مابعدجمهوريت، مابعد سيکولرازم او مابعد کلتوري صورت حال: يو پرتليز او تنقيدي جاج—ډاکټر سميع الدين ارمان

دا ليکنه شريکه کړئ

مابعدجمهوريت:

د يويشتمې پېړۍ پۀ سر د برطانيه مشهور سوشل سائنټسټ او د اکسفورډ پوهنتون پخواني استاذ او د واروېک پوهنتون/ University of Warwick اوسني ‘اېمرېټس’، پروفېسر کولن کراوچ /Colin John Crouch پۀ خپل کتاب /Coping with Post-Democracy کښې د مابعدجمهوريت تصور او اصطلاح وړاندې کړې ده. دا د يوې داسې ټولنې نشاندهي کوي چرته چې جمهوري جوړښتونه، قدرونه او ادارې لکه ټولټاکنې، سياسي ګوندونه، پارلېمان، الېکشن کمېشن او د اند ازادي وغېره پۀ بشپړه توګه موجودې او فعالې وي؛ خو اولسي ژوند کښې د جمهوريت روح نۀ ښکاري. دې ټولنه کښې د سياسي توان، نوښت او عوامي مرکزيت عنصر د اولس پۀ ځاے د يو سياسي او معاشي اقليتي ايليټ/ Elite پۀ لاسونو کښې وي. د دې اقليتي ټولګي موخې تجارتي مفاد او د کارپورېشنر نمائندګي وي. اولس يوه مهره وي يا زيات نه زيات يو ګڼ، خو غېر فعاله د خپل وس دس نه بې خبره اڼډوخر وي، کوم چې د جمهوريت پۀ نوم، ياد اقليت ته د فېصله سازۍ واک ورکوي او خپله د فېصله سازۍ پۀ عمل کښې بې واکه يا بې وسه ساتلے کېږي. دې ټولنه کښې جمهوري ادارې وي خو ډډې وي. د اولس پۀ باب له قانون سازۍ او فېصلې پۀ بندو کوټو کښې کېږي. د اولس نمائندګي پۀ سياسي سرګرميو کښې تش د نوم تر حده وي. د بېلابېلو سياسي ګوندونو تر منځه کوم غټ، څرګند او اصولي توپير پاتې نۀ شي او کۀ وي نو د فکر ساحه کښې تر څۀ حده وي او د عمل مېدان کښې اکثر نابود وي. کولن کراوچ دغه رويه او د دې څرګندې نتيجې د کال نولس سوه اويايم (1970) نه را پۀ دې خوا درې لسيزو کښې د ‘لبرل ډېموکرېسي’ پلوي ټولنو کښې پۀ ګوته کولې. نن چې پۀ دې تصور نورې دوه نيمې لسيزې تېرې شوې دي نو مونږ پۀ اسانه هسې د نوم جمهوريت پالونکي رياستونو کښې د دې تصور پديدې پۀ اسانه وينو چې فېصلو کښې اولس نشته، قانون سازۍ کښې اولس نشته او واک هم د اولس نه تروړلے شوے دے. يو مشهور تصور غالباً د فرانسز فوکوياما/ Francis Fukuyama ؤ چې جمهوريت د مشرقي ټولنې لپاره سودمن نۀ دے؛ يا جمهوريت لپاره تعليم يافته او مترقي ټولنه اولنۍ غوښتنه ده، پس له دې به دا نتيجې ورکوي. نن کۀ مونږ دا غوښتنې هم نظر کښې ونيسو او د امريکې دوه واره جوړ شوي مشر ډونلډ ټرمپ ته وګورو او بل خوا د چين د کميونسټ ګوند څو لسيزو ته وګورو نو د لاس ته راوړنو پۀ اساس مختلفې نتيجې څرګندېږي. د دې تصور پکارؤنې سره مونږ د خپلې ټولنې احاطه هم کولې شو. )خو پۀ داسې منهج نۀ چې پۀ سياست او جمهوريت مو يقين پاتې نۀ شي او د ردعمل يا مايوسۍ ښکار شو. يا ځان او ټولنه د هوا رخ ته وسپارو(. پۀ دې لړ کښې هم کولن کراوچ د حللارې خبره کوي. هغه وائي چې اولس دې ځان بې وسه بې دسه نۀ ګڼي، خپل فېصله ساز حېثيت دې بحال کړي، خپل اند ته دې وکالتي مقدمې وتړي، او اولسي مکالمو ته دې دوام ورکړي. دې لړ کښې کولن کراوچ د ټولنيزو رسنيو د توان پکارؤلو پخلے کوي او د پاپولزم د بعضې محرکاتو پکارولو نه هم خوشګمانه ښکاري. پاپولزم د خپل نوعيت يوه داسې يويستوې بشپړه رويه ده چې اولسونه لکه د ګډو بيزو پۀ رنګ پۀ يو داسې نظام کښې متحرک ساتي چې هېڅ فکري رغوڼه، انټالوجيکل او اپسټومولوجکل اساس نۀ لري. ځينې عالمان د دې لامل او اساس ‘ردعمل’ پۀ ګوته کوي؛ خو زما پۀ اند دا به يويستوے اساس نۀ لري. سرمايه داري، کنزيومرازم او د طاقت حرکيات دا نظام/ پاپولزم داسې پکاروي چې د اولس د درک پېمانې پۀ کښې پۀ خپل کنټرول کښې ساتي او دا کنټرول داسې وي چې اولس ئې نۀ مدرک کوي.

مابعد سيکولرازم:

د کولن کراوچ يو معاصر سماجي پوهان هېبرماس/ Jurgen Habermas ته د مابعد سيکولرازم د تصور وړاندې کولو نسبت کېږي. دا تصور د کلاسيک سماجي پلويانو هغه نظر چې موډرنائزېشن مذهب ته ماتې ورکړې ده او مذهب اوس د ذاتي ژوند يوه ذاتي سرګرمي پاتې ده، چېلنج کوي. دا د يوې داسې ټولنې نشاندهي کوي چرته چې مذهبي او غېر مذهبي ليدلوري د يو بل سره پۀ باهمي تعامل کښې اوسي. د دې دا مطلب نۀ دى چې دا نشاندهي پۀ زماني حواله ماقبل سيکولرازم ټولنې ته ستنېدۀ دي؛ بلکې دا پۀ يو نوي سياق کښې د مذهبي او غېر مذهبي/ سيکولر د يو بل سره پۀ ټولنيز ژوند کښې د باهمي بقاء او اوسمهاله ټولنيز ژوند کښې هم د مذهب د رسوخ پۀ اساس يو غوښتلے تعامل دى. مونږ وينو چې اوس هم ټولنيز ژوند کښې، پۀ مترقي هېوادونو کښې هم د مذهب رسوخ او مطابقت څرګنده شتون لري. د حمل اسقاط، مرسي کلنګ/Mercy Killing، د جنس بدلون، د يو چا د ژوند د بهترۍ لپاره د اندامونو انتقال، د ودونو او کفن دفن رسم و رواج، ازدواجي تعلقات او داسې نور بلها امورو کښې نن هم ټولې ټولنې اکثروبېشتر مذهبي استدلال پکاروي. جرمني، برطانيه او امريکا غوندې ملکونو کښې هم مذهبي ادارو او شعائرو ته باقاعده فنډنګ کېږي. اولس هم د مذهبي، تعليمي او طبي ادارو سره بې شانه مرستې کوي. دا قسمه مثالونه دا ثابتوي چې ټولنيز ژوند کښې اوس هم مذهب پۀ باضابطه او بې ضابطه توګه څرګند اغېز لري. زمونږ هېوادونو کښې خو لا ادارې، آئين او رياست هم خپل مذهبونه لري. د هېبرماس پۀ دې تصور سخت تنقيد کېږي او دې ته هسې د فېشن لپاره د يوې هڅې اقدام هم وئيلے کېږي. تر ټولو سخته نيوکه پۀ دې دا ده چې دا د مذهب سخت دريځه او خود ساخته تعبير او د دې پلويانو ته نۀ صرف قانوني جواز ورکوي، بلکې پۀ عملي مېدان کښې بالواسطه د دوي تصديق ته هم لارې جوړوي. ځکه دوي لازمي ګڼي چې د هېبرماس د دې تصور دې مخنيوې وشي او د يو داسې علمي متبادل هڅې دې وشي، کوم کښې چې د مذهب پۀ نوم د تعصباتو پکارؤنې ته لارې نۀ جوړېږي. دې لړ کښې د لبرل ډېموکرېټک کنسټيټوشنل ازم  (Liberal Democratic Constitutionalism)او د ډيپ پلورل ازم (Deep Pluralism) تصورات مخې ته راځي؛ کوم چې د مذهبي او غېر مذهبي تعامل داسې صورت وړاندې کوي چې هغه د افاقي استدلال د حدبراريو خيال ساتي.

مابعد کلتوري صورت حال:

مابعد کلتوري صورت حال کومه د مابعدجمهوريت او مابعد سيکولرازم پۀ شان منظمه او باضابطه تهيوري خو نۀ ده، البته دا اصطلاح د کلتوري مطالعاتو پۀ ساحه کښې لږه ډېره پکارولې شوې ده. د پوسټ کلچرل ازم (Post-Culturalism) يا پوسټ-کلچر (Post-Cultural) اصطلاحات د اکادمي کلتوري تعبيراتو پۀ بحث کښې تر سترګو کېږي. دا د عالمګيريت د نتيجې پۀ طور د کلتور د قائم علامتونو سياستکاري/ پولېټساېزېشن کوي. دې سره د کلتوري توکو او قدرونو روايتي جوړښتونه مات شي او کلتور خپل د متحد کولو، يو کولو، يو شان کولو قوت وبائيلي. يوه بله اصطلاح کلتوري مطالعاتو کښې د مابعد کلتوري اسطوره/ post-Cultural Myth هم شته. پۀ پرمختللي ټولنو کښې يو سوچ دا هم وي چې دوي ګڼي مونږ د کوم مخصوص کلتور نه بالا يو. دې حالت ته کلتوري غېر جانبداري/Cultural Neutrality وئيلے کېږي او دې کښې د نورو کلتورونو توکي محض د اثارياتو باقيات ګڼلے کېږي. دا خودساخته غېر جانبداري اصل کښې پۀ خپله د يو بل ثقافتي شتون ازانګه وي ۔ تر دې ځايه د مابعد کلتوري اصطلاح بحث شتون لري؛ خو زۀ دا بحث د مابعدجمهوريت او مابعد سيکولرازم د نظرونو نه اخذ متفقه فکر سره نور غځوم او دې ته مابعد کلتوري صورت حال ترکيب غوره کؤم. ګويا مابعد کلتوري صورت حال به هم د يوې داسې ټولنې نشاندهي کوي، چرته چې د کلتور قدرونه،ادارې او توکي/Tools پۀ بشپړه توګه موجود وي خو د دې تخليقي توان، مثبتې لاس ته راوړنې او معاصر روح اولس او ټولنه کښې معدوم وي. څنګه چې مابعدجمهوريت کښې يوه اقليتي اشرافيه مرکزيت لري، دا رنګ پۀ مابعد کلتوري صورت حال کښې کلتوري پېداوار د آرټسټانو پۀ ځاے د آرټ پۀ نوم جوړ د ادارو هغه مالکانو سره وي، کوم چې د يو ايليټ ټولګي نمائندګان وي. دواړو کښې اولسي نمائندګي د نوم تر حده وي. دواړه ځايه د ټولنيز ژوند ټولنيزې پېمانې د ذاتي او انفرادي موخو لپاره پکارولے کېږي. دواړه ځايه عموماً تجارتي مېکانزم د اولس فطري ټولنيز تشخص ته زيان ورکوي. د جمهوريت پۀ نوم حاصل شوي وسائل پۀ جمهوريت نۀ لګي او د آرټ او کلتور پۀ نوم حاصل وسائل پۀ کلتور نۀ لګي. تخليقي توان او پېداوار چې د منډهۍ د رسد او غوښتنو تابع کېږي نو خپل جوهري اغېز پۀ بشپړه توګه قائم نۀ شي ساتلے ۔ اوس راځو د مابعد کلتوري صورت حال مشترکات د مابعد سيکولرازم سره ګورو. مابعد کلتوري صورت حال دا خبره رد کوي چې مترقي ټولنو د يو مشترکه کلتور رده کېښوده. بلکه پۀ دې نوم ئې د نورو کلتورونو استحصال وکړو. لکه څنګه چې مابعد سيکولرازم دا بيانيه رد کوي چې ماډرنائزېشن (Modernization) اولسي ټولنيز ژوند کښې مذهب ته ماتې ورکړه. مذهب او کلتور دواړه ځايه داسې مفروضه کړے شو چې ګويا د دې ارزښت کم شو، خو اصلاً دواړه ځايه دواړو ځان پۀ يو جلا صورت کښې څرګند کړو. د مابعد کلتوري صورت حال او مابعد سيکولرازم مطالبه هم پۀ يو حواله يو شان ده. لکه مابعد کلتوري صورت حال د کلچرل ايليټ لکه اکېډميا، آرټسټ او نقاد نه غوښتنه لري چې د پوسټ کلتوري اسطورې مخنيوے وکړي او دا ګڼل چې “زۀ د کلتوري تړون نه بالا يم”، رد کړي. يا پۀ نورو ټکيو، د کلتوري غېر جانبدارۍ مخه ونيسي. هم دا رنګ مابعد سيکولرازم د خپل ايليټ نه دا غوښتنه لري چې مذهبي او غېر مذهبي دې د خپلو خپلو سخت دریځه تعصباتو نه رابهر کړي او يو نوي ادراک سره يو ځاے يون وکړي. دواړه يوه بله غوښتنه کښې هم ورته والے لري او هغه د يو نوي ډسکورس غوښتنه ده. مابعد کلتوري صورتیحال غواړي چې کلتوري قدرونه دې د منډهۍ د سياستکارۍ نه بالا وي او مابعد سيکولرازم غواړي چې اولسي فېصله سازۍ کښې دې فېصله د مذهبي او غېر مذهبي عنصر د سياستکارۍ نه بالا وي ۔ مونږ وينو چې اوس کلتوري ميلې اولس نۀ، بلکې محکمې را جوړوي، اېن جي اوز مېلې جوړوي. اولس کلتوري لمانځنې نۀ کوي بلکې ادارې دا لمانځنې را جوړوي. کارپورېشنز لمانځنې کوي. آرټ او آرټسټ پۀ خپل تخليقي ځواک دلته دومره ګټه نۀ کوي چې بچو له سېر اوړۀ وګټي، يا د شرافت ژوند پرې تېر کړي، خو درېمګړي پرې ښۀ بې خرته فنډنګ کوي. ګويا اولس، کلتور، آرټ او آرټسټان لۀ يو بل ‘خارجي’ او ‘غېر’ تابع دى. دا د غېر/ بل/ other بحث ډېر زورور دى. د ژان پال سارتر (Sartre) د يو مشهور کردار د خولې نه دا خبره پۀ يو خاص سياق کښې راوتلې ده چې “Hell is other people” او وروستو د دۀ پۀ نظام فکر کښې دې کرښې يو مهم حېثيت خپل کړے دے. سارتر ګڼي چې د ذات/ ځان پۀ ادراک کښې د غېر/ بل/ other موجودګي خنډ دے. ځان درک کولو کښې د ‘غېر’ تحکمانه کردار انسان نه غوښتلې آزادي صلب کوي. سارتر ګڼي چې هر هغه څوک چې ستا نه علاوه دي، دا ‘غېر’ دي. کله چې مونږ يواځې يو نو مونږ آزاد يو چې د خپل عمل او خوښې پۀ اساس ځان مدرک کړو او بيان کړو؛ خو چې کوم ساعت ‘غېر’ دا فېصله خپل لاس کښې واخلي نو دغه وخت نه زمونږ مثال د يو ‘څيز/ object’ شي. دې نه اخوا بيا مونږ د ځان بيان د ‘غېر’ پۀ پېمانه کوو. د دې )غېر/ بل( د رد او قبول پۀ عمل کښې ونښلو او دا رنګ خپله د خپل ځان د درک ذاتي عمل چرته وروستو پاتې شي او اکثر معدوم شي. پۀ دې سياق کښې ‘دوزخ’ يو داسې مستقل حالت دے چې ستا آزادي پۀکښې صلب شوې ده، ستا د پېژندګلو/ شناخت واک پۀ کښې د بل سره دے. تر دې ځايه د سارتر د ‘غېر/ بَل’ تصور واضح شو. اوس کۀ د کلتوري صورت حال څپړدنه کښې ‘غېر/ بل’ پۀ دې معنيو اخلو نو بيا خو بېخي زياته تباهي ده. البته دا يو عنصر هم پۀ کښې شته چې د آرټسټ پۀ تعين قدر کښې به حتمي واک هم آرټسټ ته وي. اوس راځم د ‘غېر/ بل’ مزيد شننې ته –

سارتر د ‘غېر’ تعين کښې محض يو تړون را نيولے دے او هغه ئې حتمي ګڼلے دے. او دا تړون ټول پۀ ټوله محض د نفي او تضاد حرکيات څرګندوي. يو عمومي اصول هم دے چې هر مختلف ضروري نۀ ده چې غلط/ متضاد هم وي. دا رنګ نور ارواپوهان د سارتر د ‘غېر/ بل’ تصور پۀ سختۍ سره رد کوي، او دوي ګڼي چې انسان د ذات ادراک پۀ يواځېوالي کښې نۀ شي کولے، بلکې دے د ځان ادراک د يو ‘غېر/ بل’ پۀ شعوري اعتراف سره کولے شي. د ‘غېر’ نه پرته د ځان ادراک محض يو تجريدي انفعاليت وي. دا رنګ د اخلاقياتو پوهان ګڼي چې ‘غېر’ د اخلاقي ذمه واريو سرچينه يا هنداره ده. د ‘غېر’ لازمي اختلاف څۀ غوښتنې را ولاړوي او دا غوښتنې د اخلاقي رد و قبول پېمانې رغوي او دا رنګ د ټولنيز وجود رسا ادراک ته زمينه جوړېږي. د سارتر د ‘غېر’ يوه بله لازمي منفي نتيجه دا هم را وځي چې کۀ ‘غېر’ کُلي مضر ګڼو نو مينه، يارانه، ورورولي، لاس امداد او داسې نور بلها قدرونه به ناممکنات ګرځوو. دا او داسې نور ټول قدرونه د ‘غېر’ د آزادۍ او واک قبوليت غواړي. غېر/ بل/ other سره تړون عارضي دے کۀ مستقل؟ يو مخيز او يويستوے دے کۀ رنګارنګ او بېلابېل؟ د دې مطلق انکار يا اقرار مناسب دے کۀ مشروط اعتراف؟ د دې او داسې نورو پوښتنو ځواب لره مذهب، اخلاقياتو او فلسفې هم خپل خپل اندونه وړاندې کړي دي، خو رښتيا خبره دا ده چې آرټ او ادب د دې لازمي امر پۀ باب له کوم قسمه اند وړاندې کوي، هغه د تهذيب او انسانيت معراج دے. دا اند د اشتراک د قبوليت سره سره د اختلاف بېلابېل او متعدد صورتونو ته هم قبوليت ور بخښي. د خپل انفراديت سره سره ‘بل’ هم د بل پۀ نظر ګوري هم پۀ خپل. دا رنګ د اجتماعي پېژندګلوۍ بېلابېل صورتونو ته رسا زمينه جوړېږي. د اعتبار، اخلاص او قربانۍ پۀ شان قدرونو ته ارزښت او درناوے وربخښلے کېږي. يو ناول يا ډرامه کښې مونږ د غېر/ بل پۀ نظر نړۍ ته ګورو. دا غېر/ بل/ otherness د زمان مکان د بدلون سره سره د جنس، ژبې، لباس، رنګ، نسل، عمر او کلتور بدلونونه هم لري خو د دې هر بدلون باوجود دا پۀ مونږ کښې زغم، رحم، مينه او ترس هم هماغه رنګ را لړځوي لکه عدم برداشت، ظلم، نفرت او ناترسي. ګويا دا اند بل/ غېر نۀ پۀ خپله ځان او نۀ بل/ غېر يو کموډټي/ څيز ګرځوي. دا اند د بدلون باوجود هم د غېر پۀ اساس د اجتماعي خواهشاتو، خدشاتو او تجرباتو پوهنه زېږوي. دا ادراک پۀ انسانيت کښې د پېوستون لامل کېږي، څۀ ته چې د نن اصطلاح کښې Social Cohesion يا Resilience هم وئيلے کېږي. هم دا اند د انساني ذات د حقيقت انکشاف او دريافت کښې د دۀ تهې تهې ساخت راسپړي. اوس چې د آرټ او ادب دا اند پۀ کلتوري صورت حال کښې مرکزيت ولري، دا د دربار اخبار جوړ نۀ شي، د سرکار غمخوار جوړ نۀ شي، د يو خاص يا ايليټ ټولګي ړنده نمائندګي خپله نۀ کړي، بلکې د اولس رسا نمائندګي ولري، د رياست د سپېځلتيا پۀ ځاے د انسانيت سپېځلتيا ولري؛ د دې د حرکياتو او تعامل واګې د يوې ادارې/ محکمې/ پۀ لاس کښې نۀ وي بلکې د تخليقي آزادۍ او د اختلاف د مهذبې لمانځنې سره د متعلقه وګړي او متعلقه ټولنې پۀ لاس کښې وي، د دې ګټې، احترام او درناوے پۀ اول سر کښې هم د کلتور ‘اېجنسي’ ته تر لاسه وي، کلتوري مظاهر/ پديدې، مېلې، لوبې، فولکلوري سرمايه، خواړۀ او کړۀ وړۀ د اېن جي اوز او کارپورېشنز د کاروبار ښکار نۀ وي، پۀ دې کښې مرکزيت اولس ته تر لاسه وي. اولس له به خپل مرکزيت پۀ لاس کښې اخستل وي. دې لپاره به د ليکوال او د دانشور ذمه واري دا وي چې هغه اولس د خپله زوره خبردار وساتي. پښتانۀ وائي، “د اولس زور د خداے زور دے”، “چې قام سره مړ شې نو مړ نۀ يې”، “د قام ناتار پۀ قام راګرځي”. کۀ دا شعور عام شي او فعال شي نو د مابعد کلتوري صورت حال ورانې ويجاړې به سمون ومومي او يو رسا بدلون به نوے زېږون نوے اوښتون ومومي.

 

ماخذونه:

1.Crouch, Colin (2019). “10. Post-Democracy and Populism”. The Political Quarterly. 90: 124–137.

2.Colin Crouch: Post Democracy, 2004, ISBN 0-7456-3315-3

nterview with Colin Crouch about post-democracy on YouTube (mainly in English)

Verma, Ravindra Kumar “Indian Politics: Haunted by Spectre of Post Democracy?”, Indian Journal of Public Administration/SAGE, 63(4), December 2017

3.https://fiveable.me/sociology-of-religion/unit-3/post-secular-society/study-guide/cnVSOPkel8KnoWEg

4.https://www.researchgate.net/publication/321895565_Post-secularism_in_multiple_modernities

5.https://oxford-review.com/the-oxford-review-dei-diversity-equity-and-inclusion-dictionary/cultural-identity-definition-and-explanation/#:~:text=Cultural%20identity%20refers%20to%20an,down%20from%20generation%20to%20generation

6.https://www.talkthirdspace.com/blog/why-is-cultural-identity-important#:~:text=Cultural%20identity%20provides%20a%20framework,and%20meaning%20in%20their%20lives

7.Sartre, Jean-Paul. No Exit (Huis Clos). 1944. No Exit and The Flies, translated by Stuart Gilbert, Vintage Books, 1989.

8.Bhabha, Homi K. The Location of Culture. Routledge, 1994.

9.Hall, Stuart. “Cultural Identity and Diaspora.” Identity: Community, Culture, Difference, edited by Jonathan Rutherford, Lawrence and Wishart, 1990, pp. 222–237

10.Castells, Manuel. The Power of Identity. Vol. 2 of The Information Age: Economy, Society and Culture. Blackwell Publishing, 1997.

 

نورې ليکنې۔۔۔