د پښتو ماسټر – (خاکه) – ګل محمد بېتاب

د ماشوموالي ځنې خبرې د بنده نه نۀ هېرېږي. ما ته هم څو خبرې يادې دي. پۀ دې کښې يوه دا ده چې ما يو سړے ليدلے ؤ. دۀ يوې غونډې ته تقرير کولو. څۀ شعرونه ئې ووې. دا پۀ ما ډېر ښۀ ولګېدل خو ياد مې نۀ شول او نۀ ئې خاص پۀ مطلب پوهېدم. څۀ دوه درې کاله پس مې بل سړے وليدلو چې د مزدورانو يوې غونډې ته ئې تقرير کولو دغه شعرونه مې بيا واورېدل، دا ځل پرې لږ ډېر پوهېدم او نور را باندې ښۀ ولګېدل. بيا پۀ درېم ځل مې يو سړے وليدلو چې د کسانانو يوې غونډې ته ئې تقرير کولو هم دغه شعرونه ئې ووې. دې درېم تن ډېر پۀ جوش کښې دا شعرونه ووئيل. دۀ دوه درې ځله دا شعرونه ووې او داسې پۀ جوش او جذبه کښې ئې ووې چې ما ته ياد شول او پۀ مطلب ئې هم پوره پوهه شوم. لنډه دا چې دا شعرونه ما هر ځل اورېدلي وو نو پۀ ما ئې اثر کړے او هرځل يو د بل نه ښۀ وئيلي وو. هغه شعرونه دا دي:

ما وې توريه مبارک شه خبر شوے يمه

چې ستا پۀ کور کښې يو ککے ماه تابان پېدا شۀ

هغۀ وې ورشه پۀ خانانو باندې زېرے وکړه

توري دهقان کره دهقان ابن دهقان پېدا شۀ

دې نه پس ته مې هم وخت پۀ وخت دا شعرونه او پۀ دې تبصرې اورېدلي دي او متاثره کړے يم ځکه خو زما زړۀ کښې دا خواهش پېدا شوے ؤ، ښۀ به وي چې د دې شاعر ووينم او پکار ده چې دا کار ضرور وشي. دې سره مې د دې شعرونو د خالق پۀ حقله يو خيالي غوندې تصوير ذهن کښې جوړکړے ؤ چې دا شاعر به لوړ دنګ، غټ مضبوط وجود لرونکے يو جوشيله انقلابي سړے وي چې غټ اواز به ئې وي. داسې پۀ تپوس تپوس معلومه شوه چې د دې شعرونو خالق د صوابۍ د يعقوبي کلي اوسېدونکے دے او ماسټر شېرافضل خان نامه ئې ده. ډېر زړۀ مې کېدلو چې لاړ شم او دا ماسټر ووينم خو پۀ دغه وختونو کښې صوابۍ ته تګ ډېر اسان نۀ ؤ بلکې د يعقوبي او ورسره د نزدې کلي يارحسېن پۀ حقله يوه دلچسپه خبره مې دا اورېدلې وه چې زمونږ پۀ خوا کښې يوه زړه ښځه وه چې هغه بوډۍ چرته پۀ ماشوم والي د خپل مور پلار سره د کډې او څاروو سره پېدل پۀ دوه څلورو ورځو کښې يعقوبي او يار حسېن ته تلې وه نو هغې به چې خپلو نمسو ته ښېرې کولې نو ورته به ئې وئيل “خداے مو يعقوبي او يار حسېن ته ورک کړه” ځکه نو تر ډېره خو به مونږ داسې ګڼل چې ګنې يعقوبي او يارحسېن به د هندوستان کوم رياست کښې وي. کوم زاړۀ بسونه به چې مردان او صوابۍ ته تلل نو دې کښې به د يخو اوبو منګے او چيلم پراتۀ وو او بسونه به هم د شمېر وو چې ډېر وخت پس ته به ډکېدل.

بهرحال چې پۀ رېډيو به مې د چا نوم سره ماسټر اورېدلو نو ورته به پۀ دې خيال متوجه کېدم چې کۀ چرته دا ماسټر شېرافضل خان وي خو دغه وخت چې کوم ماسټران مشهور وو نو هغه اکثر سندرغاړي وو. پۀ دغه سندرغاړو کښې ماسټر انځرګل، ماسټر مظفر او ماسټر سبزعلي خان وغېره شامل وو، پۀ شاعرانو کښې څوک ماسټرنۀ ؤ او کۀ ؤ نو ما ته نۀ ؤ معلوم. خو دې کښې مې يوه ورځ د رېډيو پاکستان پۀ يو پروګرام کښې د ماسټر شېرافضل خان نوم واورېدلو. ډېر ورته خوشحاله شوم چې اوس به د دۀ اواز خو کم ازکم واورم. د دۀ شعرونه مې واورېدل خو دې شعرونو کښې هغه شان طبقاتي خبرې او انقلابي فکر نۀ ؤ او اواز ئې هم څۀ داسې قابل قدر نۀ ؤ. نزدې وه چې ذهن کښې د دۀ جوړکړے تصوير مې وران شوے ؤ خو يو بل ملګري راته ووې چې دے د ماشومانو يو پروګرام کښې څو کاله وړاندې شامل شوے ؤ. هغۀ ووې چې د دې شاعر اواز به ښۀ وي خو کېدے شي د مائيک نه پۀ اړخ ناست وي. ما ووې دا ما ته هغه ماسټر شېرافضل نۀ ښکاري ځکه هغه طبقاتي فکر او انقلابيت هم پۀ کښې نشته نو دغه ملګري راته ووې کم عقله پۀ رېډيو کله د داسې شعرونو د وړاندې کولواجازت ورکوي. دا خو سرکاري اداره ده. او د دې کار صرف حکومتي پروپېګنډې کول دي.

پۀ دغه موقعه چې ماسټر شېرافضل کوم نظم وئيلے ؤ هغه پۀ کباړي کوټ ؤ. دغه زمانه کښې کباړ ايله ايله دلته راغلے ؤ چې د دې پۀ وجه د ډېرو سفېد پوشو او غريبانانو کار جوړشوے ؤ ځکه نن وخت کۀ مونږ وګورو نو صرف پۀ پنځلس شپاړس زره روپۍ کوټ ګنډلے کېږې او د دې پۀ مقابله کښې پۀ پنځۀ شپږ سوه کباړ کښې ګوزاره حال کوټ کېږي. دغه نظم ئې څۀ داسې ؤ.

خداے خبر دے چې تۀ د چا وې زما کوټه

د جاهل کۀ د دانا وې زما کوټه

پۀ تخته ئې چا د مړي نه ايستلے

کۀ د فلم د ليلا وې زما کوټه

د افضل شوې ځکه ياد شوې پۀ دنيا کښې

ګنې تۀ لا کوم کجا وې زما کوټه

دا نظم دومره مشهور شوے او دومره ځله مختلفو اخبارونو او رسالو کښې چاپ شوے دے چې شمارل ئې ګران دي. دا نظم د پښتو ادب پۀ څو معروفو شاهکار نظمونو کښې شمارلےشو.

بهر حال د ماسټر شېرافضل خيالي تصوير زما ذهن کښې چې څنګه ؤ نو هم هغه شان پۀ ځاے پاتې شو.

زمونږ ځنې د سکول ملګرو کره ټيلي وېژن ؤ او هغوي به کله کله وئيل چې بېګاه پۀ ټيلي وېژن ماسټر شېر افضل صېب شعرونه وئيل هغوي به ئې د شکل متعلق هم معلومات را کول خو ليدلو او اورېدلو کښې ډېر فرق وي ځکه خو د ماسټر شېر افضل تصوير بس هغه شان زما ذهن کښې ؤ څنګه چې ما پۀ خپل خيال جوړ کړے ؤ.

ډېر کلونه وروستو يوه ورځ ټيلي وېژن سنټر پېښورته تلے وم. پۀ دغه ورځ د پښتو مشاعرې له شاعران را غوښتے شوي وو. پۀ دوي کښې يو سپک دسته بنده ؤ چې بېخي عام غوندې سړے ښکارېدلو. د کلي د يوعام تن مينه پرې ماتېدله. پۀ ټول وجود او لباس کښې ئې صرف قراقل د يادولو وړ ؤ. نور پۀ ونه مندرے او اواز ئې هم ټېټ غوندې ؤ. خړې جامې ئې اغوستې وې. دې کښې چا مخاطب کولو نو ماسټر صېب ئې ورته ووې. ما د مجيدالله خليل صېب نه تپوس وکړو چې دا محترم څوک دے، هغۀ راته ووې ولې تۀ دا نۀ پېژنې دا خو ماسټر شېر افضل خان دے چې د طنز او مزاح پۀ حواله لوے شاعر ګڼلے شي. د دې اورېدو سره زما ذهن کښې چې کوم تصوير د هغۀ د شعرونو پۀ بنياد جوړ ؤ نو هغه دړې وړې شو. د مشاعرې نه وړاندې ئې څو قطعې او دوه درې نظمونه واورول . يو خوا که پۀ دې خوشحاله وم چې ما نن هغه ماسټر شېر افضل خان وليدلو چې ما ئې د ليدلو ارمان کولو نو ورسره پۀ دې حېران وم چې دا خو زما د تصور نه بېخي د شکل پۀ لحاظ اپوټه وختو.

دا هم ښۀ خبره ده چې ما هغه وخت دا ليک نۀ دے کړے ګنې نو د ماسټر شېرافضل د خيالي تصور پۀ اپوټه کېدو به مې خيالات بل شان وو خو اوس چې خواو شا دېرش کاله پس دا ليک کوم نو زما حېراني ختمه شوې ده او د ډېرو داسې خلقو متعلق مې لوستلي دي چې هغوي پۀ بدني توګه ډېر نيمګړي وو. ماسټر شېرافضل خان شکر دے پۀ څلور واړه څانګه روغ دے۔ لکه د اسټرېليا يو اوسېدونکے به د مثال د پاره ذکر کړم چې دا وخت د هغۀ عمر اوۀ دېرش کاله دے او د امريکې پۀ کېليفورنيا ښار کښې ژوند کوي. دے چې کله پېدا شو نو نور خو پرېږده چې د مور غوندې مهربانه هستۍ هم ترې مخ واړولو ولې چې د دۀ لاسونه او پښې نۀ وو. خو دا سړے چې پۀ بدني توګه څومره کمزورے او نيمګړے ؤ پۀ ذهني توګه دومره قوي ثابت شو. دۀ داسې همت وکړو چې دنيا ورته حېرانه شوه. دے د اووۀ کتابونو مصنف دے او دغه کتابونه ئې د لکهونو پۀ شمېر کښې خرڅېږي. د دۀ د کتابونو د مقبوليت اندازه د دې خبرې نه لګي چې د دنيا څلوېښتو ژبو ته د هغې ترجمې شوې دي. دې نه علاوه دے يو زبردست مقرر هم دے او د نېمې نه زياتې دنيا ته د تقريرونو د پاره تلے دے. دې نه علاوه د سختې معذورۍ باوجود وائي چې دے فټبال کوي. کشتۍ چلوي او د پېراشوټ پۀ ذريعه د غرونو سرونو ته خېژي. نو کۀ پۀ داسې حالاتو کښې ماسټر شېرافضل پۀ عام وجود خاص او مثالي شعرونه ولیکي نو دا هېڅ د تعجب خبره نۀ ده. البته دا خبره صحيح ده چې د شخصيت او د کلام پېش کولو خپل اهمیت وي. داسې ډېر شاعران مونږ خصوصاً پۀ ميډيا او سوشل ميډيا وينو چې د هغوي کلام کښې دومره زور نۀ وي خو ليکونکي ئې داسې پۀ ښکلي انداز کښې وائي چې بنده متاثره کوي.

يو ځل زمونږ يو ملګري شاعر نوښار کښې يوه مشاعره کښې خپل کلام واورولو چې د هغۀ د ښۀ انداز له وجې ئې خلق متاثره کړل. يو ځوان ورته خواست وکړو چې دا غزل ما له را کړه چې زۀ ئې ځانله نقل کړم، هغۀ ورکړو نو يوه شېبه پس ورته هغه ځوان پاڅېدو وې صېب دا مو جوړې بل غزل را کړے دے خو شاعر ووې نه نه دا هم هغه غزل دے ځکه ما سره بل نشته. خو ځنې داسې شاعران هم وو او شته چې شاعري ئې ډېره ښۀ وي خو د اورولو انداز ئې ښۀ نۀ وي لکه محمد صديق پسرلے او اکرام الله ګران وغېره د مثال د پاره وړاندې کولے شو.

د ګران صېب پۀ حقله يوه دلچسپه واقعه دا ده چې يو ځل پېښور يونيورسټۍ کښې مشاعره او ورپسې وروستو د موسیقۍ پروګرام ؤ. اکرام الله ګران صېب چې غزل اورولو نو هلکانو چغې جوړې کړې کوزشه، کوز شه، بس کړه. خو کمال دا دے چې وروستو کله د موسيقۍ پروګرام ؤ نو هم دغه هلکانو کښې اکثرو د سندرغاړو نه د ګران صېب د غزلونو اورولو فرمائش کولو.

نو خبره مې د ماسټر شېرافضل خان سره د ملاقات کوله چې هغه ساده باده سړے ؤ. او کلام ئې هم لکه د دۀ ؤ. داسې راته محسوس شوه چې دے او د دۀ کلام د يو بل تعبيردي. خپله د دې اقرار هم کوي لکه د کتاب نوم ئې دے “ساده باده وېنا” او د کتاب پۀ ټائټل ئې ليکلي دي:

بس چې څوک ئې واوري وائي دا زما پۀ زړۀ کښې وو

زۀ افضل ساده يمه، ساده باده وېنا مې ده

خو پۀ دې سادګۍ کښې ډېرې د کار خبرې شته. داسې به ووايو چې ساده خو تیله دار کلام دے. واقعي خبره ده چې کلام ئې لکه د شخصيت سپين سپېځلے دے چې هېڅ ابهام نۀ لري. ساده باده. د کور کلي او عامې خبرې دي چې څه ئې ليدلي او محسوس کړي دي هغې ته ئې د شعر جامه اغوستې ده. د کارل مارکس يو قول دے ” کومو خلقو چې ګرمي او يخني د کهړکونه ليدلې وي او د ولوږې متعلق ئې صرف کتابونو کښې لوستلي وي هغوي د عام سړي قيادت نۀ شي کولے”.

ماسټر شېر افضل خان ما څو څو ځله پۀ رېډيو پاکستان پېښور، ټيلي وېژن او ځنې عامو مشاعرو کښې ليدلے او اورېدلے دے خو دا داسې صورتحال ؤ چې ما دے پېژندلو خو زۀ ئې نۀ پېژندلم ولې چې مونږ لا د شعر و ادب پۀ الف ب هم نۀ پوهېدلو نو ماسټر د يو لوے او مشهور شاعر پۀ توګه پېژندلے کېدو. خصوصاً د طنزيه مزاحيه شاعرۍ پۀ حواله هغه لويه نامه لري. دغه شان وخت پۀ وخت مې د دۀ د شاعرۍ د اهميت پۀ حقله د محترم اجمل خټک، محمد اقبال اقبال، شېرعلي باچا، ډاکټر همايون هما، ډاکټر اسرار، مجيدالله خليل، سردار يوسفزي، کرم ستار يعقوبي، طلا محمد شباب او طاهر باچا نه ډېر څۀ اورېدلي دي. د دغه معلوماتو ترمخه ماسټر شېر افضل خان پۀ يعقوبي کلي کښې پېدا شوے او لوے شوے دے. د خپلې علاقې دوه لويو ادبي شخصياتو شېرمحمد مېنوش او عبدالغفران بېکس صیب ئې ادبي روزنه کړې ده. پۀ کال ١٩٤٧ز کښې چې د نوي کلي سکول کښې ؤ نو د دوي استاد شېرمحمد مېنوش صېب سکول کښې “بزم ادب” جوړ کړے ؤ او دے ئې د هغې مشر ټاکلے ؤ. ماسټر شېر افضل پۀ هغه تاريخي مشاعره کښې هم برخه اخستې وه کومه چې پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د قائداعظم محمدعلي جناح د وفات پۀ سلسله کښې شوې ده. د دې مشاعرې د پاره طرحه داسې اېښودې شوې وه…

بې محرمه محرم دے نن

دې مشاعره کښې پۀ هلکانو کښې ماسټر شېرافضل ښۀ نظمونه لیکلي وو چې پۀ دې ورته انعامونه هم ورکړے شوي وو.

ماسټر شېر افضل ١٩٥٣ز کښې استاد بهرتي شوے ؤ. پۀ کال ١٩٩٣ز کښې د سکول نه د پرنسپل پۀ توګه ريټائرډ شوے دے. تر شپاړسمه ئې تعليم پرائيويټ حاصل کړے دے او اېم ايډ ئې د پېښور يونيورسټۍ نه ريګولر کړے دے چې دغلته نه د وتونکې رسالې د پښتو برخې ايډيټر هم پاتې شوے ؤ. ماسټر د پښتو سره سره اردو کښې هم شاعري کوله او چې د خپلې علاقې نامتو شخصيت مولانا عبدالقادر ئې ليدلے ؤ نو بې اختياره ئې دا شعر وئيلے ؤ.

ميں تو مولانا ئے قادر ديکهـ کر حيران هوا

يه هے مولانا تومسټر کس کو کهتے هيں

مولانا عبدالقادر صېب داسې شخصيت ؤ چې سوټ بوت کښې به ګرځېدلو۔ ږيره بريت ئې دواړه نۀ وو ځکه نو د نوم سره به ئې مولانا ډېر عجيبه لګېدلو. د ماسټر پۀ قول مولانا صېب دۀ ته مشوره ورکړې وه چې د اردو پۀ ځاے دې پښتو کښې شاعري کوي خو معلومېږي چې د ماسټر شېرافضل خان دا شعر پرې ښۀ نۀ ؤ لګېدلے او دۀ ته هم د دې احساس ؤ ځکه چې وروستو هم ماسټر افضل وخت پۀ وخت اردو کښې شاعري کړې ده چې څۀ برخه ئې د هغۀ کتاب کښې هم شامله ده.

شېرافضل خان چې وړومبے د سکول استاد شو نو وړوکي لاهورکښې ئې ډيوټي وه او هلته به د پښتو ژبې د لوے ادیب محترم طاهر باچا صېب دوي سره پاتې کېدلو. د طاهر باچا صېب پلار عالم، فاضل شخصيت ؤ چې لويه لائبرېري ئې لرله. دۀ به هغې کښې مطالعه کوله او باچا صېب به ورته ماسټر وئيلو چې هم پۀ دغه نامه تر ننه يادولے شي. حالانکې ما وړاندې وئيلي دي چې ماسټر شېرافضل د سکول نه د پرنسپل پۀ حېث ريټائرډ شوے دے. دا داسې ده لکه کېپټن کرنل شېرخان او يا اسلاميه کالج يونيورسټي وغېره چې وئيلے شي.

زما يو ملګرے ؤ بلکې اوس هم شته. خداے دې ژوندے لري هغه پۀ اتلسم ګرېډ کښې پبلک پراسکيوټر بهرتي شوے ؤ اوعجيبه دا وه چې هم پۀ دغه ګرېډ کښې ريټائرډ شو. نو ماسټر شېرافضل ته هم چې يو ځل ماسټر وئيلے شوي دي نو تر اخره پۀ ماسټر مشهور او پېژندلے شي. البته وړاندې محض د پېشې پۀ لحاظ ماسټر ؤ. داسې ماسټران پۀ زرګونو شته خو وروستو د پښتو ادب ماسټر شو چې دا ډېر کم بلکې د نشت برابر دي. د ماسټر شېر افضل خان يوه شعري مجموعه “ساده باده وېنا” چاپ شوې ده چې دې کښې پۀ حقيقت کښې د دۀ د شاعرۍ منتخبات راغلي دي. دا مجموعه په اووۀ برخو مشتمله ده. وړومبۍ برخه ئې “کېميا” ده چې مذهبي شاعري ده. دوېمه برخه “خواږۀ خواږۀ دردونه” رومانوي شاعري، درېمه برخه ” پۀ خندا خندا ژړا ، طنزيه او مزاحيه نظمونه دي. څلورمه برخه “د خيال موجونه” ساهو نظمونه دي، پنځمه برخه “غشي او ټکۍ” قطعې” شپږمه برخه “زاړۀ يادونه” او اوومه برخه “اردو شاعري” ده.

بنيادي طور باندې ماسټر شېر افضل د طنز و مزاح د يو لوے شاعر پۀ توګه شهرت لري اګر چې هغۀ سنجيده شاعري هم ډېره کړې ده. هغه خپله هر ځاے د دې وضاحتونه کوي خو حقيقت دا دے چې د طنز و مزاح پۀ حواله هغه خپل يو انفرادي شان لري. چې طنز و مزاح ئې د پوچ ګويۍ نه پاک دے. ډېر پۀ لطيف يا ساده انداز کښې معاشرې ته ائينه ښائي ګنې کۀ نېغ پۀ نېغه چاته ګوته ونيولے شي او طنز پرې وشي نو هغه د ښکنځلو نه هم بد اثر کوي او چې رښتيا خبره وي نو هم دا برخه ئې ډېره زور داره ده.

ماسټر شېر افضل زيات وخت پۀ کلي علاقه کښې تېر کړے دے. سحر سکول ته تلے، ماشومانو ته ئې سبق ښودلے، غرمه کور ته راغلے او ماسپښين لور، رمبے، کوداله يا بېلچه پۀ لاس پټي ته تلے دے. د دهقانانوسره د پټو پۀ پولو مشغول شوے او چې څه ئې ليدلي کتلي او محسوس کړي دي نو هم هغه شان پۀ ساده باده انداز کښې ئې پۀ شعرونو کښې ليکلي دي. شاعري ئې د زړۀ نه راوتلې ځکه نو نېغه زړۀ ته کوزېږي، لکه دۀ چې د کلي پۀ پټو کښې نيکۀ، ځوے او ورسره نمسي د خانانو پۀ خدمتونو ليدلي دي نو د نرانو فرزندانو کېدل هم ورته عبث ښکاره شوي دي او د يو داسې غريب نوکر حال ئې بيان کړے دے چې د اتو ځوانانو باوجود هم خپله دمه شوے نۀ دے.

ما وې ښۀ شوه غريب ګله کار دې ښۀ شۀ

چې ځامن دې شو اتۀ ځوانان دې ډېر شو

وې چې خپل ورے اوړي او خپل اوړمه

زما څۀ دي خو د خان نوکران ډېر شو

د ماسټر پۀ شعرونو خصوصاً پۀ قطعاتو کښې باقاعده منظر کشي او واقعات نګاري شوې ده، نو داسې معلومېږي چې هغه مونږ ته لفظي تصويرونه وړاندې کوي لکه چې کله هغه د خپل کلي جومات ته تلے او هلته ئې د مېزرو ټوپۍ ليدلي دي نو دا منظر ئې داسې وړاندې کړے دے.

لاړم جومات کښې مې ټوپۍ وليدې

چې ئې پۀ سر کړي څوک بلبل ترې جوړ شي

ما وې چې خدايه بهر سم سړے وي

چې تا له راشي نو شېر ګل ترې جوړشي

دا او نورو د هغۀ شعرونو کښې محض د هغۀ د خپل کلي يعقوبي خبرې دي خو دلته هر جومات کښې دا حال دے نو مقاميت ئې افاقيت موندلے دے او چې څوک ئې لولي نو ورته د خپل کلي جومات او خلق رامخې ته کېږي. دغه شان پۀ خپل کلي کښې چې کله پۀ پټو، حجرو، کورونو او کوڅو کښې پۀ ګرځېدو ستړے شوے دے نو هديرې ته تلے دے چې ځه هلته به حالات يو شان وي ولې چې ټول مړي خاورو له ځي خو هلته چې تلے نو د ماسټر تېز نظر کۀ يو خوا د خانانو او مالدارو پاخۀ قبرونه ليدلي نو بلخوا ورته د خوارانو کچه کورونه او جونګړې رامخې ته شوې دي نو داسې ئې وئيلي دي.

خاونده ذواجلاله پۀ ناترسه زمانه کښې

پۀ مړو باندې بنګلې دي د ژوندو جونګړې نشته

خانان لکه پېروي پۀ پوکو باندې ورانېږي

غريب له دوه نوړۍ هم پۀ شودو ککړې نشته

د ماسټر شېرافضل پۀ شعر کښې يو کمال ما دا وليدلو چې کله هغه د عام اولس يا د يو مخصوص کردار اصلاح کول غواړي نو هلته ئې شعر کښې د مزاح رنګ غالب وي خو چې کله د نظام يا د طبقاتو خبره کوي نو بيا طنزکوي…

یو الله دے یو رسول دے یو قران دے

خو بیا هم مسلمان هر ځاے کښې بدنام دے

وجه دا ده مونږ اوښان یو بې مهاره

او د هر ملا جدا جدا اسلام دے

نۀ پوهېږم چې دا کار هغه پۀ شعوري توګه کوي اوکۀ غېر شعوري طور داسې شوې دي لکه دلته به ئې د يوې قطعې پس منظر وړاندې کړم. د کلي کولال چې دے ئې د ګامودين پۀ نامه بلي. کولالان هسې خو د خټو لوښي جوړوي او خرڅوي خو دوي اکثر خرۀ ساتلي وي چې د فصل د رېبلو نه پس ته ئې زمنيداران درمندونو او کورونو ته اوړي او ورسره د دوي مزدوري کېږي خو ګامودين دغه فصل کښې پۀ کور ؤ، کار له نۀ راوتلو نو کلي کښې مشهوره شوه چې ګامودين د کلي رمزو ډېرۍ کښې سرۀ زر موندلي دي او نور کارونه نۀ کوي خو چې ماسټر شېر افضل ترې پوښتنه کړې ده نو مسئله بل شان وه.

ما وې اوزګاره ګامودينه خبر شوے يمه

چا راته وې چې تا رمزو ډېرۍ کښې سرۀ موندي دي

هغۀ وې مياشت وشوه چا کار له وو پټ کړي رانه

هيله پرون مې پۀ خوارو زارو خپل خرۀ موندي دي

علامه اقبال د اردو او فارسۍ ژبو لوے شاعر دے چې “شاعرمشرق” بللے شي. دے لوے مفکر ګڼلے شي. د اردو ژبې نوموړى شاعر ساحر لدهيانوي د دۀ پۀ جواب کښې يو نظم پۀ چکله ليکلے دے او هغې کښې ئې داسې وئيلي دي .

“ثناء خوان تقديس مشرق کهاں هیں”.

پۀ پښتو شاعرانو کښې يواځې ماسټر شېرافضل د علامه اقبال جواب کړے دے او دا جواب ئې ډېر موثره کړے دے. دې نه معلومېږي چې هغه د کومې درجې شاعر دے او د هغۀ خپل فکر څومره اوچت دے. علامه صېب پۀ خپل شعر کښې وئيلي دي .

چې د خداے کور کښې د غریب او مالدار فرق نۀ وي بلکې ټول يو صف کښې خداے تعالٰي ته ولاړ وي. خو ماسټر شېرافضل خان دغلته هم بل شان منظر ليدلے دے.

علامه اقبال وائي:

ايک هى صف ميں کهړے هوگئے محمود و اياز

نه کوئى بنده رها نه کوئى بنده نواز

ماسټر شېرافضل خان وائي:

يو جومات کښې خواران دربو کښې ولاړ وو

بلخوا خان ځان ته غوړولے جانماز دے

ما وې خدايه ستا د کوره چرته لاړ شو

دلته هم محمود، محمود، اياز،اياز دے

د نوموړي ليکوال ملګري کرم ستار يعقوبي د وېنا مطابق د پښتو ژبې لوے انقلابي شاعر اجمل خټک صېب وئيلي وو چې کۀ ماسټر شېرافضل خپله دا يوه مشهوره قطعه :

چې د دهقان کره دهقان ابن دهقان پېدا شه

ما له زما د مشهور کتاب “د غېرت چغه” باندې راکوي نو زۀ ئې ورکولو ته تياريم. دغه قطعه ئې زما هم ډېره خوښه ده خو د اجمل خټک صېب د دغه دروند پېشکش پۀ وړاندې زما هېڅ ادبي حېثيت نشته خو هسې د يوسف پۀ خريدارانو کښې د ځان شاملولو پۀ غرض مې صوابۍ کښې د “هېواد ادبي ثقافتي تړون” لخوا را جوړه شوې يوه ادبي دستوره کښې چې ماسټر شېر افضل خان هم پۀ کښې خپله موجود ؤ وئيلي وو کۀ ما له يوه قطعه ماسټر شېر افضل خان پۀ درېو څلورو نثري کتابونو را کوي نو زۀ ورته تيار يم او هغه قطعه هم نۀ غواړم کومه چې اجمل خټک صېب ښودلې ده بلکې دا قطعه غواړم.

دلته هم محمود، محمود، اياز اياز دے

د هغۀ ډېر داسې قطعات شته چې ډېر ښۀ ښۀ کتابونه ترې ځار شه. ما د ماسټر شېرافضل خان پۀ زياتره قطعاتو بحث وکړو چې دا زياتې طنزيه او مزاحيه دي ورسره مختصرې هم دي. کۀ څۀ هم نوره شاعري ئې ښۀ ده خو دې صنف کښې يقيناً چې کمال ته رسېدلے دے او خصوصاً د طنزو مزاح او دې کښې د مقصديت ثاني ئې نشته ځکه خو دومره شهرت لري. البته زما پۀ خيال د هغۀ د غزلونو پۀ نسبت نظمونه او خصوصاً طنزيه او مزاحيه نظمونه او قطعات ډېر د اعلٰي درجې دي.

طنزيه او مزاحيه سره سنجيده نظمونو کښې ئې هم مقصدي او ډېر اعلي نظمونه شته خو خپل نظمونه ئې کم کوز خوارۀ کړي وو شايد هغه پۀ دې خبره پوهه ؤ چې پۀ دې نا اوزګاره زمانه کښې څوک د طويلو نظمونو د اورېدلو او لوستلو حوصله او وخت نۀ لري او يا کېدے شي د هغه واقعې نه خبر شوے وي چې يو شاعر چرته مشاعره کښې خپل يو اوږد نظم اورولو دې کښې يو وي ائي پي شخصيت هم موجود ؤ. نظم چې شروع شو نو د دغه اهم سړي پۀ زړۀ درد شو. خلقو ډاکټر له بوتلو خو هغۀ وې د دې نظم ترختمېدو نۀ ځم او چې ترڅو دغه اوږد نظم ختمېدلو نو دغه خاص سړے پۀ حق رسېدلے ؤ. پۀ دې د شاعر خلاف مقدمه درج کړې شوه چې دۀ ولې خپل نظم نه مختصر کولو چې د دومره خاص سړي ژوند پۀ کښې لاړو. جج ورته د مرګ سزا واوروله خو چې کله د شاعر نه د اخري خواهش تپوس وشو نو هغۀ ووې چې زۀ جج صېب هغه نظم اورول غواړم کوم چې دغه خاص سړي اورېدلے ؤ خو جج د دې نه انکار وکړو بلکې ورسره ئې دا هم وليکل چې دا مقدمه دې بل څوک جج واوري.

او هر جج چې به دشاعر نه د اخري خواهش تپوس کولو نو هوښيار شاعر به ورته هم دغه خواهش ښکاره کولو او اخر دا چې يو جج بري کړو. ماسټر شېرافضل پۀ دې پوهه دے چې اوس هغه باذوقه ججان نشته نو د نظم دوران کښې ورته څوک مړ کېدل خو پرېږده کۀ بې هوشه شو نو هم خېر به دې نۀ وي ځکه نو قطعات ډېر اوروي او خوروي.

ماسټر شېر افضل خان کۀ د خپل وخت لويو او نامتو ليکوالو ته خراج تحسين وړاندې کړے دے نو د خپل عصر لویو لیکوالو هم د دۀ شاعري ستائيلې او دے ئې پۀ ښو ټکو ياد کړے دے. اجمل خټک څو څو ځله پۀ جار وئيلي دي چې ما کوم څۀ پۀ خپلو انقلابي نظمونو کښې وئيلي دي نو دغه خبرې ماسټر شیر افضل صېب پۀ طنز و مزاح کښې کړې دي.

دې نه علاوه د پښتنو د لوے سياسي شخصيت باچاخان زوي او لوے شاعر غني خان هم ورله داد ورکړے ؤ . يو ځل چرته يوه مشاعره کښې ماسټر شېر افضل خان يوه قطعه اورولې وه چې هغې کښې يو شعر داسې ؤ…

پتلونه ستا نه مې بس دا ګيله ده

چې د پښتون نه دې پرتوګ ايستے دے

دې اورېدلو سره غني خان راپاڅېدو او پۀ ملا ئې وټپولو. ښۀ ډېر داد ئې ورکړو. دې نه پس څو ورځې وروستو ئې يو سړے ورپسې کلي ته لېږلے ؤ چې زما ځاے ته راشه، زۀ يوه پارټي جوړوم او تاله پۀ کښې اهمه عهده درکوم خو ماسټر شېرافضل خان وائي زۀ د وېرې ورنغلم. ما وې هسې نه چې زما وهلو ته ئې نيت کړے وي او پۀ څۀ بهانه مې خپل ځاے ته غواړي.

بهرحال ماسټر شېرافضل خوش قسمته دے چې پۀ داسې دور کښې پېدا شوے دے چې پۀ کښې د اهل شاعرانو، ليکوالانو قدر داني کېږي. د ماسټر شېرافضل خان هم د ژوند پۀ وروستۍ برخه کښې قدر کېږي. مارچ ٢٠٠٥ز کښې “د صوابۍ ادبي تړون” تنظيم لخوا ورته پۀ باقاعده توګه د “باباے طنز و مزاح” دروند خطاب ورکړے شوے دے. د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ نه پرې يو ځوان ليکوال نويد شاه داېم فل د کچ تحقيقي مقاله ليکلې ده او پۀ دې وروستو څو کلونو کښې پۀ پرله پسې توګه د هغۀ پۀ درناوي کښې ډېرې ادبي غونډې شوې دي.

دا خبره به بې ځايه نۀ وي چې دا د نوموړي مزاحيه او طنزيه شاعر شېر افضل خان دور دے څوک چې د پښتو ژبې ماسټر دے او مونږ خوش قسمته يو چې د ماسټر شېر افضل خان پۀ دور کښې اوسو. مونږه هغه پېژنو او هغه مونږه نۀ پېژني.

دا هم ولولئ

د قېصو سړے – ګل محمد بېتاب

نوټ:( دا خاکه د محترم نورالامين يوسفزي د افسانو د نوي چاپ کېدونکي کتاب “څادر” …