پر ملي او فرهنګي سیاست د پاپولستیک پیغامونو او رسنیو منفي اغېز–حزب الله خان مدثر

دا ليکنه شريکه کړئ

The Negative Impact of Populist Messages and Media on National and Cultural Policy

 

ملي او فرهنګي سیاست د هر ملت د هویت، ټولنیز یووالي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او پراختیا له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي ۔ په معاصره نړۍ کښې د رسنیو او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو د پراختیا له امله پاپولستیک پیغامونه د عامه افکارو په جوړښت او سیاسي، فرهنګي بهیرونو کښې پراخ نفوذ موندلی دی۔ پاپولیزم د خلکو او اشرافو ترمنځ د تقابل پر مفکوره ولاړ سیاسي ګفتمان دی چې ډېری وخت د احساساتي شعارونو، ساده روایتونو او عامه هیجاناتو له لارې خپل پیغام خپروي۔ د دې څېړنې موخه دا ده چې پر ملي او فرهنګي سیاست د پاپولستیکو پیغامونو او رسنیو اغېزې وڅېړي او د دغو اغېزو د اصلاح لپاره مناسبې لارې چارې روښانه کړي۔

څېړنه ښيي چې پاپولستیک پیغامونه د ملي سیاست په ډګر کښې د سیاسي قطبیت، د ملي یووالي د کمزورۍ او د دیموکراتیکو بنسټونو د تضعیف لامل ګرځي، او د فرهنګي سیاست په برخه کښې د فرهنګي تنوع د محدودېدو، د تاریخي روایتونو د تحریف او د فرهنګي تعصب د پراختیا زمینه برابروي۔ له بلې خوا، ملي او فرهنګي سیاستونه د ګډ هویت، فرهنګي میراث، ژبنیو ارزښتونو او ټولنیز ثبات د خوندي کولو لپاره بنسټیز اهمیت لري۔ د څېړنې پایلې څرګندوي چې د رسنیز سواد پیاوړتیا، د انتقادي تفکر وده، د خپلواکو رسنیو ملاتړ او د فرهنګي تنوع درناوی د پاپولستیکو اغېزو د کمولو او د ملي او فرهنګي سیاستونو د اغېزمنتیا د زیاتولو مهم عوامل دي۔

کلیدي ټکي:

ملي سیاست، فرهنګي سیاست، پاپولیزم، رسنۍ، ملي هویت، فرهنګي هویت، ټولنیزې رسنۍ، عامه افکار۔

د څېړنې اهمیت او مبرمیت

په معاصره نړۍ کښې رسنۍ او په ځانګړې توګه ټولنیزې رسنۍ د عامه افکارو د جوړونې او د سیاسي او فرهنګي ګفتمانونو د رامنځته کولو مهم عوامل ګڼل کېږي۔ له بلې خوا، پاپولیزم د یوه اغېزمن سیاسي او ټولنیز جریان په توګه د رسنیو له لارې پراخ نفوذ موندلی او د ملي او فرهنګي سیاستونو پر بهیر یې څرګند اغېز کړی دی۔ د پاپولستیکو پیغامونو خپرېدل نه یوازې د سیاسي قطبیت او ټولنیزو اختلافونو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکښې د ملي هویت، فرهنګي تنوع او تاریخي روایتونو پر جوړښت هم اغېز کوي ۔

د دې څېړنې اهمیت په دې کښې نغښتی دی چې د پاپولستیکو پیغامونو او رسنیو اغېزې د ملي او فرهنګي سیاست له لیدلوري تحلیلوي او څرګندوي چې دغه پدیده څنګه د ملي یووالي، فرهنګي هویت او ټولنیز ثبات پر بهیر اغېز ښندي۔ د موضوع مبرمیت له دې امله هم زیات دی چې د ډیجیټلي رسنیو د چټک پرمختګ له امله پاپولستیک روایتونه د پخوا په پرتله په پراخه کچه خپرېږي او د عامه افکارو په جوړښت کښې مهم رول لوبوي۔

د څېړنې موخه

د دې څېړنې اساسي موخه پر ملي او فرهنګي سیاست د پاپولستیکو پیغامونو او رسنیو د منفي اغېزو ارزونه او تحلیل دی۔ همدارنګه څېړنه هڅه کوي چې د ملي هویت، فرهنګي تنوع او ټولنیز یووالي پر وړاندې د دغو اغېزو ابعاد روښانه کړي او د حل لپاره مناسبې علمي او فرهنګي لارې چارې وړاندې کړي۔

فرعي موخې

  1. د ملي او فرهنګي سیاست د مفاهیمو او بنسټونو روښانه کول۔
  2. د پاپولیزم او پاپولستیکو پیغامونو د ماهیت پېژندل۔
  3. د رسنیو او ټولنیزو رسنیو په مرسته د پاپولستیکو روایتونو د خپرېدو څرنګوالی تحلیلول۔
  4. پر ملي هویت او فرهنګي سیاست د پاپولستیکو پیغامونو د اغېزو ارزول۔
  5. د منفي اغېزو د مخنیوي او اصلاح لپاره د علمي وړاندیزونو وړاندې کول۔

د څېړنې پوښتنې

اساسي پوښتنه

  • پاپولستیک پیغامونه او رسنۍ پر ملي او فرهنګي سیاست کوم منفي اغېز لري؟

فرعي پوښتنې

  • ملي او فرهنګي سیاست څه مفهوم او کوم بنسټیز عناصر لري؟
  • پاپولیزم او پاپولستیک پیغامونه څه ځانګړنې لري؟
  • رسنۍ او ټولنیزې رسنۍ د پاپولستیکو پیغامونو په خپرولو کښې څه رول لوبوي؟
  • پاپولستیک روایتونه پر ملي هویت او ملي یووالي څه اغېز کوي؟
  • پاپولستیک پیغامونه د فرهنګي تنوع او فرهنګي سیاست پر بهیر څه اغېزې لري؟
  • د دغو منفي اغېزو د کمولو لپاره کومې مناسبې لارې چارې شته؟

د څېړنې میتود

دا څېړنه د کیفي (Qualitative) څېړنې له ډول څخه ده او د تشریحي ـ تحلیلي میتود پر بنسټ ترسره کېږي۔ د معلوماتو د راټولولو لپاره له کتابتوني سرچینو، علمي مقالو، څېړنیزو آثارو، ژورنالونو او اړوندو علمي اسنادو څخه ګټه اخیستل کېږي۔ همدارنګه د موضوع د لا ژور تحلیل لپاره د محتوا د تحلیل (Content Analysis) او اسنادي څېړنې (Documentary Research) میتودونه کارول کېږي۔

په دې څېړنه کښې به د ملي او فرهنګي سیاست، پاپولیزم او رسنیو ترمنځ اړیکې د موجودو علمي نظریو او څېړنیزو موندنو په رڼا کښې وڅېړل شي او پایلې به یې په تحلیلي بڼه وړاندې شي۔

سریزه

سیاست د ټولنیز ژوند د تنظیم، د واک د مدیریت او د ملي ګټو د خوندي کولو وسیله ګڼل کېږي۔ په معاصرو دولتونو کښې سیاست یوازې د حکومتولۍ او ادارې له چارو سره نه دی تړلی، بلکې د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو، هویتونو او فکري بنسټونو په جوړښت کښې هم مهم رول لري۔ له همدې امله د ملي سیاست او فرهنګي سیاست مفاهیم د معاصر سیاسي او فرهنګي مطالعاتو له مهمو موضوعاتو څخه دي۔ ملي سیاست د دولت د بقا، ملي یووالي او ګډ هویت د پیاوړتیا لپاره کار کوي، په داسې حال کښې چې فرهنګي سیاست د ټولنې د فرهنګي میراث، ارزښتونو، ژبو، هنرونو او دودونو د ساتنې او ودې په موخه رامنځته کېږي (Heywood, 2019)۔

ملي او فرهنګي سیاست: مفهوم، موخې او ټولنیز اهمیت

د ملي سیاست مفهوم

ملي سیاست هغه تګلارې، اصول او اقدامات دي چې د یوه دولت له خوا د ملي ګټو، ملي امنیت، ملي یووالي او د وګړو د ګډو ارزښتونو د ساتنې او پراختیا لپاره جوړېږي۔ ملي سیاست د دولت د اساسي موخو د تحقق لپاره یو عملي چوکاټ ګڼل کېږي چې د هېواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لار ټاکي (Deutsch, 1966)۔

د ملي سیاست بنسټیز هدف د ملت جوړونې (Nation Building) بهیر پیاوړی کول دي۔ ملت جوړونه هغه پروسه ده چې په ترڅ کښې یې د بېلابېلو قومي، ژبنیو او سیمه ییزو ډلو ترمنځ ګډ ملي هویت رامنځته کېږي۔ له همدې امله ملي سیاست د ګډو ارزښتونو، ملي سمبولونو او تاریخي حافظې په پیاوړتیا کښې مهم رول لري (Gellner, 1983)۔

د ملي سیاست اساسي موخې

ملي سیاست عموماً لاندې موخې لري:

  • د ملي حاکمیت او خپلواکۍ ساتنه۔
  • د ملي امنیت ټینګښت۔
  • د ملي یووالي او ټولنیز ثبات پیاوړتیا۔
  • د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ زمینه برابرول۔
  • د ملي هویت او ګډو ارزښتونو ساتنه۔
  • د هېواد د نړیوال حیثیت او ګټو دفاع۔

همدا موخې د دولت د اوږدمهالو ستراتیژیو او پراختیایي پروګرامونو بنسټ جوړوي (Smith, 1991) ۔

د فرهنګي سیاست مفهوم

فرهنګي سیاست هغه تګلارې او اقدامات دي چې د فرهنګي ژوند د تنظیم، د فرهنګي میراث د ساتنې، د هنري فعالیتونو د ملاتړ او د ټولنې د فرهنګي هویت د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي۔ فرهنګي سیاست د دولت، فرهنګي بنسټونو او مدني ټولنو ترمنځ د ګډو هڅو پایله ده چې د فرهنګي پرمختګ لپاره مناسب شرایط برابروي (Miller & Yúdice, 2002)۔

فرهنګي سیاست یوازې د هنرونو او ادبیاتو ملاتړ نه دی، بلکې د ژبو، دودونو، فولکلور، تاریخي آثارو او ټولنیزو ارزښتونو ساتنه هم پکښې شامله ده۔ په معاصره نړۍ کښې فرهنګي سیاست د ملي هویت د خوندي کولو او د نړیوال فرهنګي فشار پر وړاندې د فرهنګي مقاومت یوه مهمه وسیله بلل کېږي (Bennett, 1995)۔

د فرهنګي سیاست موخې

د فرهنګي سیاست مهمې موخې عبارت دي له:

  • د فرهنګي میراث ساتنه او انتقال۔
  • د ملي او سیمه ییزو ژبو وده۔
  • د ادبیاتو، هنرونو او فرهنګي تولیداتو ملاتړ۔
  • د فرهنګي تنوع درناوی۔
  • د ملي هویت پیاوړتیا۔
  • د فرهنګي مشارکت او عامه پوهاوي زیاتول۔

د دغو موخو له لارې فرهنګي سیاست د ټولنې د معنوي ودې او فکري پرمختګ لپاره زمینه برابروي (UNESCO, 2001)۔

د ملي او فرهنګي سیاست اړیکه

ملي او فرهنګي سیاست له یو بل سره ژور تړاو لري۔ ملي سیاست د دولت سیاسي او ټولنیز بنسټونه تنظیموي، په داسې حال کښې چې فرهنګي سیاست د ملت د فکري او معنوي هویت د ساتنې دنده پر غاړه لري۔ د ملي هویت ډېری عناصر لکه ژبه، ادبیات، تاریخي حافظه او ملي دودونه د فرهنګي سیاست له لارې خوندي کېږي۔

سیاسي مفکر Benedict Anderson ملتونه “تصور شوي ټولنې” بولي او استدلال کوي چې ګډ فرهنګي روایتونه او سمبولونه د ملت جوړونې اساسي عناصر دي (Anderson, 1983)۔ له همدې امله فرهنګي سیاست د ملي سیاست د عملي کېدو یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي۔

د نړیوالتوب په عصر کښې ملي او فرهنګي سیاست

د نړیوالتوب (Globalization) له پراختیا سره د ملي او فرهنګي سیاستونو اهمیت لا زیات شوی دی۔ نړیوالې رسنۍ، ډیجیټلي شبکې او کلتوري تبادلې د بېلابېلو ملتونو ترمنځ اړیکې پراخوي، خو له بلې خوا د محلي او ملي کلتورونو لپاره ننګونې هم رامنځته کوي۔

په داسې شرایطو کښې دولتونه هڅه کوي چې د خپلو فرهنګي ارزښتونو، ژبو او تاریخي هویتونو ساتنه وکړي۔ فرهنګي سیاست د همدې موخې لپاره د فرهنګي تنوع او ملي هویت ترمنځ توازن رامنځته کوي (Tomlinson, 1999)۔

په افغانستان او پښتني ټولنه کښې د ملي او فرهنګي سیاست اړتیا

افغانستان د قومي، ژبني او فرهنګي تنوع لرونکی هېواد دی۔ په داسې ټولنه کښې ملي سیاست باید د ګډ ملي هویت، ټولنیز عدالت او سیاسي ثبات د پیاوړتیا لپاره کار وکړي۔ له بلې خوا فرهنګي سیاست باید د هېواد د ټولو فرهنګي ډلو ارزښتونو ته درناوی وکړي او د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره اغېزمنې تګلارې رامنځته کړي۔

پښتو ژبه، ولسي ادبیات، شفاهي روایتونه، تاریخي آثار او ملي دودونه د افغانستان د فرهنګي شتمنۍ مهم عناصر دي۔ د دغو ارزښتونو ساتنه او پراختیا د فرهنګي سیاست یوه اساسي دنده ګڼل کېږي۔

ملي او فرهنګي سیاستونه د هر ملت د سیاسي ثبات، ټولنیز یووالي او فرهنګي بقا لپاره حیاتي ارزښت لري۔ ملي سیاست د ګډو ګټو، امنیت او هویت د خوندي کولو وسیله ده، په داسې حال کښې چې فرهنګي سیاست د ټولنې د معنوي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او پراختیا بنسټ جوړوي۔ په معاصره نړۍ کښې چې نړیوالتوب او ډیجیټلي رسنۍ د فرهنګي بدلونونو چټکتیا ډېره کړې ده، د ملي او فرهنګي سیاستونو اغېزمن مدیریت د ملتونو د هویت او فرهنګي خپلواکۍ د خوندي کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري۔

په معاصره نړۍ کښې رسنۍ د ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ژوند له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي۔ د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا او ټولنیزو رسنیو د نفوذ له زیاتوالي سره د عامه افکارو په جوړولو کښې د رسنیو رول لا پیاوړی شوی دی۔ په همدې لړ کښې پاپولیزم (Populism) د یوه سیاسي او ټولنیز جریان په توګه د رسنیو له لارې پراخ نفوذ موندلی دی۔ پاپولستیک پیغامونه عموماً د احساساتو، عامه هیجاناتو، ساده شعارونو او د خلکو د عواطفو د پارولو پر بنسټ ولاړ وي۔ دغه ډول پیغامونه که څه هم په لنډمهاله توګه د خلکو ملاتړ جلبوي، خو د ملي او فرهنګي سیاستونو لپاره ګڼې منفي پایلې رامنځته کوي (Mudde, 2004)۔

د پاپولیزم مفهوم

پاپولیزم له لاتیني کلمې Populus څخه اخیستل شوی چې د خلکو معنا لري۔ په اصطلاحي ډول پاپولیزم هغه سیاسي نظریه یا تګلاره ده چې ټولنه په دوو متضادو ډلو وېشي: “پاک او ریښتیني خلک” او “فاسده اشرافیه”۔ پاپولستان ادعا کوي چې یوازې دوی د خلکو د حقیقي ارادې استازیتوب کوي (Mudde & Kaltwasser, 2017)۔

سیاسي مفکر کاس موډه پاپولیزم “یو نری ایډیالوژیک چوکاټ” بولي چې ټولنه د خلکو او اشرافو ترمنځ په تضاد ولاړه انځوروي (Mudde, 2004)۔

د پاپولستیک رسنیو ځانګړنې

پاپولستیک رسنۍ څو مهمې ځانګړنې لري:

  1. د عقل پر ځای د احساساتو راپارول۔
  2. د پیچلو مسایلو ساده کول۔
  3. د ملي ستونزو لپاره د “دښمن” ټاکل۔
  4. د قومي، مذهبي او فرهنګي توپیرونو پارول۔
  5. د ناسمو معلوماتو او تبلیغاتو خپرول۔
  6. د عامه افکارو د احساساتي کنټرول هڅه (Mazzoleni, Stewart & Horsfield, 2003)۔

همدا ځانګړنې د دې سبب ګرځي چې ملي او فرهنګي سیاستونه له علمي او منطقي بنسټونو څخه لرې او د احساساتي فشارونو تابع شي۔

پر ملي سیاست د پاپولستیک پیغامونو منفي اغېز

۱۔ د ملي یووالي کمزوري کول

ملي سیاست د ټولنې د بېلابېلو قومونو، ژبو او کلتورونو ترمنځ د ګډو ارزښتونو د رامنځته کولو هڅه کوي۔ پاپولستیک رسنۍ برعکس د “موږ” او “هغوی” ترمنځ کرښې راکاږي او ټولنیزې ډلې د یو بل پر وړاندې دروي۔ دا چاره د ملي هویت پر ځای فرعي هویتونه پیاوړي کوي او د ملي یووالي د کمزوري کېدو لامل ګرځي (Laclau, 2005)۔

۲۔ د دیموکراتیکو بنسټونو تضعیف

پاپولستان ډېری وخت پارلمان، قضایي بنسټونه، پوهنتونونه او رسنۍ د “فاسدو اشرافو” استازي معرفي کوي۔ د دغو بنسټونو پر وړاندې د خلکو بې باوري زیاتېږي او د دیموکراسۍ اساسي ارزښتونه زیانمنېږي (Müller, 2016)۔

۳۔ د سیاسي قطبیت زیاتوالی

پاپولستیک تبلیغات د سیاسي ډلو ترمنځ د تفاهم پر ځای تقابل ته وده ورکوي۔ د افراطي دریځونو پراختیا د سیاسي ثبات د کمښت سبب ګرځي او د ټولنیزو شخړو احتمال زیاتوي (Norris & Inglehart, 2019)۔

۴۔ د ملي پالیسیو احساساتي کېدل

ملي سیاستونه باید د علمي څېړنو او اوږدمهالو ګټو پر بنسټ جوړ شي، خو پاپولستیک پیغامونه د خلکو احساسات دومره راپاروي چې سیاستوال اړ کېږي د عامه هیجاناتو مطابق پرېکړې وکړي۔ په پایله کښې ملي ګټې له خطر سره مخ کېږي (Canovan, 1999)۔

پر فرهنګي سیاست د پاپولستیک رسنیو منفي اغېز

۱۔ د فرهنګي تنوع محدودول

فرهنګي سیاست د بېلابېلو فرهنګي هویتونو د ساتنې او ودې هڅه کوي۔ پاپولستیک رسنۍ اکثره وخت یوازې یو ځانګړی فرهنګ، ژبه یا دود د “اصلي ملي فرهنګ” په توګه معرفي کوي۔ دا چاره د نورو فرهنګي ډلو د حاشیې ته تلو سبب ګرځي (Hall, 1997)۔

۲۔ د کلتوري تعصب پراختیا

پاپولستیک پیغامونه د بهرنیو فرهنګونو، مهاجرینو او اقلیتونو پر وړاندې منفي ذهنیت رامنځته کوي۔ د “فرهنګي ګواښ” اصطلاح د خلکو د وېرولو لپاره کارول کېږي او په ټولنه کښې د تعصب کچه لوړېږي (Wodak, 2015)۔

۳۔ د علمي او فرهنګي بنسټونو بې اعتباره کول

پوهنتونونه، څېړنیز مرکزونه او فرهنګي بنسټونه د علمي پوهې تولیدوونکي دي۔ پاپولستان دغه بنسټونه د خلکو له واقعیتونو څخه لرې او د اشرافو استازي ګڼي۔ دا چلند د علمي او فرهنګي پرمختګ مخه نیسي (Müller, 2016)۔

۴۔ د تاریخي روایتونو تحریف

پاپولستیک رسنۍ ډېری وخت تاریخ په انتخابي او احساساتي ډول وړاندې کوي۔ تاریخي پېښې د سیاسي موخو لپاره کارول کېږي او د ملت د تاریخي حافظې د تحریف سبب ګرځي (Assmann, 2011)۔

ټولنیزې رسنۍ او د پاپولیزم پراختیا

د ټولنیزو رسنیو لکه Facebook، X او TikTok ظهور د پاپولستیکو پیغامونو د چټک خپرېدو زمینه برابره کړې ده۔ د الګوریتمونو له امله هغه محتوا چې احساساتي غبرګونونه پاروي، زیات لیدونکي ترلاسه کوي۔ له همدې امله افراطي او پاپولستیک پیغامونه تر علمي او تحلیلي محتوا ډېر خپرېږي (Sunstein, 2018)۔

د “Echo Chamber” یا د فکري انزوا چاپېریال رامنځته کېدل هم د دې لامل ګرځي چې خلک یوازې د خپلو باورونو موافق معلومات ترلاسه کړي او د مخالفو نظریاتو د منلو وړتیا له لاسه ورکړي (Pariser, 2011)۔

د پاپولستیک رسنیو د اغېزو د مخنیوي لارې

د ملي او فرهنګي سیاستونو د خوندي ساتلو لپاره لاندې اقدامات مهم دي:

  • د رسنیز سواد (Media Literacy) پراختیا۔
  • د حقیقت موندنې او معلوماتو د ارزونې فرهنګ پیاوړتیا۔
  • د خپلواکو او مسلکي رسنیو ملاتړ۔
  • د علمي او فرهنګي بنسټونو تقویه۔
  • د فرهنګي تنوع او زغم ترویج۔
  • د ټولنیزو رسنیو د ناسمې استفادې د مخنیوي

لپاره مناسبې پالیسۍ جوړول (McNair, 2018)۔

پاپولستیک پیغامونه او رسنۍ د معاصرې نړۍ له مهمو سیاسي او فرهنګي پدیدو څخه دي۔ که څه هم دغه پیغامونه د خلکو د ستونزو د مطرح کولو ادعا کوي، خو په عملي توګه د ملي یووالي د کمزوري کېدو، د سیاسي قطبیت د زیاتوالي، د فرهنګي تنوع د محدودېدو، د علمي بنسټونو د تضعیف او د تاریخي روایتونو د تحریف سبب ګرځي۔ له همدې امله د رسنیز سواد لوړول، د انتقادي تفکر پیاوړتیا او د مسؤلو رسنیو ملاتړ د ملي او فرهنګي سیاستونو د خوندي ساتلو لپاره حیاتي ارزښت لري۔

د پاپولستیک پیغامونو او رسنیو د منفي اغېزو د اصلاح او مخنیوي لارې

د پاپولستیکو پیغامونو او رسنیو پراختیا د ملي او فرهنګي سیاستونو پر وړاندې ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي، خو د مناسبو علمي او فرهنګي تګلارو په خپلولو سره د دغو منفي اغېزو مخنیوی او اصلاح ممکنه ده۔ د اصلاح بهیر باید یوازې د قانوني محدودیتونو پر بنسټ نه وي، بلکښې د عامه پوهاوي، رسنیز سواد او فرهنګي مشارکت له لارې عملي شي۔

۱۔ د رسنیز سواد پیاوړتیا

رسنیز سواد د دې توان رامنځته کوي چې وګړي د رسنیو پیغامونه په انتقادي ډول وارزوي او د حقیقت او تبلیغ ترمنځ توپیر وکړي۔ کله چې خلک د معلوماتو د ارزونې وړتیا ترلاسه کړي، نو د احساساتي او پاپولستیکو تبلیغاتو اغېز کمېږي۔ له همدې امله د ښوونیزو نصابونو په چوکاټ کښې د رسنیز سواد تدریس اړین ګڼل کېږي (Potter, 2013)۔

۲۔ د انتقادي تفکر دودول

پاپولستیک پیغامونه اکثره د احساساتو پر راپارولو ولاړ وي، په داسې حال کښې چې انتقادي تفکر د استدلال او منطقي ارزونې زمینه برابروي۔ د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو دنده ده چې د انتقادي فکر فرهنګ پیاوړی کړي څو خلک د شعارونو پر ځای د دلایلو پر بنسټ قضاوت وکړي (Paul & Elder, 2014)۔

۳۔ د ملي او فرهنګي تنوع ملاتړ

د فرهنګي سیاستونو یوه مهمه موخه د ټولنې د بېلابېلو فرهنګي هویتونو درناوی او ساتنه ده۔ کله چې دولتونه او رسنۍ د فرهنګي تنوع ارزښت ته وده ورکړي، نو د پاپولستیکو روایتونو له خوا د نفرت، تبعیض او انحصار احتمال کمېږي (Hall, 1997)۔

۴۔ د مسلکي او خپلواکو رسنیو پیاوړتیا

خپلواکې رسنۍ د معلوماتو د توازن، د حقیقت د ارزونې او د عامه افکارو د سالمې روزنې لپاره مهم رول لري۔ د ژورنالیستي اصولو رعایت، د معلوماتو کره والی او د بې پرې راپور ورکولو دود د پاپولستیکو تبلیغاتو د نفوذ د کمولو وسیله ګرځي (McNair, 2018)۔

۵۔ د فرهنګي خبرو اترو پراختیا

د بېلابېلو قومي، ژبنیو او فرهنګي ډلو ترمنځ د خبرو اترو زیاتوالی د ټولنیز باور د پیاوړتیا لامل کېږي۔ فرهنګي جشنونه، ادبي ناستې، علمي کنفرانسونه او هنري فعالیتونه کولی شي د ګډ ملي هویت د پیاوړتیا لپاره اغېزناک رول ولوبوي (UNESCO, 2005)۔

۶۔ د ټولنیزو رسنیو د مسؤلانه کارونې ترویج

ټولنیزې رسنۍ باید د نفرت، دروغجنو معلوماتو او افراطي تبلیغاتو پر ځای د عامه پوهاوي، فرهنګي تبادلې او علمي بحثونو لپاره وکارول شي۔ د حقیقت موندنې (Fact-checking) بنسټونه او د معلوماتو د اعتبار ارزونې میکانیزمونه د دې برخې مهم عناصر دي (Wardle & Derakhshan, 2017)۔

۷۔ د ملي هویت او فرهنګي حافظې علمي تفسیر

تاریخ، ملي حافظه او فرهنګي میراث باید د علمي څېړنو له لارې تفسیر شي، نه د سیاسي شعارونو او احساساتي تبلیغاتو له مخې۔ علمي تاریخ لیکنه او فرهنګي څېړنې د پاپولستیکو تحریفونو د مخنیوي لپاره اغېزمنې وسیلې دي (Assmann, 2011)۔

د پاپولستیکو پیغامونو او رسنیو منفي اغېزې هغه مهال کمېدای شي چې د رسنیز سواد، انتقادي تفکر، فرهنګي زغم، خپلواکو رسنیو او علمي څېړنو بنسټونه پیاوړي شي۔ د ملي او فرهنګي سیاستونو بریالیتوب له دې سره تړاو لري چې ټولنه د احساساتي او افراطي روایتونو پر ځای د عقلاني، علمي او مشارکتي ګفتمان پر لور حرکت وکړي۔ په همدې توګه به د ملي یووالي، فرهنګي تنوع او دیموکراتیکو ارزښتونو ساتنه او وده ممکنه شي۔

پایله

ملي او فرهنګي سیاست د هر ملت د هویت، ټولنیز یووالي او فرهنګي بقا له بنسټیزو عناصرو څخه ګڼل کېږي۔ د دغو سیاستونو اساسي موخه د ګډو ارزښتونو ساتنه، د ملي هویت پیاوړتیا او د فرهنګي تنوع په چوکاټ کښې د ټولنیز ثبات تأمینول دي۔ په معاصر عصر کښې د رسنیو او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو پراختیا د عامه افکارو د جوړښت بڼه بدله کړې ده او پاپولستیک پیغامونو ته یې د پراخ نفوذ زمینه برابره کړې ده۔

د دې څېړنې موندنې څرګندوي چې پاپولستیک ګفتمانونه، سره له دې چې کله ناکله د ولسي غوښتنو او عامه ستونزو د مطرح کولو وسیله ګرځي، خو د ملي او فرهنګي سیاستونو په ډګر کښې د احساساتي روایتونو، سیاسي قطبیت، فرهنګي تعصب او تاریخي تحریف د پراختیا لامل هم کېدای شي۔ دغه بهیر نه یوازې د ملي یووالي او ټولنیز باور د کمزوري کېدو سبب ګرځي، بلکې د فرهنګي تنوع، انتقادي تفکر او دیموکراتیکو ارزښتونو پر وړاندې هم ننګونې رامنځته کوي۔

له همدې امله د ملي او فرهنګي سیاستونو بریالیتوب په دې کښې نغښتی دی چې د رسنیز سواد، علمي پوهاوي، انتقادي فکر او فرهنګي زغم د پیاوړتیا له لارې د احساساتي او افراطي روایتونو پر ځای د عقلاني او مشارکتي ګفتمان لپاره زمینه برابره شي۔ په پای کښې ویلای شو چې د ملي هویت ساتنه، د فرهنګي میراث پالنه او د رسنیو مسؤلانه کارونه هغه مهم عوامل دي چې د یوه ملت د سیاسي ثبات، فرهنګي ودې او دوامدار پرمختګ تضمینولی شي۔

ماخذونه

  • Assmann, J۔ (2011)۔ Cultural Memory and Early Civilization۔ Cambridge University Press۔
  • Hall, S۔ (1997)۔ Representation: Cultural Representations and Signifying Practices۔ Sage۔
  • McNair, B۔ (2018)۔ An Introduction to Political Communication۔ Routledge۔
  • Paul, R۔, & Elder, L۔ (2014)۔ Critical Thinking۔ Foundation for Critical Thinking۔
  • Potter, W۔ J۔ (2013)۔ Media Literacy۔ Sage Publications۔
  • UNESCO۔ (2005)۔ Convention on the Protection and Promotion of the Diversity of Cultural Expressions۔
  • Wardle, C۔, & Derakhshan, H۔ (2017)۔ Information Disorder۔ Council of Europe۔
  • Assmann, J۔ (2011)۔ Cultural Memory and Early Civilization۔ Cambridge University Press۔
  • Canovan, M۔ (1999)۔ Trust the People! Populism and the Two Faces of Democracy۔ Political Studies, 47(1), 2–16۔
  • Hall, S۔ (1997)۔ Representation: Cultural Representations and Signifying Practices۔ Sage Publications۔
  • Laclau, E۔ (2005)۔ On Populist Reason۔ Verso۔
  • Mazzoleni, G۔, Stewart, J۔, & Horsfield, B۔ (2003)۔ The Media and Neo-Populism۔ Praeger۔
  • McNair, B۔ (2018)۔ An Introduction to Political Communication۔ Routledge۔
  • Mudde, C۔ (2004)۔ The Populist Zeitgeist۔ Government and Opposition, 39(4), 541–563۔
  • Mudde, C۔, & Kaltwasser, C۔ (2017)۔ Populism: A Very Short Introduction۔ Oxford University Press۔
  • Müller, J۔ W۔ (2016)۔ What is Populism? University of Pennsylvania Press۔
  • Norris, P۔, & Inglehart, R۔ (2019)۔ Cultural Backlash: Trump, Brexit and Authoritarian Populism۔ Cambridge University Press۔
  • Pariser, E۔ (2011)۔ The Filter Bubble۔ Penguin Books۔
  • Sunstein, C۔ (2018)۔ #Republic: Divided Democracy in the Age of Social Media۔ Princeton University Press۔
  • Wodak, R۔ (2015)۔ The Politics of Fear: What Right-Wing Populist Discourses Mean۔ Sage Publications۔
  • Anderson, B۔ (1983)۔ Imagined Communities۔ Verso۔
  • Bennett, T۔ (1995)۔ The Birth of the Museum۔ Routledge۔
  • Deutsch, K۔ W۔ (1966)۔ Nationalism and Social Communication۔ MIT Press۔
  • Gellner, E۔ (1983)۔ Nations and Nationalism۔ Cornell University Press۔
  • Heywood, A۔ (2019)۔ Politics (5th ed۔)۔ Macmillan Education۔
  • Miller, T۔, & Yúdice, G۔ (2002)۔ Cultural Policy۔ Sage Publications۔
  • Smith, A۔ D۔ (1991)۔ National Identity۔ University of Nevada Press۔
  • Tomlinson, J۔ (1999)۔ Globalization and Culture۔ University of Chicago Press۔
  • UNESCO۔ (2001)۔ Universal Declaration on Cultural Diversity۔

 

نورې ليکنې۔۔۔

اداريه – مۍ 2019

‘یاغستان نمبر’: نومبر 1946 نه اپرېل 2018 پورې د ‘پښتون’ د نومبر 1946 ځانګړې ګڼه د ‘یاغستان نمبر’ پۀ نامه د ‘قبائیلي سیمو’ پۀ حواله

ټوله ليکنه ولولئ