اداريه (مۍ 2018)
فاټا کښې د اعليٰ عدالتونو د عملدارۍ بِل د قبائیلي سیمې د اولسونو د مستقل اذیت سلسله د یوې اوږدې مبارزې نه پس یو نوي پړاو کښې داخلېږي. سېنټ کښې قبائیلي سیمې د پېښور هائيکورټ پۀ دائره کښې راوستلو د پاره بِل پۀ اتفاق رایې سره منظور کړے شو. د هندوستان د وېش د ورځ […]
ريښتیا اردو یوه استعماري ژبه ده؟ – پروفېسر ګوهر نوید
‘پښتون’ دې لیکنې سره دا یادګیرنه لیکل ضروري ځکه ګڼي چې فاضل لیکوال )ګوهرنوید( تمهید کښې د ‘پښتون’ مجلې او د باچاخان د دې مجلې پۀ شا د ورورولۍ، مینې او یووالي پېدا کولو خبره کړې ده. فاضل لیکوال د ‘پښتون’ د فرورۍ ګڼه کښې شامله دغه لیکنه بلاواسطه د خپل هدف نه پۀ شا […]
د غر هومره سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب
زما د ډېرې مودې نه خيال ؤ چې پۀ سعدالله جان برق به څۀ ليکم خو چې هرځل مې خپل دې خيال ته دعملي جامې اغوستو فکر کړے نو ناکامه شوے يم. ولې چې زما پۀ خيال پۀ داسې سړي ليک کۀ ناممکن نۀ دے نو ګران ضرور دے. دا کار نۀ پۀ اٰمد کېدو […]
لیکوال د پنځویشت کلني کېدو نمانځغونډه – پښتون
باچاخان مرکز، 11 مارچ 2018ز لۀ هغې زمانې چې چاپخانه او نشراتي فعالیتونه پښتون افغان وطن ته رارسېدلي او پېل شوي دي، بېلابېلو مجلو، ورځپاڼو او داسې نورو مطبوعاتو اولسي خبرتیا، ویښتیا او د شعور پراختیا کښې ډېر ارزښتمن او اغېزمن رول لوبولے دے. د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ دوېمه دوره کښې پښتو د […]
د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه – شمس بونېرے
وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي. د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او […]
قصرِشاببوجان کابل – حیات روغانے
د جلال اباد خاورې ښکولول، د کابل سیلۍ سره ځانګل او د لغمان کلو رغو کښې لوغړېدل مې د زړو مودو نه پۀ زړۀ وو. د چا به پۀ زړۀ نۀ وي؟ ـــــ خو ځینو ارمانونو رېژېدلو د پاره جوړې شوې بهانې ښې نۀ وي ــــــ دلته مونږ د ارباب مجیب جنازې ته ولاړ وو […]
د باچاخان د ګورنر جارج کننګهم سره وړومبنے ملاقات او د قامي اتحاد پېغام – عبدالکریم بریالے
Sir George Cunningham: A Memoir by Norval Mitchell Blackwood, First printed, Dec 1968 ISBN-10: 0851580130 د پښتونخوا وطن د ازادۍ او حریت ستر سالار یکي یواځې باچاخان ؤ چې روغه شلمه صدۍ ئې پۀ دې مزاحمت کښې تېره کړې، د ژوند سختري زغملي او قام د کردار جوړولو د پاره ئې د امن او عدم […]
“رولټ اېکټ”
باچاخان “رولټ اېکټ” ‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84 ‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د پاره ‘شاهي قانون سازه اسمبلۍ’ یو اېکټ منظور کړے ؤ. دې اېکټ د پاره کمېټۍ کښې سډني رولټ (Sidney Rowlatt) صدر، هوج (JDV Hodge) سکتر او کماراسوامي ساستري، لوټ (Verney […]
اداريه (اپرېل 2018)
سېنټ انتخابات، باجوه ډاکټرین او ‘اتلسم ائیني ترمیم’ اخر د سېنټ انتخابات وشول، هیله چې عام انتخابات هم وشي. دا انتخابات څنګه وشول؟ دې انتخاباتو نه اګاهو سیاسي حالات څنګه وساتلے شول او پۀ ضمیرونو څنګه د پلاټ براے فروخت تختۍ ولګولې شوې؛ دې ټول بحث نه قطع نظر، د سېنټ انتخابات سر ته ورسېدل. […]
کریم لالا : د ممبۍ کونړی ډان – صفيه حليم
د ‘زنجیر’، ‘خدا ګواه’ او نورو هندي فلمونو الهام د بالیوډ مشهور فلمونو ‘خدا ګواه’، ‘انګار’، ‘زنجیر’ او ‘هتهیار’ مرکزی کردارونه د ممبۍ د پښتنو ‘ډان’ کریم لالا د ژوند نه پۀ الهام جوړ شول. ددۀ پوره نوم عبد الکریم شېرخان و او پۀ 1911ز کښې د کونړ پۀ شیګل درې کښې وزیږېدو. […]