د پښتونخوا سېلاب، کلاوډ برسټ نه دے—عمار حمزه ودان

دا ليکنه شريکه کړئ

د اګست د میاشتې نیمایي نه پښتونخوا د انتهائي سېلابونو سره مخ ده چې په سلګونو خلک پکښې مړۀ دي او بې درکه دي. د افیشل ریپورټونو مطابق مستقل طوفاني بارانونو سېلابونه او لېنډ سلائېډز محرک کړي دي چې په نتیجه کښې ئې صرف د پېنځلسم اګست په څلېرویشت ګهنټو کښې باجوړ او بونېر ضلعو کښې یو سل پینځۀ اتیا پورې خلک مړۀ شوي دي.   اولسم اګست پورې د مړو شمېره بائي ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټي درې سوه دیارلس ښودلې ده او یو نیم سل خوا و شا لا درکه دي ۔ ځايي تنظیمونه، ریسکیو او رضاکاران لږیا دي د پاتې خلکو د معلومولو او راویستو هڅې کوي ۔ دې ناڅاپي او شدید حالاتو سره په سوشل مېډيا او څۀ نیوز چینلونو له خوا یوه بیانیه خپرېدل شروع شوه چې د پښتونخوا یادو ضلعو کښې کلاوډ برسټ شوي دي ۔ کلاؤډ برسټنګ یا کلاوډ برسټ اصطلاح دوه قسمه پدیدو کښې کارول کېږي، چې د سېلابونو سره اړوند یادول کېږي دې ته میټرولوجېکل کلاوډ برسټ وائي ۔ بل ملټري کلاوډ برسټ دي چې دا د ډزو ډومبقو یوه ټېکنالوجي ده او د سېلاب سره اړه نۀ لري. دلته زمونږ خبره د دغه اولني یاد کلاوډ برسټ په حواله ده نو دا هاغه انتهائي یا شدیده موسمي پېښه وي چې پکښې په انتهائي کم ځاے او کم وخت کښې شدید باران شي چې عموماً د منټونو په حساب او یا یو ګهنټه کښې له سل مېل مېټره نه  هم ډېر وي. دا هله کېږي چې کله سیچوریټډ وریځې په تېزۍ او شدت سره اوبه د مخصوص فضائي حالاتو په وجه ریلیز کوي. (یاده دې وي چې وریځې بلها قسمونه وي او دا یواځې د اوبو مجموعه نۀ وي خو زه دلته دغه تفصیل کښې نه ځم ځکه چې دا چورلټ سائنسي بحث دے او عام اولس به په دې پوهېدلو په ځاے مغشوش کړي) ۔ کلاوډ برسټ داسې جوړېږي چې کله زیاته نمي لرونکې هوا بره تلو سره یخېږي او د وریځو سره کنډینس یا منجمد شي. دغه وریځې دې سره اوور سیچوریټ شي یعني زیاته نمي جذب کړي او د نورې نمۍ جذب کولو یا زان کښې د اوبو نور بخارات ساتلو توان نۀ لري نو دا په یو دم باران ښکې کړي ۔ دې کښې د آب و هوا د عواملو رول وي لکه مون سون چې مونږ یې پشکال یادوو او داسې د کم پریشر سسټم د وریځو جوړولو او برسټ پېښو ته وده ورکړوي ۔ د پښتونخوا د سېلاب کېس کښې تر اوسه زما له مخه کوم ختمي یا اتهینټک شواهد له نظره نۀ دي تېر شوي چې ګنې دا کلاوډ برسټ دے ۔ د پي ایم ډي یعنې پاکستان میټرولوجېکل ډيپارټمنټ او ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټيز دې ته “continuous torrential rain” یعنی توفاني بارانونه او “heavy monsoon rain” وئېلي نه چې کومه د کلاوډ برسټ پېښه ۔ شدید بارانونه د پشکال د پراخه پېټرن حصه ده چې پښتونخوا ئې د څو ورځو نه اغېزمنه کړې. دا ښایي چې دا ناورین د مجموعي بارانونو له وجې د زمکې په ضرفیت غالب شوې نه چې د کوم ناڅاپي کلاوډ برسټ له وجې ۔ د څۀ نیوز رپورټونو او د سوشل مېډيا د اوازو مطابق خو دې ته کلاؤډ برسټ وئيل شوي خو زۀ به دلته د خلکو د سترګو لېدلي حال په بنیاد د دې ناورین حقیقت ته د رسېدو هڅه به وکړم. څنګه چې ما بره بیان کړل چې کلاوډ برسټ د یو خاص ځاے پورې محدود وي او عام توکه دا لږ ځاے باندې اثر انداز کېږي او د فضا د پرېشر او ټمپریچر د ناڅاپي بدلون له وجې وریځې خپله نمي تېزۍ سره خوشې کوي یا خارجوي ۔ خو دا یو نایابه پدیده وي او دې د پاره مخصوص میټرولوجېکل حالت په کار وي. د دې تصدیق صرف د ریډار د ډیټا او د باران د ناپ تول نه کېږي نه چې صرف د لېدلې مشاهدې او د پوسټ ډیزاسټر سپیکولیشن نه. د بونېر د ځايي خلکو تر مخه، بونېر کښې د تېر پوره میاشتې نه بارانونه شروع و او د معمول مطابق بارانونه به ؤ. د سېلاب په شپه هم باران ؤ او خلکو د تندرونو اوازونه هم اورېدلي تر د لس دولس پورې چې غرونو کښې پرېوتي ؤ او باران بیا هم دغلته ډېر شدت شره نه ؤ. ځايي خلکو د تېزې سیلۍ تصدیق هم راته وکړو چې ډېره ناشنا سیلۍ وه ورسره یې دا هم محسوس کړي چې ګني ځمکه خوځي کوم ته چې “earth tremor” وئېلي کېږي عام خلک ګڼي چې لکه زلزله وي. دې سره بیا د ګټانو او د ګانړو د رغړیدو اوازونه هم د خلکو تر غوږو شوي او د چا چې تر کومه وس ؤ چغې یې هم وهلي نور اولس ته او منډې هم چې ځان و ژغورۍ. د دغې پس ډېر لږ.وخت کښې سېلاب رارسېدلے باوجود د دې چې دغلته کوم غټ خوړ هم نه ؤ. دا تفصیل ډېر کریټيکل دے او د کلاوډ برسټ پشان بلکل هم نه دے او معلومېږي داسې چې دا سیلاب بل کوم عواملو داسې راتېز کړے. چونکې د معمول نه د بدل تېز باران کوم رپورټ مخې ته نۀ دے راغلے البته د یو مشر مطابق داسې اوږدې ژړۍ لکه چې دې پشکال کښې وې مخکښې ما ژمي کښې هم نۀ دي لېدلي. کومه میټرولوجېکل ډیټا تر اوسه نه ده خپره شوې چې د کلاوډ برسټ تصدیق وکړي. سېلاب ناڅاپي ؤ خو دا نه چې کوم ناڅاپي شدید تېز باران دا په کوم کلي راوستے ؤ. دا نخښې د “Landslide-induced flash flood” یعني د زمکې د خوېدلو له امله جوړ سېلاب دے. دغه خبرې ښايي چې دا د لينډ سلائیډ یا   debris flow په بره غره کښې د کېدو په وجه لامل شوي. هغه ځکه چې تندرونه غرئېزه سیمه ډي سټېبلائز کړې کومه چې د هفتو راهیسې د باران د وجې سیچوریټډ یا وتره وه. د زمکې د خوځېدو احساسول او د ګټانو اوازونه slope failure ښايي ممکمن د لینډ سلائیډ یا د بند طبیعي ماتېدل په ګوته کوي ۔ دې به د اوبو خټو او د ګټانو یا ډبرو دیوال یا د زمکې کومه حصه لاندې برخې ته خپره کړي وي ۔ بغېر د کوم تېز یا شدید بارانه دا قسم پېښې ته د زمکې خوېدلو له امله را مځنته شوې سیلاب یا debris flow وئيل کېږي او دا په غرئییزو سیمو کښې چې  loose خاوره او یا په چړ ځایونه لري هلته د معمول خبره ده. نو بونېر کښې سېلابونه د کلاوډ برسټ له امله نه و رامنځته شوي بلکې د زمکې د خویدلو وجې رامنځته شوے سېلاب ؤ دا هاغه پدیده ده چې غرونو کښې سیچوریټډ خاؤره کولېپس شي او د اوبو او د ډبرو یو سېلاب ښکته طرف ته لېږي. زما په خیال دې وخت کښې د ځايي خلکو په اورېدو په دې نتیجه رسیدې شو ځکه چې کوم افیشل شواهد مخې ته نۀ دي راغلي البته که راشي نو یقیناً به د هغې په بنیاد نتیجې ته رسېدې شو. دا ناورین مونږ ته د اقلیمی بدلون، د ځنګلاتو د وخلو یعنې ډي فارسټېشن او د غېر معیاري او غېر انتظامي ودانیو یا انفراسټرکچر مشرکه اغېزې ښايي. د پښتونخوا زیات ځایونه د خراب ډرینېج د خسته حال بندونو د غېر منصوبه بند ښاریو پراختیا له امله اغېزمن کېږي. د راتلونکي دپاره د داسې حالاتو نه د بچ کېدو دپاره ضروري ده چې انعطاف resiliance لرونکې ودانیو ته پام وګرځول شي، د خبرتیا سسټم ښه شي، او ټولنه د سېلابونو د لاملونو په اړه پوهه کړې شي.

 

نورې ليکنې۔۔۔