ايا اسفنديار ولي خان پښتانۀ خرڅ کړي حقيقت کۀ تورونه؟—شمس جاوېد مومند

دا ليکنه شريکه کړئ

په رهبر تحريک اسفنديار ولي خان باندې له تېرو 15 کلونو راهسې مسلسل د “پښتنو خرڅولو” تور لګېږي. خو تر اوسه پورې د دې تور پۀ اړه نه کوم ثبوت وړاندې شوے او نۀ کوم دليل ۔ اصلي پوښتنه دا ده کۀ رښتيا سودا شوې وي، نو دا سودا ئې چاسره کړې ده؟ او که سودا شوې وي، ولې بيا عوامي نشنل ګوند له هماغې ورځې تر نن پورې د ځانمرګو بريدونو، بنديزونو او سياسي يرغلونو هدف ګرځېدلې ده؟ ۔ بله مهمه پوښتنه دا ده که ګوند رښتيا پښتانۀ خرڅ کړي واے، نو له دې “سودا” نه ګوند ته څۀ فايده ترلاسه شوې؟ ۔ برعکس، عوامي نشنل ګوند د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې قربانۍ ورکړي دي ۔زمونږ قام دې حقيقت ته بايد سترګې پرانيزي چې څوک په رښتيا سودا کوي ۔ هغه ته بيا زيان نۀ رسېږي، بلکې ګټې ورسېږي. مونږ ته څه ګټه راورسېده؟زمونږ ملي مشر باندې ځانمرګي بريدونه وشول. د پښتنو سياست چېرې هم اسان نۀ و، خو زموږ لپاره ئې لا نور هم غميزې راوړې.کۀ مونږ خپل قام خرڅولے وې، د غر پۀ شان هارون بلور به مو له لاسه نۀ ورکاوۀ.که موږ قام خرڅ کړے واے، د استقامت غر، ملنګ میا افتخار حسېن به خپل د سترګو تور زوے نۀ بېلوۀ.که مونږ سودا کړې وې، حاجي غلام بلور به د خپل زوي په غم کښې په سترګو اوښکې نه تويوې.کۀ  مونږ قام خرڅ کړے وے، زموږ دانشور او د پښتو وياړ، ملا خانزيب به ژوندے واے.کۀ مونږ سودا کړې واے، نو زموږ 1300 نه زيات کارکنان به د قربانۍ جام نۀ څښلي.حقيقت دا دے چې مونږ قام نه دې خرڅ کړي ۔ کۀ مونږ خرڅ کړے وې، نن به زموږ مشران د نورو په شان بهر جایدادونه لرلے ۔پۀ باچا خان بابا نه واخله، تر ايمل خان پورې زمونږ پر مشرانو دا ډول تورونه لګېدلي دي. دا زموږ لپاره نوې خبره نۀ ده. خو د دغو ټولو تورونو نه کوم ثبوت شته او نۀ کوم قانوني دليل.کله چې زمونږ مشران د دغو تورونو د سپيناوي لپاره خلک محکمې ته راوبللي ـ لکه د شوکت يوسفزي په څېر ـ هغوي بيا له محکمې تښتېدلي او د پوځ تر سيورې لاندې پټ شوي. زمونږ مبارزه، زمونږ سياست او زمونږ قربانۍ په ښکاره ثابتوي چې مونږ خپل قام نۀ دی خرڅ کړي، بلکې د خپل قام د ژغورلو لپاره مو وينې تویې کړې دي.

نورې ليکنې۔۔۔