په پرائمري سکولونو کښې دې پښتو جاري شي—يو خبر لوسے

دا مضمون د پښتون مجلې پۀ مئ 1938 کښې چاپ شوے د سرحد اسمبلۍ د اېبټ آباد په سشن کښې په ۲۸ ستمبر ۳۷ ميا جعفر شاه صاحب کاکا خېل ايم، ايل، ائي دا تجويز پېش کړو چې:” دا اسمبلي حکومت ته سفارش کوي چې په پرائمري سکولونو کښې دې تعليمي ژبه مقرر شي”ميا جعفر […]

خوشحال خټک او علم—ډاکټرحميدالله ذاهد

علم او تعليم که هرڅو په لغوي اعتبار سره هم معني توري دي او په لغت کښې “زده کړۀ” ورکول يا “زده کړۀ” اخستل ته وائې خو په صوتي اعتبار سره سره دا دواړه توري په اصطلاحي سره هم په خپلو کښې فرق لري د علم او تعليم په اصطلاحي فرق څۀ دا رنګ ورکولے […]

ځانګو (افسانه)—ډاکټرنورالرحمان سحر

د لوي ښار دا درنه ځانګو، د علم د نامې په ویاړ ولاړه وه خو دا مهال، پرې نۀ د ماشومانو وزن  معلومېدو،او نۀ د هغوی لوبې،یواځې تعبیرونه، خیالونه او نیمګړې پوښتنې ئې په زړۀ کښې زنګېدې۔ دلته علم،د استاد د څهرې نه،بلکې د یوې پوښتنې په څهره کښې راښکاره شو؛یوه داسې پوښتنه چې نۀ […]

باچاخان د تاريخ د ړندې سترګې لاندې(ملغلره فضل)

د برصغير پۀ تحريک ازادۍ کښې د باچاخان کردار او نامه تر ټولو ستره ده او بيا هغۀ د عدم تشدد يو ريښتونے مبارز و خو د دې باوجود د هغوي شخصيت پۀ تاريخي توګه باندې پټ ساتلے شوے دے ۔ ولې بل طرف ته د هغوي همعصر سياسي مبارزين لکه موهنداس ګاندهي جي او […]

تېرشوي،هېرشوي،سرتېري سيدميران او د هغه ځوے زيد ګل قيصه—خورشيد انور

جنرل جېفرے ډېره موده د افغانستان نه تر مومندو د پښتنو سره جنګيدلے وو۔ وئيلے شي چې ډېر زيرک افسر و ۔ د پښتون قوم د جنګي رموزو ځنې خبر و، جنګ ئې ډېر په طريقه او تدبر سره کولو، خو د مومندو په جنګ کښې ترې هر څۀ خطا وو۔ د کنړا کلي د […]

د خدائي خدمتګار تحریک تاریخي شالید–شاهد حساس

د نړۍ پۀ سیاسي تاریخ چې مونږ نظر واچؤو نو دا خبره ترې څرګنده شي چې دا تاریخ د ظلم و جبر او استعمار خلاف د مزاحمت نه ډک دے۔ بیا چې مونږ د پښتنو د تاریخ جاج واخلو نو د پښتنو تاریخ هم د دې وطن او خاورې د ننګیالو بچو د دې وطن […]

حېدراباد‌ جېل او افيون—ډاکټر فېصل فاران

سلطان محمد د اورنګزېب هغه زوے ؤ چې خپل نېکه شاهجهان باچا ئې ګرفتار کړے و بيا دغه شهزاده خپل پلار اورنګزېب  په سرکښۍ کښې قېد کړو او دجېلخانې داروغه ته ئې ووې چې خوراک کښې ورته کوکنار شاملوه دغسې دغه زوے ئې څه وخت پس قېد کښې مړ شو د اورنګزیب ظلم کښې د […]

په “انجمن اصلاح الافاغنه” کښې د فضل محمود مخفي کردار–ډاکټرسعيد احمد ساحل

فضل محمود مخفي (1874ء ۔ 1947ء) هغه پښتون مبارز دے چې په مختلفو سياسي، تعليمي او اصلاحي تحريکاتو کښې ئې فعال کردار ادا کړے دے ۔ د شلمې صدۍ د نوموړي شخصياتو او انقلابي مبارزينو سره څنګ په څنګ پاتې شوے دے او په سياسي، اصلاحي، تعليمي او ادبي مېدانونو کښې ئې خپل صلاحيتونه په […]

پوسټ کلونیل ائین، جهادي پروپیګنډه او ایمان مزاري د مزاحمتي تحریکونو بل ښځینه غږ–حنيف الرحمان

صابر صېب څۀ ښۀ وئيلې دي ازادي ده ازادي ده ازادي ده خو په نوم رښتیا خبرو پابندي ده په پاکستان کښې د مزاحمت تاریخ یوازې د سیاستوالو تحریکونو او عوامي احتجاجونو تاریخ نۀ دے، بلکې دا د هغو وکیلانو تاریخ هم دے چې د قانون له دننه یې د ریاست پر ناعادلانهه عملونو پوښتنې […]

راجه ګیرا څوک و؟—عمران ازاد (ګمنام کوهستانے)

راجه ګیرا د سوات اخرنے غېرمسلم راجه و۔ د هغه په اړه دلته سخت اختلاف روان دے۔ ګوجر وایې چې راجه ګیرا ګوجر و او د هندو شاهي ګوجرانو واکمني وه۔ خو په سوات او دیر کښې مېشت داردیک قبایل دعوه کوي چې راجه ګیرا داردیک و۔ دا پوښتنه چې راجه ګیرا څوک و، ګوجر […]