لیکوال د پنځویشت کلني کېدو نمانځغونډه – پښتون

باچاخان مرکز، 11 مارچ 2018ز

لۀ هغې زمانې چې چاپخانه او نشراتي فعالیتونه پښتون افغان وطن ته رارسېدلي او پېل شوي دي، بېلابېلو مجلو، ورځپاڼو او داسې نورو مطبوعاتو اولسي خبرتیا، ویښتیا او د شعور پراختیا کښې ډېر ارزښتمن او اغېزمن رول لوبولے دے.

د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ دوېمه دوره کښې پښتو د خپرونو مېدان ته راغله خو پۀ نورو ژبو کښې خپرېدونکو مجلو کښې به د پښتو د پاره ځانګړې برخه ورکړې شوې وه. کال 1928ز کښې فخرِ افغان باچاخان ‘پښتون’ مجله ټول پۀ ټوله پۀ پښتو ژبه راوویستله او بیا د وخت سره مختلفې پښتو مجلې وخت پۀ وخت مخې ته راغلې، څۀ مجلې څۀ وخت د پاره جاري پاتې شوې او څۀ د وخت سره د ماضۍ د خاورو لاندې شوې.

دې تسلسل کښې د پښتون افغان غږ او اند تر اولس رسولو کښې د ‘لیکوال’ مجلې کردار پۀ سیاسي حلقو او خلقو کښې خپل ځاے پېدا کړے دے. نومیالي شاعر او ډرامه نګار نورالبشر نوید د مشر لطیف لالا ایډوکېت پۀ وېنا او ډاډ د ‘لیکوال’ ګڼې پېل پۀ کال 1985ز کښې وکړه. د ‘لیکوال’ د قامي شعور سره فکري وابستګۍ د ‘لیکوال’ د ملاتړ پۀ ځاے وخت پۀ وخت د دۀ لار کښې خنډونه ودرول خو دا سفر د پنځویشت کلونو پۀ سفر نن تر مونږ راورسېد.

د مارچ پۀ یوولسمه نېټه د اتوار پۀ ورځ ‘باچاخان مرکز’ پېښور کښې د ‘لیکوال’ د ‘سلور جوبلي’ پۀ نامه د پنځویشت کلن سفر نمانځغونډه وشوه. د دې نمانځغونډې صدارت مشر لطیف اپریدي کولو او مشر مېلمه ئې ښاغلے نورالبشر نوید ؤ. د نظامت چارې ملګري حیات روغاني ترسره کړې.

د دستورې پېل کښې د باچاخان مرکز منتظم ښاغلي انجینئیر اعجاز ایسپزي د ‘باچاخان مرکز’ لۀ خوا د ‘لیکوال’ پۀ پنځویشت کلن سفر نورالبشر نوید، ‘لیکوال’ او د ‘لیکوال’ لوستونکو ته مبارکي ورکړه. ښاغلي اعجاز ایسپزي خپلو خبرو کښې ووئیل چې ‘لیکوال’ د خپل اولس د جذباتو ترجمان کړي او دې لړ کښې د کوم مصلحت او مفاهمت ښکار شوے نۀ دے. کله کله ئې د زړۀ بړاس داسې ویستے دے چې اختلاف ورسره کېدے شي،د طنز تېرۀ غشي هم مونږ محسوس کړي دي او دې کېفیت ته د پښتنو شریکو دښمنانو لاسونه هم پړقولي دي، خو دا به منل پکار وي چې ‘لیکوال’ د کوم ګوندیز تړون پۀ ځاے د پښتون افغان وطن د سرنوشت خبره کړې ده. هغۀ زیاته کړه، د ‘لیکوال’ خبره به نیمګړې وي کۀ د ‘لیکوال’ د ‘لیکوال’ خبره ذکر ونۀ شي. نور البشر نوید دې زړۀ ستړي مزل ته یواځې مټې رانغښتې دي او د دۀ لیکلي تاثرونه لوستونکے پۀ یو وخت د لذت او اذیتت د ناشنا کېفیت نه تېروي. هغۀ ووې، د پوهانو د دې غونډې پۀ ډاډ یوه بله نقطه تاسو سره شریکوم او هغه دا چې پښتانۀ د مارکسټو او لېننسټو سره هم لاړل، د کمیونزم ټولې ئې نغمې ئې هم زمزمه کړې وې، د افغانستان د ثور انقلاب چغې ئې هم وهلې دي، پښتنو د جنرل ضیاء د اسلامائزېشن قصیدې هم وئیلې دي، مونږ د منبر ملیانو ته هم ځوړند سر ناست یو، پولټیکل اسلام هم خپله څپه کښې د ځان سره وړي یو، د رېډیکل اسلام خونرېزي راباندې هم تېره شوې ده، د وهابېزم د تقدس قباګانو کښې هم ننوتي یو، جهادیان مو هم پۀ خپلو اوږو سوارۀ کړي دي، طالبان هم مونږ پښتنو زړۀ کښې ځاے کړي دي او تبلیغیانو ته هم مونږ د تابعدارۍ ځنګنان مات کړي دي ـــ د هر ځاے نه تک راکړے شوے دے. دا زمونږ د پوهانو لیکوالانو ذمه واري جوړېږي چې پښتانۀ د اوسنۍ زمانې د بنیادي، بشري، مترقي، جدیدو غوښتنو پۀ نظر کښې ساتلو سره خپلې پخوانۍ پښتونولۍ پله راولي ـــ مونږ دغه بشپړه نظام د ‘باچاخاني’ پۀ نامه یادوو. باچاخان مرکز پۀ ټوولو پښتون پالو او وطن پالو غږ کوې چې راځئ چې روغه وکړو او د یو بل پۀ سیوري ودرېږو او د پښتون وحدت پۀ لوري شریک مزل وکړو.

ښاغلي مشر ډاکټر خورشید عالم باچاخان مرکز کښې د ‘لیکوال’ د نمانځنې دا دستوره د باچاخان د ورورولۍ د مفکورې ژوندے پېلام وبللو او وې وئیل، باید مونږ د فکري اختلاف پۀ بنیاد یو بل نه ځانونه بېل نۀ کړو، دا روایت ختم کړو چې پۀ یو بل د بل چا د تنخادارۍ یا وظیفه خورۍ الزامونه پورې کړو؛ بلکې مونږ د هغه غټې ورځې د پاره یو بل ته اوږې کوزې کړو چې ارمان ئې زمونږ مشرانو ځانونو سره ګورونو ته وړے دے. ښاغلي زیاته کړه چې زمونږ د وطن جغرافیائي ساخت مونږ قبیلو کښې وېشلي یو ـــ یو غر دے، بل غر دے او دا غرونو بیا د قبیلو تر منځ دا غرونه درېدلي دي ـــ خو فکري طور مونږ انفرادیت کښې تقسیم شوي یو او دا ډېر خطرناک شے دے. باچاخان به وئیل چې پښتون پۀ حېث د یو انسان مفروضه پښتانۀ ځان ځانۍ ته راکاږي، زۀ دې له کار کوم چې پښتانۀ پۀ حېث د یو قام سره ودرېږي.

ډاکټر عالم ایسپزي ووئیل، د خپل استاد نور البشرنوید پۀ حواله خبرې کول ما ته د پاره ډېر ګران دي. د ‘لیکوال’ پۀ حواله به ما دۀ سره دومره ملګرتیا خو نۀ وي کړې، خو زۀ حېران شم چې د ‘لیکوال’ ټول ادارت دا سړے پۀ یواځې سر کوي نو حوصلې ته ئې سلام کوم. زۀ دلته دا اعلان کوم چې مونږ به هم دا ځان د پاره ویاړ ګڼو او د ‘لیکوال’ دا جشن به کوو.

ښاغلي استاد نور الامین ایسپزي د خبرو تمهید کښې ووې، یو کتاب کښې لیکلے شوي وو چې والټئیر وئیل چې کۀ څوک درته ووائي چې نن به درته د ملټن د ‘پېراډائز لوسټ’ پۀ حواله خبره کوم،نودا به دروغ وي ـــ دے دې ووائي چې زۀ به نن د دې پۀ بهانه باندې تاسو ته خپل ځان بیانوم. نورالبشر نوید زما د ډېر وخت ملګرے دے، داملګرتیا اوس هم ده او تر ژونده ژونده به وي. کوم حالات کښې چې نورالبشرنوید ‘لیکوال’ چلولے دے، دا کمال دے.

پخوا د پښتنو یوه مسئله وه، بې اتفاقي ـــ پېرنګي ترې یوه یوه ټوټه شوکوله او دغسې ئې جغرافیه تقسیم کړه ـــ خو نن د پښتنو مسئلې ډېرې دي. دا ‘پښتون’ او ‘لیکوال’ او زمونږ شاعران ادیبان مشران چې کومه مبارزه کوي، دا لویه مبارزه ده. نن پښتون صرف سیاسي بحران سره نۀ دے مخ، تهذیبي بحران سره هم مخ دے او یو عبوري ټرانزېشنل دور نه تېرېږي چې د قامونو پۀ ژوند کښې دا یو خطرناک دور وي چې کله قدرونه یو بل ته مخامخ ولاړ وي او تر منځه ئې Tussle وي؛ پۀ داسې حالاتو کښې د لیکوالانو، شاعرانو، دانشورانو او سیاسي مشرانو ذمه وارۍ هم ډېرې زیاتې شي. چې یو پله تهذیبي بحران وي، بل پله داسې خلق وي چې ډېر توانا وي، طاقتور وي او هغوي ستا Indeginous Cultural Narrative یعني باطیني تهذیبي بیانیه باندې غوزار کوي، هم ستا جرړې وولي، هم ستا حجره جومات وولي، هم ستا تنه وولي، هم ستا پوهنتونونو او سکولونو باندې غوزار کوي او دغسې تا مِن حېث القوم د Passivism ښکار کوي، او کله چې قام د پېسیوازم ښکار شي نو یو خاص قسم د وېرې خپسه پرې کښیني، نو پۀ دې کښې بیا نورو خلقو ته د کار لرلو مواقع پېدا شي ـــ کله چې اٰلات او حالات یوه تقاضه کوي، د وخت تقاضې بل شان وي او د قام سافټ وئېر بل شان وي؛ نو دې تضاداتو نه چې یو قام تېرېږي نو داسې وخت کښې د قلم د خاوندانو ډېرې ذمه وازۍ وي چې دې ټرانزېشنل پېریډ نه د قام تېرېدو کښې لارښودنه وکړي. دوي ښائي چې د پرون د غېږ نه به د نن پۀ لاره قام سبا ته څنګه ځي او دا د ټولو نه ګرانه خبره وي. د ‘لیکوال’ چې کله وړومبے دور ؤ نو مونږ هلکان وو، اوس خو مو نمسا نمسي دي، زما هم دي، د بشر به هم وي، څۀ وخت چې مونږ زلمي وو نو هغه وخت مونږ ‘انقلابیان’ وو او دا انقلابیان چې دي نو دا د قامي تحریک بې سره او سرتېره بچي دي، خو بچي د دې قامي تحریک دي ـــ نو زۀ دا وایم چې د ‘لیکوال’ دا پنځویشت کلن سفر ډېر ګران سفر دے او د ډېرو ستونزو ئې مونږ ګواهان یو. د پارلیماني سیاست خپلې تقاضې وي او بیا چې څوک یو داسې چوکاټ کښې سیاست کوي چې هلته ستا دښمن ستا نه زیات منظم هم وي، وسائل هم لري، ستا نه زیات طاقتور هم وي او پۀ سائنټېفک بنیاد ستا پۀ ضد ولاړ وي؛ داسې حالاتو کښې زمونږ د ځوانۍ هغه جذباتیت پکار نۀ راځي. د پښتنو ډېر وینې وبهېدې او خداے خبر چې نور به څۀ مخې ته راځي. زۀ خپل ورور ته د ‘لیکوال’ د دې ویاړمن سفر مبارکي هم ورکوم او پۀ دې هم خوشحاله یم چې نن مونږ دلته خپل شریک کور باچاخان مرکز کښې سره ناست یو.

د پښتون اېس اېف غړي زلمي سندرغاړي شوکت سواتي پۀ دې موقع لیکوال ته د ښاغلي رحمت شاه سائل کلام ‘اولس جانان کړه نو د ټول اولس جانان به شې’ پۀ خپل خوږ غږ ډالۍ کړو.

ښاغلي اقبال حسېن افکار ووئیل چې زما او د نورالبشرنوید تعلق اتیایم کښې اولسي ادبي ټولنې نه روان دے او دا تعلق پۀ فکري، قلمي او نظریاتي بنیادونو دے. زۀ اسلام اباد نه د ‘لیکوال’ اولني دور کښې نمائنده هم پاتې یم. هغۀ زیاته کړه چې نورالبشرنوید او ‘لیکوال’ باندې ډېرې خبرې وشوې او نورې پرې هم کېدې شي خو زۀ خپل څو شعرونه دۀ ته ډالۍ کوم:

تۀ نوید د خوشحالیو د خپل اولس ئې 

هم سپرلے ئې هم نغمه ئې، نغمه ګره! 

اغلې بشريٰ ګوهر خپلو خبرو کښې د ‘لیکوال’ پۀ پنځویشت کلن سفر ښاغلي نورالبشرنوید ته مبارکي ووئيلو سره ووې چې دلته کوم حالات دي، دې حالاتو کښې دا سفر کول لویه کامیابي ده. نن چې مونږ دلته راټول یو، د باچاخان مرکز د انتظامیې او د شمس بونېري صاحب مننه کوو چې دا فورم ئې جوړ کړو. هغې ووئیل، د دې فورم پۀ وساطت سره یوې مهمې خبرې ته ستاسو پام راګرځوم او هغه دا چې مونږ غواړو چې زمونږ ماشومان د دې خاورې تاریخ او تحریک سره دلچسپي ولري، خو لۀ بده مرغه ماشومانو د پاره لیکونه ډېر کم شوي دي. دلته خو دا ریاستي پالیسي نۀ ده چې ماشومان سکولونو کښې د خپلې مورنۍ ژبې زدکړه وکړي یا خپل تاریخ او خپلو اتلانو نه خبر شي، نو دا ډېره لویه ذمه واري هم زمونږ پۀ شاعرانو ادیبانو ده چې دا Oral ژبه د ماشومانو د ادب پۀ حواله شتمنه کړي. پۀ کلو بانډو کښې زمونږ د ماشومانو ذهنونو او یاداشتونو کښې داسې بلها منظوم اثار او قیصې دي چې هغه کۀ چرې کتابونو ته راوړے شي نو زمونږ د ژبې دغه نیمګړتیا به تر یوۀ حده ختمه کړي او زمونږ د راروانو نسلونو چې پۀ کوم پور دے، باید هغه ادا کړو. بله مهمه خبره دا ده چې مونږ خو د مساواتو او ازادۍ خبره کوو خو ښځې غلامې ساتو. دا یو کمے به پوره کول وي چې نن دلته مونږ ګورو نو د ښځو شمولیت بیخي نشته. هغه ورځ مونږ نوښار ته یوې دستورې له تلې وو، ډېرې زیاتې لیکوالانې هلته وې. باید داسې لیکوالانې شاعرانو پۀ داسې غونډو کښې راوبللې شي. دا ډېر ضروري سوال دے چې هغوي سره ولې رابطې نشته؟ دا احساس به ختمول غواړي.

ښاغلي شمس بونېري د خپلو خبرو نه مخکښې د پښتو ژبې د ستر شاعر، نیازبین مشر، د تحریک کلک ملاتړ او د پښتو کتابونو د بنجاري اکمل لېوني د روغ صحت د پاره د دعا خواست وکړو او د صوابۍ د سیمې د تکړه مجسمه ساز شامدار خان کاکا پېژندګلو ئې هم د دستورې ګډونوالو سره وکړه چې د باچاخان مجسمې پۀ ډېر هنر سره جوړوي. ښاغلي مشر خپله بشپړه مقاله ‘د قلم مزدور: د ادب او صحافت سرخېل’ تر سرلیک واوروله. دې مقاله کښې ئې د ښاغلي نورالبشرنوید پېژندلو، د هغۀ د سیاسي، ادبي او صحافتي هلوځلو تذکره او هغۀ سره د خپل تعلق پۀ حقله تفصیلي بیان وکړو.

ښاغلي بشیر احمد ټه دا دستوره بختوره، سنجیده او ګټوره وبلله. هغۀ داسې محفلونه جوړولو باندې د باچاخان مرکز انتظامیې ته شاباشے ورکړو او وې وئیل چې زما حوصله ډېره لویه شوه چې خپل قام کښې داسې ژوندي بڅري وینم او احساس راته کېږي چې دا سفر او کاروان پۀ مخه روان دي. هغۀ ووې چې پۀ خوره او شړو زمکو کرونده ډېره ګرانه وي او ما چې پۀ وړومبي ځل د شمس بونېري صاحب نه کومې خبرې پۀ دې مقاله کښې واورېدې، دې نه پس مې د نورالبشرنوید او ‘لیکوال’ احترام زړۀ کښې لا زیات شو او یقیناً چې دا احترام به ورته ټول پښتون قام لري. هغۀ زیاته کړه چې یونان د هومر کتاب ‘ایلیټ’ نه جوړ دے. یونان مخکښې زمونږ غوندې قبائیل وو، دې کتاب ټولې قبیلې رایوځاے کړې او عظیم یونان ئې ترې جوړ کړو. ښاغلي د قامونو د خپل ژوند د فېصلې کولو د حق وکالت وکړو او وې وئیل چې سل کاله وړاندې سپین پوستو استعمارګرو ټوله نړۍ پۀ خپله خوښه د جوړولو هڅې کولې چې نن ئې هغه د خوښې جهان وران دے؛ مونږ وایو چې هر قام ته دې پۀ خپله خاوره د خپلې خوښې د جهان جوړولو حق حاصل وي. زمونږ د دې حق خبره کۀ مونږ نۀ کوو نو څوک به ئې کوي؟ ښاغلي مشر ووې، دې لړ کښې باید د پښتون قام هره طبقه د خپل وس او وسیلو سره ودرېږي او د خپل حق د دې خبرې ملاتړ وکړي. هغۀ ووئیل ‘لیکوال’ پۀ دې لړ کښې خپل کردار لوبوي او پۀ پنځویشت کلن سفر ئې مبارکي ورکړه.

د دستورې مشر مېلمه ښاغلي نورالبشرنوید خپلو خبرو کښې ووې چې د باچاخان مرکز د انتظامیې، د ښاغلي اعجاز ایسپزي او پۀ خصوصي توګه د مشر لطیف لالا مننه کوم چې زۀ ئې نن زما د نیکۀ کور ته راوستم. هغۀ ووئیل، ما کله هم د نیکۀ کور ته نۀ راتلو نه انکار کړے دے او نۀ مې ګیله کړې ده ـــ خو نمسي مینه کوي، ناز کوي او ضد کوي. کۀ باچاخان مرکز کښې زما لیکونه چا ته هم د طنز غشي ښکاره شوي وي نو زۀ د دغه طنز د پاره څۀ وجوهات لرم. کاش کۀ نن هغه مشران دلته ناست وے چې ما وخت پۀ وخت هغوي ته خپل موقف رسولے دے. هغۀ ووې، ما شروع د سیاست نه کړې ده خو دا خبره سپینوم چې زۀ د هېڅ ګوند ورکر نۀ یم، نوکر نۀ یم، سیاسي سوچ لرم خو جنډه او لیډر نۀ لرم؛ او کوم لیډران چې دي هغوي زما مشران پاتې شوي دي او زۀ پرې فخر کوم چې دا نن زۀ دلته ولاړ یم، د دغه مشرانو برکت دے. هغۀ زیاته کړه، ما چې کوم اختلاف لرلے او لیکلے دے، هغه به زۀ بیا هم لرم او لیکم. د سوات پۀ معاهده ما اختلاف لرلے دے. ما وئیل چې دغه مارانو له سر چقول پکار دي. یو طالب ټول ګوند انتخاباتو نه پاتې کړو او دې جنګ کښې قیمتي سرونه وبائیللے شول. ښاغلي نورالبشرنوید دا وضاحت هم وکړو چې ما خپل یو ازاد حېثیت کښې موقف لرلے دے او کۀ چا ورسره اختلاف لرلے ؤ نو باید چې دغه مکالمه وشي او اوس هم دغه مکالمه پکار ده چې وشي. هغۀ ووې، ‘زۀ به کله هم د ‘لیکوال’ پۀ سر څۀ مفاهمت ونۀ کړم، ځکه چې دې لطیف لالا پۀ ما د ‘لیکوال’ دوه دورونه پۀ ډېرو سختو حالاتو کښې چلولي دي. هغۀ د ښاغلي افراسیاب خټک هم مننه وکړه چې دې موده کښې ئې د ‘لیکوال’ فکري مرسته او لارښودنه کړې وه.

د دستورې صدر ښاغلي ایډوکېټ لطیف اپریدي خپلو خبرو کښې ووې چې د انسان فکر مستقل د ارتقاء سفر کوي او تغیر پذیر وي. یو فکر هم انساني ذهن باندې ابدي قبضه نۀ شي ساتلې. د فکري ارتقاء دا سفر کۀ مونږ 1913 کښې اګره کښې د مسلم لیګ پۀ یو اجلاس کښې د باچاخان د ګډون نه راواخلو او ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ او ‘خدائي خدمتګار’ پورې ئې وګورو نو دا سفر د تاریخي پس منظر نه بغېر کتل نۀ دي پکار. هر دور د خپلو معروضي حالاتو تاثر سره نوې غوښتنې مخې ته راوړي. کۀ څوک موجوده نسل د اتیا کلونو زړونو نفسیاتو ته راکاږي نو دا به د حقیقت نه چشم پوشي وي. بنیادي اصول پۀ خپل ځاے ساتل پکار دي خو اوس د قام پرستۍ د نوو تقاضو مطابق لائحه جوړول غواړي. تاریخونه مسخ کړے شوي دي. مذهبي تشریحات د واکمنۍ برقرار ساتلو د پاره ترمیم کړے شوي دي. د تاریخ برش چې د چا پۀ لاسونو کښې دے، هغوي پرې د شېرشاه سوري، خوشحال خان، باچاخان او صمد خان تصویرونه خراب جوړ کړي دي. اوس د یو قام تاریخي حافظه چې نۀ وي نو هغه قام به خپل ځان څۀ وپېژني، خپل اتلان به څۀ وپېژني، خپل حق او مرام به څۀ وپېژني. د دې تاریخي حافظې مخې ته راوړو د پاره به ژبه، اولس او وطن؛ پۀ دې مثلث کښې هم اهنګي او شعور پېدا کول وي. پښتون وطن کښې سلګاو ادبي تنظیمونه دي، باید دا یو ځاے ته راټولو د پاره کار وشي او د فکري مورچې د وسیلې پۀ طور استعمال کړے شي. باچاخان مرکز کښې دې لړ کښې څۀ کار هم کوي نو زما لۀ طرفه ورته د مرستې او ملاتړ وړاندیز کوم. ښاغلي لطیف لالا پۀ فکري ارتقاء د یقین لرلو شعور له ځپلو خبرو کښې ځاے ورکړو او پۀ دې لړ کښې ئې د ‘لیکوال’ د خدماتو اعتراف وکړو.

د دستورې پۀ پایله کښې د ‘قام قلم’ لۀ خوا شاه مدار کاکا او ډاکټر جسیم د باچاخان مرکز منتظم انجینئیر اعجاز ایسپزي، د باچاخان مرکز میوزیم، نورالبشرنوید او حیات روغاني ته پۀ خپلو لاسو جوړې شوې د باچاخان مجسمې ډالۍ کړې. د باچاخان مرکز لۀ خوا د ‘لیکوال’ د پنځویشت کلن جشن پۀ ویاړ د مرکز منتظم انجینئیر اعجاز ایسپزي، مشر لطیف لالا او د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي کلتوري سېکتر شمس بونېري یو یادګاري شیلډ ښاغلي نورالبشر نوید ته ډالۍ کړو.

پینځم اپرېل 2010

د “جشنِ پښتونخوا” د شهیدانو ورځ

پۀ پینځم اپرېل 2010 چې کله کوز دیر ‘تېمر ګره رېسټ هاوس’ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنانو د خپلې اوږدې سیاسي مبارزې د ګټې پۀ لړ کښې “جشنِ پښتونخوا” نمانځلو، اتۀ منټه کم دولس بجې یو ځانمرګے پۀ دغه جشن ورغلو. شهید اکبرباچا د ځان مرګي نه دواړه لاس چاپېره کړل، خو لۀ بده مرغه دا جشن بیا پۀ یوه کربلا بدل شوے ؤ چې د عوامي نېشنل پارټۍ د ځائي مشرانو پۀ شمول دوه شپېتۀ کسان پۀ دې خونړي برید کښې شهیدان شول.

عوامي نېشنل پارټۍ د پښتون قام او پښتون وطن د پاره ډېر پۀ سړه سینه د پارلېماني سیاست پۀ لار د یو اوږد مزل نه پس داسې ائیني ګټې لاس ته راوړې چې کۀ یو خوا ئې د دې خاورې تاریخي نوم “پښتونخوا” بیا پۀ ځاے کړو نو ورسره ئې د بعضې بدخواهانو د نیمګړي نیت پۀ وجه “پښتونخوا” سره د “خېبر” نوم تړلو باندې د پښتنو د جغرافیائي وحدت مقدمې د پاره اخلاقي جواز هم وګټلو چې اوس د فاټا مرجر پۀ لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ دعويٰ ورسره لا مضبوطېږي. دې ائیني ګټې سره کۀ یو خوا صوبې د خپلو وسائلو پۀ نیمه برخه خپل حق ولرلو نو ورسره مختلفې محکمې هم د صوبې اختیار کښې راغلې چې دا د پارټۍ د منشور د بنیادي هدف پله یو قابلِ قدر ګام دے.

پۀ پینځم اپرېل شوے دا خودکش د هغه سوچ لۀ خوا خودکش برید ؤ چې د مذهب او وطن پۀ نوم د دې خاورې د اولس او وسائلو د استحصال بازار ئې تود کړے ؤ. دا خودکش برید هغه سوچ کړے ؤ چې د وفاقیت پۀ نوم ئې همېشه واړۀ قامونه د هغوي ائیني او بنیادي انساني حقونو نه هم محروم ساتل. د جشنِ پښتونخوا د شهیدانو د ورځ نمانځلو سره عوامي نېشنل پارټي دا پېغام ورکوي چې د پېرنګي د زورونو، د مارشل لاګانو د شورونو، د فتنه ګرو د پېغورونو او د ترهګرو د بریدونو پۀ وړاندې ډال کېدونکي د باچاخان د فکر مشالونه به تل روښانه وي او دوي به پۀ یو ازمېښت، زور او جبر هم د خپل قام او وطن د حق غوښتلو نه څوک پۀ شا نۀ کړے شي.

فېصل فاران

د یو نظم توکنه

د رېدي ګل

غني خان

ښائېست د يوې غوره سليقې يا ترتيب، تناسب، ترکيب و توازن دوېمه نامه ګڼلې کېږي چې پۀ ليدونکي، اورېدونکي باندې يوه ښه اغېزه پرېږدي او هغۀ ته خوشحالي سرخوشي وربخښي ــ ځکه دا هم وئيلے شي چې هر هغۀ څۀ چې لیدونکي اورېدونکي ته سرخوشي ورکړي، نو هغه څۀ ښائسته دي. پښتو کښې د دې د پاره د ښائست لفظ د ‘ښۀ’ + ‘ایسته’ نه مرکب دے او لغي مطلب ئې دے ‘ښۀ ایستلے’ یا ‘ښۀ وتلے’. دا یو ډول د انتخاب معنيٰ لري خو بل خوا کۀ مونږ ګورو نو ښۀ لفظ د ‘خېر’ معنٰي هم لري ــ یعني د پښتون د ښائست معیار پۀ خېر یا ښۀ والي باندې ولاړ دے. هر هغه څۀ چې ښۀ دي، هغه ښائسته دي.

د ښائت د پاره دوېم لفظ ‘ښکلا’ یا ‘شکلا’ کښې هم د ‘ښۀ’ دغه بسمه ده. د ښکلا مطلب دے ‘ښۀ کښلے’ یا یعني ‘ښۀ جوړ شوے’، ‘ښۀ راکښلے’. د دې پۀ مقابل کښې عربۍ کښې د ښکلا د پاره د جمال لفظ دے چې بسمه ئې جمل ده چې اوښ ته وئیلے شي. دا ځکه چې عرب د پاره د رېګستان سخت ژوند کښې ټولو نه ښائسته څیز اوښ ؤ چې ټول دارومدار ئې پرې ؤ، نو هغوي اوښ د ښائست د پاره موزونه کلیه وګرځوله. دا ښائست دا تصور لۀ مونډه افادي دے.

د جمال پۀ مقابل بیا د ‘جلال’ تعقل دے. جلال هغه جمال دے چې دې کښې یو رعب او هېبت هم وي، زړۀ راکښون ولري، کنه دواړه احساسات ورکوي. خو زما پۀ اند صحیح او اصلي حېثیت هم د جمال دے. جلال هغه جمال دے چې کثافت پکښې پاتې وي او مونږ ګورو چې هر کثیف څیز چې کثافت وبائیلي، هغه لطیف شي. هر کله چې ښائست ته کمال یا تکمیلیت هم وئیلے شي نو جلال کښې هېبت او رعب دغه تکامل نیمګړے راښائي.

د ښائست د تکامل یا کمال نه مطلب دا دے چې د ښائسته څیزونو ټول اجزاء یا توکي خپلو کښې سره داسې منطقي تړون جوړ کړي چې د اجزاء کثرت ئې د یو پوره وحدت تاثر ورکړي او دا تاثر هېڅ نیموالے ونۀ لري. مونږ ګورو چې جلال کښې رعب د داسې تاثر منځ کښې خنډ دے ځکه جلال پوره ښائست یا کمال نۀ دے.

د جلال او کمال دا بحث مسیحي مدبرینو او مبلغینو سېنټ اګسټن او بیا ډېر وروستو سېنټ اېکونس خپله کښې سره ګډوډ کړے دے چې کله دوي ته پۀ مذهبي توګه دا کشاله پېښه شوه چې فطرت کښې د وېروونکي بوږنوونکي نقصان رسوونکي څیزونو سپیناوے څنګه وکړي نو دوي ووې چې کۀ دنیا ته د کل پۀ حېثیت وکتے شي نو دنیا ښکلې ده او کوم څیزونه چې ناکاره بدرنګه ښکاري، هغه حقیقت کښې د دې کل اجزاء دي او د یو جز غېر موجودګۍ کښې به دا کُل نیمګړے شي. هم دې شالید کښې د لان جائنس د ارفعیت یا جلالیت نظریه بیا راوتې ده چې د اګسټن د فکر چربه ښکاري. اګر کۀ دا بحث وړاندې نه رومن مفکر سېرو هم کړے دے. د ښائست پۀ حقله بلها تصورات دي لکه د تکمیلیت، جلالیت، افادیت، صداقت، سرخوشۍ، التباسیت، هئیت او د رمزیت تصورات.

هم دغسې د غني خان د ښائست تصور د یوې لویې مطالعې جواز لري خو پۀ مجموعي توګه د هغۀ د ښائست تصور د خېر، صداقت، تکمیل، هم ګزارۍ او یکتایۍ پۀ بنیاد ولاړ ښکاري؛ لکه د نظم ‘د رېدي ګل’ تجزیه چې مونږ کله کوو نو دې کښې چې کومه لمړۍ خبره منځ له راځي، هغه دا ده چې ښائست د یکتایۍ دوېمه نامه ده. هر هغه څیز چې یکتا دے، هغه ښائسته دے ـــ ځکه د صحرا د یواځې ګل شاعر له جواب ورکوي چې زما خوبي دا ده چې دلته زۀ یواځې یم نو منفرد یم، چې منفرد یم نو ښائسته یم، او یواځې والے د ښائسته منطقي نتیجه ده، یا ښائست د یواځې والي نه راوځي.

زۀ خفه ئې خوا له لاړم، ما وې اٰه زما پۀ شان 

تۀ هم ګل ئې بدنصیبه، ورک د زلفو د جانان 

نۀ د چا نیازبینې ګوتې نرم مخ له به دې یوسي 

نۀ به ښکول دې کړي سرې شونډې، د یار سرۀ نازک لبان 

هغه غلے شان موسکے شو، وې خان! مۀ کوه خفګان 

زۀ به دا صحرا ورنۀ کړم د ایران پۀ ګلستان 

دلته زۀ یو او یکتا یم، هلته زر زما پۀ شان 

چار چاپېره سپېرې خاورې، زۀ یواځې یم روښان 

دلته دې تور رېګستان کښې، زۀ د رنګ او نور لمبه یم 

د ښائست چپه نغمه یم، کرشمه د لامکان 

ستا پۀ باغ کښې پۀ زرګونو دي ګلاب زما پۀ شان 

یو بې نومه سُور دریاب کښې یو بې نوم څاڅکے روان 

تۀ پۀ دې خپله صحرا کښې خفه نۀ شې زما وروره! 

اخر رابه شي دیدن له دې څوک سوے غني خان 

د دې نه دا خبرې راولاړېږي چې یو خو د شاعر د صحرا یواځې ګل سره همدردي او خواشیني پېدا کېږي چې دا ګل پۀ دې ویرانه کښې یواځې ولاړ دے، د خپل ښائست سره همکاري همکناري پکار ده، نو هغه سوچ کوي چې کۀ دا ګل چرته باغچه کښې ؤ نو چا ښکلي به ښکول کړے ؤ، زلفو کښې به ئې ټومبلے ؤ، د دې ګل مثال هم لکه زما دے چې د چا ښکل سره همکناره نۀ شوم.

د شاعر د صحرا ګل سره د خپل ځان مشابهت خوا کۀ پۀ یوه منفي حواله یعني تنهائي ولې نۀ وي، خو دا خبره جوتوي چې شاعر ته هم لکه د نارسس د خپل اهمیت او قدر و قیمت اندازه شته دے، خو هغه غواړي چې دا قدر و قیمت د جانان لۀ سره لکه زلفو کښې د ټومبلي ګل غوندې ځار کړي. یعني مهمه خبره دا ده چې شاعر دلته د هَم احساسۍ ښکار شوے دے. د ګل د اهمیت احساس ئې د خپل ځان سره پۀ پرتلنه کړے دے. بیا دغه هَم احساسي پۀ هَم ګزارۍ بدله شوې ده.

هوموپتهوس یا هَم ګزاۍ کښې بنیادم د بل د احساس جذبې نه اغېزه اخلي، خواشیني ئې بېدارېږي، د غمژن پۀ حال غمژن کېږي خو دې د پاره د تخیل ضرورت وي ـــ چې د تخیل پۀ مرسته بنیادم خپلې د ماضي تجربې داسې رایادېږي لکه چې با ترې هم دغسې تېرېږي. دغه زړه تجربه پۀ موجوده پردۍ تجربه سره ورته کړي او ذهني توګه دې موجوده تجربه کښې شامل شي. نو دلته هم شاعرۍ د هَم احساسۍ نه تر هَم ګزارۍ یا هوموپتوس پورې رسېدلے دے. د معروض او موضوع فرق ختم شوے دے. ګل نه شاعر او شاعر نه ګل جوړ شوے دے.

دې نظم کښې جمالیاتي تجربه ډېره زوروره ده. دې جمالیاتي تجربه کښې احساس، فکر، پوهه، سماجي شعور او علم دے چې دغه تجربې ته معنویت ورکوي او دا جمالیاتي تجربه پۀ هغه جمالیاتي خوند باندې نۀ تمامېږي کوم ته چې مونږ محض سرخوشي وایو، دې جمالیاتي تجربه کښې د ښائست یوه پوره فلسفه د یکتایۍ پرته ده.

د یکتایۍ دا فلسفه د ښائست او د فنکار دواړو د تنهایۍ بیان هم دے او د تنهایۍ پېدا کوونکي ښائست بیان هم دے. صحرائي ګل یواځې دے، ځکه ښائسته دے ـــ شاعر هم تخلیق کار دے، حسن تخلیقوي خو دغه حسن لیدو د پاره سترګې نشته ـــ نو هغه هم تنهائي سره مخ دے، غواړي چې څوک د هغۀ تخلیقوونکے ښائست یا د هغۀ فن ته داد ورکوي، ستائي ئې ـــ

هر کله چې د هغۀ ملاقات پۀ صحرا کښې د رېدي ګل سره وشي نو پۀ هغه باندې دا انکشاف وشي چې د ښائست خو دوېم مطلب دا دے چې به یکتا وي ـــ کۀ دغه یکتاوالے او یو والے نۀ وي نو بیا خو به ښائست هم ورک شي، لکه هر څو کۀ هغه ښائسته هم وي، لکه د باغچې پۀ بې شمېره ګلونو کښې چې څنګه د یو ګل پته نۀ لګي ـــ

ستا پۀ باغ کښې پۀ زرګونو دي ګلاب زما پۀ شان 

یو بې نومه سُور دریاب کښې یو بې نوم څاڅکے روان 

د یواځې ګل پۀ موضوع باندې داسې نظمونه نور هم شته دے خو د هغو او دې نظم معني خېزۍ کښې فرق دے. لکه د ګوئټے یو نظم دے:

زۀ ځنګل کښې روان ومه

بې مقصده تګ و دو کښې

خالي ذهن، بې سوچه

خو پۀ سیوري ولاړ یو تنکے ګل مې ولیدو

لکه ستورے روښانه ؤ

لکه سترګه خندانه ؤ

ما وې چې راوېشوکوم

خو ګل راته پۀ معصومه ژبه ووې

زۀ مړاوے شوے یمه

اٰیا ما ته رېژېدۀ پکار دي؟

ما هغه زر د جرړو سره راوباسلو

باغ ته مې یوړو

دې ښکلي کور کښې مې

یو خاموشه ځاے کښې بیا وکرۀ

چې تل خورېږي سمسورېږي اوس

دې نظم کښې ځنګل کښې د بې مقصده ګښت خبره ده او هلته هغه یو ګل مومي. هغه دا ګل تروړل غواړي خو ل )یعني احساس( ورته وائي چې دا به خو مړ شي، نو هغه ئې سره د جرړو کور ته راوړي، خپله باغچه کښې ئې کري ـــ وجه ئې دا ده چې دا ګل دې ویرانه کښې زر ونۀ رېژېږي؛پۀ دې اندېښنه ئې خپل ملکیت ګرځوي. نظم کښې د ښائست معصومتوب او د ښائست د زوال او خوندي کولو خبره ده.

دغسې بل نظم د ټیني سن دے چې هغه د مات دېوال چاودي نه ګل سره د جرړو راوباسي او تجزیه ئې کوي ـــ وائي کۀ زۀ د ګل پۀ حقیقت پوهه شوم نو د بنیادم او خداے پۀ حقیقت به هم پوهه شم ـــ

د مات دېوال د وت نه

ما ته راوباسلې جرړو سره

اے تنکي ګله!

کۀ زۀ ستا پۀ حقیقت ورسېدم

چې تۀ څۀ ئې؟ ټول پۀ ټوله

نو زۀ به پوهه شم

چې بنیادم څۀ دے او خداے څۀ دے؟

نومیال پوهان ایرک فرام خپل کتاب To have or to be کښې د دې نظمونو تجزیه کښې وائي چې دې نظم کښې د لوېدیځ د یرغلګر قبضه ګر استعمار فکري فلسفه پرته ده چې سائنس ته پکښې ژوند داسې مقصد ګرځېدلے دے چې د ایجاد او دریافت د پاره ئې ژوند د ژوند ذرائع او فطرت پۀ لویه مخه تباهۍ سره مخ کړے دے او یو افادي مقصد ئې مخې ته دے. کۀ دا مقصد علمي وي او کۀ عملي، دلته هم شاعر د خداے او بنیاد حقیقت باندې پوهېدو د پاره ګل سره د جرړو راوباسي. دې نظم کښې البته یوه اشاره بائبل ته هم ده ـــ هلته هم بنیادم ته واښۀ سره تشبیه ورکړې شوې ده، دلته هم بنیادم ‘ګل’ ګنلے شوے دے. غني خان هم بنیادم د ورخاړي ګل سره تشبیه کوي.

هم دغه قبیل کښې د لوے جاپاني شاعر باشو هائېکو هم ده:

د نازونا ګلونه

چې ټوکېدلي وینم

نو ګېرچاپېره ورله باړ ووهم

د باشو هائېکو کښې جاپاني نفسییات دي چې و څیز خصمانه او ساتنه ضروري ده، ځکه شعر ګل ته شپول وهي ـــ خو دا شپول د ملکیت د پاره نۀ دے، د دې د بچ کولو د پاره دے چې دا ګل د چا د پښو لاندې رانۀ شي.

ګوئټے ګل ماتوي خو بیا ئې خپل دننه فلسفي شاعر منع کوي او سره د جرړو ئې خپله باغچه کښې کري ـــ دا هم د ملکیت عمل دے خو بنیاد ئې جمالیاتي دے. ولې ټیني سن د ګل د ښائست ادراک د خداے او بنیادم پۀ حقیقت پوهې د پاره کوي خو ګل له ژوند ختموي ـــ ولې غني خان نۀ ګل ملکیت ګرځوي، نۀ ئې ماتوي؛ بلکې خفګان پرې څرګندوي چې ستا ښائست چا ونۀ لیدو ـــ نو بیا ادراک کوي چې دا ګل دلته ښکلے ځکه دے چې دغسې نور ګلونه نشته، ګوندې د دې ښائست ادراک به چا کولو؟ دا به څنګه منکشف کېده چې د رېدي یو ګل هم دومره ښائسته کېدے شي چې د رنګ او نُور لمبه او د لامکاني حسن کرشمه جوړ شي؟

د دې نظمونو پۀ مقابله کښې د ورډزورتهـ شهکار نظم ‘ډېفوډلز’ صرف او صرف د جمالیاتي حظ یعنې سرخوشۍ دوېمه نامه ده. هغه چې پۀ زرګونو لکهونو ډېفوډلز د هوا پۀ څپو لرزان رقصان ویني، دا دومره شانداره ننداره وي، دومره زیات جمالیاتي حظ هغۀ ته راوړي چې هر کله هغه خفه وي او د شپې تصور کوي نو دغه شانداره ننداره ورله زړۀ او ذهن د خوشحالۍ نه ډک کړي.

خو غني خان د پاره یواځې ګل یواځې جمالیاتي تجربه نۀ ده، دا جمالیاتي تجربه ورله پوره یوه نظریه او فلسفه هم راوړي. هسې هم یوه پوره جمالیاتي تجربه به هغه وي چې ځان کښې دا ډول سوالونه راوړي لکه:

  1. د ښائست حقیقت څۀ دے؟
  2. د ښائست افاده څۀ کېدې شي؟
  3. د ښائست تعارف څۀ کېدے شي؟
  4. د ښائست معیار څۀ کېدے شي؟
  5. ښائسته څنګه خپلېدے شي؟

مونږ ګورو چې د ټیني سن نظم کښې ښائست او حقییقت او ملکیت یو شوي دي ـــ د ګوئټے نظم کښې ښائست، ملکیت یو شوي ـــ د باشو هائېکو کښې ښائست تحفظ سوال دے، دغه سوال ګوئټے سره هم دے ـــ د ورډزورتهـ نظم کښې ښائست یوه جمالیاتي او تصوراتي سرخوشي ده او د غني خان نظم کښې د ښائست تعارف او حقیقت ته فکر رسېدنه ده. دا فکر مونږ ته دا هم ښائي چې هغه دلته دې نظم کښې ښائست اضافي ګڼلے دے او دا هم یو لوے حقیقت دے چې ښائست پۀ بنیادي توګه پۀ دوه غټو برخو مطلق او اضافي ښائست کښې وېشلے کېږي.

مطلق ښائست هغه دے چې هر ځاے یو شانې معیار د پاره پرې زیات خلق یوه خولۀ ي، لکه د غرۀ چینه، د لېډي ډیانا تصویر، د خوشحال غزل ‘وخت د نوبهار دے’، د څوارلسمې سپوږمۍ، د مازیګر نمر، د ګلنار بېګم یا لتا منګېشکر اواز، پۀ رباب اوړېدلې سندره، د غني خان نظم ‘د بُت وینزه’ ـــ دا د مطلق ښائست مثالونه کېدے شي.

ولې اضافي ښائست د انفرادي ذوق شوق، جغرافیائي حدود د چاپېرچل غوښتنو او یا د بدلېدونکي وخت لاس ته راوړنو سره تعلق ساتي ـــ لکه پخوا چې کوم جاګیردارانه اشرافیه د ښائست کلاسیکي تصور دے هغه غټې تورې یا زرکې سترګې، کتابي څهره، دنګه پوزه، اوږده غړۍ، نرۍ شونډې، سپینه څهره ده. دغه ښائست تر ډېره وخته فلمي معیار هم ؤ، خو اوس چې کاسمېټک انډسټري شوبز ته د خپل مارکیټ خورولو د پاره راغله، سرمایه کاري ئې وکړه نو دغه مخصوص تصور بې ځایه شو، ځکه چې د مارکیټ زیات صارفین د ښائست دغه نمونه نۀ دي ـــ هغه تور دي، سکڼ دي، غټ پوزي دي، نرۍ سترګي دي نو ځکه د ښائست تصور کښې ګلېمر او جنسي کشش چې هغه صرف څهرې پورې محدوده نۀ وي بلکې ټول بدن کښې شامل وي، د ښائست تصور کښې شامل شو نو مونږ ګورو چې شوبز کښې ماډل او هېروئن د کلاسیکي ښائست پۀ معیار پوره نۀ وي.

غني خان هم دې نظم کښې دا عجیبه کار کړے دے چې یو خو ئې ګل د ښائست نخښکه ګرځولې ده چې پۀ عامه توګه د ښائست حواله باندې ټوله نړۍ کښې منلے کېږي، بیا ئې دا کار کړے دے چې دغه منلے تصور ئې لۀ خپله ځایه بې ځایه کړے دے او وئیلي ئې دي چې څۀ ته مونږ ښائست وایو، دا هم چې ډېر شي نو ګنډېر شي. جوخت د دې پښتو متل مطابق ئې خپله د ښائسته فلسفه وړاندې کړې ده ـــ دغه د اضافي ښائست فلسفه مونږ ته دا وائي چې کوم څیزونه مونږ ښائسته ګڼو، د دې بنیاد هم پۀ کمیابۍ او نایابۍ باندې وي. نورو معنو کښې، کۀ یو څیز ډېر هم د ضرورت وي نو چې ډېر شي، اهمیت ئې ختم شي، او کۀ کوم یو څیز ډېر هم بې ارزښته بې وقعته شي خو چې نایاب شي نو قدر قیمت او ارزښت ئې پېدا شي ـــ هم دغه دې نظم کښې د ښائست فلسفه ده.

عرضِ حال

دفعه 144

‘پښتون’، اګست 1931، مخونه 55-54

د ګاندهي ارون پۀ صلح کښې حکومت پۀ غېر مبهمو لفظونو کښې دا منلې وه چې هر قسم سیاسي جلسې به ازادې وي. قومي کمېټۍ جوړول، قومي وردۍ اغوستل او نور ټول د دې لوازم به قطعاً ازادي وي، البته کۀ پۀ بعض خاصو حالاتو کښې پۀ یو خاص ځاے کښې ګورنمنټ جلسه بندول غواړي نو قوم به د هغې پۀ کولو خامخا اصرار نۀ کوي.

دا صافه خبره ده چې د خاصو حالاتو نه مطلب دا دے چې کۀ یو ځاے کښې څۀ داسې واقعات پېښ وي چې د جلسې پۀ کولو کښې د بلوې، فساد خطره وي، یا به د دغې جلسې نه مخلوق د خداے تتهه څۀ تکلیف ورسي نو بې شک دغه جلسه دې ونۀ شي.

نو مونږ ته چې څومره معلومه ده، تر نن ورځې پورې داسې یوه واقعه نۀ ده پېښه چې پۀ دې تعریف کښې راشي مګر د سرحد حکومت دا استثناء یوه لوبه وګڼله. پۀ کوم ځاے کښې چې یوه جلسه جوړه شي، ګو چې هغه به هر څومره پُر امن وي او د هر قسم اعتراض نه به خالي وي، مګر فوراً پرې د ضلعې حاکم د دفعه 144 ضابطه فوجدارۍ د لاندې حکم جاري کړي چې دا جلسه نۀ شي کېدې.

کۀ چرې واقعې څۀ حالات داسې وے چې د جلسې کو سبب د نقصان وے نو باک به نۀ ؤ، مګر د حکومت د خود ساخته خطرو نه کوم وخت او کومه موقع خالي کېدې شي؟

مونږ د حکومت پۀ منشا نۀ پوهېږو چې اخر د دې نادر شاهي حکمونو نه حکومت ته څۀ فائده رسي؟ کۀ چرې دا کوشش د دې د پاره کېږي چې د ازادۍ تحریک به ورک شي نو دا ډېر د بېوقوفۍ خیال دے او کۀ څۀ بله خاصه فائده ترې مدّنظر وي نو د هغې علم مونږ ته نشته.

بهرحال دا ثابته شوه چې سرحدي حکومت د صلحې یوه ذره پابندي نۀ ساتي او مونږ خو تر اوسه پورې هېڅ قسم خلاف ورزي د صلحې نۀ ده کړې ــ مګر چې د حکومت سرحد دا رویه وي نو مونږ به تر څو د تحمل نه کار اخلو؟

ډېره زر ده چې پۀ سول نافرمانۍ مونږ مجبور شو او صلح بالکل ماته شي، مګر اول اول مونږه حکومت ته اطلاع ورکوو چې د صلحې د ماتولو ذمه واري به د حکومت پۀ ذمه وي.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …