د حېرانتيا خبره ده ۔ چې د امريکې غوندې د نړيوال معيار دماغ لرونکي ملک کښې ډونلډ ټرمپ غوندې سړے صدر جوړ شوے دے ۔ سحر او ماښام د ګډوډ بيانونو پۀ وجه باندې پۀ ټوله دنيا کښې د خندني سبب ګرځېدلے دے ۔ د دۀ بيانونه او وعدې هيڅوک هم سنجيده نۀ اخلي ۔ خو له بده مرغه د دۀ خالي بيانات داسې د تضاد نه ډک نۀ دي بلکې عملاً هم چې کوم کار کوي نو د هغې د نتيجې سوچ نۀ کوي ۔ د امريکې دننه چې دۀ څومره هم څۀ اولټه پلټه کول هغه ئې وکړل او د بدقسمتۍ نه بهرنۍ دنيا ته ئې مخه شوې ده ۔ غوښتل ئې چې د امن نوبل انعام ترلاسه کړم د امن لاره يوه ذره هم نۀ تلے دے ۔ د وينزويلا نه شروع وکړه د دې صدر ئې اغوا کړو او نيوريارک ته ئې راوستو۔ دغه رنګه د يو نوي محاذ پۀ لټون کښې شو۔ خپل ځان عقل کُل ګڼونکے ډونلډ ټرمپ د نېتن ياهو پۀ دام کښې د دواړو پښو نه ګېر شو۔ دغه دانه ئې ورته وښودله چې ايران پۀ هوا کښې يو ګوزار سره به زمکې ته او زمونږ لاسو ته راپرېوځي ۔ ځکه د اسرائيل سره ملګرے شو او پۀ ايران ئې ډېره پۀ تېزۍ سره حمله وکړه ۔ دوي څۀ موده وړاندې پۀ ايران کښې د اولس اختجاجونو نه دا تاثر اخستے و چې د ايران صدر به شهيد کړو نو ټول ايران به بغاوت وکړي او پۀ سړکونو به راوځي ۔ خو دا سوچ ئې نۀ و کړے چې د ايرانيان پۀ نزد د يو راهبر مقام کوم اهميت لري ۔ پۀ کروړونو اولس دے خپل روحاني راهبر ګڼي ۔ ځکه د اسرائيل او مريکې دې کمعقل توب د ايران اولس سره يو ځاے کړل ۔ تر دې چې کوم اختلافي اوازونه پورته کېدل هغه هم خاموشه شول ۔ بلکې د ايران نه بهر د تښتېدلو ايرانيانو هم د خپل وطن سره همدردي پېدا شوه او دغسې د امريکې او اسرائيل پۀ ايران کښې د رجيم بدلون خوب بې معنې شو۔ د امريکې خيال و چې د ايران فضاييه پۀ نشت حساب ده ۔ هر کله چې د دې هوائي برخه زمونږ پۀ قبضه کښې شي نو ايران سره د تسليمېدو نه بغېر بل کوم افشن نۀ پاتې کېږي ۔ ولې د ايران د ميزايل ټيکنالوژۍ او ډرونز بې درېغه ذرايعو طرف ته د دوي د سره خيال هم نۀ دے راغلے ۔ ايران پينځۀ هفتې مسلسل دغه استعمال کړل او اوس هم ورسره د ډرون او د ميزايلو ټيکنالوژي لا بحال ده ۔ ډونلډ ټرمپ دا احمقانه خبره کوي چې هغۀ ته دا توقع نۀ وه چې ايران به پۀ نورو ګاونډي عربي هېوادونو باندې حملې کوي ۔ حالانکې ايران د وړاندې خبردارے ورکړے و چې کۀ پۀ ايران حمله وشوه نو هغه به خليج ملکونو باندې حمله کوي ۔ ايران دغه جواز لري چې امريکه هم د دې خليجي ملکونو پۀ اډو کښې موجوده ده ځکه د دوي دا حملې هم د دوي د اډو خلاف دي ۔ ډونلډ ټرمپ يوه غلطه اندازه د ابناے هرمز متعلق هم لګولې وه ۔ ځکه چې د دۀ پۀ ذهن کښې دا خيال هم نۀ و چې ايران به پۀ هرمز باندې کنټرول وساتي او د خليج ملکونو لاره به ونيسي ۔ د ابناے هرمز ساخت داسې دے چې هغه پۀ قدرتي توګه باندې پۀ ايران پۀ حق کښې ده ولې د سمندر دغه نرۍ پټۍ بندول د ايران پۀ چپ لاس کار دے ۔ د ابنائے هرمز بندېدو سره نۀ صرف پۀ خليج ملکونو کښې د خوراک قلت پېدا شوے دے نو بلخوا پۀ اېشيائي مارکټونو کښې د تېلو قيمت اسمان سره خبرې کوي ۔ اوس د خليج ملکونو سره سره پۀ ايشائي او يورپي ملکونو باندې هم دباو دے چې ابناے هرمز دې پرانستې شي ۔ بل اړخ ته ډونلډ ټرمپ پۀ يو دوه کښې حېران دے چې وکړي نو اخر څۀ وکړي ۔ د دنيا ځنې لويو ملکونو ته ئې خواست کړے دے چې د هرمز پۀ پرانستو کښې زما مرسته وکړي خو چا هم د دۀ خبرې توجو ورنۀ کړه ۔ دغسې د څو ورځو د مهلت پۀ توګه ئې دهمکي ورکړه چې کۀ ابناے هرمز روان بحال نۀ کړے شو نو د دوي فوځ به د ايران تېل او د اوبو پۀ ذخايرو باندې حمله وکړي ۔ د دې پۀ ځواب کښې ايران ووئيل کۀ امريکې يا اسرائيل داسې وکړل نو د دې پۀ ځواب کښې به ايران د خليج ملکونو تېل او د اوبو ذخايرو باندې حمله کوي ۔ د دې نه څرګندېږي چې داسې قسمه حالات د سيمې د پاره د قيامت غوندې سخت دي ۔ پۀ دې مينځ کښې پاکستان، ترکي او مصر پوره سفارتي کوششونه رغ کړي دي ۔ پۀ دې کښې مرکزي کردار د پاکستان دے چې د عاصم منير (فيلډمارشل) لۀ خوا د ټرمپ سره نېغ پۀ نېغه خبرې وشوې ۔ د کومې پۀ وجه چې هغه د ايران پۀ ذخايرو باندې د حملې نه څو ورځې ورستو شو۔ د پاکستان د بهرنو چارو وزير اسحاق ډار او وزير اعظم شهباز شريف د ترکي او مصر سره سفارتي کوششونه وکړل ځکه د څو ورځو نه پاکستان د سفارت کارۍ مرکز وګرځېدو۔ پاکستان اګر چې دواړه ډلې نېغ پۀ نېغه خبرو ته رانۀ وستل خو امريکه او ايران دواړو خپلې خپلې غوښتنې پاکستان ته حواله کړې کوم چې پاکستان دواړو ډلو ته وړاندې کړل ولې دواړه ډلې د يو بل پۀ غوښتنو باندې متفق نه دي ۔دا وخت د ايران مسئله دا ده چې د ايت الله خامنه او علي لاريجائي د شهادتونو سره پۀ ايران کښې يوه جذباتي فضا قايمه ده ۔ دا هم وئيلي شي چې دا هم وئيلي چې پاسداران انقلاب والا د مزاکراتو پۀ حق کښې نۀ دي۔ دغه رنګه پۀ خليج ملکونو کښې چې ابناے هرمز بندېدو سره کومه بې چېني پرته ده نو د ايران دغه تصور دے چې في الحال ايران پۀ ګټه کښې دے او امريکه ئې راګېره کړې ده ۔ په دې وجوهاتو باندې ايران د مزاکراتو نه ويرېږي ۔ بل اړخ ته د امريکې رويه غېر سنجيده ده او تر څۀ حده پورې منافقانه هم ده ۔ ډونلډ ټرمپ يو اړخ ته د مزاکراتو خبره کوي او بل اړخ نور فوځيان هم خليج ته رالېږي ۔ کله وائي چې ايران د ډيل د پاره منتونه کوي او کله وائي چې ايران ماته تحفه رالېږلې ده ۔ د دواړو ډلو د دې پوزيشنو پۀ وجه باندې د مزاکرات په نۀ راځي ۔ بل اړخ ته د اسرائيل مسئله دا ده چې نۀ صرف جنګ ئې شروع کړے دے بلکې د امن هر يو کوشش هم له مينځه وړي ۔ خو دا کتل دي چې پاکستان به د خپلو ملګرو تر څنګه پۀ کوم ډول باندې د امريکه او ايران د خبرو اتر د پاره پۀ مېز کښېنوي ۔
د ډونلډ ټرمپ ما بعد التقریر صورتحال – زرین زاده ایسپزے
د افغان پالیسۍ پۀ نوم د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ تقریري اعلان بیخي روایتي ؤ. تمهید نه نېغ موضوع ته راتلو د پاره هغۀ د