زۀ د نوو صوبو جوړولو مخالف نۀ يم خو جواز ورته لازم ګڼم- نن سبا په پښتونخوا کښې د هزاره صوبې بحث بيا راپورته شوے دے نو بايد چې دغه بحث سره جواز هم وړاندې کړے شي چې د دغه صوبې غوښتنه په قامي او لساني بنياد ده که په انتظامي او يا بل کوم جواز لري ۔کۀ پۀ انتظامي بنياد د صوبو غوښتنه وي نو بيا يوازې پښتونخوا کښې ولې ؟ په ټول ملک کښې ولې نه؟۔ او کۀ غوښتنه پۀ قامي او لساني بنياد وي نو بيا دا هم ثابتول غواړي چې ايا دغه د هزاره صوبې غوښتونکي يو قام دے او ژبه ئې هم يوه ده ۔ داسې خو ده نه د پښتونخوا هزاره خو هغه هزاره ګان هم نۀ دي چې په ايران افغانستان او بلوچستان کښې مېشت دي او د منګوليانو د لښکر د زرکسيزه ډلو په نسبت ورته د هغه وخت نه هزاره وئيلي شوي دي ۔ دا خو پښتونخوا کښې مېشت هغه خلق دي چې زيات د پنجاب نه راغلي او د پښتونخوا په هزاره سيمه کښې اباد شوي دي چې يو شمېر ئې پۀ کوهاټ او پېښور کښې هم شته ۔ دغو کښې څوک ترک څوک ګجر څوک سيد څوک اعوان څوک عباسي څوک مشواڼي څوک سواتي څوک تنولي او څوک جدون دي او د ځنو خپلو خپلو ژبو نه علاوه د اکثريت ژبه هندکو ده ۔ په هم دغه هزاره کښې هندکو نه علاوه پښتو ګوجري او کوهستاني ويونکي هم شته-
اوس کتل دا پکار دي چې دغه د هندکو ويونکيو اکثريت دي څومره د 2023 د سر شمېرنې تر مخه پښتونخوا کښې د هندکو ويونکيو فيصدي 9.39 ده او په ټول ملک کښې 2.23 ده ۔ بل خوا پښتو په پښتونخوا کښې 81.0 فيصد ده او په ټول ملک کښې 18.1 فيصد ده چې د پنچابۍ نه پس د ملک دويمه لويه ژبه ده ۔ کومې صوبې چې د اکثريتي ژبې او قام په نومونو دي هغې ته هم غور وکړئ ۔ پنجاب کښې پنجابي 67 فيصد سند کښې سندهي 60 فيصد او بلوچستان کښې بلوچي39 فيصد هم دغه بلوچستان کښې بيا پښتو 34 فيصد ده ۔
مطلب داشو چې په يوه صوبه کښې هم د خپل قام او ژبې اکثريت 81 فيصد ته نۀ رسي بغېر د پښتو او پښتونخوا نه او د هغو ټولو صوبو پۀ نوم کښې د هغه اکثريتي قام شناخت موجود دے نۀ پکښې نورې صوبې جوړې شوې او نۀ نور قامونه د اکثريتي قام د نوم نۀ انکار کوي- نو بيا پښتونخوا کښې د يو اتيا فيصده اکثريتي قام شناخت دې د صوبې په نوم کښې ولې نۀ وي او د نهه فيصدي نفوس چې ځانله صوبه غواړي نو بلوحستان کښې د نهه ديرش فيصدي پښتنو له دغه غږ ولې نۀ پورته کوي او کۀ خبره د پښتون په وجه د پښتونخوا نۀ زغمل وي نو همدغه هزاره کښې د انګرېز ايبټ په نوم ايبټ اباد د مان سنګهـ په نوم مانسهره او د هري سنګهـ نلوه په نوم هري پور څنګه زغمي انصاف پکار دے ۔
اوس په داسې حال کښې په پښتونخوا کښی بيله صوبه هزاره په کوم جواز چې د هزاره ګانو شناخت د پښتنو نه بيل غواړي– که وي کوم معقول جواز نو جوړه دې کړي ځان له بيله صوبه او که نه وي جواز نو د دې شور شغرب څه معنا۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔