو او د اپوزيشن ګوندونو د قومي اسمبلۍ د بجټ د تقرير اورېدو نه هم انکار وکړو بهر ووتل. تحريک انصاف خپل روايتي کردار لوبولو د پاره اسمبلۍ کښې چغې سورې شروع کړې. د تحريک انصاف مسلسل دا کوشش دے چې د پارليمان بې عزتي وکړي، د پارليمان اهميت ختم کړي او پۀ څۀ نه څۀ طريقه غېر جمهوري قوتونو سره لاس امداد وکړي. دې لړ کښې د پارليمان د اکثرو غړو منفي کردار او نا اهليت او غېر سياسي رويه هم د تحريک انصاف د منصوبې سره سمون خوري. د موجوده بجټ پېش کېدل پۀ خپله يو متنازعه عمل ګڼلے کېږي. بايد چې د دې جاج واخستے شي. د اپوزيشن ګوندونو چې پۀ کوم بنياد د بجټ د تقرير د نۀ اورېدو فېصله وکړه د دې وجوهات هم دغه متنازعه عمل دے. تر اوسه پورې سېوا د کال 2008-13 پارليماني مودې نه يوې اسمبلۍ يا حکومت خپله ائيني موده نۀ ده پوره کړې نو ځکه يو حکومت هم خپله موده کښې پينځۀ بجټونه نۀ دي جوړکړي او پېش کړي او د موجوده حکومت دا شپږم بجت دے. پاکستان پيپلز پارټۍ چې د مسلم ليګ (ن) روايتي حريف ګوند دے، دا نۀ شي زغملے چې مسلم ليګ (ن) دې خپله ائيني موده پوره کړي او بيا دې د شپږو بجټونو جوړولو موقع ومومي، چونکې د اپوزيشن مشري د پيپلز پارټۍ پۀ لاسو کښې ده نو ولې دې د مسلم ليګ (ن) د غلطو نه فائده اوچته نۀ کړي؟

د دې بجټ دوېم خصوصيت دا دے چې هر مالي کال پاکستان کښې د جولائي د وړومبۍ نېټې نه تر بل کال دېرشم جون پورې وي. مالي کال 2017-18 کښې لا دوه نيمې مياشتې پاتې دي او موجوده حکومت د اپريل مياشت کښې قومي اسمبلۍ کښې د بجټ پېش کولو ضرورت محسوس کړو، دا شايد چې د پاکستان پارليماني اومالياتي تاريخ کښې وړومبۍ واقعه ده. دغه شان د موجوده حکومت او اسمبلیو موده د مۍ اخر ته ختمېدونکې ده او د 2018-19 مالي کال د پاره به بجټ د جولائي نه عملي کېږي. پۀ دې بنياد د اپوزيشن ګوندونو هر حکومت د راتلونکي ټول مالي کال د پاره د بجټ پېش کولو، تيارولو او منظورولو حق دار نۀ ګڼلو.

بله اهمه خبره دا ده چې موجوده حکومت د مالياتي وفاقي وزير نۀ لرلو او يو مشير ته د مالياتو وزارت حواله کړے ؤ – حکومت دا ضد نيولے ؤ چې هم دغه مشير به اسمبلۍ ته بجټ وړاندې کوي ولې د اساسي قانون تر مخه بجټ صرف وزير پېش کولے شي. د مالياتو د پاره د مملکت وزير موجود دے ولې د نامعلومه وجوهاتو پۀ اساس حکومت د مملکت وزير دې ته پرې نۀ ښودو چې بجټ وړاندې کړي. د دې پۀ ځاے د مالياتو د پاره د ټاکلي مشير نه ئې هم پۀ اوويشتم اپرېل د وزارت سوګند واخستو حالانکې دا مشير د پارليمان غړے نۀ دے. دا فېصله څۀ ائيني حيثيت لري، د دې هرڅۀ جواب چې وي، ولې پۀ سياسي توګه غېر اخلاقي او غېر معقوله فېصله وه چې اپوزيشن ته ئې دا موقع ورکړه چې حکومت ته مشکلات پېدا کړي.

حکومت کولے شول چې کۀ د مملکت وزير کښې د بجټ تقرير کولو صلاحيت نۀ ؤ نو دا تقرير وزراعظم پۀ خپله هم کولے شو او د کابينې يو بل غړي ته ئې هم دا ذمه سپارلې شوه – وروستو د پارليمان نه بهر د مالياتو مشير د بجټ وضاحت پۀ اخباري کانفرنس کښې کولے شو او ورپسې ئې پارليمان کښې د بحث پۀ دوران کښې هم د اسمبلۍ د غړو د پورته کړو نکتو جواب ورکولے شو، ولې مسلم لیګ (ن) د دغه پروټوکول هېڅ خیال ونۀ ساتلو. بهرحال، چې څۀ شوي هغه شوي دي، بايد چې اپوزيشن ګوندونه د بجټ تجويزونو کښې دلچسپي واخلي او پارليمان کښې پۀ بجټ بحث وکړي او ورسره پۀ اسانه حکومت ته موقع ورنۀ کړي چې بجټ د قومي اسمبلۍ نه منظورکړي ځکه چې دې بجټ کښې ډېرې خامۍ او کمزورۍ موجودې دي. د دې بجټ پۀ اساس به صوبائي بحټونه جوړېږي. دې بجټ کښې صوبو ته خپل حق نۀ دے ورکړے شوے، ترقياتي منصوبوکښې هم د وفاقيت د تقاضو خيال نۀ دے ساتلے شوے – کۀ دا بجټ هم دغه شان منظور شو نو د دې ذمه وار به د حکومت سره سره د اپوزيشن ګوندونه هم وي.

خواجه اصف هم دنوازشريف پۀ

قطارکښې اودرولے شو

اسلام اباد هائيکورټ خارجه وزير خواجه محمد اصف هم د اقامې پۀ بنياد د پارليمان د غړيتوب نه محرومه کړو. دے هم پۀ هغه تور تورن کړے شو پۀ کوم تور چې نوازشريف د پارليمان د غړيتوب د پاره نا اهله شوے دے – يعني ميا نوازشريف او خواجه اصف دواړه پۀ سياسي مېدان کښې پۀ يو قطار کښې ودرولے شول. دوي دواړه هسې هم يو بل سره ډېر نزدې وو. دواړو کښې دا خصوصيت هم شريک دے چې د دواړو محترم پلاران د پوځي اٰمر جنرل ضياء نزدې ملګري وو، بلکې ميا نواز شريف خو د سياست مېدان ته جنرل ضياء دننه کړے ؤ. او د خواجه اصف بابا جان مشهور مسلم ليګے ؤ او د مسلم ليګ د رواياتو مطابق ئې د جنرل ضياء اٰمريت ته د دوام ورکولو هرې هڅې نه ډډه نۀ وه کړې. د جنرل ضياء د خواجه اصف پۀ باباجان محترم خواجه محمد صفدر دومره پوخ يقين ؤ چې د خپلې جوړې کړې مجلس شوريٰ چئيرمېن ئې جوړکړے ؤ او بيا وروستو چې کله نولس سوه پينځۀ اتيايم کښې پۀ غېر جماعتي بنيادونو قومي اسمبلي منتخب شوه نو د هغه اسمبلۍ د سپيکر جوړولو د پاره ئې هم خواجه صاحب خوښ کړو، ولې افرين دې وي پۀ هغه غېر جماعتي اسمبلۍ چې خواجه صفدر ته ئې داسې لته ورکړه چې سيالکوټ ته ئې ورسولو، خو د هغۀ د زوي خواجه اٰصف او ميا نواز شريف دوستي او ملګرتيا دومره پخه ده چې کۀ نا اهله شول نو دواړه نا اهله شول، يعني د دواړو خوشحالي او غم هم شريک دي.

البته قانوني حق خواجه اصف ته دا حاصل دے چې دے سپريم کورټ کښې د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو د پاره اپيل کولے شي. کۀ چرې د اسلام اباد هائيکورټ فېصله کښې څۀ کمزوري پۀ ګوته شوه اوسپريم کورټ ومنله نو شايد چې خواجه صاحب ته څۀ فائده پۀ لاس ورشي ځکه چې هائيکورټ خواجه صاحب يو سينئير سياست دان او د قانون سند لرونکے هم ګڼي.

خواجه صاحب د دې نه مخکښې د دفاع وزير هم ؤ. د دفاع او خارجه چارو وزيران پاکستان کښې ځينې ځانګړي خصوصيات هم لري. د دوي پۀ حقله له څۀ فيصله کولو کښې د احتياط نه هم دومره کار اخستے کېږي څومره احتياط چې دوي ته د دفاع او خارجه چارو قلمدان سپارلوکښې کېږي.

د مئۍ ورځ د چوټي ورځ

لکه د نورو کلونو سږکال هم د مۍ وړومبۍ ورځ د مزدورانو د ورځ پۀ توګه ونمانځلې شوه. حکومتي ادارو کښې چوټي وه – د پارليمان او اسمبلیو چوټي وه، د وزيرانو، وزيراعظم، صدر، ګورنرانو او د څلورو واړو صوبو د اعليٰ وزيرانو د کابينې غړي کورونو کښې ناست وو. لوړ رتبه افسرانو ورځ کورونوکښې تېره کړه او ډېر پکښې د کورنۍ سره سېل سپاټې ته وتي وو. کالجونه، پوهنتونه او سکولونه بند وو. پروفېسرانو، استاذانو هم ارام وکړو. شاګردانو پۀ سړکونو او کوڅو کښې کرکټ وکړو. ججان هم عدالتونو ته نۀ ووتلي ځکه چې د مزدورانو ورځ وه او چوټي وه، خو بل طرف ته تعميراتي کارونه ښۀ پۀ درز کښې روان وو. مزدوران د سيمټو خېژولوکښې اخته وو، ورکشاپونه پرانستي وو، مستريانو او د هغوي شاګردانو باندې د مزدورانو د ورځ نمانځلو پۀ موقع د کار ځکه زور ؤ چې د صاحبانو چوټي وه، خپلې موټرې ئې ورکشاپونو ته د مرمت د پاره راوستې وې. د درزيانو درزي خانې پرانستې وې، د جامو جوړولو کار پۀ درز کښې روان ؤ – کوم خدمتګار چې د مالدارو خلقو کورونوکښې کارونه کوي، هغوي د چوټۍ ورځ ډېره پۀ تکليف تېره کړه ځکه چې صاحبان او صاحبانې کورونوکښې وي، د هغوي خدمت کول وو. دغه شان د موټرو سروس سټېشنو باندې هم نن د کار زور ؤ ځکه چې چوټي وه.

دا وه د مۍ د ورځ د نمانځلو او چوټۍ خبر ـــ زما پۀ خيال پۀ دې رڼا کښې خبرې نۀ شي کېدې خو مبارک دې شي هغه ټولو خلقو ته چې چوټي کړې وه.

د افغانستان پۀ اړه فعاليتونه

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د کابل يو ورځنے سفر وکړو. هلته ئې افغان مشرانوسره پۀ بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. د خبرونو تر مخه ټولې خبرې پۀ دوستانه ماحول کښې وشوې. د شاهد خاقان عباسي د کابل سفر د ډېرې ستائینې وړ دے ځکه چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځه ملاقاتونو سره د يو بل دريځ واضحه کېږي، دواړه د يو بل د مشکلاتو او مسئلو نه خبرېږي ـــ کۀ څۀ اختلافات وي نو پۀ هغې هم ارو مرو خبرې کېږي او د خيالاتو د بدلون پۀ نتيجه کښې د مسئلو د هواري لارې چارې راپېدا کېږي.

بل طرف ته افغانستان کښې پرله پسې د ترهګرۍ واقعات مخې ته راځي چې پۀ نتيجه کښې ئې سلګونه بې ګناه خلق ژوند لۀ لاسه ورکوي. د بمي چاودنو او ځان وژونکو بريدونو نۀ ودرېدونکې لړۍ روانه ده، قيمتي انساني سرونه زيان کېږي. د پاکستان، د بلوچستان او پښتونخوا خاوره هم محفوظه نۀ ده. معلومه نۀ ده چې دا لړۍ به تر کومې روانه وي. بل اړخ ته د پاکستان او افغانستان ځينې خلق او ادارې د يو بل خلاف منفي پروپېګنډه کښې هم اخته دي. پۀ داسې حال کښې به د پاکستان او افغانستان ترمنځه پۀ يو بل د باور پېدا کېدو عمل څنګه پۀ مخ لاړ شي؟ حالات دا ښائي چې پۀ يو بل د باور کولو د عمل پۀ لاره کښې پرله پسې خنډان پېدا کېږي. دا د دواړو هېوادونو د خلقو د پاره يوه لويه بدبختي ده.

دا حقيقت هم د نظر نه د غورځولو نۀ دے چې د افغانستان حالاتو ټوله سيمه کښې فکرمندي خوره کړې ده. کۀ افغانستان کښې امن او قلاري نۀ وي نو د افغانستان ګاونډي هېوادونه به هم د دې نه پۀ امان کښې نۀ وي او دا اور به ګاونډ کښې خورېږي. د دې حقيقت احساس د سيمې ټولو هېوادونو سره دے. دغه وجه ده چې د پاکستان پۀ شمول د سيمې نورو درې اهمو هېوادونو چين، روس او بهارت د ترهګرۍ پۀ خلاف پۀ شريکه پوځي مشقونه کول څۀ بده خبره نۀ ده ولې څلورو واړو ملکونو باندې دا فرض پرېوځي چې راپاڅي او پۀ شريکه افغانستان کښې د بې امنۍ د مخنيوي او سيمه کښې د هغې د نوغي ويستلو د پاره پۀ سياسي او سفارتي کچ هم کار وکړي .کۀ چرې دغه څلور واړه هېوادونه د سيمې نور ملکونه چې ايران ته پکښې هم اهميت حاصل دے، ځان سره واخلي او داسې لار را وباسي چې افغانستان کښې امن، سوله او قلاري منځ ته راشي.

د څلورو واړو هېوادونو دا هم ذمه واري ده چې هغه قوتونه پۀ ګوته کړي څوک چې پۀ افغانستان او ګاونډي هېوادونو کښې امن خرابوي – چې کله څلور واړه هېوادونه پۀ دې متفق شي او شريک دښمن وپېژني نو بيا د دوي مقابله اسانه ده. د دې پۀ نتيجه کښې امريکا به پۀ افغانستان کښې د امريکې او ناټو د پوځونو ضرورت پاتې نۀ شي.

 

دا هم ولولئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر …